بغلان کې د يوه کور چت پریوتو د دریو پیغلو او دوو ماشومانو ژوند واخیست

اطلاعات روز: په بغلان ولايت کې سرچينې وايي، چې د دې ولايت په خوست ولسوالۍ کې د يوه کور چت پریوتو له امله درې ځوانې نجونې او دوه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا پېښه تېره شپه (جمعه، ۱۹ د کب) شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې د خوست ولسوالۍ په چهار قشلاق کلي کې شوې ده.

د سرچينو په وينا، د پیښې ټول قربانيان د يوې کورنۍ غړي وو.

يوې سرچينې وویل، چې د کورنۍ څښتن عبدالمطلب له يوه زوی سره په دې پېښه کې ژغورل شوي دي، خو درې نجونې او دوه هلکان چې د ده لمسيان و، مړه شوي دي. په دې پېښه کې د دې سړي يو زوی ژوبل شوی هم دی.

سرچينې د پېښې لامل د چت زوړ والی ښودلی دی.

په بغلان کې طالب مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.