د وينو سوداګري؛ د افغان انسان قاچاق

فيروز خان (مستعار) د مکزيک او امريکا متحده ايالاتو له صحرا تر تېرېدو وړاندې د افغانستان د ۴۰۰ زره کسيز پوځ غړی و. ده د تورن نظامي رتبه درلوده او د افغانستان په شمال کې په ۲۰۹ شاهين قول‌اردو کې د نوي پر پښو درېدلي جمهوري نظام د خونديتوب لپاره له بېلابېلو ډلو سره جنګېده. د ۱۴۰۰ لمريز کال د زمري مياشتې پر ۲۴مه د طالبانو په لاس د جمهوري نظام تر سقوط وروسته، دا جنګ له نظاميانو څخه غچ اخيستنې ته بدل شو.

د همدې دليل له امله فيروزخان نهه مياشتې وړاندې په افغانستان کې پټ ژوند کاوه. له ناچارۍ ايران ته په قاچاقي لارو ولاړ. په ايران کې تر يو څه وخت پاتې کېدو وروسته يې د برازيل بشرپاله ويزه تر لاسه کړه او له خپلې کورنۍ سره دې هيواد ته ولاړ.

د توقع خلاف يې په دې هيواد کې هم ونه شول کولای چې خپل ژوند ته دوام ورکړي؛ له همدې امله يې له خپلې کورنۍ سره امريکا ته د غير قانوني کډوالۍ لار ونيوه. په دې خبر نه و چې قاقبر د مکزيک مافيا غړي دي. قاچاقبرانو د دې کورنۍ غړي يرغمل کړي دي او پيسې ترې غواړي. دوی د دې کډوالو د شکنجې  او په وينو لړلي عکسونه ورته لېږلي  او ګواښ يې کړی دی چې که ټاکلی مقدار پيسې ورته ور نه کړل شي، نو يرغمل شوي کسان به ووژني او د بدن غړي به يې وپلوري.

قاچاقبرانو له دې کورنۍ ۲۸ زره ډالر غوښتي دي. هغوی د دې پيسو د اخيستلو لپاره د مکزيک د ۲۸ وګړو پېژندپاڼې هم ور لېږلې دي تر څو د فيروزخان کورنۍ هر يوه ته زر امريکايي ډالر د «ويسټرن يونين» يا «مني‌ګرام» له لارې ولېږي.

د افغانستان د ټولو وګړو لپاره مهاجرت يو ډول نه دی. يو شمير کسان له قبيلوي دودونو تېښته کوي او ځينې د جبري ودونو له امله کډوالۍ ته مخه کوي.

ملکه ځوانه ده، دوه اولادونه لري. دا د کندز ولايت اوسيدونکې ده. مېړه يې د افغانستان د امنيتي ځواکونو غړی و او له دې ډلې سره په جګړه کې ووژل شو. تر دې پېښې وروسته يې کورنۍ غوښتل چې دا د هغه ورور ته په نکاح ورکړي چې په طالبانو کې و. ملکې له دې د تېښتې لپاره د افغانستان د پرېښودلو لاره ونيوله. دا د خپلو دوستانو په همکارۍ د هرات له لارې ايران ته ولاړه او له هغه ځايه قاچاقي روانه شوه.

دا وايي چې د افغانستان او پاکستان پر پوله له داسې کډوالو سره مخ شوه چې ټول د افغانستان د پرېښودلو په فکر کې و. دوی غوښتل ترکيې او بيا يو اروپايي هيواد ته ولاړ شي. دا وايي: «کورنۍ مې غوښتل چې ما او اولادونه مې په ايران کې را پیدا کړي. له همدې امله مې درياب ته زړه ښه کړ او له يوه لویي ۶۰ کسيزې ډلې سره مې د قاچاق له لارې د ايران او ترکيې لار ونيوه.»

يوه مياشت کېږي چې دا ښځه جرمني ته رسيدلې ده، خو لا هم له هغو ټروماوو سره مخ ده چې د قاچاق پر لاره يې ليدلې دي. دا په لار کې نه يوازې له بې روحه جسدونو سره مخ شوې، بلکې له دې سره د مل ۶۰ کسيزې ډلې ۲۰ نفره يا هم پر لار تلف شوي او يا د غلو له خوا زنداني شوي دي. ملکه زياتوي: «هوا ډېره سړه او مسیر اوږد و او د غرونو له منځه بايد ژر تېر شوي وای. يو شمير خلکو نه شوای کولای چې تګ ته دوام ورکړي او يو شمير نور غلو ونيول. غلو په ډېري بې رحمۍ شکنجه کول او د دوی له کورنيو يې پيسې غوښتې.» اوس د خپلو ډېرو هغو خلکو په اړه معلومات نه لري چې پر لار ورسره ملګري و.

ملکه زياتوي چې ترکيې ته په رسيدلو یې د دې غير قانوني سفر دردونه پای ته ونه رسېدلي چې قاچاقبرانو زنداني کړل. دا وايي: «موږ يې د پرېوتلو يوه ځای ته يووړو. هلته به يې نارينه د پيسو لپاره شکنجه کول، خو له ښځو سره يې کار نه درلود. يوازې خوراک او اوبه يې راکولې او استراحت ته به يې نه پرېښودو.»

د روان لمريز کال پر مهال پر قاچاقي لارو د افغانستان د کډوالو مړينه د بهرنيو رسنيو د سرټکي و. وروستۍ رسنيزه شوې پېښه په بلغاریا کې د ۱۸ کسانو مړينه او د ۳۴ کسانو خفه کول دي. د دې هيواد رسنيو دا د تاريخ تر ټولو بده غميزه بللې ده.

ملکه زياتوي چې کورنی حبس نور له زغمه ووت، دوی اړ شول چې د ترکيې له پوليسو سره اړيکه  ونيسي او ځان ورته وسپاري. دې زياته کړه: «نور مو نه شوای زغملای. په خپله به مې له ځان سره فکر کاوه چې تر دې خو په افغانستان کې مړه کېدل ښه دي.»

د ترکيې پوليسو دا کډوال پرېښودل، خو پر قاچاقي لاره د يونان پوليسو ټول خپل هدف ته پرېنښودل. د ملکې په وينا، د يونان پوليسو له سينده د تيريدلو پر مهال نارينه خبردار کړل چې خپلې جامې وباسي او تر نيولو او شکنجې وروسته يې بيرته ترکيې ته ولېږل. ملکه وايي: «موږ قاچاقبر ته روپۍ ورکړې وې. په ځنګله کې و چې پوليسو راوګرځولو. دوی د نارينه‌وو جامې، پيسې او ټیليفونونه ترې واخيستل، دوی يې لوڅ کړل او تر شکنجې وروسته يې بيرته ولېږل.»

د ترکیې حکومت په وروستیو کلونو کې د غیر قانوني کډوالۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره سخته پالیسي غوره کړې ده. د دغه هېواد د پوځیانو له خوا له بې اسنادو کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه ډېر راپورونه ورکړل شوي دي. انځور: په ترکیه کې د مهاجرینو د ملاتړ ټولنې له پاڼې څخه.

«يوازې اوبه يې راکولې چې مړه نه شو»

علي يو بل کس دی چې ښه ژوند ته د رسيدو په موخه يې پر غير قانوني لارو تلو ته مخه کړې، خو نه يوازې دا چې خپل هدف ته نه دی رسېدلی، بلکې په کورنۍ کې يې فقر نور هم زيات شوی. دی وايي چې کله د ترکيې پوليسو هغوی بيرته د ايران خاورې ته را واړول، دی او ورسره نور ۴۰ کسان چې اکثريت يې د افغانستان و د ايران د سرحدي سيمو غلو ته په لاس ورغلل. دې غلو پيسې غوښتې او دا ورته مهمه نه وه چې له کومې لارې او په څه ډول يې راپيدا کوې. غلو خپل هدف ته د رسيدو په موخه لس ورځې مهاجرينو ته ډوډۍ ور نه کړه او د شکنجې او ځور له بېلابېلو ډولونو يې استفاده کوله.

علي زياتوي: «لس ورځې يې يوازې اوبه راکولې چې مړه نه شو.» د ده په وينا، د هرې ورځې په تېرېدو ځور او اذيت زياتېده تر څو کډوال اړ شي چې له يوې نه يوې لارې پيسې پیدا کړي تر څو يې غلو ته ورکړي او کور ته ولاړ شي.

د علي لپاره دا غير قانوني سفر ډېر ګران تمام شوی دی. ايټاليا ته پر لاره د ترکيې، ايران او يونان د سرحدي مامورينو د شکنجې اثار يې پر بدن پاتې دي، خو له دې سره – سره يې ډېر زيات مالي لګښت هم کړی دی. دی وايي چې که په ايران کې شل کاله او يا تر دې هم زيات وخت شپه او ورځ کار وکړي، نو هم به ښايي دا پيسې را پيدا نه کړای شي.

د نظام بدلون، بې‌کاري، فقر، ناامني او پر ښځو د طالبانو لګېدلو بنديزونو له افغانستانه د کډوالۍ بهير تېز کړی دی او له همدې وجې حتا غير قانوني کډوالي هم ډېره زياته شوې ده. د دې وضعيت د دوام له وجې، په دې غريب هيواد کې د انساني قاچاقبرانو بازار تر بل هر وخت ډېر ګرم شوی دی.

اوس مهال په کابل او د سيمې په هيوادونو کې په لسګونو خلک د افغانستان وګړي غير قانوني کډوالۍ ته هڅوي او هغوی پر قاچاقي لارو په زيات لګښت سره اروپايي هيوادونو، اسټراليا او امريکا ته رسوي.

سره له دې چې قاچاقبران رسمي دفتر نه لري او په پټه توګه فعاليت کوي، خو بيا هم په بېلابېلو ځايونو کې لاسرسی ورته شته دی او کولای شي چې د غير قانوني کډوالۍ معاملې وکړي. انساني قاچاقبران د خپلې په «وينو لړلې» سوداګرۍ لپاره له ټولنيزو رسنيو هم استفاده کوي.

په افغانستان کې دې افرادو ته د ټولنيزو رسنيو له لارې لاسرسی اسانه دی. هغوی د پاسپورټ د تمديد د خدماتو، بورسونو ته د نومليکنې او سياحتي ويزو له لارې خلکو ته وسوسې پيدا کوي او هڅوي يې. قاچاقبران او د دې افرادو همکاران په اسانۍ خبرو ته نه تيارېږي او د متقاضي کس د مشخصاتو او هغه ته د نږدې کسانو تر معلومولو وروسته له هغوی ژمنه اخلي چې موضوع به پټه ساتي.

زه (راپور جوړونکی) پر څو فېسبوکپاڼو د تبليغاتو تر ليدلو وروسته د واټس اپ او مسنجر له لارې د هغو له چلوونکو سره  په اړيکه کې شوم. له دوی څخه يو مې د پاسپورټ د مودې تمديدولو، د نوي پاسپورټ اخيستلو او له افغانستانه بهر ته د تلو په تړاو وپوښت. ده ماته وويل چې قاچاقبر نه دی خو يو څوک پېژني چې همدا کار کوي. د کار د ډول او اروپا ته د تضمين په اړه مې وپوښت، ده راته په ځواب کې وويل چې کله ويزه تياره شوه، نو غوښتونکی کس بايد پيسې يوه صراف ته کېږدي او کله چې له هوايي ډګره پر الوتکه کې کېناست نو پيسې تحويلوي.

سرچينې وويل، چې د لاتينې امريکا د هيوادونو ويزه په يو زر او ۶۰۰ ډالره ده، «ميدان پاس» او يا هم د ده په وينا ضمانت دی. همدا راز ده د دریو کلونو لپاره د پاسپورټ د تمديدولو يو زر او ۶۰۰ ډالر وغوښتل او د نوي پاسپورټ اخيستلو لپاره يې د دوه زره امريکايي ډالرو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د لوړپوړو کارمندانو په همکارۍ دا کار کوي، ده او شريکانو ته يې کمې پيسې پاتې کېږي. ده زياته کړه: «په عمومي توګه پاسپورټ بند دی، خو خاصو خلکو ته بيا نه دی بند. په دې کار کې نور خلک هم دخيل دي. په خدای قسم ماته تر ۲۰۰ ډالرو زيات نه پاتې کېږي.»

سرچينې زياته کړه چې له افغانستانه ګاونډيو هيوادونو ته تګ په خپله د متقاضي کس مسووليت دی. يوه بل کس هم وويل چې کولای شي د ۱۸ زره امريکايي ډالرو په بدل کې خلک روسيې او يا هم اروپايي هيوادونو ته ورسوي، خو اصلي شرط په کابل کې له صرافۍ سره د پيسو ايښودل دي.

په افغانستان کې بانکي نظام خاص وده نه ده کړې او د دولت تر سقوط وروسته يې وضعيت نور هم خراب شوی دی. له همدې کبله، د افغانستان د پيسو اکثريت معاملې د صرافيو له لارې کېږي. د اقتصادي کارپوهانو په اند چې همدې شي په افغانستان کې پولي جرمونه او د پيسو مينځل زيات کړي او همدا راز يې له دې هيواده قاچاق اسان کړی دی. قاچاقبران هم له دې وضعيت څخه ګټه اخلي.

په وروستیو کلونو کې له ایران او ترکیې له لارې اروپا ته د لاقانونه کډوالۍ لړۍ ډیره شوې ده. مهاجر د غرونو له لارې اوږدې لارې وهي او ځینې یې نه بریالي کېږي او لاره کې ژوند له لاسه ورکوي.

دا لګښتونه له کومه ځايه پوره کېږي؟

د فيروزخان ورور وايي، چې د خپل ورور د ژغورنې لپاره يې د کور ټول وسايل او پلرنۍ ځمکه پلورلې ده او له قوميانو يې هم په سود پيسې اخيستې دي. دی وايي: «هيڅ نه لرم. د هغو دوو ماشومانو لپاره مې له زړه وينې څاڅي. که تاسو خپل ځان زما پر ځای فرض کړئ همداسې کار کوئ. هغوی [غله] ډېر بې رحمه دي او زه وېرېږم.» له دې سره – سره د فيروز خان ورور نه دی توانېدلی چې ۲۸ زره ډالر برابر کړي.

علي هم شاوخوا ۱۷ زره ډالر اروپا ته د رسېدلو لپاره لګولي دي. دی وايي چې دا پيسې يې د ټولو شپږو وروڼو او په ايران کې د ټولو خپلوانو شتمني وه.

د ملکې لپاره د سفر لګښت کم و. نوموړې له افغانستانه تر ترکيې پورې درې زره او ۵۰۰ ډالر ورکړي دي. خو المان ته د تلو لپاره يې پيسې نه درلودې. دې په لږو پيسو، له دوستانو په پور او د خپلو اولادونو په ګرو کولو د قاچاقي لارې خطر پر ځان منلی و. دا هيله لري چې د دې سفر لګښت به ژر پوره کړي او خپل اولادونه به يې غېږي ته راشي.

له دې هر څه سره – سره د غير قانوني کډوالۍ لګښتونه دلته پای نه مومي. يو شمير مهاجرين هدف ته د رسېدو لپاره اړ کېږي چې شاقه او جبري کارونه وکړي. سخي اروپايي هيوادونو ته د تلو لپاره تر زيات لګښت پرې کولو وروسته اړ شو چې په ترکيه کې پنځه کاله له معاش پرته په يوه کرونده کې کار وکړي.

د پوهنتون استاد قيس محمدي وايي، چې په غير قانوني کډوالۍ کې کډوال نه يوازې دا چې له خپلو حقونو محرومېږي، بلکې تر ډېره حده سوء استفاده هم ځینې کېږي. د ده په وينا، دا مسئله فرد او ټولنه له فقر او ګڼو نورو ستونزو سره مخ کوي.

جنسي ګټه اخيستنه، شاقه او يا بې پيسو کارونو ته يې اړ کول، يا يې هم داسې کارونو ته اړ کول چې مزد يې کم وي، د غير قانوني کډوالۍ پر مهال کېدونکي سوء استفادې دي. محمدي زياتوي: «کوم کسان چې غير قانوني کډوالۍ ته مخه کوي، د هر هيواد وړ، سالم او کاري ځواک دی. دوی د کډوالۍ پر مهال عايد نه لري او له همدې کبله د ملا ماتوونکو لګښتونو ورکولو ته اړ کېږي. له دې سره – سره، کله چې دا خلک کار نه شي کولای، يا هم جبري او له معاش پرته کار کوي، نو کورنۍ يې هم ملاتړ نه شي کولای.»

د ښاغلي محمدي په وينا، د کار د سالم ځواک له لاسه ورکول او په کورنۍ کې فقر اخر د ټولنې پر اقتصاد تاثير کوي او فقر نور هم زياتوي.

په افغانستان کې بازار د کرونا د خپرېدو، بهرنيو ځواکونو د وتلو او جمهوري نظام د سقوط له وجې رکود شو او ورسره سم د کډوالۍ بهير پيل شو. همدې وضعيت په افغانستان کې فقر پراخ کړی دی. همدا اوس د نړيوالو بنسټونو له شمېرو سره سم، د هيواد تر ۹۸ سلنې زيات وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او بشرپالو مرستو ته اړتيا لري.

غير قانوني کډوالي او د مافيايي بانډونو له لوري انساني قاچاق نوې پديده نه ده او د افغانستان وګړي يې له کلونو راهيسې قرباني دي. له ۱۳۸۸ څخه تر ۱۳۹۹ کال پورې افغانستان په نړيواله کچه دويم و. د افغانستان دولت د انساني قاچاق د مخنيوي لپاره عالي کميسيون جوړ کړ او د حکومت تر پاشل کېدو وړاندې ۱۶ دولتي بنسټونو په دې برخه کې کار کاوه. د دې بنسټونو له راپور سره سم، تر ۱۴۰۰ کال پورې په لسګونو انساني قاچاقبران او ورسره تړلي مافيايي بانډونه نيول شوي او محکمه شوي و.

له دې سره – سره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له راپور سره سم، تر سقوط وړاندې افغانستان له انساني قاچاق سره په مبارزه کې ناکام و او په نړيواله کچه درېيم و. د همدې کال د زمري پر ۲۴مه طالبانو ټول زندانيان او ان هغه قاچاقبران ازاد کړل چې جرم يې ثابت شوی و. له دې سره -–سره، له انساني قاچاق او غير قانوني کډوالۍ سره د مبارزې قانون ملغا شوی دی او د دوو وروستيو کلونو پر مهال د طالبانو په واکمنۍ کې له انساني قاچاق سره د مبارزې په اړه کوم خبر نشته. د طالبانو د کورنيو چارو او د کډوالو د چارو وزارت هم په دې اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.