هرات کې د ښځو زندان. انځور: نیویارک ټایمز

هرات کې د طالبانو په زندان کې پر ښځو څه تېریږي؟

د افغانستان سقوط او د طالبانو واکمنېدلو ښځې په هيواد کې له بد وضعيت سره مخ کړې دي؛ هغوی له زده کړې، کار، تګ – راتګ او تفريح څخه محرومې شوې دي، هغه چې د انسان لومړني حقوق دي. طالبانو پر افغانستان د خپلې يو نيم کلنې واکمنۍ پر مهال د ښځو پر خلاف سخت اقدامات کړې دي او د ښځو انساني کرامت يې تر پښو لاندې کړی او هغوی له سخت وضعيت سره مخ دي.

له بله اړخه، د طالبانو په لاس د هيواد سقوط کېدل د دې لامل شول چې د بشري حقونو ټول ملاتړي بنسټونه، په خاص ډول هغه بنسټونه او سازمانونه وپاشل شي چې د ښځو د حقونو ملاتړ يې کاوه او ښځې او ماشومان د دې بنسټونو او سازمانونو له ملاتړ څخه بې برخې پاتې شي. د طالبانو د واکمنۍ په لومړيو مياشتو کې د دې ډلې په ښځينه زندانونو کې ډېری زندانيان هغه ښځې او ماشومان وو چې د بشري حقونو سازمانونو او بنسټونو په امن کورونو کې پرېيښي وو. اکثريت ښځينه زندانيانې په دې نه وې خبرې چې ولې طالبانو زنداني کړې دي. ډېری وختونه طالبان هم نه پوهېدل چې ولې هغوی د دې ډلې په زندان کې پرتې دي خو په اخر کې يې هم د هغوی جرم «اخلاقي فساد» ليکه.

يو شمېر ښځې چې د طالبانو په ښځينه زندان کې بنديانې وې او له اطلاعات روز سره يې د دې زندان د وضعيت په اړه خبرې کړې دي، وايي چې د دوی د نيولو اصلي دليل د دوی «ښځينه توب» او له قومي يا هم مذهبي ډلو سره يې تړاو و.

همدا راز د دوی په وينا، چې طالبانو له دوی سره په چلند کې د هغوی د انساني حيثيت سپکاوی کړی او د هغوی انساني کرامت يې نقض کړی دی.

هغه نجونې چې باد کې ورکې شوې

افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ يو نيم کال اوړي. په هرات کې د طالبانو د ښځينه زندان يوه پخوانۍ زنداني وايي «هيڅوک نه پوهېږي چې چيري ، څه وخت او په کوم دليل به له دې وېروونکې ډلې زيانمنېږي.» هغې د نورو ټولو هغو کسانو په څېر چې مرکه ورسره شوې ده، نه غوښتل خپل هويت وښيي، پسي ويې ويل: «په هر حال، هره شېبه دا شونتيا شته چې يو څوک يا هم ځيني افراد د خپل جنسي، قومي، ژبني او يا هم نورو هويتونو او تړاوونو له کبله له طالبانو نه رغېدونکی زيان وويني.»

د تېر کال د مني منځ و چې طالبانو د هرات ښار په يوه له شوره ډکه سيمه کې د هوايي ډزو په کولو سره د خپل شتون اعلان وکړ. د ډزو په اورېدلو ټول له وېرې وچ کلک شول او د طالبانو د بې سببه ډزو له امله يې د تېښتي توان ونه موند. د دې ډلې وسله والو د يو څو ځوانو نجونو پر لور چې د يوه پلورنځي په وړاندې د خپلو اسنادو د اخيستنې لپاره په صف کې ولاړې وې، ور منډې کړې او محاصره يې کړې. طالبانو په خپل منځ کې له يوه – بله وپوښتل: «همدا دي؟» د دې ډلې يوه وسله وال وويل: «هو، همدوی دي.» د دوی يو څو کسانو چې له غوسې يې غاښونه چيچل پر نجونو بريد وکړ او د هغوی په وهلو – ټکولو او هغوی ته په بد – رد ويلو يې شروع وکړه.

«تاسو فاحشې ياست. ښار مو خراب کړی دی.»

طالبانو تر دې هم ډېرې بدې ښکنځلې یادو نجونو ته وکړې. هغوی نجونې همدلته په دې عامه ځای کې تر لمر لوېدلو پورې وساتلې. په دې وخت کې د هغوی شخصي وسايل لکه ټیليفونونه د طالبانو له خوا ضبط شول او ټول محتويات يې وکتل شول. طالبانو له دې نجونو وغوښتل چې د هغه کار اقرار وکړي چې هيڅکله دوی نه دی کړی: «فحاشی». د دې نجونو «په رګونو کې د دې ناحقه ادعا د ردولو غيرت بهېږي»، هغوی يې ادعا رد کړه. کله چې تياره خپره شوه طالبانو لومړی دا نجونې د ښار استخباراتي رياست ته او بيا د هرات ښځينه زندان ته يوړې.

د دې نجونو تر نيولو وروسته، طالبان د هغوی د خپلوانو په نيولو پسې هم شول. طالبان نه پوهېدل چې د دې نجونو کورنۍ د هرات ښار په کوم ځای کې دي. د هغو د موندنې اسانه لار دا وه چې د دې نجونو ټیليفونونه وپلټل شي. طالبانو له همدې لارې د هغوی له کورنيو سره اړيکه ونيوله او ورته ويې ويل چې د ښار په يو هوټل کې له نجونو سره دي. دې وسله والو ځانونه اختطافچيان وښودل او هغوی ته يې داسې وښودله چې له نجونو سره «پارټي (محفل) کې دي.»

هرات ښار کې یو طالب سرتیری. د انځور سرچینه:  Mir Ahmad Firooz Mashoof | Anadolu Agency Getty Images

همدا راز دوی د نجونو د پيدا کولو لپاره د کورنيو له بې وسۍ بده استفاده وکړه او د نيول شويو نجونو له ښځينه خپلوانو يې د نامشروع اړيکو غوښتنه وکړه. د طالبانو يو کس د دې کورنيو يوې ښځينه غړې ته وايي چې «همدلته راشه. زه او ته به ووينو. خوندور شی به درکړم.» کله چې د طالبانو دې کس ته د رد ځواب ورکول کېږي، دی پسي ورته وايي: «(د نيول شوې نجلۍ) حال ډېر خراب دی. کافي (شراب) يې خوړلي. همدلته لويدلې. راشئ انتقال يې کړئ.»

د نيول شويو نجونو خپلوان چې کله د وعدې سيمې ته ځي نو متوجې کېږي چې د نيولو لپاره يې طالبانو دام ايښی دی. هغوی سمدستي له هغه ځايه تښتي او لس ورځې وروسته تښتول شوې نجونې د طالبانو په زندان کې پيدا کوي.

د طالبانو د نورو ښځينه زندانونو په څېر دلته هم نظم نشته، يعني نيول شوې نجونې له خپلو مشخصاتو سره د طالبانو په زندانو کې ثبت نه وې. کله چې څو مياشتې په دې زندان کې تېروي، نو پر یوه داسې پاڼه په لاسليک کولو پرېښوول کېږي چې هيڅ محتوا نه لري. د دوی جرم «اخلاقي فساد» ګڼل کېږي؛ هغه کار چې هغوی هيڅکله نه وو کړی او نه يې په تړاو شواهد وو. دا ښځې تر اوسه په دې نه دي توانيدلي چې پوه شي ولې زنداني شوي او د کوم جرم پر اساس يې پايلې ګالي؟

د دوی ټولو لپاره د طالبانو د زندان تېرول د افغانستان په سنتي ټولنه کې نه زغمل کېدونکې پايلې لري؛ د دې پر ځای چې خواخوږي ورسره وشي، له زندانه دباندې پرې ټاپې وهل کېږي. په دې نجونو کې د يوې واده نږدې و، د مېړه کورنۍ يې د زنداني کېدو له کبله د بکارت د معايناتو غوښتنه ځني وکړه. نجلۍ او کورنۍ يې دا غوښتنه سپکاوی وګڼه او معاينې ته تيار نه شول. نجلۍ طلاق واخيست او هلک له بلې نجلۍ سره واده وکړ. دې نجونو زده کړې، کورنۍ او هرات پرېښودل. د هيڅ رسمي بنسټ له لوري د دوی لپاره د حيثيت اعاده ونه شوه.

کوم وخت چې دا نجونې د طالبانو د هرات په ښځينه زندان کې بنديانې وې، هلته تر سلو زياتې نورې زندانيانې هم وې. هغوی په زندان کې لومړنۍ اسانتياوې هم نه درلودې؛ پړوني، کالي، روغتيايي مواد، لوښي او خوراک ورسره کم وو. څو نفرو به له يوه لوښي او پړوني استفاده کوله. روغتيايي وضعيت هم ډېر خراب و او د دوی ډېريو روغتيايي اسانتیاوو ته هم لاسرسی نه درلود.

له دې سره – سره، د دې ډیری زندانيانو دوسيې هم نه وې چمتو شوې او په بېلابېلو خرابو طريقو شکجه کيدلې. کله به يې په تياره او لندو کوټو کې اچولې او تر ۲۴ ساعتونو به هلته وې، کله به هم نارينه ساتونکي وهلې تر دې چې بې هوښه به شوې. دا نو د ښځينه زندان ورځنۍ کيسه ده.

يوه بله ښځه چې د طالبانو له خوا وهل کېدله له هغې د نيول کېدو پر مهال يو طالب غوښتي وو چې د هغه تناسلي اله په لاس کې ونيسي. ښځه له دې کاره انکار کوي او د پلټنو پر مهال دا کس د نورو په وړاندې رسوا کوي. همدا راز د فراه ولايت د فراه‌رود ولسوالۍ يوې بله نجلۍ چې د کورني تاوتريخوالي له کبله يې له کوره تېښته کړې وه، طالبانو په هرات کې نيولې وه او په وحشتناکه توګه به يې شکنجه کوله.

دا نجلۍ ذهني توازن بايلي او په غير عادي وضعيت کې په زندان کې ساتل کېږي.

له روزنتونه بيا د زندانيانو لپاره تر نڅا پورې

تازه ۱۵ کلنۍ ته رسيدلې. ازاده نه ده، زنداني ده. دا هم نه ده معلومه چې چيرته او څرنګه پيدا شوې. حتا همدا د ۱۵ کلنۍ عمر يې هم د روزنتون د هغو مديرانو اټکل دی، چيرته چې دا غټه شوې ده. دا روزنتون د طالبانو تر راتلو وروسته وتړل شو، او بې سرپرسته ماشومان پر خپل حال پرېښودل شول. دې نجلۍ به کثافات ټولول او کثافات يې هم د ډېرې لوږې له امله ټولول. په کثافاتو کې يې له ډوډۍ پرته بل هيڅ شی هم نه لټول او همدې کې موندل شوې ډوډۍ به يې خېټه مړوله. په همدې کثافات ټولونه کې يې دا هم زده کړل چې کولای شي د کثافاتو په وسيله پيسې پيدا کړي او په هغو پيسو يو څه ښه ډوډۍ وخوري. نو په کثافات را ټولولو پېل کوي او تقريبا تر يوې مياشتې همدا کار کوي.

د کثافت ټولونې به يې اووه ويشتمه يا هم اته ويشتمه ورځ وه، دې نجلۍ د معدني اوبو او انرژي څښاکونو بوتلونه راټول کړي وو او په تله کې يې خرڅولو ته ايښي وو چې طالبان را ورسېدل. وروستۍ کڅوړه چې په تله کې يې ايښې وه د هغې پيسې يې وانه خيستې او نه هم د طالبانو له منګوله وژغورل شوه. طالبانو دا په زور سره په موټر کې کېنوله او د هرات ښځينه زندان ته يې يوړه.

هغه درې ښځې چې طالبانو د اخلاقي فساد په تور نیولي دي. انځور: هرات کې د طالبانو امنیې قومندانۍ

دا د طالبانو په تنګه څلور دېوالۍ کې بنده ده. طالبان يې له دې کبله نه پرېږدي چې خپلوان نه لري. نجلۍ د زندانيانو په منځ کې بنده ده او هغوی خپل کار پرې کوي؛ کله هم لوښي پرې وينځي او کله هم تشنابونه پرې پاکوي. خو د دې اصلي کار له طالبانو په پټه د ښځو او د زندان د کار کوونکو په منځ کې نڅېدل دي. دا د زندانيانو د لاسونو ټکا ته ناڅي او د زندانيانو «سګريټ» ورته بلوي. کله په خپله هم د سګريټ غلیظ دود کشوي.

دې هيڅ جرم نه دی کړی، خو دا چې خپلوان نه لري او طالبان د يوې ښځې په توګه د دې د راتلونکې په تړاو کوم بې پلانه دي، له همدې کبله يې د ازادۍ حق ترې سلب کړی دی.

تېر کال د سنبلې په مياشت کې لمر د هرات ښار د اسمان منځ ته را رسېدلی وو؛ يوې په قد جګې او په عمر منځنۍ ښځې پر خپل سر تور پړونی تاو کړی و او د هرات د يوه مشهور ريسټورانټ ته د تګ – راتګ په لاره کې يې يو ځای خوښ کړی و. هر نارينه او ښځې ته به يې د پيسو غوښتلو لپاره لاس اوږداوه؛ د دې لپاره د خلکو جنسيت مهم نه و. خو د فقر کولو کيسه داسې ده چې په انسانانو کې د رحم په را پارولو سره بايد له هغوی پيسې وغوښتل شي او د دې ترحم د را پارولو لپاره هم بايد هر نارينه او ښځې ته تمه وشي. د طالبانو تر راتګ وروسته، دا د ښځې د هرې ورځې کيسه وه، کله هم يو ځای او کله هم بل ځای.

د طالبانو تر تسلط وړاندې، دا د هرات ښار په يوه امن کور کې ساتل کېدله. دا ښځه د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د کورني تاوتريخوالي قرباني ده. د دې ډلې تر حاکميت وروسته چې امن کورونه ختم شول، دې ښځې له کوڅې او د ريسټورانټونو له لارو پرته بل ځای ونه موند.

طالبان چې کله دا د ريسټورانټ په لار کې له نارينه وو سره پر خبرو کولو ويني نو نيسي يې او نږدې پوستې ته يې وړي. د پلټڼې پر مهال د خپلوانو پوښتنه ترې کوي او دا ورته وايي چې څوک نه لري او په امن کور کې وه. طالبان يې زندان ته اچوي. يو څه وخت وروسته چې د دې دوسيه تيارېږي، نو جرم يې «زنا» ليکل کېږي.

د طالبانو په دې زندان کې نوري بې سرپرسته او بې خپلوانو ښځې او نجونې هم ساتل کېږي. د دا ډول ښځو او ماشومانو په اړه دقيق ارقام نشته؛ خو د طالبانو د کار وزارت تېر کال اعلان وکړ چې د دې ډلې په راتلو سره په دولتي روزنتونونو کې نهه زره بې سرپرسته ماشومان وو چې د درې زرو مسووليت يې خپلوانو منلی دی او نور يا پر خپل حال پرېښوول شوي او يا هم په ځينو فعالو روزنتونو کې دي.

د طالبانو په زندان کې مینې نجونې

درې نيم کاله وړاندې د يوه طالب جنګيالي لور د هرات په شينډنډ کې د خپلې سيمې له يوه هلک سره د مينې اړيکه پيدا کړه. دوی دواړو نه شوای کولای چې دا خبره ښکاره کړي. دواړه د خپلې مينې د ښکاره کولو له پايلو وېرېدل؛ او د نجلۍ پلار به هر وخت په يوه صحرايي محکمه کې د خپل ګډون کيسه په وياړ کوله. له همدې وجې دوی هرات پرېږدي او ايران ته پناه وړي. له هراته تر ايرانه قاچاقي ځي او تر يو نيم کال پورې چې لور يې پيدا کېږي، له کورنيو سره يې اړيکې نه وې. د دوی د لور پیدا کېدل يوه پلمه کېږي چې له خپلو کورنيو سره بيرته اړيکه ونيسي. پر خپلو کورنيو دا زېری کوي او د يو څو مياشتو په تېرېدلو سره يې اړيکې عادي کېږي.

کله چې تېر کال طالبان واکمن شول، نو د طالبانو دا جنګيالی ايران ته ځي او د خپلې لور کور پيدا کوي. د ايران پوليس په موضوع خبروي او غواړي چې لور يې طالبانو ته وسپارل شي. د ايران پوليس پرته له دې چې د دې مېړه خبر کړي، ښځه او لور يې تر سرحد اړوي. د طالبانو دا کس خپله لور د طالبانو محکمې ته سپاري او هغوی هم دا ښځه او لور يې زندان ته اچوي.

د هرات ښار

په غزني کې د يوې نجلۍ او يوه هلک چې لا هم زده کوونکي دي، د عاشقۍ کيسه د کليوالو تر غوږو رسېږي، دواړه مجبورېږي چې ايران ته روان شي. دوی هم بايد قاچاقي ولاړ شي. د همدې بېړني، پټ او ناسنجول شوي سفر تابيا کوي. ښايي د دوی د وېرې دليل هم دا وي چې د طالبانو تر حاکميت لاندې يې د مينې کيسه رسوا نه شي.

دوی هرات ته راځي. په هرات کې يې د تعقيب او پيدا کېدلو وېره راکمېږي او د هرات په ښاري هوټلونو کې په مېشتېدلو سره فرصت پيدا کوي چې د خپل نامعلوم راتلونکي په اړه خبرې وکړي. دواړه توافق کوي چې په ايران کې به له يوه – بل سره واده کوي او ګډ کور به جوړوي. دا توافق يې اضطراب کموي. له يوه – بل سره يې مينه زياتېږي او په خپلو ژغورل کېدلو خوښ دي. د قاچاقبر د پيدا کولو، جامو او نورو اړينو توکو د اخيستلو لپاره دواړه دباندې وزي.

کله چې پلورنځي ته راځي نو د طالبانو يو کس ورته راځي او پوښتنه ترې کوي چې له يو بل سره څه ياست؟ دوی وايي چې ورور او خور دي خو دا کس باور نه کوي. هلک او نجلۍ عذر او زارۍ ورته کوي، خو د طالبانو کس حوزې ته د هغوی د وړلو لپاره جدي کېږي او په مخابره کې د مرستې غوښتنه کوي. کله چې طالبان سيمې ته راځي نو هلک تښتي او نجلۍ طالبانو ته په لاس ورځي. طالبان دا نجلۍ د هرات ښځينه زندان ته وړي.

دا نجلۍ د هرات په ښځينه زندان کې له بد حالت سره مخ ده. نه پوهېږي چې کوم هلک دې خوښ کړی وو، هغه به په څه حال کې وي؛ همداسې د دې د مرګ او ژوند پوښتنې پسي هم د هرات ښځينه زندان ته څوک نه دي ورغلي. دا يوازې او بې کسه په يوه داسې څلوردېوالۍ کې زنداني ده چې طالبان يې په کلکه ساتي. دا نه پوهېږي چې برخليک به يې څه وي، د دې دوسيه لا هم نه ده تياره. څرګنده نه ده چې تل به همدلته وي، که به سنګسار کېږي، يا به هم دُرې او وهل خوري او ازادېږي به. د دې بې برخليکۍ غم دا لالهانده کوي او خپل سر د زندان په ديوال وهي، چيغې وهي او خپل وېښتان کشوي. کله چې نجلۍ نارې کړي او چيغې وهي، نو د طالبانو ځلمي نظاميان يې په قمچينو وهي.

کله چې له شکنجې را خلاصه شي، نو د خپل وږي نس د مړولو لپاره په ۲۵ افغانۍ روزانه د زندانيانو خدمت کوي. په همدې پيسو د يوې اونۍ چای او خوږه پيدا کوي. تر دې وروسته بيا مجبوره ده چې د زنداني کارفرما تشناب ومينځي. د طالبانو د قمچينو له امله ژوبله شوې او له همدې وجې ځان هم نه شي مينځلای. په همدې حال کې هم د طالبانو دې زنداني په ازادۍ پسې زړه تړلی او هيله لري چې له زندانه ووزي او معلومه کړي چې له مين سره يې څه شوي دي.

د ښځو جبري نکاح؛ «بې سرپرسته ښځې د طالبانو دي»

د هرات په يوه پوهنتون کې ممتازه محصله وه. يو څه وخت کېده چې دويم سمسټر ته تللې وه؛ په دې خوښه وه چې پوهنتونونه نه دي تړل شوي او کولای شي خپل درس ووايي. يوه ورځ چې غوښتل يې پوهنتون ته ولاړه شي، طالبانو يې د کور شاوخوا د کوڅې دواړې لارې وتړلې. طالبانو دا نجلۍ ونيوله او د دې ډلې د هرات امنيې قومندانۍ ته يې يوړه. دې هيڅ جرم نه و کړی، خو يوازې په يوه شکايت يې ونيوله.

طالبانو دا نجلۍ تر لنډې پلټنې وروسته زندان ته يوړه. دا دوې اونۍ زندان تېروي او بيا هغه کس ته په جبري نکاح ورکول کېږي چې دې يې څو ځله وړانديز رد کړی و. د نکاح پرېکړه د طالبانو د محکمې له لورې د دې په غياب کې کېږي. طالبانو له دې کس څخه يو څه پيسې اخلي او د نجلۍ کورنۍ ته يې ورکوي.

دا کس واده لري او د نجلۍ کليوال دی، تر نجلۍ يې عمر ډېر لوړ دی، نجلۍ يې د دويم يا درېيم اولاد پر ځای ده. د نجلۍ کورنۍ څو کاله وړاندې له دې امله هرات ښار ته راغلې وه چې د دې سړي له خوا پرې فشار و او غوښتل يې له دې نجلۍ سره واده وکړي.

همدا راز طالبان يوه بله ځوانه نجلۍ ځکه زندان ته اچوي چې له يوه ځوان هلک سره له واده کولو انکار کوي. دا نجلۍ په ماشومتوب کې د دې هلک په نوم شوې وه. کله چې نجلۍ ځوانېږي، د دې اقدام مخالفت کوي. د هلک کورنۍ چې له طالبانو سره اړیکې لري دې ډلې ته شکايت کوي. طالبان هم لومړی دا نجلۍ زنداني کوي او بيا يې شکنجه کوي او وروسته يې په پټه هلک ته ور نکاح کوي.

طالبان دا نجلۍ همالته په زندان کې هغه هلک ته سپاري.

له دې سره – سره، د طالبانو د هرات په ښځينه زندان کې ځيني ښځې د خپلو پخوانيو مېړونو د شکايت له کبله بنديانوې. يوه ښځه د خپل نوي مېړه له زوی سره بندي وه، له خپل پخواني مېړه څخه يې دوه کاله وړاندې طلاق اخيستی و خو طالبانو دا ښځه له کوره د تېښتي په تور زنداني کړې وه.

همدا راز، تېر کال د عقرب په مياشت کې، طالبان يوه ورځ په زندان کې دننه د ۱۴ زنداني ښځو محکمه دايروي. دا هغه ۱۴ ښځې وې چې شرعي سرپرست يې نه درلود او ډېری يې هم د طالبانو تر تسلط وړاندې په امن کورونو کې ساتل کېدلې. طالبان د دوی ازادي له خپلو جنګياليو سره په ودو کولو پورې مشروطوي. دا ښځې په يوه صف کې د طالبانو مخ ته درول کېږي او له طالب جنګياليو غوښتل کېږي چې له هغوی څخه يوه انتخاب کړي.

هماغه ورځ د دې ښځو له منځه يوه ښځه انتخابېږي او په هماغه ورځ له زندانه خوشي کېږي.