کندهار کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمیر زیات شوی

اطلاعات روز: کندهار کې ځايي روغتیاپالان وايي، د نورو کلونو په پرتله سږکال دغه ولایت کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر نږدې دوه برابره ډېر شوی چې تر شپيته سلنه یې نجونې دي.

په کندهار کې هر کال لسګونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته کېږي چې يوازې په تېرو دوو کالو او اتو مياشتو کې نږدې شپږ زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوې چې پکې د ماشومو نجونو شمېر او مړينه ترټولو لوړه ياده شوې ده.

دغلته ډېری مېندې او ماشومان هغه خوړو ته هم پوره لاس رسی نه لري چې د يوې مور او ماشوم لپاره مناسب وي او د بدن د اړتیا وړ خواړه یې برابر کړي.

ورته مهال کندهار کې د ميرويس حوزوي روغتون د ماشومانو د څانګې مشر متخصص ډاکټر محمد صديق وايي، چې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د مړینې يو ترټولو لوی لامل کاپي خوړو ته د مېندو او ماشومانو نه لاس رسی دی.

ډاکټران وايي، په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د مړینې يو ترټولو لوی لامل کاپي خوړو ته د مېندو او ماشومانو نه لاس رسی دی.

نوموړی وایي، د تېرو اتو مياشتو په جريان کې یې یو زرو ۸۶۰ په خوارځواکۍ اخته ماشومان بستر کړي چې له ډلې یې ۷۴ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه متخصص ډاکټر زياتوي، چې يوازې یې د تېرې يوې مياشتې په موده کې ۲۴۰ تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان بستر کړي چې له هغو ۱۰ تنه مړه شوي دي.

د ده په وينا: « په ۱۴۰۰ کال کې ۲,۳۹۹ ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي چې ۱۳۰۰ نجونې او پاتې ۱۰۹۹ هلکان وو، سږکال هم تراوسه ۱۸۶۰ ماشومان موږ ته راوړل شوي چې يوازې ۱۰۵۹ نجونې او  ۸۰۰ هلکان دي، دلته ډېری کورنۍ د خپلې لور او زوی ترمنځ فرق کوي.»

د میرویس حوزوي روغتون د ماشومانو د څانګې مشر زیاتوي، يوازې په تېرو دوه نيمو کلونو کې ميرويس حوزوي روغتون ته د بستر لپاره نږدې شپږ زره په خوارځواکۍ اخته ماشومان ور وړل شوي چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي.

ډاکټر محمد صدیق بې سوادۍ ته په اشارې سره وويل، چې ډېرې بې سواده ښځې د خپلو ماشومانو په سالمې تغذيې نه پوهېږي او دا د دې سبب شوي چې ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي.

همدارنګه د سره صليب نړيوالې کميټې (ICRC) هم افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زيات ښودلی او په دې اړه یې په يوې اعلاميه کې  اندېښنه څرګنده کړې ده.

په دغې اعلاميې کې راغلي چې د تېر ۲۰۲۱م کال تر پايه پورې ۳۳زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي خو دغه شمېر د سږکال په اتو مياشتو کې ۶۳زره ته لوړ شوی دی.

آيا مېندې سالمو خوړو ته لاس رسی لري؟

په دې ولايت کې ډېری ښځې په کم عمر کې واده کول او صحي خوړو ته نه لاس رسی په خوارځواکۍ د خپلو ماشومانو د اخته کېدو اصلي لامل يادوي.

بي بي جانه يوه له هغو ښځو څخه ده چې په پنځلس کلنې کې واده شوې او خوارځواکۍ ورڅخه اووه اولادونو اخیستي دي.

دغه مور چې له يوې مياشتې راهيسې په ميرويس حوزوي روغتون کې له خپلې ماشومې لور سره بستر ده له نړيوالو موسېساتو د مرستې غوښتنه کوي.

د هغې په وينا: « څه شی وخورو، خاوند مې روزانه کار کوي، د دې وس نه لرو چې خپل ناروغه ماشومان بهر ته د درملنې لپاره بوځو، ډاکټر يې وزن وګوري او راته منفي ځواب راکړي، نور خپل په مرګ لا خوشاله يم، هر اولاد چې مي پيدا شي دغه مرض یې مړ کړي، هر ډول مرستې چې راسره وشي زه خوشحاله يم.»

دغه راز د يوې بلې خوارځواکې ماشومې مور بي بي عايشې بیا وویل، وروسته له هغه يې ماشوم په خوارځواکۍ اخته شو چې پر ټاکلي وخت به یې شېدې نه ورکولې.

نموړې وایي، چې د اقتصادي ستونزو له کبله يې په څو مياشتو هم هيڅ ډول مېوه‌جات او پروټين لرونکي خواړه نه‌ دي خوړلي.

کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون.

د دې په خبره، چې خاوند يې په يوازې سر اته کسېزه کورنۍ ساتي او نشي کولای خپلې لور ته د نارينه اولاد په څېر ځانګړې پاملرنه وکړي.

د هغې په وینا، کورنۍ یې خپلو نارينه اولادونو ته ځانګړی پام کوي او له دې ناروغۍ څخه يې ژغوري خو ښځېنه ماشومانو ته کوم توجه نه کوي.

د عايشې له قوله: «زما دا څوم اولاد دی چې زوی مي پيدا شي د پلار او کورنۍ له خوا مې ورته ډېره توجه کېږي خو که لور وي يوازې يې ساتل ماته راپاتې شي، زه خپله کمزورې يم هره ورځ ناروغه يم، پخوا يې زما لور ته د خوارځواکۍ مواد ورکول اوس هغه هم نه ورکوي.»

ولې د ښځینه ماشومانو په پرتله نارینه و ته ډیره پاملرنه کېږي؟

روغتیاپالان بيا په خوارځواکۍ د نجونو ډېر اخته کېدو لامل مېندو ته د نامناسبو خوړو ورکول او د کورنيو له لوري له ماشومانو سره توپيري چلند یادوي.

ډاکټرس فریبا احمدي وایي، ډېری کورنۍ ددې پرځای چې د زوی او لور ترمنځ توپيریز چلند کم کړي ډېر کړی يې دی.

دې زياته کړه: « زموږ په ټوله کې ډېر کسان دا وايي چې لور د بل د کور ده او زوی مو د ګټې دی، که مور وي که پلار وي يوازې د زوی نارې وهي او خپل لور ته هيڅ توجه نه کوي، دا خو به نو خود په خوارځواکۍ اخته کېږي، په اطراف کې زياتې کورنۍ شتون لري چې لومړی يې نارينه ډوډۍ خوري پاتې شوني یې ماشومان او ميندې خوري.»

همدارنګه د شریف الله په نوم يو بل روغتياپال زياته کړه‌، ډېرې داسې کورنۍ ورته راځي چې د خپلې کورنۍ د ساتلو توان نه لري خو ډېرې داسې کورنۍ ورته هم مراجعه کوي چې يوازي خپل ناروغ زوی روغتون ته وړي.

ده وویل: «د کندهار په زیاتو ولسواليو اوس هم خلک په لور شرمېږې او د زوی لپاره محفلونه نیسي، لور ته ښه خواړه او مېوې نه راوړي خو زوی ته هر څه امکانات برابروي، زياتې مېندې او پلارونه د اولادونو ترمنځ توپير کوي، ټوله کورنۍ هغه که نارينه او ښځينه وي یايد يو ځای ډوډۍ سره وخوري.»

د يادونې وړ ده چې د کندهار په هرو لس خوارځواکو ماشومانو کې شپږ نجونې دي، تازه په افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کمېټې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر زياتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.