د لوګر ولايت يو ښوونکي چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي اطلاعات روز ته وويل، د ماسټري اسناد ترلاسه کول کومه اسانه موضوع نه ده، خو طالبان ورته دغه اسناد يوازې د يوې ازموينې په ورکولو سره ورکوي.
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته چې کوم درسي کتاب په نصاب کې شامل شوی دی، په هغه کې د اسلامي ثقافت مضامين د پوهنتون «زړه» او «د اسلامي ارزښتونو او باورونو د دفاع لپاره تر ټولو پياوړی «سنګر» بلل شوي دي.
داسې ښکاري لکه په لوی لاس چې د موډرنو زده کړو د سيسټمونو او ادارو د ناکامۍ هڅه کېږي او په هغو سيسټمونو کې د غير مسلکي لاسوهنو او ټاکنو له لارې قصدا د ټولنې ترمنځ د دې ادارو او بنسټونو اعتبار زيانمنېږي.
د طالبانو او ملايانو عمومي باور دادی چې مدرسه سپېڅلی ځای دی ځکه دين پکې زده کېږي او له همدې وجې تر بل هر ځای بهتري لري، هم يې زده کوونکي تر نورو خلکو بهتر دي.