د ارزګان خلکو ۵۶ روغتیایي مرکزونو ته خپلې شخصي ځمکې وقف کړي

انځور: اطلاعات روز

اطلاعات روز: ارزګان کې روغتيايي مسوولين وايي، د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې عام خلک دې ته راضي شوي چې خپلې شخصي ځمکې د روغتیایي مرکزونو جوړولو لپاره دوی ته په واک کې ورکړي.

ارزګان کې د (MOVE) موسېسې يو تن مسوول ډاکټر محمد داود زاهد وايي، په ټول ولايت کې ۵۶ روغتيايي مرکزونه شتون لري، چې د ودانیو جوړولو لپاره یې عامو خلکو په هره سیمه کې خپله دوه جریبه ځمکه د روغتیایي مرکز لپاره وقف کړې ده.

نموړی زیاتوي:« د ارزګان په لېرې پرتو سيمو کې روغتيايي خدمات ډير زيانمن شوي موږ ته خلکو د ۵۶ روغتيايي مرکزونو لپاره د يوه جريبه څخه تر ۲ جریبه پورې ځمکه راکړه چې موږ به هلته روغتيايي مرکزونه ورباندې جوړ کړو او ترڅنګ به يې يوه يوه روغتيايي پوسته په څنګ کې جوړه کړو چې د دغه نويو پوستو لپاره به ۱۱۲ روغتيايي کار کوونکي په دندو هم وګمارو»

ورته مهال د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست یوتن استازی ډاکټر قدرت الله بیانزی بیا وایي، «همدا سلګونه رضاکاران دي چې د روغتیا څرخ یې په دوران راوستلی او هدف ته یې رسولی دی.»

نوموړی وايي، چې روغتيايي برخه په هېواد کې يوه اساسي برخه ګڼل کيږي او په کار ده چې په دې برخه کې لاهم خدمات زيات شي.

دغه راز عام خلک هم د دغو خدماتو هرکلی کوی خو غوښتنه کوي چې په روغتيايي برخه کې لاهم ستونزې شته چې باید ورته پاملرنه وشي.

د دغه ولايت يوه اوسيدونکي شفيع الله له مسوولينو غوښتنه کوي چې په ټولو روغتيايي مرکزونو کې دې خدمات پراخ شي او ودانۍ دې ورته جوړې شي.

تردې وړاندې په دغه ولايت کې روغتيايي مسوولينو خبر ورکړی و چې ۴۲ روغتيايي مرکزونه د شخصې کورونو څخه خدمات وړاندې کوي او له روغتيا وزارت څخه يې غوښتنه کړې وه چې دغه برخې ته پاملرنه وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته