د جوګيانو د ژوند کیسه، بې تابعيته لږکي او له هره ځايه شړل شوي

د ژمي په تر ټولو سړو ورځو کې کور په کور ګرځي. که څه هم د خپل قوم د راتلونکي په اړه په هيڅ نه ده خبره، خو بيا هم د خلکو فال ګوري او له همدې لارې د ژوند لګښت پيدا کوي. بوډۍ ښځه چې مخ يې ګونځې نيولې او لاسونه يې پرې – پرې دي له جوګي قوم څخه ده، دا هغه قومي لږکي دي چې په ښارونو کې مېشت دي او تر ټولو لويه شتمني چې دوی يې لري هغه يو څو لندې جامې او يو څو خټينې کنډوالې دي.

دا ښځه را وړاندې کېږي تر څو د خپل قوم د ژوند هغه ستونزمن اړخونه راته وښيي چې د دې په وينا ډېری مسووليت يې له ښځو سره دی، دا وايي دا مسووليت پر ښځو ډېر دروند دی.

په لړزانده ګامونو او د خپلې لرګينې لکړې په مرسته مې د مزار شريف ښار شاوخوا يوې سيمې ته بيايي؛ دا هغه ځای دی چې تقريبا د دې قوم شاوخوا سل کورنۍ پکې مېشتې دي او د ژوند له ډېرو ابتدايي امکاناتو پرته له کړاوه ډک ژوند لري.

دا خپل ځان خال بي بي را پېژني او وايي چې له کلونو راهيسې د مزار شريف په دې سيمه کې د کورنۍ له ۱۳ نورو غړو سره يو ځای په مطلق محروميت کې ژوند کوي. خال بي بي په پر له پسې توګه ژاړي، وايي چې د پېژندپاڼې نه درلودلو او د دې قوم ګوښه کول د دې لامل شوي چې په ټولنه کې د دوی لپاره فضا تنګه شي.

د دې زړې ښځې په وينا، په داسې شرايطو کې چې د هيڅ حکومت له لوري يې د ژبې، هويت او فرهنګ دوسيو ته پام نه دی شوی، د پېژندپاڼو اخيستل له ستونزو خالي چاره نه ده. دا ښځه وايي چې تر ټولو اساسي او لومړني انساني حقونه د دې قوم لپاره په لويو ارمانونو بدل شوي او دا چاره د دې لامل شوې چې هغوی له مطلق محروميت سره مخ شي.

خال بي بي وايي: «په سلو کې مو اتيا سلنه پېژندپاڼې نه لري. ايا موږ د افغانستان نه يو؟ ايا انسانان نه يو؟ ټول قومونه په هيواد کې ونډه لري، زموږ ګناه څه ده چې پېژندپاڼه نه لرو؟»

خال بي بي په بلخ کې د جوګي قوم له ښځو څخه یوه ده چې یوازې د ۱۳ کسیزې کورنۍ د ژوند دروند بار په غاړه لري.

جوګيان د افغانستان له قومي نژادونو څخه يو قوم دی او له کلونو راهيسې په لويو او کوچنيو ښارونو کې ژوند کوي؛ خو تر اوسه هم د دې هيواد اساسي قانون په رسميت نه دي پېژندلي. ډېری جوګيان په خيمو کې ژوند کوي. دوی له بېلابېلو لارو پيسې تر لاسه کوي او په همدې توګه د خپل ژوند لګښت برابروي.

د دې ډلې ښځې د بنګړيو خرڅولو، فال کتنې او فقر کولو په وسيله د خپلې کورنۍ لګښتونه برابروي. د دې قوم سړي اکثريت مهال ماشومان پالي او له دې سره – سره په بودنه بازي اخته دي.

دا قوم د ثابت هويت نه لرلو او ګرځېدلو له امله د کوچيانو په څېر دي چې وخت ناوخته له يوه ښاره بل ښار ته کډه کوي او له همدې کبله ورته کم کاري فرصتونه پيدا کېږي.

د دې قوم يو شمېر وګړو له اطلاعات روز ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال وويل چې د کاري محدوديتونو او تعصبونو له کبله دوی اړ شوي چې فقر د يوه کسب په توګه غوره کړي.

۴۳ کلن فرهاد چې د خيمې په يوه ګوښه کې ناست دی او د اطلاعات روز ورځپاڼې د خبريال تر ټينګار وروسته چمتو کېږي چې د ثابت هويت نه لرلو له وجې د خپل ژوند د ستونزو په اړه خبرې وکړي. فرهاد تر خال بي بي له لويه درده کړېږي، د بې‌کارۍ درد چې دی يې تر بل هر چا له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی.

دا سړی وايي چې پېژندپاڼه نه لري او له همدې وجې له زياتو هلو – ځلو سره سره نه دی توانيدلی چې کوم کار ومومي. همدا راز فرهاد وايي: «څو ولايتونو ته په کار پسې ولاړم، خو دا چې پېژندپاڼه مې نه درلوده ماته يې نه کار راکړی دی او نه هم د ژوند کولو ځای.»

په بلخ ولايت کې د جوګي قوم يو مشر خاک صفر محمد له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې د دوی اکثريت په کابل، بلخ، ننګرهار، تخار، کندز، بغلان او جوزجان ولايتونو کې ژوند کوي. دا بوډا سړی ادعا کوي چې جوګيان له څه کم سلو کلونو راهيسې په دې هيواد کې ژوند کوي خو لا هم ثابت هويت نه لري.

د دې قومي مشر په وينا چې پخوانيو قومي مشرانو ورته ويلي چې پخوا جوګيانو د امو دواړو لورو ته ژوند کاوه، خو د هيوادونو په سياسي جغرافيو کې د بدلونونو تر راتلو وروسته هغوی د افغانستان په خاوره کې ژوند کول غوره کړل او د دې هيواد وګړي شول.

خو بيا هم د دې قوم کم شمېر وګړي توانېدلي چې د افغانستان د وګړو په حيث پېژندپاڼه واخلي.

د مزارشريف ښار یوه ګوښه کې نږدې ۳۰۰ جوګي کورنۍ له لومړنيو اسانتياوو پرته او محرومیت کې ژوند کوي.

د جوګي ماشومانو ارمانونه

د اساسي قانون پر اساس د مشخص هويت نشتون د دې قومي لږکۍ یوازینۍ ستونزه نه ده، بلکې له زده کړو د دې قوم د ماشومانو محروميت د دوی د ژوند تر ټولو ستونزمنه څېره ښيي.

په بلخ او نورو ټولو ولايتونو کې د دې قومي لږکيو په وړاندې څرګند تبعيض د دې لامل شوی دی چې ماشومان يې ښوونځي ته د تللو پر ځای په ستړو څېرو او خيرنو وېښتانو د سيمې په کوڅو کې لوبې وکړي.

په همدې حال کې د دې قوم سيار او ګرځنده ژوند د هغو سلګونو ماشومانو هيلې له منځه وړې چې غواړي ښوونځي ته ولاړ شي؛ دا ماشومان لا هم نه پوهېږي چې څرنګه برخليک يې په تمه دی.

د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د دې قوم مشران وايي، چې په ځلونو يې هڅه کړې ده چې خپلو ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره کړي، خو هيڅ ښوونځی نه دی چمتو شوی چې ماشومان يې ومني.

مبارک شاه اتلس کلن دی او له ماشومامتوبه د ډاکټر کېدلو هيله لري، خو اوس په دې باور شوی چې د دې هيلې پوره کېدل يې ناشوني دي او هيڅکله به پوره نشي.

مبارک شاه وايي چې په ځلونو – ځلونو يې په کور کې له ويلو پرته مکتب ته مراجعه کړې ده خو هر ځل ورسره تبعيضي چلند شوی دی او د نورو زده کوونکو له خوا يې سپکاوی شوی دی.

مبارک شاه چمتو شو چې د سيمې د وګړو او اوسېدونکو له خوا ورسره د ناسم چلند کيسه راته وکړي. دی وايي: «هر ځای ته چې ولاړ شم ماته جوګي، کوچي، سوالګر او بې سواده وايي او په دې توګه مې توهين کوي … موږ له مجبورۍ فقر کوو. اړتيا سخته ده.»

د جوګي قوم ماشومان چې له زده کړو بې برخې دي او شپې، ورځې په سړو خيمو کې سبا کوي.

مريم شپږ کلنه ده خو د خپل قوم له محروميت څخه ناخبره ده او شپه او ورځ د ښوونکې کېدلو ارمان لري او په ټينګار يې له خپلې کورنۍ غوښتي دي چې په ښوونځي کې يې شامله کړي. مريم وايي: «زه غواړم ښوونکې شم تر څو له خپلو خلکو او کورنۍ سره مرسته وکړم. کله چې مې ليک او لوست زده کړل نو خپلې مور او پلار ته يې هم ور ښيم.»

له زده کړو محروميت د جوګي قوم تر ټولو ستر مشکل دی چې له کلونو راهيسې په پر له پسې توګه موجود دی او په هيڅ نظام کې هم دوی ته د زده کړې کولو فرصت نه دی ورکړل شوی. له همدې وجې د دې ډلې هيڅ کس هم په بلخ کې په دولتي نهادونو کې نه دی جذب شوی.

د هغې ګوښې په کوڅو کې چې جوګيانو پکې پناه اخيستې ده، زيات ماشومان لوبې کوي. د دې ماشومانو يو په خندا وايي چې له ده سره دې مرکه وشي. کله چې يې د ژوند په اړه پوښتنه ځنې کوم نو هماغه ګډ درد بيانوي. له زده کړو د محروميت درد، څرګنده نه ده چې دا ارزو به يې کله پوره کېږي.

ګلالی شپږ کلن دی او د دې پر ځای چې له کتاب او قلم سره بلد شي، اورلګيت او سپيلني ورسره دي. دا ماشوم وايي: «يوه ورځ چې مې درس ووايه د دې سيمې ټول ماشومان باسواده کوم.»

بل پلو، ذبيح الله ۱۳ کلن دی خو لا يې هم د ښوونځي مخ نه دی ليدلی. دی وايي چې د ژوند هيله يې ښوونځي ته تګ او انجينر کېدل دي. دی وايي: «غواړم په راتلونکي کې انجينر شم. همدا مې هيله ده. کله چې مې درس ووايه غواړم خپل ژوند تر خيمې لاندې له ژوند کولو څخه خلاص کړم.»

د طالبانو برنامه

که څه هم د جوګيانو د ماشومانو يوازينۍ هيله داده چې باسواده شي، خو د بلخ ولايت په معارف رياست کې مسوولين وايي چې د طالبانو سرپرست حکومت تر اوسه د دې قوم د ماشومانو لپاره د زدکړييزو فرصتونو د برابرولو هيڅ برنامه نه لري.

په مزار شريف ښار کې د طالبانو د معارف آمر محمد نعيم بلخي وايي، چې که بهرني بنسټونه د دې ماشومانو د زده کړو لپاره لاس په کار شي، موږ يې ملاتړ کوو. له دې پرته موږ د زدکړييزو صنفونو د جوړولو وس نه لرو. ښاغلی بلخي وايي: «حکومت برنامه نه لري، خو موږ له بهرنيو او مرستندويو بنسټونو غواړو چې د دې ماشومانو لپاره دې ښوونيز ټولګي جوړ کړي تر څو بې‌سواده را لوی نشي.»

د بلخ د پوهنې ریاست: هڅه کوو چې له بهرنیو موسېسو سره په همغږۍ د جوګي ماشومانو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړو.

ټولنيزې ننګونې

ملا وورال چې ځان د دې قوم استازی را پېژني، د دې قوم په وړاندې له نورو ستونزو او ننګونو پرده پورته کوي. دا ۵۴ کلن سړی وايي چې دوی له بدو ټولنيزو بنديزونو سره مخ دي.

بشرپالو مرستو ته نه لاسرسی، د کاري بوختياوو نشتون، د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی، د دې قوم د ناروغانو لپاره د روغتيايي خدماتو کمښت هغه نورې ستونزې دي چې د دې قومي لږکيو ژوند يې سخت کړی دی.

ملا وورال له دې قوم سره د حکومت پر دوه ګوني چلند نيوکه کوي او وايي: «دلته شاوخوا سل کورنۍ ژوند کوو چې پاکې اوبه نه لرو. د حکومت يا هم خيريه بنسټونو له خوا هيڅ مرسته نه ده شوې. موږ په بشپړه توګه محروم يو.» ملا وورال همدا راز د روغتيايي خدماتو پر چمتو کولو ټينګار کوي وايي چې له دوی سره په دولتي او خصوصي روغتونو کې ناسم چلند کېږي.

د جوګي قوم يوه ښځه شريفه وايي چې د دوی ډېری درملنې د زړو ښځو له خوا کېږي. همدا راز شريفه وايي: «زموږ ډاکټرانې همدا ښځې دي. زموږ ډېری ماشومان د همدې زړو ښځو په مرسته په کور کې زېږي.»

د جوګي قوم يو مشر زړګی د حکومت او داخلي او بهرنيو مرسته رسوونکو بنسټونو له لوري د بشرپالو مرستو په بهير کې د عدالت پر نه مراعتولو نيوکه کوي، وايي چې د دوی ونډې ته هيڅ پام پکې نه کېږي.

دا سړی وايي چې دېرش کاله کېږي چې د مزار شريف ښار په بېلابېلو برخو کې يې ژوند کړی دی، خو تر اوسه ورسره هيڅ ډول مرسته نه ده شوې. زړګی زياتوي: «ټولې نړۍ مرسته واخيسته، خو يو موږ وانخيسته. حکومت خلکو ته خوراکي مواد او سون توکي ورکوي، کورونه ورته جوړوي خو موږ څه ګناه کړې ده؟»

د جوګي قوم زخمت کاره میرمنې چې د سوال کولو، فال نیولو او د بنګړیو پلورلو له لارې د خپل ژوند لګښتونه پوره کوي.

د بلخ د قومونو او قبايلو په رياست کې چارواکي د جوګيانو ستونزې او له ټولنيزو او روغتيايي خدماتو يې محروميت مني، وايي چې د دې قوم ستونزې يې د طالبانو له چارواکو سره شريکې کړې دي.

د بلخ په اداره کې د جرګو مدير محمد جاويد سلطاني وايي: «د دې قوم ټولې ستونزې مو ليست کړي دي او د بلخ والي او وزارت ته مو رسولې دي.»

په همدې حال کې په بلخ کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي چې هڅې کوي د جوګيانو اړمنو کورنيو ته مناسب ټولنيز فرصتونه برابر کړي. د بلخ د والي مرستيال نور الهادي ابو ادريس وايي: «موږ له خيريه بنسټونو سره خبرې کوو تر څو له جوګي قوم سره هم مرستې وکړي، ځکه دوی هم حق لري.»

تر اوسه په افغانستان کې د جوګيانو د هويت او تاريخ په اړه کوم موثق سند نشته. د دوی اکثر روايات په شفاهي ډول را انتقال شوي او په خبري راپورونو کې ثبت شوي دي. تر اوسه د هيواد په اساسي قانون کې د دې قوم نوم نه دی ياد شوی.

د شفاهي راپورونو پر اساس دا «ګرځنده» خلک دي چې پخوا د عسکرۍ خدماتو ته نه دي تللي او نه هم چمتو شوي دي چې دولت ته ماليه ورکړي، له همدې وجې له پېژندپاڼو محروم ګڼل شوي او د ثابت سکونت پر ځای يې ګرځنده ژوند غوره کړی دی.

د يوه بل روايت له مخې، جوګيان د منځنۍ اسيا ګرځندويان دي او د دوی ډېری د تاجکستان له کولاب څخه افغانستان ته راغلي دي.

اوس مهال يو شمير جوګيان په ژوند کې د پرمختګ کولو او د سياسي – قومي ګټو په موخه غواړي چې پېژندپاڼې واخلي. تر اوسه په دولتي دوسيو کې د جوګيانو تخميني نفوس هم نه دی ثبت شوی.

رسمي شميرې ښيي چې اوس مهال د جوګيانو ۳۰۰ کورنۍ د مزار شريف ښار شاوخوا ژوند کوي.

په مزارشریف ښار کې د یوې جوګي کورنۍ ماشومان.