د ترکيې او سوريې زلزله کې د مړو شمېر تر ۲۸ زرو واوښت

اطلاعات روز: ترکیې او سوریې کې ژغورونکو وکولای شول چې تېره ورځ (شنبه، ۲۲ د سلواغې) ځينې کسان د زلزلې له ويجاړيو ژوندي راوباسي، خو د نورو خلکو د ژوندي موندنې لپاره هيلې کمېږي.

د دوشنبې د ۷.۸ کچې زلزله له ۱۹۳۹ راهيسې تر ټولو ويجاړوونکې زلزله ده او ورسره د مړو شمير هم مخ پر لوړېدو دی. په ترکيه کې تر اوسه پورې ۲۴ زره کسان مړه شوي او په سوريه کې د ۳ زره او ۵۰۰ کسانو مړينه تاييدېږي چې ټولټال شمېر تر ۲۸ زره اوړي.

د ترکيې د هاتي ښار له مرکزه الجزيرې راپور ورکړی چې له زياتې ويجاړۍ سره – سره لا هم هيلې شته دي، د راپور له مخې چې پر زلزله ۱۳۵ ساعتونه اوښتي دي، خو لا هم هيلې شته دي. د زلزلې په ۱۳۲ ساعت کې يو ماشوم وژغورل شو او تر دې دوه ساعته وړاندې يو سړی او يوه ښځه ژوندي وژغورل شول، د ژغورنې لپاره لټه روانه ده.

راپور کې راغلي، چې حکومت غواړي په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې هوايي ډګر هم پرانيزي.

په انتاکيا کې رضاکاران وايي، چې د دوی کار لوټمارانو ستونزمن کړی دی. بل اړخ ته د ترکيې ولسمشر اردوغان ويلي، چې د لوټمارانو پر خلاف به سخت اقدامات وکړي.

ده ناورين ځپلې سيمې ته د خپل سفر پر مهال وويل، چې «موږ بېړنی حالت اعلان کړی دی. د دې مطلب دادی چې له همدې شيبې کوم کسان په لوټمارۍ او اختطاف کې ښکېل دي، هغوی بايد پوه شي چې د دولت قوي لاس د دوی پر شا پروت دی.»

د ترکيې دولتي رسنيو ويلي، چې اته څلوېښت لوټماران د حکومتي چارواکو له خوا نيول شوي دي.

ځينو ژغورونکو سازمانونو هم ويلي، چې د خلکو تر منځ نښتې د دوی کارونه ځنډولې دي.

د شنبې په ورځ دوو جرمني مرستندويو ډلو د امنيتي انديښنو له وجې خپل کارونه وځنډول او د ډزو راپورونه يې ورکړل. له دې سره يوې اتريشۍ ډلې هم خپلې چارې تر پيلولو وروسته بيرته ځنډولې دي.

ملګري ملتونه وايي، چې په سوريه کې ۵.۲ ميليون وګړي تر زلزلې وروسته بې کوره شوي دي او همدا راز په ترکيه او سوريه کې نهه لکه کسان په بېړنۍ توګه خوراک ته اړتيا لري.

د سوريې شمال لوېديځ اړخ چيرته چې د حکومت وسله وال مخالفين دي د زلزلې له وجې سخته ځپل شول او د کورنۍ جګړې له کبله ورته ډېره کمه مرسته رسيدلې ده، سره له دې چې دمشق ژمنه کړې وه چې مرستو ته په لاسرسي کې به هڅې کوي.

هاخوا ترکيې هم ويلي، چې د سوريې بغاوت ځپلې سيمې ته د دوو نويو لارو پر پرانيستلو کار کوي، تر څو له همدې لارو مرستې انتقال شي.

ترکي چاواکي وايي، چې په ترکيه کې اتيا زره کسان په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي او ۱.۰۵ وګړي بې کوره شوي چې اوس مهال په لنډ مهالو مېشتځايونو کې ژوند کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته