کندهاريان د مخابراتي شرکتونو له بېغورۍ او خدماتو له نشتون تنګ راغلي

د کندهار ښاريان د مخابراتي شرکتونو له بېغورۍ او ټيټ کيفيته خدماتو څخه په تنګ راغلي او د طالبانو له سرپرست حکومت څخه د حل په برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

که څه هم اوس مهال د کندهار ښار په ګډون په ځينو لېرې پرتو ولسواليو کې د خصوصي مخابراتي شرکتونو ستنې زياتې شوي او د پخوا په پرتله د انټرنیټي او مکالماتي خدماتو څخه ډيری کندهاریان ګټه پورته کوي، خو خلک شکایت کوي چې کیفیت یې ټیټ او په سم ډول خدمات نه وړاندې کوي.

کندهار کې هره ورځ د بېلابېلو ولسواليو اوسېدونکي په ساعتونو او ان په ورځ په تمه کېږي ترڅو له خصوصي مخابراتي شرکتونو يو سيمکارت ترلاسه کړي دوی له یادو شرکتونو غوښتنه کوي ترڅو په ټولو ولسواليو کې د مشتريانو او پيرودونکو څانګې پرانيزي.

کندهاریان وایي، د مخابراتي شبکو د خدمات څانګې کمې او کیفیت یې ټیټ دی.

د فضل باري په نوم له ډنډ ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته راغلی کس زياتوي، له لس ساعته انتظار وروسته اوس هم ورته د دې موقع نه ده ورکړل شوې ترڅو د پيسو په بدل کې د «افغان بيسيم» مخابراتي شرکت يو سيمکارت ترلاسه کړي.

فضل باري وايي، اوس يې په ولسوالۍ کې تازه مخابراتي شبکو له سره فعالیت پېل کړی او اړ دی ترڅو له نورو سره د همدې لارې خپلې اړيکې ژوندۍ وساتي.

دی زیاتوي، يو شمېر مخابراتي شرکتونو د پيرودونکو غوښتنې په پام کې نه نيسي او ادعا کوي چې شرکتونه په خپل سري توګه د دوی په مبايلونو کې شته کريډيټ خپلو جېبونو ته اچوي.

هغه وویل:« مخابراتي شرکتونه دې د انټرنیت مصرف راکم کړي، په ټولو ولسواليو کې دې د مشتريانو د خدمتونو دفترونه پرانيزي، بايد مکالماتي وړانديزونه ارزانه کړي، دلته ټول غريبان دي هر څوک د دومره لوړ لګښت وس نه لري.»

د کندهار ښار کې یو شمیر کسان د سیمکار پیرودلو نوبت ته انتظار دي.

دغه راز د سیمکارتونو پیرودنکي هم شکایت کوي چې تر لسو ورځو زيات یې مخابراتي شرکتونو ته د سيم کارت ترلاسه کولو په موخه مراجعه کړې، خو بيا هم نه دي توانيدلي چې لاسته يې راوړي.

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ څخه راغلی عبدالمالک زياتوي، چې د هرې ورځې له سهار څخه بيا تر ماښامه پورې په ساعتونو په تمه وي ترڅو يو سيم کارت ترلاسه کړي خو له لس ورځني انتظار وروسته هم نه دی توانېدلی.

که څه هم نوموړي د سيم کارت اخيستلو لپاره ډېر انتظار ويستلی خو په وينا يې چې په لېرو پرتو ولسواليو کې د ټولو شبکو فعاليتونه بند دي او يا په ټيټ کيفيت وړاندې کېږي.

ده زياته کړه چې يو شمېر مخابراتي شرکتونو آن د ښار او ولسواليو ترمنځ په مکالماتي او انټرنيټي کڅوړو کې فرق راوستی او د ولسواليو خلکو ته خدمات په ډېره لوړه بيه وړاندې کېږي.

هغه وايي:« موږ که وغواړو کوم چا ته زنګ ووهو نو بام او يا د غره څنډې ته ځانونه رسوو بيا هلته لږ لږ کار کوي، دغه مو حال دی چې د بيسم شرکت مخې ته لس ورځې راځو خو يو سيم کارت نه راکول کېږي، سهار راشو ماښام ځو زموږ څخه خپل کار پاتې دی، مخابراتي شبکې دې زموږ په کلي کې موږ ته نماينده‌ګۍ خلاصې کړي.»

د کندهار لېرې پرتو سیمو کې خلک د اړیکې نیولو لپاره لوړو ځاینو ته پورته کېږي.

د عبدالمالک له قوله چې ځینې ​​وختونه د زنګ وهلو یا پیغام استولو وړاندیزونه په غیر ارادي ډول د دوی په سیم کارتونو کې فعالیږي چې دغه چاره د اضافي کریډیټ مصرف لامل شوې

همداراز د یوه مخابراتي شرکت ځايي مسوول چې نه غواړي نوم يې خپور شي اطلاعات روز ته وویل، اوس مهال د نورو کلونو په پرتله کندهار کې د مخابراتي شبکو د پيرودونکو شمير زيات شوی چې ورسره يو وخت دوی هم د ستونزو سره مخ شوي.

د ده په خبره: « مخکې زموږ څخه په ټول ورځ ۱۰۰ سيمکارتونه رانیول کېدل خو اوس په ورځ کې     ۳۰۰۰ تنه سيمکارتونه رانيسي، پخوا يوازې د ښار خلکو انټرنيت کاروه خو اوس د ولسواليو خلک هم لاسرسی لري چې دا خپله پر انټرنيټي شبکو يو ډول فشار وارد کوي، موږ ملامت نه يو دلته د خلکو اړتيا ډيره شوې او نورې ستونزې هم شتون لري.»

همدارنګه د يو بل خصوصي مخابراتي شرکت مسوول زیاته کړه چې اوس يې هڅې پېل کړي ترڅو په کندهار ښار او شاوخوا ټولو ولسواليو کې د خلکو لپاره په ټيټ قيمت او چټک کيفيت سره انټرنيټي خدمات فعال کړي.

دوی وايي، اوس په بېلابېلو برخو کې ستونزې لري او تريوه بريده يې له مسوولينو سره په ګډه دغه ستونزې حل کړي.
که څه هم کندهار ولايت کې د اترا اداره او د مخابراتو ریاست په دې اړه د مرکې کولو ته زړه نه ښه کوي، خو اطلاعات روز ته په رالېږل شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د دې ستونزې د حل لپاره ځايي مسوولينو هڅې پېل کړي دي.

د معلوماتو له مخې چې د طالبانو د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت په پام کې لري ترڅو په راتلونکي وختونو کې خلکو ته يوازې په پیژندپاڼه او پاسپورټ باندې نوې سيمکارتونه وويشي.

د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې ګڼ خصوصي او دولتي مخابراتي شرکتونه فعالیت کوي چې خلک تل د دغو شرکتونو د ټیټ کیفیت او لوړو خدماتو څخه شکایت کوي.