د بریښنا پرچاوي د لوګر، پکتيا او خوست اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړي

اطلاعات روز: له ازبکستان څخه افغانستان ته په ورکړل شوې وارداتي بریښنا کې د رامنځته شوې ستونزې له امله د پلازمینې کابل او نورو ولایتونو ترڅنګ د لوګر، پکتيا او خوست ولايتونو اوسېدونکي هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دغو ولايتونو اوسېدونکي وايي، له يوې خوا سوړ ژمی او بل پلو د وارداتي بریښنا د پرچاوي زياتيدل هغه لاملونه دي چې د خلکو په ژوند او کاروبار یې منفي اغېزې کړې دي.

د دوی په خبره چې اوس مهال په زياته کچه خلک په ورځني ژوند کې له وارداتي بریښنا استفاده کوي، خو په دې برخه کې د وروستيو ستونزو او پرچاوي ډېرېدو له کبله يې ورځنۍ چارې ټکنۍ شوې دي.

د لوګر ولايت د مرکز پل عالم يوه اوسېدونکي بلال نظري اطلاعات روز سره په خبره کې وويل، چې دوې اوس په کورونو او د کاروبار ځای کې له بریښنا استفاده کوي، خو د پرچاوي له امله نشي کولی چې دغه چارې په ښه ډول پر مخ يوسي.

د هغه په خبره لوګر کې د خلکو سوداګري هم د بریښنا پرچاوي د زیاتېدو له کبله کمزورې شوې ده.

د سویل ختیځ زون اوسیدونکي وایي، له يوې خوا سوړ ژمی او بل پلو د وارداتي بریښنا د پرچاوي زياتيدل هغه لاملونه دي چې د خلکو په ژوند او کاروبار یې منفي اغېزې کړې دي.

نوموړي زياته کړه که رامنځته شوې ستونزه ژر تر ژره هواره نشي، نو د خلکو په اقتصاد به خورا ناوړه اغېزه وکړي.

نظري وايي: «زمونږ لوګر او له دې بيا ښکته پکتيا او خوست ولايتونو ته د ازبکستان بریښنا وصل شوې، خو باور وکه چې کله دغه د پرچاوي مشکل راپيدا شوی په کور کې له بد وضعيت سره مخ يو او تر څنګ يې کاروبار کې هم کېدونکې چارې نیمګړې روانې دي، زه د نجارۍ دوکان لرم زما اکثره ماشينونه په برق چليږي او دا چې برق نه وي نو کرار مونږ هم ورته ناست يو.»

لوګر ته ورڅېرمه په پکتيا ولايت کې هم د مرکز ګردېز، احمد اباد او د ځدراڼو ولسواليو د ځينو سيمو اوسېدونکي له يادې بریښنا ګټه پورته کوي.

د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، پکتيا سوړ ژمی لري او په دې موسم کې ډیری خلک د کورونو ګرم ساتلو لپاره له وارداتي بریښنا استفاده کوي، خو د پرچاوي بېساري ډېرېدو او ترڅنګ يې د سون توکو د بيو لوړېدو په ځايي خلکو روان ژمی سخت کړی دی.

د ګردېز يو تن قومي مشر حاجي اختر محمد له اطلاعات روز سره په خبرو کې دا يوه جدي ستونزه وبلله او د طالبانو د بریښنا په مسوولينو يې نيوکه وکړه چې په دې برخه کې لازم اقدامات نه ترسره کوي.

د نوموړي په وينا اوس مهال د خلکو ورځنۍ چارې په بریښنا روانې دي او اندېښمن دی چې رامنځته شوې ستونزه دوامداره پاتې نشي.

هغه وايي: «دلته د پکتيا بلخصوص د مرکز ډیری ځايونو ته چې زه ورغلی يم خلک په کورونو کې له برق استفاده کوي، کاروبار په برق روان دی او بله مسله دا ده چې پکتيا ډېر سوړ ژمی لري نو پرچاوي دومره ډېره شوې چې خلک په څلريشت ساعتونو کې يو ساعت هم ورڅخه ګټه نشي اخيستلی، خواست مو دا دی چې طالبان دا ستونز ژر تر ژره حل کړي تر څو د خلکو اړتياوې پوره شي.»

پکتيا ولايت کې له ۱۶ زره ډېرې کورنۍ د ازبکستان له وارداتي بریښنا ګټه پورته کوي.

د پکتيا ولايت د بریښنا رياست مسوولينو هم له رسنيو سره په خبرو کې د خلکو ستونزې منلې او ويلي يې دي، چې په دې اړه مرکزي چارواکو هڅی پيل کړې دي.

خوست کې هم خلک له ورته مشکلاتو سره مخ دي او د طالبانو له حکومت څخه يې د هواري غوښتنه کوي.

د خوست مرکز يو تن هټۍ وال نور ولي ځدراڼ اطلاعات روز ته وويل چې په ښار کې د مبايلونو خرڅلاو دوکان لري او د بریښنا څخه په استفادې يې کاروبار په مخ روان وي.

هغه زياتوي چې د ولايت مسوولينو ورته ويلي و، چې د پرچاوي موقته ستونزه ده او ژر به هواره شي، خو د نوموړي په خبره نږدې څو اونۍ تېريږي چې لاهم خلک او د خوست ښار له بې برقۍ سره مخ دي.

ځدراڼ وويل: «پخوا به چې په تېر حکومت کې ممکملې پايې په ماينونو والوزول شوې، نو هغه ډېر وخت به چې پرې تېر شو يوه اونۍ کې به بيرته بریښنا عادي حالت ته راغله، خو اوس له شلو هم ډېرې ورځې تېرې شوې چې په تياره شپه کې ناست يو او هم د ورځې پر مهال د بریښنا نشتون له امله کاروبار خراب شوی. مونږ اوس د خپل دوکان لپاره جنراتور چالانوو خو د هغه لپاره د تېلو قيمتونه دومره لوړ دي چې استفاده ترې نشو کولی.»

په همدې حال کې بیا د افغانستان د بریښنا شرکت عملیاتي مسوولین وايي، ازبکستان د شوي قرارداد مطابق بریښنا نه ورکوي او شاوخوا ۶۰ سلنه له قرار داده کمه بریښنا د یاد هیواد له لوري ورکول کیږي.

د عملیاتي شرکت رییس انجنیر صفي الله احمدزی ویلي، چې د دوی د معلومات پر اساس چې د ازبکستان د اټکل له مخې د دوی د بریښنا زیرې تر ۲۰۲۵ کاله پورې کار کولی شي، خو د هغه فشار سږ کال راکم شوی دی.

د نوموړي په وینا اوس مهال ازبکستان خپله د ګاز او انرژۍ له کموالي سره مخ دی.

د عملیاتي شرکت رییس انجینر صفي الله احمدزی انځور: ټولنیزې رسنۍ

احمدزي وویل: «د افغانستان بریښنا شرکت مکلف دی چې د کابل په شمول جلال اباد او تر خوست پورې بریښنا خلکو ته ورسوي او دلته زمونږ داخلي تولیدات هم دي چې یوه اندازه برق تولیدي، چې تقریباً په حدود د ۸۰ میګاواټه بریښنا هم تولیدوي او پرون هم بریښنا شرکت پرېکړه وکړه، چې تر ۶۰ میګاواټه پورې حراراتي برښنا فعاله شي، چې هغه د بریښنا شرکت لپاره قیمته تمامیږي او بل مونږ له ازبکستان هیواد سره چې قرارداد کړی نو هغه مونږ ته له شوي قرار داد ۶۰ سلنه کمه بریښنا راکوي.»

احمدزي زیاته کړې چې د برښنا شرکت د شبکې پراخوالي ته په کتو تولیدونکې داخلي بریښنا بسنه نه کوي او په خبره یې چې د رامنځته شوې ستونزې تر هوارېدو پورې دوی په منظم ډول د شپې له خوا تر لسو ولایتونو پورې دوه دوه ساعته بریښنا خلکو ته رسوي.

د نوموړي په وینا چې دوی په پلان کې لري چې تر یوې اونۍ پورې له داخلي حراراتي بریښنا استفاده وکړي او هغه وايي چې دوی په دې هڅه کې دي تر څو له ديپلوماتیکو لارو له ازبکستان هیواد سره یوې مثبتې هوکړې ته ورسیږي.

هغه وايي: «دلته به تر یو وخته په همدې کمه بریښنا ګزاره کوو، تر څو مونږ وکولی شو، چې له دیپلوماتیکو لارو له ازبکستان سره هوکړې ته ورسیږي، زمونږ خپل تولیدات کم دي نظر د بریښنا شبکې پراخوالي ته او د دې لپاره چې یو څه ستونزه هواره شي لسو ولایتونو ته مو په تقسیم اوقات ډول د شپې له خوا دوه دوه ساعته برق ځانګړی کړی دی.»

د سياسي چارو ځينې کارپوهان بيا د ازبکستان هيواد له لوري د بریښنا قطع کېدل تخنيکي نه بلکې په افغان حکومت د پورونو ډېرېدو سربېره سياسي موضوع هم بللې ده.