غني ته د خليلزاد پېغور: زيلنسکي هم کولای شول ووايي، ناټو مې دفاع ته رانغله، نو زه وتښتېدم

اطلاعات روز: د افغانستان د سولې په چارو کې د متحده ايالاتو پخواني ځانګړي استازي او د دوحې د تړون رامنځته کوونکي زلمي خليلزاد په يوه تازه مرکه کې يو ځل بيا د افغانستان پر پخواني ولسمشر اشرف غني نیوکه کړې او د پېغور په ډول يې ويلي، چې په اوکراين کې د روسيې په جنګ کې د ناټو د نه ګډون له امله د اوکراين ولسمشر زيلنسکي هم کولای شول چې وتښتي، خو ونه تښتېد.

د خليلزاد دا مرکه چې د دوحې د تړون له درېيمې کليزې سره هممهاله خپره شوې، د اشرف غني او امر الله صالح په ګډون د افغانستان د پخوانيو چارواکو ادعاوو ته يې په غبرګون کې چې دی يې د طالبانو د بيرته راتګ په توطيه تورن کړی، ويلي چې غني او مرستيال يې چې «لاپې» وهي، څه يې کړي دي؟

ده وويل، چې اشرف غني خو به ويل چې امان الله خان نه دی چې وتښتي، خو وتښتېد او همدا راز د خليلزاد په وينا چې صالح به ويل له طالبانو سره به جنګېږي: «چيرته ولاړل او څه يې وکړل؟»

خليلزاد د خپلو خبرو په دوام کې د غني پر تېښته نقد وکړ او دی يې له ولاديمير زيلنسکي سره پرتله کړ.

خليلزاد وويل: «د اوکراين ولسمشر هم ويلای شول چې ناټو مې دفاع ته رانغله، نو زه هم اړ يم چې وطن پرېږدم … خو د خپل وطن د دفاع لپاره يې مسووليت ومانه او ويې کولای شول چې دفاع وکړي او قرباني ورکړي.»

د ده په وينا، د افغانستان پخواني چارواکي قربانۍ ورکولو ته تيار نه و او د دې حکومت د کار ډول د دې لامل شو چې پوځ هم پر ځان باور وبايلي او شونې ده دې پايلې ته رسېدلی وي چې «نور دا نظام په دفاع نه ارزي».

غني غوښتل چې ملابرادر دويم عبدالله شي

زلمی خليلزاد د بي بي سي د «يوه بل عبارت» په خپرونه کې د خپلې مرکې په دوام پسې وايي، چې اشرف غني او ډله يې تياره نه وه چې د بين الافغاني خبرو په پايله کې نوی حکومت جوړ کړي، بلکې ټينګار يې دا و چې طالبان په واک کې شريک شي. د ده په وينا چې اشرف غني غوښتل چې ملابرادر «دويم عبدالله» شي.

ده د دې پوښتنې په ځواب کې چې د پخواني حکومت مذاکره کوونکي پلاوي خو ادعا کوله چې طالبان صادقانه مذاکراتو ته تيار نه و او دروغ يې ويل، وويل چې حکومت د قطر په مذاکراتو کې وخت وژنه کوله.

خليلزاد وايي، چې د افغانستان پخواني حکومت له طالبانو سره د سولې لپاره څو مياشتې د مذاکراتو پر اساس ضايع کړې، په داسې حال کې چې د دې مذاکراتو اساس د دوحې تړون و.

د خليلزاد په وينا، د دوحې د تړون له مخې بايد په افغانستان کې «نوی اسلامي حکومت» د مذاکراتو له لارې راغلی وای.

خو د ده په وينا، پخواني ولسمشر اشرف غني او ډله يې تيار نه و چې نوی حکومت دې جوړ شي.

دا پخوانی امريکايي چارواکی وايي: «اشرف غني او ډله يې په دې نظر وو، چې موږ د نوي حکومت له جوړېدلو سره موافق نه يو. ولې ملابرادر نه راځي او دويم عبدالله نه کېږي: يو مرستيال دې عبدالله وي، [يو بل مرستيال ملا برادر]. طالبانو خو ويل چې ۲۰ کلن جنګ د څوکۍ لپاره نه دی.»

ده زياته کړه چې د دوحې د مذاکراتو بې پايلې کېدل هم د حکومت تېروتنه وه چې له طالبانو سره موافقې ته ونه رسيد.

خليلزاد وويل، چې د ده وړانديز دا و چې يو حکومت دې جوړ شي، چې په سر کې يې يو داسې څوک وي چې طالبانو او حکومت ته د منلو وړ وي، خو د ده په وينا چې د اشرف غني حکومت ويل چې «دا وړانديز خو هره ورځ کېږي».

د القاعدې د رهبر د موندنې لپاره له طالبانو سره همکاري

دا پخوانی امريکايي چارواکی وايي، چې امريکا ۲۰ کاله د القاعدې د پخواني مشر ايمن الظواهري په لټه وه؛ خو پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته يې هغه موندلی او وژلی دی.

ده د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا په کابل کې د القاعدې د مشر حضور د دوحې د تړون نقضول نه دي، وويل چې شونې ده طالبانو د القاعدې د رهبر په موندنه کې مرسته کړې وي.

دا په داسې حال  کې ده چې طالبانو تر اوسه په کابل کې د ايمن الظواهري وژل نه دي تاييد کړي.

طالبانو له امريکا سره په خپل تړون کې چې د دوحې توافق نومول شوی دی، ژمنه کړې چې له القاعدې سره به اړيکې پرې کوي او اجازه به نه ورکوي چې تروريزم د افغانستان له خاورې ګټه واخلي.

خليلزاد په دې مرکه کې وايي چې د امريکا په نظر د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې تروريزم وده نه ده کړې. دی په عين حال کې د داعش ګواښ جدي ګڼي او وايي، چې طالبان له داعش سره جنګېږي.

دی د روسيې د ادعا په اړه چې د افغانستان په شمال کې تروريستې ډلې شتون لري، وايي چې شونې ده دا په مرکزي اسيا کې د روسيې د نفوذ پراخولو يوه پاليسي وي.

خليلزاد په دې مرکه کې زياته کړه چې اوس مهال د القاعدې پلازمينه له افغانستان څخه ايران ته بدله شوې ده.

دی زياتوي چې کله ځانګړی استازی و، له ايراني چارواکو سره يې د القاعدې د مشرانو په اړه خبرې کړې دي او ايران له امريکا سره د معاملې تقاضا رد کړې وه.

ايران په دې هيواد کې د القاعدې د مشر شتون رد کړی او دا يې د امريکا لخوا د ايران ويرونې سياست ګڼلی دی.