SM

د مدرسې زدکړييز سيسټم او ښوونيز نصاب؛ يوه ارزونه

و.پ

زه غواړم په دې ليکنه کې د مدرسې پر زدکړييز سیسټم، چاپېريال، نړۍ ليد او هلته پر حاکم تفکر وغږېږم. هڅه مې داده چې دا موضوع د مدرسې له دننني اړخه را وڅېړم. زما په اند دې موضوع ته له همدې زاويې کتل ډېر مهم دي او له موږ سره د نورو ډېرو مسايلو په تحليل او پوهاوي کې مرسته کوي. زما موخه داده چې د مدرسې زدکړييز سيسټم معرفي کړم چې هلته کوم کتابونه لوستل کېږي او پر څه شي بحث کوي؟ د ديني مدرسو په ځانګړې توګه د افغانستان د ديني مدرسو زده کوونکي په څه ډول چاپېريال کې زده کړه کوي؟ هلته دوی له کومو تجربو سره مخ کېږي؟ په همدې چاپېريال کې دوی ته څه ډول نړۍ ليد ور زده کېږي او له همدې چاپېريال څخه زده کوونکي په خپله د نورې نړۍ په اړه څرنګه معلومات تر لاسه کوي او د کوم فکر پر اساس د ټولنې، خلکو، ټولنيزو پديدو او نړۍ په اړه قضاوت کوي.

درس نظامي

د مدرسې زدکړييز نصاب «درس نظامي» بلل کېږي. په تاريخي توګه دا نصاب مولانا نظام الدين سهالوي (مړينه: ۱۷۴۸م) را منځته کړی چې د شاه ولی الله هممهالی دی. نوموړي د هند د لکنو ښار په فرنګي محل کې د خپلې مدرسې لپاره همدا نصاب چمتو کړ چې وروسته يې په کوچنۍ وچه (هند، پاکستان، بنګله دېش) کې پراخ مقبوليت وموند او په زرګونو مدرسو کې په ميليونونو شاګردانو همدا نصاب وايه او لا يې هم وايي.

په دې نصاب کې د وخت په تېرېدو لږ بدلون راغلی دی، په ځانګړي ډول د نولسمې پېړۍ په وروستۍ نيمايي کې ځينې بدلونونه د هند او پاکستان مدرسينو پکې راوستل. مګر په لومړي سر کې د درس نظامي د را منځته کولو موخه دا وه چې اداري کارکوونکي وروزي او د هغه مهال د هند د پېچلي او پرمختللي بيوکراټيک سيسټم اړتياوې پوره کړي. په دې نصاب کې معقولاتو (دنيوي زده کړو) ته هم پوره پام شوی و او رياضيات، فلسفه او منطق پکې داخل شوي و. هدف دا و چې د دې نصاب له لارې د زده کړې يو معياري ميتود را منځته شي او زده کوونکو ته يوازې يو څو کتابونه ور ونه ښودل شي او هغوی د دې وړ کړل شي چې په خپله تحليل او شننه وکړي او ذهن يې پراختيا ومومي. په درس نظامي کې د عربي ژبې پر زده کولو ډېر ټينګار شوی و او د همدې لپاره د عربي د ګرامر او متن پوهنې ګڼ کتابونه پکې شامل شوي و. په دې نصاب کې د منطق، فلسفې او ګرامر په شمول چې کوم علوم داخل و دې ته علوم عاليه ويل کېدل. [۱] How far Darse Nizami is attuned to the modern era: Zubair Zafar Khan

د ديوبند علمي ژورنال «ماهنامه دارالعلوم ديوبند» په هند کې د مسلمانانو د زده کړې سيسټم پر څلورو دورو وېشي. مولانا عبد الحي لکنوي د خپلې مقالې (د هندوستان د درس پخوانی نصاب او بدلونونه يې) پيل له «دور اول» يا هم لومړي دور څخه کوي، دا زمانه چې له اوومې هجري پېړۍ څخه تر نهمې هجري پېړۍ پورې ده، د ځينو مضامينو اساسات پکې را منځته شول لکه د نحوې او صرف (عربی ګرامر)، ادب او بلاغت (عربي ادبيات)، فقهې، اصول الفقهې، منطق، کلام، تصوف، تفسير او حديثو. په دې وخت کې فقه ډېره مهمه ګڼل کېدله او په حديثو د پوهېدو لپاره يوازې د مشارق الانوار (د رضی الدین حسن ابن محمد الصغانی) او مصابيح (د محی السنة حسين بن مسعود البغوي) کتابونو لوستنې کفايت کاوه. داسې ګومان کېږي چې پر فقه د زيات ټینګار لامل د غزني او غور د فاتحينو له لوري د هند نيول کېدل و. په دې دواړو ځايونو کې فقه زياته لوستل کېدله.

د محی الدين لکنوي په وينا چې دويم دور له ملتان څخه ډيلي ته د شيخ عبد الله او شيخ عزيز الله له سفر څخه پيلېږي، کله چې دوی سلطان سکندر لودي (مړينه: ۱۵۱۷) ته ورغلل تر څو پخوانی نصاب اصلاح کړي نو يې د قاضي عضد الدين مواقف او د سکاکي مفتاح العلوم پکې داخل کړل. دا دوره نوره هم پسې غځېږي او د سيد مير شاه د شاګردانو له لوري پر همدې کتابونو شرحې وليکل شوې. د سعد الدين تفتازاني شاګردانو په همدې دوره کې مطول، تلويح، مختصر المعانی او شرح عقايد النسفية په نصاب کې داخل کړل. په همدې دوره کې شرح جامي او شرح وقايه هم ومنل شول.

د لکنوي صيب په اند درېيمه دوره د اکبر له وزير او بحر العلوم مير فتح الله شيرازي سره مخ شوه چې انډيا ته يې معقولات او منطقي او فلسفي علوم راوړل. په هند کې د مغلو او په ځانګړې توګه د همايون او اکبر زمانې له ايرانه ډېرې اغيزمنې وې. د همدې دورې په وروستيو کې شاه ولی الله په حجاز کې له خپلې څوارلس کلنې ميشتيدنې وروسته بيرته را وګرزېد او د صحاح سته يا هم د حديثو د شپږو مشهورو کتابونو لوستل يې د هند په نصاب يا هم درس نظامي کې شامل کړل. ويل کېږي چې شاه ولی الله د يوه بل نصاب د ترويجولو هڅه وکړه خو دا چې په دې وخت کې د علم مرکز له ډيلي څخه لکنو ته نقل شوی و او پر دربار د مغلي علماوو اغېز زيات و، نو د ده نصاب مشهور نشو.

څلورمه دوره په دې لړ کې ډېره مهمه ده او په همدې دوره کې نظام الدين سهالوي لکنوي د درس نظامي بنسټ کېښود. ښاغلي نظام الدين چې کوم کتابونه انتخاب کړل هغه په فرنګي محل کې د طالبانو لپاره و، چيرته چې دی اوسېده. درس نظامي چې په خپله د بنسټ ايښوونکي په نوم دی، د منقولاتو پر ځای معقولاتو ته ډېره پاملرنه کوي او په دې نصاب کې پنځلس کتابونه د منطقو په اړه دي، ځينې کتابونه د يوناني فلسفې، رياضياتو، تاريخ، درملو، فارسي ادبياتو، عربي ګرامر، فصاحت او ادبياتو په اړه دي. د فقهې او اصول الفقهې تر څنګ تفسير بيضاوي او جلالين هم لوستل کېدل او د حديثو په تړاو مشکاة المصابيح مناسب وګڼل شو. جالبه خبره داده چې په درس نظامي کې انجينري او فلکيات هم داخل و او له دې سره – سره زده کوونکو ته رسمي خط ليکل هم ور ښوول کېدل تر څو د ملکي کارکوونکو په توګه کار وکړای شي. [۲] The Darse-Nizami and the Transitional Rationalist Madaris in Britain: Hamid Mahmood  

د درس نظامي د لومړۍ مکملې بڼې پر تيارېدو اوس سلګونه کلونه اوړي، خو لا هم تقريبا په همدې بڼه اوس مهال د کوچنۍ وچې (هند، پاکستان، بنګله دېش) او افغانستان په مدرسو کې لوستل کېږي. تر ننه هم د افغانستان په درس نظامي کې مهمې ژبې فارسي او عربي دي چې يو زده کوونکی يا طالب يې بايد زده کړي، البته د پاکستان په مدرسو کې فارسي ايستل شوې خو لا هم تقريبا عربي په خپل پخواني ډول پاتې ده. اوس مهال هم د پخوا په څېر په درس نظامي کې تفسير، اصول التفسير، حديث، اصول الحديث، فقه، اصول الفقه، عقايد، يوناني فلسفه، نحو، صرف، عربي بلاغت، فارسيات، منطق، فلسفه، الهيات، رياضي او فلکيات ويل کېږي. البته دا ټول شيان په ډېره زړه بڼه ويل کېږي. يعني په دې لړ کې چې کوم کتابونه بدلېدلای هم شي، نه دي  بدل شوي او له پخوا چې کوم کتابونه مشخص شوي دي، هماغه ويل کېږي او تر ډېره حده يې د تدريس په طريقه کې هم بدلون نه دی راغلی.

وړاندې يادونه وشوه چې درس نظامي اصلن د ملکي مامورينو د روزنې يو سيسټم و، له ټولنې، حکومتولۍ او علم سره د يو ځای تللو په موخه بايد وخت پر وخت تغييرات پکې راغلي وای، مګر دا چې په مدرسو او ديني کړيو کې تقليدي ذهنيت حاکم دی او ډېری نوي  څه او نوښتونه د بدعت او ګمراهۍ په نوم ردوي، ډېره کمه شونتيا پاتېږي چې هغوی دې د خپلې مدرسې پر زدکړييز سيسټم په بنسټيزه توګه بياکتنه وکړي.

په دې توګه چې څومره ټولنه مخته تله، مدرسه او زدکړييز سيسټم يې شاته پاتې کېدل. د فلسفې، منطق، رياضي، فلکياتو او نور علوم اصلن د دې لپاره و چې د ټولنې له مسايلو خبر شي، له بېلابېلو نظرياتو او انتقادي تفکر سره بلد شي. مګر د مدرسې په سيسټم کې نه هم د فلکياتو په کتابونو او مالوماتو کې تغيير راغلی، نه هم فلسفي مسايل تغيير شوي دي او پر يو لړ داسي موضوعاتو په فلسفه او الهياتو کې وخت تېروي چې له څو ګومانونو پرته بل څه نه دي. جالبه داده چې د مدرسې په سیسټم کې له قرآن، حديث، فقهې سره اړوندو علومو ته منقولات او نورو ته معقولات ويل کېږي يعني عقلي علوم، که منقول علوم جامد وي او تغيير نه کوي، پوښتنه داده چې معقولات ولې ثابت پاتې شي؟ ولې اپډيټ نه شي؟ ولې يې ژبه بدله نه شي؟ ولې يې ساحه پراخه نه شي؟ که دا هر ډول تغيير پکې نه راوستل کېږي، بيا له منقولاتو سره يو ځای معقولات په کوم هدف لوستل کېږي؟ ايا د درس نظامي د جوړولو پر وخت د معقولاتو د شاملولو موخه دا نه وه چې زده کوونکي له دنيوي مسايلو سره بلد کړي؟ او د دې وړ يې کړي چې په ادارو کې کار وکړای شي؟

د مدرسې په سيسټم کې د حاکم تقليدي تفکر له وجې ټول سيسټم فلج شوی دی. نه هم د معقولاتو په برخه کې لاسته راوړنې لري او نه هم د منقولاتو په برخه کې داسې پايلې ته رسېدلای شي چې له ټولنې او نړۍ سره خپلې ورځنۍ ستونزې او جنجالونه حل کړای شي.

د افغانستان مدرسې، حجرې او د ديني زده کړو تسلسل

په افغانستان کې د مدرسو د زده کوونکو او يا هم د طالبانو روزنه عموما له وړکتوبه را پيلېږي. په نوره نړۍ کې ماشومان د خپل ماشومتوب په عمر کې ښوونځي ته ځي. خو د افغانستان په ډېری پښتني سيمو کې ماشومان د زده کړو لپاره د کلي مسجد ته ځي او يا هم مدرسې ته لېږل کېږي چې همالته په شپو – شپو له نورو نابلده لويو او وړو طالبانو او زده کوونکو سره اوسي چې په سیمه‌ييزه اصطلاح دوی ته چړيان ويل کېږي. دا چړيان همالته له کورنۍ او مور و پلار څخه لېرې د نورو نابلده خلکو يا هم د خپل کور د نږدې غړو لکه ورور، ماما يا بل قريب په سرپرستۍ کې زده کړې يا طالبي کوي. عموما داسې ماشومانو ته زده کړې د عربي ژبې له الفبا څخه پيلېږي او له لومړي سره هڅه دا کېږي چې د قرآن کريم له حروفو، جملو او ترکيب سره بلد شي. يعنې که يو ماشوم لوست زده کوي، نو د عربي ژبې په الفبا سره يې زده کوي.

دې ماشومانو ته اکثره مهال په فردي توګه زده کړې ورکول کېږي، يعنې په مدرسو کې اکثره مهال داسې کېږي چې يوه کشر طالب يا هم چړي ته يو مشر طالب پر يوه وخت درس ورکوي او يوه بل ته پر بل وخت. سره له دې چې دا ماشومان په دې ځای کې په غير منظمه توګه درس وايي، په عين مهال کې د مدرسې او حجرې د کاريګرو په توګه هم کار کوي. نه يوازې دا چې لوښي مينځي، ځای جارو کوي، د مشرانو طالبانو جامې مينځي ورسره له کلي ځيري راټولوي. په دې توګه هغه عمر چې دوی بايد درس پکې ويلای، لوبې يې کولای، د ماشومتوب عمر يې په مينه او ناز کې تېرولای، مګر دوی يې په ډېر زيات محروميت کې تېروي او له همداسې يوې سختې دورې په تېرېدلو را لوييږي او څومره چې يې عمر زياتېږي، په دندو او کار کې يې هم تغيير راځي.

په مدرسو او حجرو کې د وړو طالبانو يا هم ماشومانو شتون يوه ځوروونکې مسله ده او په دې ځای کې د هغوی ډېر اساسي بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي، همدا راز استحصالېږي او سوء استفاده ځنې کېږي.

مدرسو ته د ماشومانو په لېږنه کې يوه بله اساسي ستونزه داده چې مدرسې له خپل هر ډول سيسټم سره – سره د تخصصي زده کړو ځايونه دي. يعني لکه په اووه کلنۍ کې چې د يوه ماشوم په اړه پرېکړه وشي چې دا به انجينر کېږي او په همدې هدف د انجينرۍ پوهنځۍ ته ولېږل شي، نو دا به د هر چا لپاره حيرانوونکې پرېکړه وي او هيڅوک به هم د خپل اولاد په اړه دا ونه مني چې هغوی دې په دومره کم عمر کې پوهنتون ته د تخصصي زده کړو لپاره ولېږل شي بلکې دا به ظلم وبولي او د ماشوم د عمر تباه کول به يې وګڼي. په عين توګه دا مسله هغه وخت هم را پیدا کېږي چې په وړکتوب کې د یوه ماشوم د ملا کولو پرېکړه وشي. مدرسه د عامه زده کړو ځای نه دی بلکې هلته له خلکو د دين متخصصين جوړېږي او تخصصي زده کړې د ماشومتوب په عمر کې نه کېږي. بلکې د ماشومتوب په عمر کې بايد هر ماشوم حق ولري چې دوولس کلنې عامه زده کړې وکړي، يعنې ښوونځی ووايي او دا يې يو بشري حق دی او بايد ورکړل شي او تر دې وروسته په خپله کولای شي چې خپل راتلونکی انتخاب کړي، که يې غوښتل مدرسه ووايي، مدرسې ته دې ولاړ شي، که يې غوښتل په پوهنتون کې شرعيات ووايي، هم يې خپل انتخاب دی او که يې يوه بله لار انتخابوله هم يې بايد مخنيوی ونه شي.

په مدرسه کې د ماشوم لېوالتيا، استعداد او ظرفيت ته له کتلو پرته پرېکړه دا کېږي چې بايد ملا شي. حال دا چې ښايي هغه ماشوم به يو ښه ډاکټر کېدلای شوای او يا به هم د ماشوم لېوالتيا دې ته وه چې پروګرامينګ انجينر شي، مګر د دې تمايل بر خلاف ملا ځنې جوړېږي چې دا عقدې او بغضونه  په انسان کې پاتېږي او هغوی بيا هڅه کوي چې پر نورو يې سړې کړي.

د افغانستان په مدرسو کې طالبان حق لري چې په خپله کتابونه انتخاب کړي، همدا راز استاد يې هم ورته انتخابولای شي او تر ډېره حده کتابونه معلوم دي او تسلسل يې هم په مدرسه کې دننه خلکو ته معلومېږي چې تر کوم کتاب وروسته کوم کتاب ولولي. خو د افغانستان د مدرسو په زدکړييز سيسټم کې هيڅ ډول نظارت نشته. طالب له لومړي سره تر پايه پورې د کومې ازموينې له ورکولو پرته يوه يا هم بل کتاب ته کاميابېږي او په همدې توګه د کومې ازموينې له ورکړې پرته بريالی کېږي او د فراغت سند ورکول کېږي. د دا ډول سیسټم نشتون د مدرسې زدکړييز سيسټم سخت ځپلی دی او ډېری فارغېدونکي نشي کولای چې په ساده عامه پښتو ليکل وکړي. عربي خو د افغانستان په مدرسو کې هيڅ طالب او ملا نه شي زده کولای، هغه تر ټولو ممتاز او تکړه کس پکې صرف دومره عربي زده کړي چې د پخوانيو مشخصو فقهي کتابونو په متونو پوه شي. په عربي ژبه ليکل او لوست خو بيخي محاله خبره ده ځکه چې په دې سيسټم کې يو طالب ته د ټول درس نظامي پر مهال دا نه ويل کېږي چې په عربي کې بايد مقاله وليکي، يا هم په عربي کې بايد دومره کتابونه مطالعه کړي بلکې د دې پر ځای د عربي ژبې ګرامري قواعد زده کوي، خو عربي يې نه وي زده.

همدا راز، د مدرسې په سيسټم کې يو بل جالب اړخ د تدريس بڼه ده. د افغانستان په مدرسو او حجرو کې يو ملا راځي څو طالبان راغونډوي او بس د کتاب له مخې ورته ږغېږي او زياتره وختونه دا کتاب عربي او يا فارسي وي او دی يې ورته ترجمه کوي. هغوی بيرته ځي همدا معنا زده کوي، تر دې هاخوا ته بل هيڅ نه وي او هيڅ ډول عملي کار نور په دې برخه کې نشته. تر ټولو غټ نوښت دادی چې د هماغه متن ترجمه زده شي او په ډېر ښه حالت کې لفظ په لفظ په ياد کړل شي. دا چې هغه متن دين او دنيا ته څه ګټه لري، دا پوښتنه نه کېږي.

د افغانستان د ديني زده کړو مرکزونه پر دوه ډوله دي، يو هغه دي چې رسمي مدرسې وي او د ديني زده کړو د ورکولو په موخه جوړې شوې وې او بل په مسجدونو کې حجرې دي چې هلته طالبان له ملايانو سره اوسي، له هغوی سره د مسجد په چارو کې هم مرسته کوي او ملا ورته درسونه وايي. په افغانستان کې تر وروستيو وختونو پورې همدا طريقه رواج وه، خو په دې وروستيو وختونو کې په ځانګړې توګه له شوروي اتحاد سره د جګړې پر مهال تر مهاجرت وروسته چې افغانان بيرته خپل وطن ته را وګرځېدل، د مدرسې جوړولو د سيسټم ذهنيت له پاکستانه په نور قوت را وګرځېد او د پخوا په پرتله د مدرسو جوړولو ته ډېره پاملرنه وشوه او ورو- ورو ورسره د کليوالي مسجدونو د حجرو سيسټم هم ورسره کمزوری شو.

د زدکړييزو مرکزونو چاپېريال

په دې مرکزونو کې له لومړي سره يوازې هلکان او نارينه زده کړې کوي، يوازې د کلي له مسجدونو پرته چې نجونې ورته په کم عمر کې ورځي نور هيڅ وخت هم په دې زدکړييزو مرکزونو کې نجونو او ښځو ته اجازه نشته. البته په وروستيو وختونو کې له پاکستان څخه په اغېزمنتوب په افغانستان کې ځينې داسې مدرسې جوړې شوې دي چې یوازې ښځو ته ځانګړې دي، هلته هغوی د قرآن کريم حفظ کوي او يا هم نورې ديني زده کړې او هغه کتابونه لولي چې عموما په ديني مدرسو کې لوستل کېږي خو ډېر زيات وختونه دا ښځې په دې مدرسو کې تر کمې کچې زده کړې کوي او د ملايي درجې ته به ندرتا يوه ښځه رسېږي. په دې توګه د مدرسو او ديني زدکړو مرکزونه مطلق د نارينه وو ځايونه دي. ډېری وختونه د موقعيت په لحاظ دا مرکزونه په داسې ځايونو کې وي چې له شاوخوا ټولنې سره يې هم اړيکې کمې وي او تر ډېره حده طالبان او ملايان په خپل منځ کې په دې مدرسو او ديني مرکزونو کې تنها سره پاتې وي.

د ديني زده کړو د دې مرکزونو او مدرسو په اړه يو بل اندېښمنوونکی اړخ د هغو اقتصادي تمويل دی. تر اوسه لا هم د افغانستان په ډېری سيمو کې مدرسې او د کلي حجرې د کليوالو په ځيره چلېږي او هلته اوسېدونکي طالبان اکثريت مهال يوازې وچه ډوډۍ په سخته پيدا کوي، کتغ او نور څه موندل او د ورځې درې وخته سم خوراک ته لاسرسی موندل د دې زده کوونکو لپاره ډېره ستونزمنه خبره ده. په دې توګه د دې مدرسو زده کوونکي په سخت فقر کې وخت تېروي او رالوييږي او د همدې فقر له وجې د ژوند له ډېرو نورو اړخونو محروم پاتې کېږي.

د مدرسې طالباني تفکر

د طالبانو او ملايانو عمومي باور دادی چې مدرسه سپېڅلی ځای دی ځکه دين پکې زده کېږي او له همدې وجې تر بل هر ځای بهتري لري، هم يې زده کوونکي تر نورو خلکو بهتر دي ځکه چې دين يې زده دی او د دين د زده کړې لپاره يې عملا خپل ټول ژوند قرباني کړی دی. د همدې فکر د ترويج لپاره ملايان د منبر له سره هره جمعه او هره ورځ تبليغ کوي. دا چې دوی ته ځانونو د ديني امتياز له وجې تر نورو ښه ښکاري، دا د ځان مسووليت ګڼي چې نورو ته لار وښيي او د دوی په نظر ګمراه خلک پر لار کړي. همدا راز دا چې دوی دعوه کوي چې د خدای د قانون زده کړې ته يې وخت ورکړی دی او زده کړی يې دی، همدی حقدار دی چې پر خلکو يې پلی کړي، واک ورسره وي او په دې سره تضمين وکړي چې هر څه  په هماغه ډول ترسره کېږي لکه څرنګه چې د مدرسې په سيسټم کې دوی ته ور ښوول شوي دي او يا هم ور ښوول کېږي.

همدا فکر د مدرسې په چاپېريال کې حاکم دی او هلته شته نصاب هم له همدې تفکر سره مرسته کوي. په دې توګه اوس مهال چې په پاکستان او افغانستان کې کومه ترهګري روانه ده، د دې يوه اصلي جرړه په مدرسه کې ده. تر څو چې د مدرسو چاپېريال او نصاب نه وي تغيير شوي، تر هغو به د مدرسې زده کوونکي فکر کوي چې نوره ټوله نړۍ باطله ده، دوی حق دي او دوی حقدار دي چې نوري نړۍ ته حق ور وښيي او که له حقه انکار کوي، بايد سر يې ووهي. همدا فکر په مدرسه او د مدرسې په نصاب کې د هر مخالف فکر په وړاندې ور زده کېږي. په دې وروستيو کې خو د مدرسو په درس نظامي کې نظامي روزنه هم داخله شوې وه او طالبانو ته به يې په کال کې د عملي نظامي روزنې لپاره وخت ورکول کېده، يا به هم عملا په مدرسه کې د فکري روزنې تر څنګ نور نظامي مهارتونه لکه د ماينونو جوړول او نور شيان ور ښوول کېدل.

د افغانستان طالبان په خپلو مدرسو کې ډير ټينګار په نصوصو کې پر هغو متونو ډېر ټينګار کوي چې هغه د جهاد او جګړې په اړه وي. له همدې وجې وخت پر وخت د قرآن کريم د هغو سورتونو تفسيرونه وړاندې کېږي چې د اسلام د پيغمبر په وخت کې د جګړې په تړاو نازل شوي دي. د طالبانو په دا ډول درسونو کې دوی د اسلام د پيغمبر مخالف کسان چې په قرآن کې ياد شوي د ځان په مخالفينو تعبيروي. د افغانستان مدرسو ته دغه ډول تعبيرونه تر ډېره حده د عربانو له خوا له شوروي اتحاد سره د جګړې پر مهال راوړل شول، هغوی نه يوازې دا چې همدې تفکر ته پيسې ورکړې بلکې خام مواد يې هم ورته برابر کړل او په دې سيمه کې د ابن تيميه په څېر د توندلارو ملايانو يو اغېز يې پرېښود چې په هغه وخت کې نړيوالو قوتونو هم د شوروي اتحاد په وړاندې د مجاهدينو د تشويق لپاره همدې فکر ته لابي کوله، کتابونه يې ورته چاپول او پيسې يې ورته ورکولې او د پاکستان او افغانستان په پښتني سيمو کې يې په زرګونو مدرسې تمويلولې چې جهاديان او د جګړې د ډګر لپاره جنګيالي وروزي. هلته به هغوی ته د قرآن، حديثو او فقهې هغه برخې لوستل کېدلې چې د جګړې په اړه به وې او تشويقېدل به چې دا هر څه ګواکې د همدې خلکو په اړه ليکل شوي دي، نو ګواکې ستاسو ديني مسووليت په هر لحاظ همدا دی چې همدا درته تدريس شوي څه ژر تر ژره عملي کړئ.

په افغانستان کې مدرسې او حجرې د پاکستان بر خلاف تل د حکومت له کنټروله ليرې پاتې شوي او که به په افغانستان کې ساحه پرې تنګه شوه د پاکستان د پښتني سيمو ناثبت شويو مدرسو ته به طالبان ولاړل. په دې توګه مدرسې په خپل دوديز شکل کې پاتې شوې، نه يې هم د محتوا له اړخه بدلون او پرمختګ وکړ او نه يې هم په اقتصادي توګه داسې منابع وموندل چې خپل طالبان ښه وپاللای شي بلکې د ناسم زدکړييز سيسټم له امله د سيمې او نړۍ د سياستونو ښکار شوې او د خپل ضعيف درک، ناسم سيسټم او لرليد د نشتون له وجې په جګړييزو مرکزونو بدلې شوې او ټولنې ته يې يوه داسې طبقه وړاندې کړه چې هغوی نشي کولای د اوسني واقعي ژوند له غوښتنو او تقاضاوو سره سم وچلېږي، په دې توګه افغانستان د شاتګپالو او پرمختګپالو داخلي کړيو تر منځ د کشمکش په ميدان بدل شوی.