سږکال کندهار کې پر ۸۷ زره او ۶۲۰هکټاره ځمکه غنم کرل شوي

کندهار کې د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وايي، د نورو کلونو په پرتله سږکال په دې ولايت کې پر ۸۷ زره او ۶۲۰ هکټاره ځمکه غنم کرل شوي چې د اټکل له مخې به ۳۲۹ زره ټنه حاصل ورکړي.

د کندهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست لپاره د طالبانو د کرنيزو چارو امر شمس الرحمن موسی وایي، سږکال د دې ولايت د غنمو په کښت کې ۲۵ سلنه زياتوالی راغلی چې لامل يې د کوکنارو پر کښت بندیز دی.

نوموړی زياتوي، سږکال کندهار کې د کوکنارو د کښت کچه صفر ته راټيټه شوې او پر ځای یې زيات شمېر کروندګرو غنم کرلي دي.

دی وايي، د پسرلنیو ورښتونو سره به د للمي غنمو حاصل هم زيات شي چې د اټکل له مخې به د غنمو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راشي.

د موسی په وينا: «که بارانونه زيات وشي نو دا فيصدي به نوره هم زياته شي، تېرکال زموږ د شمېرو له مخې پر ۶۰ زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي وو چې ۲۵۰ زره ټنه حاصل يې ورکړ خو سږکال دغه شمېر ۸۷۶۲۰ هکټاره ته پورته شوی او د اټکل له مخې به ۳ لکه ۲۹ زره ټنه حاصل ورکړي.»

دی زياتوي، سږکال د سویلي حوزې په کچه زيات شمېر غنم کرل شوي چې له هغې ډلې د کندهار ولايت په ډنډ، ژېړۍ، پنجوايي، دامان، شاوليکوټ، ميوند، ارغنداب، ارغستان، نېښ، ښورابک، معروف او تخته‌پُل ولسواليو کې کروندګرو په زياته پيمانه غم کرلي دي.

په ورته وخت کې د ډنډ ولسوالۍ يوشمېر کروندګر بیا د وچکالۍ، طبيعي امراضو او زراعتي ادويه‌جاتو نشتون خبره کوي.

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ يو تن د غنمو کروندګر توريالي اطلاعات روز ته وویل، چې سږکال د وچکالۍ او د امراضو له وجې د دوی په کښتونو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د غنمو دغه کروندګر وايي، له تېرو درېو کلونو راهيسې په دې ولسوالۍ کې وچکالۍ بزګران ځپلي او د نورو کلو په پرتله تر ځمکې لاندې د اوبو کچه هم له ۱۵ څخه ۳۰مترو پورې ټېټه شوې ده.

هغه د کندهار له کرنې او اوبو لګولو رياست څخه د غنمو او نورو حاصلاتو له‌پاره د زراعتي ادوايه‌جاتو او نورو وسيلو غوښتنه کوي ترڅو خپلې ستونزې پرې حل کړي.

د دې کروندګر په خبره:«تېر کلونه به مو پر يوه جريب باندې له ۳۰۰ څخه تر ۳۵۰منه د غنمو حاصل راټولوه خو سږکال د وچکالۍ او مرضونو له کبله پر يوه جريب ۳۰ يا ۴۰منه حاصل راکوي، نو يو من غنم موږ بازار ته په ښه بازارونو کې په ۱۷۰ افغانۍ ورکوو، نو غوښتنه مو دغه ده چې مرستې راسره وشي.»

کندهار کې یو شمیر کروندګر خپل کښتونه پر لمریزې بریښنا او جنراتورونو خړوبوي.

همدارنګه د پنجوايي ولسوالۍ يو تن کروندګر محمدالله وايي، سږکال د وچکالۍ او ګرانۍ له کبله د خپلو غنمو حاصلاتو ته خوښ نه دي.

نوموړی د خپلو غنمو د اوبه کولو لپاره د سولر برېښنا او جنراټور څخه کار اخلي او په وينا يې اوبه د تيلو په بيه ورته پریوزي.

محمدالله له واکمن سرپرست حکومت او نړيوالو موسېساتو غوښتنه کوي ترڅو د کوکنارو د کښت په بدیل کې ورته د اوبو بندونه جوړ کړي او د کرنيزو محصولاتو د ښه حاصل له‌پاره په هيواد کې دننه کروندګرو ته زراعتي تخمونه او کیمياوي سرې ورکړي.

د نوموړي له قوله: «موږ زراعتي دواګانو ته اړتيا لرو، بايد زموږ سره مرسته وشي، ترټولو غټ مشکل مو د وچکالۍ دی، تر ځمکې لاندې اوبه ښکته شوي چې پخوا مو پر ۵متره اوبه رايستلې اوس يې پر ۲۵ يا ۳۵متره راباسو، د بزګرانو په نوم چې دا مرسته راځې موږ ولاکه پرې خبر لا يو چې چا مرسته کړې او چا مرسته اخيستې.»

دغه راز د ډنډ ولسوالۍ يو شمېر کروندګرو بیا شکایت کوي چې د دوی په سر راغلې مرستې د زورواکو او نورو کسان له لوري ورڅخه خوړل کيږي.

د ډنډ ولسوالۍ يوه کروندګر حاجي محمد ولي وويل، پر څلور جريبه کرنيزه ځمکه يې غنم کرلي خو د ګټې او تاوان څخه يې ناخبره دی.

هغه چې د اقتصادي ستونزو په تنګ راغلی وايي، که چېرې ورسره واکمن حکومت او بهرنۍ موسېسې مرستې وکړي نو له خپلو کرنيزو ځمکو به ښه حاصل ترلاسه کړي او د راتلونکي کال لپاره به خپلې ستونزې په خپله هوارې کړي.

حاجي محمد ولي بزګرانو ته د بهرنيو موسېساتو پر راغلو مرستو نيوکه کوي او زیاتوي، د دوی په نوم راغلي مرستې له کلونو راهيسې د زورواکو او چارواکو لخوا ورڅخه اخيستل کېږي او په دې برخه کې شته موسېسې پرې سترګې پټوي.

هغه وویل:«ټولې مرستې قومندانو واخیستې زمينداره هغه دغسې خالي لاس پاتې شول، ما خپله نوم لیکنه وکړه ولاکه مي هيڅ هم ليدلي وي، زما نوم لا ورک شو، ورغلم هلته ورته ودرېدم ما ويل زما نوم نوشته کړه دوی ويل يا تاته مرسته نه درکوو.»

یو تن کندهاری کروندګر چې خپله ځمکه د کښت لپاره چمتو کوي.

دی زياتوي، که يې د سرپرست حکومت له لوري لاسنيوی وشي نو پرخپلو کرنيزو ځمکو به د تل لپاره د کوکنارو پرځای غنم، سبزیجات، ګازرې، هندوانې او خټکي وکري.

د معلوماتو له مخې اوس مهال کندهار کې د يو من وطني غنمو بيه نږدې ۲۰۰ افغانيو ته رسېږي خو ډېر کله د غنمو د حاصلاتو راټولولو موسم کې د يو من وطني غنمو بيې شاوخوا ۱۰۰افغانيو ته راټيټې شي چې کروندګر يې د تاوان پړه پر ناسم کنټرول اچوي.

د يادونې وړ ده چې سږکال کندهار کې زياتو کروندګرو د کوکنارو پرځای غنم، ګازرې او سبزيجات کرلي خو په ورته وخت کې بزګران د امکاناتو نشتون له کبله د حاصلاتو له کمېدو او وچکالۍ څخه په تنګ راغلي دي.