د بهرنیو موسېساتو کار ځنډیدو سره جلال اباد ښار کې سوالګر زیات شوي

اطلاعات روز: د افغانستان له نورو ولایتونو سربیره په ننګرهار کې هم د بهرنیو موسېساتو د کارونو له ځنډیدو وروسته خلک له اقتصادي ستونزو ځوریږي.

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار اوسیدونکي وایي، چې د بهرنیو موسېساتو له تړل کیدو وروسته په ښار او ولسوالیو کې د نارینه وو او ښځينه وو سوالګرو شمیر زیات شوی دی.

الله یار په جلال اباد ښار کې د خوراکي توکو دوکاندار دی وایي، د موسېساتو کار ځنډیدلو دوام ننګرهار کې هغه کورنۍ چې له موسېساتو یې مرستې اخیستې له سخت اقتصادي حالت سره مخ شوي او زیاترو یې له همدې امله سوال کولو ته مخه کړې ده.

نموړی زیاتوي په دې سوالګرو کې زیاتره یې ځوانې نجونې او د پاخه عمر میرمنې شاملې دي، چې له دې وړاندې به یې له بهرنیو موسېساتو میاشتنۍ بشري مرستې ترلاسه کولې؛ خو اوس پرې یادې مرستې دریدلي او له مجبوریته یې سوال ته مخه کړې ده.

الله یار زیاتوي: «له کله نه چې دغه بهرنیو موسېساتو کارونه دریدلي نو ورسره سم په ښار او ولسوالیو کې سوالګر هم زیات شوي او لامل یې دا دی، چې  دغه کورنیو ته به مخکې موسېساتو خوراکي توکي او نورې بشري مرستې ورکولې؛ خو اوس پرې دا مرستې ولاړې دي او دوی مجبوره دي چې سوال وکړي ځکه بله لاره نه لري او زیاتره یې کونډې او بې وزله کورنۍ دي چې اوس سوال ته مجبور شوي.»

د بهرنیو مرستو ځنډیدو سره خلک اړ شوی چې ښار کې سوال وکړي. انځور: اطلاعات روز

د ګل بي بي په نامه یوه کونډه مېرمن چې خاوند یې د تېرو جګړو پرمهال وژل شوی او اوس د درې اولادونو سرپرستي ورترغاړې ده.

هغه هر سهار له خپلې کوچنۍ لور شازیه سره ښار کې ګرځي او ډیر کله یې د ښار په یوه څنډه کې د سوال په موخه څادر غوړولی وي، چې خلک یې لاسنیوی وکړي.

نموړې وایي، نږدې یوه میاشت کیږي چې کورنۍ یې د خوراک لپاره هیڅ نه لري او له دې وړاندې به ورسره د یوې موسېسې له لوري د اوړو او نورو خوراکي توکو مرسته کیدله.

هغه اندیښنه لري او وایي، له ډیرې مجبورۍ یې سوال کولو ته مخه کړې او که حالات همداسې دوام وکړي نو لوی انساني ناورین به رامنځته شي.

نموړې غوښتنه کوي چې طالبانو حکومت دې موسېساتو کې د ښځو کار ته اجازه ورکړي څو دوی کار پیل او د بې وزله وګړو لاسنیوی وکړي.

ګل بې بي زیاتوي: «خاوند مې په تیرو جګړو کې وژل شوی او اوس درې اولادونه لرم له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ یم، یوه میاشت کیږي چې په مړه خیټه مو ډوډۍ نه ده خوړلې او ګاونډیان راسره مرسته کوي؛ له دې وړاندې به د ډبلیو اف پي میاشتني توکي راکول او ستونزه مو حل وه.اوس له طالبانو غواړو چې باید موسېساتو ته دې اجازه ورکړي چې بیا فعالیت شروع کړي او که حالات همداسې دوام وکړي نو زیاتره کورنۍ به له قحطۍ سره مخ شي.»

ګل بي بي د کور سرپرسته ده نموړې وایي، مرستې دریدلي او کور کې داسې څوک نه لري چې دې او اولادونو ته یې ډوډۍ راوړي. انځور: اطلاعات روز

 د بهرنیو موسېساتو په تړل کیدو سره نه یوازې عام خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي، بلکې په یادو موسېسو کې د کارونو ځنډ له امله بې روزګاره شوي ځوانان هم خپل راتلوونکي ته اندیښمن دي.

صادق شاه چې په یوه بهرنۍ موسېسه کې یې دنده درلوده وایي، د نارینه وو او ښځینه وو په ګډون ګڼ شمیر کسان موسېساتو رخصت کړي او اوس يې کراچۍ چلولو ته مخه کړې ده.

صادق شاه زیاتوي:«زه په خپله یوه موسېسه کې وم او هلته ساحوي انجینر وم، له کله نه چې موسېساتو خپل فعالیتونه درولي نو زه او زما نور ښځینه او نارینه ملګري ټول رخصت شوي او اوس په کور دي؛ له حکومت غوښتنه کوو چې باید موسېساتو ته د کار بیا پېل اجازه ورکړي.»

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسیدونکی روزي خان د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې موسېساتو ته دې د یو ځانګړي طرزالعمل له مخې د کارونو د بیا پېل اجازه ورکړي.

روزي خان زیاتوي: «مخکې ما هم دنده درلوده خو اوس زه هم بې روزګاره شوی یم او زما په شان زیات خلک په همدې برخلیک اخته دي، له حکومت غوښتنه کوو چې باید موسېساتو ته اجازه ورکړي چې بیا خپل فعالیتونه پېل کړي ځکه خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي؛ د موسېساتو کارونو تړل کیدو زیات منفي اغیز دخلکو په ژوند کړی، ځکه خلکو ته به د همدې موسېساتو له لارې مرستې ورکول کیدې او د خلکو ستونزې حل وې؛ خو چې موسېساتو خپل کارونه تړلي خلک هم بې روزګاره شوي او له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي.»

د موسېساتو د فعالیتونو له ځنډیدو وروسته په ننګرهار کې هټۍ والو هم شکایت کوي چې کاروبار یې د موسېساتو د فعالیتونو له دریدو وروسته خراب شوی دی.

حیات الله په جلال اباد ښار کې د خوراکي توکو پلورنځي لري هغه اندیښمن دی او وایي،که حالات همداسې دوام وکړي نه یوازې خلک به له قحطۍ سره مخ شي بلکې د دوی کاروبار به هم په ټپه ودریږي.

د کار نشتون ځوانان اړ کړي چې بل ته لاس ونیسي. انځور: اطلاعات روز

حیات الله زیاتوي: «له کله چې موسېساتو کارونه بند شوي نو ورسره سم زمونږ دوکانداري هم خرابه شوې او لامل یې د موسېساتو کارونو بندیدل دي له حکومت غواړو چې اسلامي چوکاټ سره سم موسېساتو کې ښځينه وو ته د کار اجازه ورکړي؛ د موسېساتو په تړل کیدو سره ځکه ښځینه کارمندانو ته به معاش ورکول کیده او هغوی به خپلې کورنۍ ته ورکولې او بیا به یې پرې د ژوند چارې ترسره کولې خو اوس د موسېساتو تړل کیدو کاروبار خراب کړی.»

بلخوا د ننګرهار کې د طالبانو د اقتصاد ریاست چارواکي وایي، چې اوس مهال په دغه ولایت کې نږدې ۲۲۵ داخلي او بهرني موسېسات په بیلابیلو برخو کې فعالیت کوي.

د طالبانو د اقتصاد رییس مولوي امین الله وایي، چې مرکزي حکومت په موسېساتو کې د ښځينه وو د کار په اړه په یو ځانګړي طرزالعمل کار پېل کړی، چې له مخې به یې ښځینه وو ته د کار اجازه ورکړل شي.

هغه وایي، ځینې موسېساتو اوس مهال خپل فعالیتونه بیا پېل کړي او تمه لري چې پاتې نور به یې هم فعالیتونه پیل کړي.

مولوي امین الله زیاته کړه: «په ننګرهار کې ټول ټال ۲۲۵ موسېسات ثبت شوي او ۱۷۶ یې داخلي دي، په موسېساتو کې د ښځینه وو د کار په اړه د رهبرۍ له طرفه فیصله شوې، نو ډاډ راکړل شوی چې نږدې ورځو کې به یو مکتوب په دې اړه خپور شي.»

خلک داسې مهال د موسېساتو د کارونو د بیا پېل غوښتنه کوي، چې اوس مهال په ننګرهار کې د ولسي تړون پروګرام تر چتر لاندې درې زره پروژو چارې نیمګړې پاتې دي چې بودیجه یې د نړیوال بانک له لوري ورکول کیږي.