د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ دویمه لوبه؛ پچه ایرلنډ وګټله

اطلاعات روز: د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د کاردان پوهنتون اتلولۍ جام د یو ورځنیو درې لوبو لوبلړۍ دویمه لوبه نن (یکشنبه، ۵ د مرغومې) کیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، د دې لوبې پچه د ایرلنډ لوبډلې ګټلې او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه کړې ده. دا د ۵۰ اورونو دویمه لوبه ده چې د متحده ایالاتو په ابوظبي ښار کې کیږي.

لومړۍ لوبه د افغانستان کرکټ لوبډلې په ۱۶ منډو ګټلې وه. د هغې لوبې په ګټلو سره په ورځنیو نړیوالو سیالیو کې افغانستان تر ایرلنډ یوه لوبه زیاته وګټله او ترې مخکې شو.

د کرکټ بورډ په وینا، د دې لوبې لپاره د افغانستان لوبډله کې اصغر افغان، رحمان الله ګربز، جاوېد احمدي، رحمت شاه، حشمت الله شاهیدي، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، نوین الحق او مجیب الرحمن شامل دي.