خوست کې بې جوازه درملتونونه او خپلسرې درملنې

د سويل ختيځ زون په خوست ولايت کې د بې جوازه درملتونونو، خپلسرو درملنو او د بې مسلکه روغتياپالانو شتون په روغتيايي سيستم د خلکو باور ته زيان اړولې دی.

په دغه ولايت کې اوس مهال له ۴۰۰ ډېر درملتونونه او معاينه خونې فعاليت کوي چې ډېره برخه يې قانوني جواز نه لري چې دې چارې په روغتيايي خدمتونو منفي اغېز کړی دی.

د خوست ولايت اوسېدونکي وايي، د نه څار له امله د تجارت په موخه هر چا هڅه کړې چې په ښار او ولسواليو کې درملتونونه او معاينه خونې جوړې کړي تر څو له دې لارې له خلکو پيسې وشکوي.

د دې ولايت د مرکز متون يو اوسېدونکي روح الله لکڼوال اطلاعات روز ته د نيوکې په ډول وويل چې ډيری روغتيايي مرکزونو کې د غير مسلکي کسانو شتون له امله ناروغانو ته بې ځايه معاينات او درمل ورکوي چې ډېر کله يې ناروغانو ته د ګټې پر ځای نورې ستونزې رامنځته کړې دي.

نوموړي وويل، که د طالبانو د حکومت د روغتيا اړونده ادارې د بې جوازه او ناقانونه درملتونونو او نورو روغتيايي مرکزونو د فعاليت مخه ونيسي شته بې باوري او ستونزې به د پام وړ راکمې شي.

هغه وايي: «خوست يو زيات نفوس لرونکی ولايت دی هر څوک پکې کاروبار او تجارت کوي، چې له دې ډلې يې په روغتيا برخه کې هم دغه تجارت روان ساتل شوی، ولې مونږ په دې ولايتي اداره پړه بولو چې هر څوک راځي درملتون جوړوي يا معاينه خانه نو اکثره جواز نه لري.»

خوستیان شکایت کوي چې دغه ولایت کې طالب مسوولین د بې جوازه او غیر مسلکي ډاکټرانو د فعالیت مخه نه نیسي.

د دغه ولايت د تڼيو ولسوالۍ يو بل اوسېدونکي داود شاه بيا وايي، چې د ناقانونه درملتونونو او پکې د غير مسلکي کارکوونکو شتون له وجې د ناروغانو له مجبوريت په ناوړه استفادې ورباندې درمل هم په لوړه بيه پلوري.  

نوموړي د خوست ولايت د طالبانو په عامې  روغتيا رياست غږ وکړ، چې په مرکز او ولسواليو کې د خصوصي سکتور اړوند ټول هغه روغتيايي مرکزونه وتړي چې له قانوي جواز پرته فعاليت کوي.

داود شاه وويل: «وروره دلته دوه مشکله دي، يو خو په سلو کې پنځوس فيصده دواخانې او معاينه خانې جواز نه لري او بل له دې جرم سربېره هغه څوک چې پکې ناست وي هغوی هيڅ د روغتيايي زده کړو سند هم نه لري، نو تاسو ووايي چې د دې به ګټه زياته وي که تاوان خو معلومه ده چې تاوان لري، نو بايد چې مخنيوی يې وشي او له جواز پرته له فعاليت کوونکي سره بايد قانوني چلند وکړي.»

په خوست ښار کې يو تن درمل پلورونکی ډاکټرعثمان هم د بې جوازه درملتونونو شتون لويه ستونزه بولي، هغه اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې له همدې امله په روغتيايي خدمتونو د خلکو باور راکم شوی او دې کار ته د غلا کاروبار نوم ورکوي.

نوموړی وايي، خلکو ته د روغتيا وزارت له پاليسي پرته خدمات او معالجه د ګټې پر ځای زيان پيدا کوي.

هغه په دې اړه وويل: «بلکل داسې درملتونونه او معاينه خانې شته چې قانوني جواز نه لري او فعاليت کوي، دا ستونزه د مرکز ترڅنګ په ولسواليو کې ډېره ليدل کيږي، نو ښه دا ده چې يو څوک په روغتيا برخه کې فعاليت کوي نو هغه بايد د وزارت پاليسي ته غاړه کيږدي.»

څه موده وړاندې په خوست ولايت د طالبانو د عامې روغتيا رياست د يو کمپاين په ترڅ کې ۴۵ هغه درملتونونه او معاينه خونې د قانوني جواز نه درلودلو له امله تړلې وې، چې د مسوولينو په وينا قانوني سرغړونه يې کوله.

و مو غوښتل چې د دغې ستونزې په اړه د طالبانو د عامې روغتيا د رياست نظر هم له ځانه سره ولرو، خو هغوی زمونږ پيغام ته له څو ورځو انتطار وروسته هم جواب را نکړ، خو وروسته په دې اړه د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د رياست په نظر اخيستو بريالي شو.

د دغه رياست طالب ریيس شبير احمد عثماني وويل، هغه روغتيايي مرکزونه چې پخوا يې له جواز پرته فعاليت کاوه، د روغتيا رياست تر فشارونو وروسته يې ګڼ شمېر تړل شوي او د پاتې هغو نورو د تړلو لپاره هم هڅی روانې دي.

خوست کې طالبان وایي، یو شمیر هغه روغتیايي مرکزونه یې تړلي چې بې جوازه فعالیت یې کاوه. انځور: د خوست روغتیا ریاست

عثماني له دې سربېره په درملتونونو او نورو شخصي روغتيايي مرکزونو کې د نا مسلکی کسانو د مخنيوي لپاره هم د هڅو د دوام ډاډ ورکړ.

هغه وويل: «مونږ په دې اړه له عامې روغتيا رياست معلومات ترلاسه کړي زياتره هغه درملتونونه تړل شوي چې قانوي جواز يې نه درلود يا يې کارکوونکي غير مسلکي کسان و او يا يې هم په خلکو بې کيفيته درمل خرڅول، نو زمونږ هڅی به په دې برخه کې دوامداره وي.»

د جواز نشتون ستونزه د خوست سربېره په لوګر، پکتيکا او پکتيا ولايتونو کې هم ليدل کيږي چې خلکو ته يې د اسانتيا پر ځای ستونزې پيدا کړي او د دغو ولايتونو اوسېدونکو هم بار، بار د طالبانو له حکومت د مخنيوي غوښتنه کړې ده.