سيګار: له افغانستان سره د امريکا مرستې ښایي طالبانو ته غير ارادي مشروعيت ورکړي

اطلاعات روز: د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې د امريکا د پلټونکې ادارې (سيګار) مشر د متحده ايالاتو کانګرس ته په راپور کې ويلي چې له افغانستان سره د امريکا مرستې، هغه که بشردوستانه وي او که نوري، ښايي طالبانو ته په غير ارادي توګه مشروعيت ورکړي.

هغه ويلي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره – سره متحده ايالات له افغان وګړو سره تر ټولو ستر مرسته کوونکی هيواد دی.

د سپکو په وينا، تېر کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، متحده ايالاتو تر اته ميليارده ډېره مرسته افغانستان او افغان پناه غوښتونکو ته ځانګړې کړې او يا يې هم دې هيواد ته ورکړې ده.

د سيګار په راپور کې راغلي چې په دې لوی مقدار مرستو کې تر دوه ميليارد ډېر ډالر چې د بشرپالو مرستو او په افغانستان کې د پرمختګ لپاره وې شاملېږي، همدا راز د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شویو زېرمو د ۳.۵ ميليارد ډالرو ازادول او د افغان مهاجرينو د انتقال، ځای پر ځای کولو او خوراک لپاره ځانګړې شوې مرستې چې ۲.۷ ميليارد ډالره کېږي او دفاع وزارت ته ورکړل شوي، هم شاملې دي.

د سيګار په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې بشرپالې مرستې د ملګرو ملتونو په وسيله د نغدي مرستو پر انتقال ولاړې دي چې د ۴۰ ميليونه ډالرو کڅوړې د نيويارک له زېرمو کابل ته انتقالېږي.

په راپور کې پر ښځو او نجونو د طالبانو بنديزونو ته اشاره شوې او پکې راغلي چې د طالبانو په فرمان سره ښځې په سیسټماټيکه توګه له عامه ژوند څخه حذف کېږي. سيګار ويلي چې طالبان تر نيم زيات وګړي په کورونو کې زنداني کړي دي.

دې بنسټ زياته کړې چې دوی فکر کوي له ښځو د طالبانو د رژيم له لوري ناوړه ګټه اخيستنه بنسټيزه شوې او په دې سره د سياستوالو لپاره دا مهمه پوښتنه را پيدا کېږي چې ايا متحده ايالات کولای شي د طالبانو ګټو او د دې ډلې ملاتړ ته له پام پرته خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

جان سپکو د دې راپور په پېل کې دا موضوعات «واقعيت» نومولي او ويلي يې دي چې دې واقعيتونو ته بايد پام وشي.

د ده په وينا، طالبان په افغانستان کې له غير دولتي سازمانونو او د هغو له کارکوونکو لومړی د «جواز»، «مالياتو» او «اداري لګښتونو» په نوم، له بشري مرستو عوايد تر لاسه کوي.

سپکو همدا راز وايي: «دويم، له افغانستان سره د متحده ايالاتو بشري او يا نورې مرستې کولای شي چې طالبانو ته په غير ارادي ډول په نړيواله او کورنۍ کچه مشروعيت ورکړي.»

د سپکو په وينا، په دریمه مورد کې د طالبانو له لوري له عامه ژوند څخه د ښځو حذفونه د بشرپالو مرستو په رسولو کې د پام وړ خنډ شوی.

ده د څلورم مورد په اړه ويلي چې د هيواد دوه پر درې برخه يا هم شاوخوا ۲۸.۳ ميليونه افغانان سږ کال ژمی پر نړيوالو خوراکي مرستو متکي دي.

ده همدا راز زياته کړې، چې هيڅ معلومه نه ده چې د دې مرستو څومره اندازه يې وړ خلکو ته رسېږي.

ده په عين حال کې ويلی چې د دې هيڅ ضمانت نشته چې د دې مرستو کول او يا درول به د طالبانو د چلند په بدلون کې اغېزناک وي.

د سيګار په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د لوږې د مخنيوي لپاره نړيوالې هڅې ځکه له خطر سره مخ شوي چې طالبانو له بشرپالو سازمانونو سره د ښځو پر کار کولو بنديز ولګاوه.

د دې راپور له مخې، ملګرو ملتونو او ډېری غير دولتي سازمانونو د دې بنديز په ځواب کې خپل ځينې فعاليتونه په افغانستان کې وځنډول.

د متحده ايالاتو نړيوالې پرمختيايي ادارې (USAID) ويلي چې د دوی پر کار د دې بنديز تر ټولو ډېر اغېز دادی چې پلي کوونکي شريکان نشي کولای چې د USAID تر فعاليتونو لاندې ۷۰ سلنه ښځینه ګډونوالو ته خدمات وړاندې کړي.