د ګډ دښمن پر وړاندې د دوو بېلو ايډيولوژيو پيوستون؛ بلوڅ او پاکستاني طالبان په يوه محاذ کې

شمشاد زلمی

که څه هم د پاکستان بلوچستان ايالت د ډېرې زياتې ناويل شوې پانګې او يا هم د يوې وينا له مخې د ۵۰ ټريليونه ډالرو په ارزښت د معدنياتو زېرمه ده، خو د پاکستان يوه تر ټولو کمه پرمختللې سيمه ده. زيات شمېر وګړي يې د ژوند لومړنيو اسانتياوو ته لاسرسی نه لري او يوه پراخ غوړېدلي فقر د معدن په زېرمو د ښکلې خاورې وګړي سخت ځپلي دي. په بلوچستان کې د بلوڅانو د وسله وال مقاومت يو لامل هم د زېرمو پر سر له پاکستاني حکومت سره شخړه ده. د بلوڅو جنګياليو يوه ادعا داده چې د دوی د خاورې له زېرمو نور استفاده کوي او دوی محروم کړل شوي دي. همدې احساس له ډېرو زياتو ننګونو سره – سره د بلوڅو جنګياليو وسله واله مبارزه ژوندۍ ساتلې ده. البته له پاکستان سره د بلوچستان ايالت مسئله په تاريخي توګه هم له ډېرو لوړو او ژورو ډکه ده او سياسي او اقتصادي عواملو بلوڅان په تېر کې پنځه ځله له پاکستاني حکومت سره ښکېل کړي چې پنځمه جګړه يې تر ننه لا هم روانه ده.

له لسيزو راهيسې پاکستان بلوڅ وګړي تر فشار لاندې ساتلي او له پامه يې غورځولي دي. پاکستاني حکومت په بلوچستان کې د بغاوت او د يوه متحد بلوچستان له وېرې ټول واک د پاکستان امنيتي ادارو ته سپارلی دی او له همدې امله په بلوچستان کې د بشري حقونو وضعيت ډېر خراب دی ځکه په سيمه کې د هر ډول مخالفت پر وړاندې د پاکستاني دولت پاليسي له زوره کار اخيستل دي او د بلوڅو هر پاڅون د پوځ له لوري په زور ځپل کېږي. خو له دې سره – سره چې بلوڅان د ټول پاکستاني نفوس يوازې پنځه سلنه جوړوي مګر د بلوڅ نيشنليزم احساس هغوی د پوځ پر وړاندې په پرلپسې توګه درولي دي او که بل پلو ته هم وکتل شي نو بلوچستان ايالت د پاکستان د خاورې ۴۴ سلنه جوړوي او د پاکستان په تر ۲۰۰ ميليونه زيات نفوس کې د بلوچستان نفوس شاوخوا ۱۳.۱۶ ميليونه دی.

په جيندال نړيوال پوهنتون کې مرستيال څېړونکی زيوس هنس مينډيز (Zeus Hans Mendez) وايي، چې که پرتليزو شمېرو ته وکتل شي نو مطلب يې دادی چې د حکومت پر خلاف هيڅ ډول پاڅون دوام نه دی کړی ځکه له يوې خوا په بلوچستان کې نفوس کم دی او له بله اړخه بلوڅان په خپله په بلوچستان ايالت کې ۶۰ سلنه جوړوي. پاتې وګړي پښتانه، سنديان او پنجابيان دي. همدې ننګونو ته په پام ښايي بلوڅانو د چريکي جګړې تکتيک غوره کړی وي او په همدې لړ کې د بلوچستان د ازادۍ جبهې (BLF) او د بلوچستان د جمهوريت غوښتونکي پوځ (BRA) په نوم ډلې را پیدا شوې دي. پاکستاني حکومت له دې ډلو سره په تعامل کې هم د مذاکراتو او خبرو لاره نه ده غوره کړې او يو ځل بيا يې دنده پوځ ته سپارلې ده. له همدې وجې د بلوڅانو له لوري پر پاکستاني پوځ او حکومت بېلابېل تورونه لګېږي، لکه سياستواله او فعاله نيلا قادري بلوڅ چې په ۲۰۱۶ کې له پاکستانه ووتله، پاکستانی حکومت په سيمه کې په نسل وژنه تورنوي. د پاکستان پر پوځ او حکومت داسې بې شمېره تورونه لګول شوي دي، خو په نړيواله کچه هم د بلوڅو مسئله له پامه غورځول شوې ده.

د پاکستاني حکومت پر وړاندې د بلوڅو وسله واله جګړه خپلې لوړې او ژورې لري او کله چې په ۲۰۰۶ ميلادي کال کې د بلوڅو بېلتون غوښتونکو رهبر اکبر بکټي د پاکستاني پوځ په بريد کې ووژل شو نو د بېلتون غوښتنې خوځښتونه پراخ شول مګر تر ۲۰۱۳ کال وروسته د بلوڅو جنګي ډلې يو  ځل بيا کمزورې شوې او د بلوڅو او پښتنو سياسي ګوندونو په بلوچستان ايالت کې ګډ حکومت جوړ کړ چې دې هر څه د دوی پر وسله والې مبارزې اغېز درلود. ځينې نور شنونکي په دې اند دي چې د بلوڅو تر منځ د وسله والې مبارزې يو علت د مارکسيزم ايډيولوژۍ شتون و چې د وخت په تېرېدو سره د داسې مشرانو له منځه تګ او د دوی تر منځ د کمونيزم پيکه کېدلو دوی کمزوري کړل. ښايي همدا به يې هم يو علت وي، مګر د بلوڅو وسله والو ډلو تر منځ چې يو څه ډېر ښکاره دي او د دوی قوت يې وېشلی هغه د بېلابېلو بلوڅو وسله والو ډلو شتون دی چې تر خپل منځ هم اختلافات لري او ان جګړې یې سره کړې دي. په ۲۰۱۵ کې د بلوڅ د ازادۍ پوځ ډلې د بلوڅ له متحد پوځ ډلې سره جګړه وکړه او دواړو اړخونو ته ګڼ کسان ووژل شول. له دې اختلافاتو سره – سره، د بلوڅو وسله وال نه دي توانېدلي چې د عامو بلوڅو تر منځ خپل ملاتړي زيات کړي بلکې د دوی په پرتله د بلوڅو سیاسي ګوندونو د ډېرو بلوڅانو ملاتړ را جذب کړی او له همدې لارې د خپلو داعيو او حقونو لپاره مبارزه کوي.

د ۲۰۲۲ کال په وروستيو کې په پاکستان کې د تاوتريخوالي پراخه څپه خپره شوه او د دې تاوتريخوالي رهبري کوونکي د پاکستاني طالبانو تحريک و. د پاکستاني پوځ پر وړاندې دا جنګېدونکې ډله هم خپلې لوړې – ژورې لري مګر وروستی قوت يې د پاکستاني حکومت لپاره حيرانوونکی او وارخطا کوونکی دی ځکه دې ډلې نه يوازې دا چې د پخوا په پرتله په زياته کچه بريدونه وکړل، بلکې د بريدونو ساحه يې هم يوازې د پاکستان تر خيبر پښتونخوا ايالت پورې محدوده نه وه. له دې سره – سره، د پاکستاني طالبانو تحريک يا TTP د نور ولي محسود په مشرۍ په خپلو پاليسيو کې ژور بدلون راوستلی دی او تر ټولو جدي هڅه يې داده چې د پاکستاني حکومت پر خلاف جنګېدونکې ډلې تر خپل چتر لاندې راټولې کړي او د ايکسپريس ټريبيون ورځپاڼې په وينا له ۲۰۲۰ راهيسې د بلوڅو د دوو ډلو په شمول د پاکستاني طالبانو له تحريک سره ۲۲ ډلې يو ځای شوې دي. ځينې شنونکي په دې باور دي چې د ټي ټي پي له لوري په خپرېدونکو ويډيويي او صوتي پیغامونو کې په لومړي ځل په پنجابي لهجه غږېدونکي هم تر سترګو کېږي چې وړاندې داسي کومه بېلګه نه ليدل کېده او دا ښايي د تحريک طالبان پاکستان د همدې پاليسۍ پايله وي چې توانېدلي د پاکستان تر زړه پنجاب او لاهور پورې خپل نفوذ پراخ کړي او له هماغو سيمو ځان ته افراد جذب کړي.

خو پاکستاني طالبان د پنجابي وګړو د جذبولو پر ځای د بلوڅو د جذبولو ډېره لېوالتيا لري او د پاکستاني طالبانو اوسني مشر نورولي محسود هم په خپل کتاب (انقلاب محسود) کې ليکلي دي چې پخوا له بلوڅو سره همکاري نه کول يوه لويه تېروتنه وه. ښايي د همدې تېروتنې د نه تکرار احساس وي چې پاکستاني طالبان اوس مهال په پراخه کچه د بلوڅو د جذبولو لپاره تبليغات کوي او په وروستيو کې يې ګڼ داسې ويډيويي تبليغاتي مواد خپاره کړي دي چې په بلوڅو سيمو کې د پاکستاني پوځ پر «ظلمونو» غږېږي او د پاکستاني طالبانو خوځښت د دې «ظلمونو» د انتقام اخيستلو ژمنې کوي. تر دې وړاندې پاکستاني طالبانو د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې اعلان کړی و، چې د بلوچستان په نوشکي ولسوالۍ کې د مزار بلوچ په مشرۍ ډله له نورولي محسود سره بيعت کړی دی او تر دې وړاندې د اسلم بلوچ په نوم يوې بلې ډلې د بلوچستان له مکران سیمې څخه هم له پاکستاني طالبانو سره يو ځای شوې وه. پاکستاني طالبانو لومړنۍ ياده شوې ډله د بلوڅو وسله والو تر منځ يوه قوي او بانفوذه ډله ياده کړې ده.

که څه هم د پاکستاني طالبانو له لوري هڅه کېږي چې وښيي د بلوڅو وسله والو تر منځ خپل ملګري او متحدين لري او په تبليغاتي لحاظ هم له هغوی سره خواخوږي او خپل ملاتړ ښيي مګر لا هم د دوی تر منځ د عملي همکارۍ کوم څرک او بېلګه نشته. له دې سره – سره د شنونکو په اند د پاکستاني طالبانو او بلوڅو تر منځ ملګرتيا له يو څو اړخونو سخته هم برېښي. لومړۍ خبره داده چې پاکستاني طالبان د ديني احساس پر اساس جنګېږي، خو د بلوڅو جګړه ټوله د ملتپالنې قوي احساس لري او داعيه يې د يوه خپلواک بلوچستان جوړول دي. د ديني افراطي ډلو لکه تحريک طالبان پاکستان له نظره د ملتپالنې داعيه غير اسلامي ده. همدا راز بلوڅ وسله وال په سيکولر ايډيولوژۍ سمبال دي او تر ډېره حده يې تر منځ کمونيستي افکار هم موندل کېږي، اوس پوښتنه داده چې پاکستاني طالبان چې د يوه شرعي حکومت د جوړولو داعيه مخته کوي، ايا وبه کولای شي چې له سيکولر بلوڅانو سره ګډ کار وکړي؟

سره له دې چې د بلوڅو وسله والو او پاکستاني طالبانو تر منځ د همکارۍ په اړه شکونه شته دي او د ځينو شنونکو لپاره پر دې باور کول سخت دي چې د دوو بېلو ايډيولوژيو لرونکي به عملا همکاري سره وکولای شي مګر د دوی پر وړاندې د پاکستاني حکومت په څېر د يوه قوي مخالف شتون چې د دوی دواړو مشترک دښمن دی، دوی تر خپل منځ حد اقل د يو څه وخت لپاره متحد کولای او ګډو همکاريو ته اړ ايستلای شي چې ښايي  د اوس مهال لپاره د پاکستاني طالبانو او بلوڅو دواړو لپاره موخه همدا وي. بله خبره داده چې که د بلوڅو د وسله والې مبارزې ماضي ته وکتل شي، نو د اوږد مهال لپاره يې دوام نه دی کړی بلکې وخت پر وخت غوڅې شوې دي او بيا د يوې پېښې په کېدلو سره بيرته پېل شوې دي. د دې لومړی لامل دادی چې بلوڅان نه پوره امکانات لري او نه پوره جنګيالي، د پاکستاني طالبانو په څېر د يوه ملاتړي موندل ښايي په دواړو اړخونو کې دوی پياوړي کړي او د اوس مهال لپاره پرې خپل مخالف ووهي. له همدې کبله ښايي په دغسې حالت کې د دوی تر منځ شته توپيرونه دوی ډېر بېل ونه ساتي او شونې ده چې د دغسې همکاريو پر مهال هيڅ مطرح نشي.

د پاکستاني طالبانو تحريک د پاکستاني دولت پر وړاندې د يوې قوي واحدې جبهې پر را منځته کولو بريالی ښکاري او تر اوسه يې ګڼې ډلې له ځان سره يو ځای کړې دي او د بلوڅو سيمو ته ورتګ د دې ډلې په تاريخ کې نوی باب دی. له دې سره – سره دې بدلونونو د پاکستاني دولت لپاره جګړه پېچلې کړې او د دې ډلو پر وړاندې په غبرګون ښودلو کې د يوې قوي ستراتېژۍ له تشې کړېږي. بل اړخ ته د دې ډلو وروستي پرمختګونه اندېښمنوونکي او د پاکستان په اوسني اقتصادي او سياسي کړکېچ کې ښې نښې نه دي او ښايي د همدې حالاتو درک وي چې پاکستان يو ځل بيا متحده ايالاتو ته له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د همکارۍ لاس ورغزولی دی او دواړو اړخونو په وروستيو کې په دې اړه غونډې کړې دي.  له دې هر څه سره – سره، يو څه چې روښانه دي هغه دادي چې پاکستان په تېر کې هم پاکستاني طالبان او بلوڅ وسله وال په پوځي زور نه دي ختم کړي، له سيمو به يې پر شا کړي وي خو هغوی له خپلو داعيو او اهدافو سره نن هم د پخوا په پرتله په قوي توګه موجود دي او اوس خو دواړو يو – بل ته لاسونه سره ورکړي، دا چې څه به پېښېږي؟ په دې اړه اټکل ګران کار دی، مګر دا روښانه شوې ده چې په پوځي زور د دې ډلو ختمول د پاکستان تر وس لوړه خبره ده.