اطلاعات روز: د زابلي ځوانانو په هلو ځلو ددې ولايت د شاجوې ولسوالۍ په «هولان رباط چينو» کلي کې د لومړي ځل لپاره يو مجهز کتابتون پرانيستل شوی دی.
زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لپاره د ځوانانو امر نياز محمد زيارمل وايي، ددې کتابتون لپاره د همدې سيمي خلکو ۳۵۰۰ جلده بېلابېل کتابونه راټول کړي دي.
نوموړی د زابلي ځوانانو له دې کار هرکلی کوي او زیاتوي، چې ټول ځوانان بايد په ګډه د مطالعې فرهنګ د دودولو لپاره کار وکړي.
همدارنګه ددې سيمې اوسېدونکي وايي، د خپلو ځوانانو دا کار ستایي او هڅه کوي چې د نورو کتابونو په راټولولو سره دغه کتابتون نور هم غني کړي.
د دوی په خبره، تر دې وړاندې یې ځوانانو داسې کتابونو او ځای ته لاسرسی نه درلود چې ازاده مطالعه وکړي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې زابل کې د کتاب لوستلو فرهنګ خورا پیکه شوی و او تازه ددې ولايت ځوانانو هڅې پېل کړي ترڅو ددې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د مطالعې او کتاب لوستلو دود بېرته له را ژوندی کړي.