اطلاعات روز: د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله والو له لوري درې وروڼه په ډزو وژل شوي دي.
په دغه ولایت کې یوې ځايي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې پېښه نن (دوشنبه، ۲۴ د سلواغې) غرمه مهال په تڼیو ولسوالۍ کې رامنځته شوې او په خبره یې چې د یو پلار درې زامن «عبدالله، ظابت خان او رحمت الله» په یو وسله وال برید کې وژل شوي.
سرچینه زیاتوي، د پېښې پر مهال ځینې نور کسان ټپیان شوي هم دي خو تر اوسه یې کره شمېر نه دی په ډاګه شوی.
په خوست ولایت کې یوې بلې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې دغې کورنۍ څه موده وړاندې شخصي دښمني درلوده، خو د قومي مشرانو په منځګړیتوب هواره شوې وه.
د رامنځته شوې پېښې په اړه تر اوسه د خوست ولایت لپاره د طالبانو امنیتي مسوولینو رسنیو ته څه نه دي ویلي.