د روژې له پېل سره پکتیا او پکتیکا کې د خوراکي توکو بیې بې‌سارې لوړې شوي

هر کال د روژې مبارکې میاشتې په را رسېدو په هیواد کې د خوراکي توکو بیې لوړیږي، چې خلک یې د کمزوري اقتصاد له امله د رانیولو توان نه لري، که څه هم د دغو توکو د کنټرول لپاره د اړونده ولایتونو د ښاروالیو له خوا نرخنامې وړاندې کیږي، خو عملي کېدل یې خورا ستونزمن او هټۍ وال یې بابیزه ګڼي.

د نورو ولایتونو سربېره په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې سږ کال هم د روژې له پېل سره هم مهاله د دې ولایتونو په ښارونو کې د خوراکي توکو په بېو کې لوړوالی راغلی او هټۍ والو احتکار ته مخ کړې چې خلک یې د طالبانو د ښاروالیو ریاستونو له مسوولینو د کنټرول غوښتنه کوي.

 د مرکز ګردېز اوسېدونکي وايي، چې څو ورځې وړاندې په ښار کې د اوړو، غوړویو، بورې او نور توکي چې په کومه بیه پلورل کېدل اوس پکې شل سلنه لوړوالی راغلی دی.

د ګردېز ښار یو اوسېدونکي خان زمان اطلاعات روز ته وویل، چې دا مهال خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او لوړو بیو ته په کتو د ډیری لومړنیو خوراکي توکو د رانیولو توان نه لري.

هغه په دې برخه کې د ښاروالۍ ریاست له مسوولینو غوښتنه وکړه، چه ښار کې د خوراکي توکو د بیو کنټرول لپاره لاس په کار شي او هغه هټۍ وال چې په دې ورځو کې احتکار کوي او توکي په لوړه بیه پلوري قانوني چلند دې ورسره وشي.

نوموړي وویل: «دلته ګردېز کې د روژې له پیلېدو سره سم دوکاندارانو دومره ظلم شروع کړی چې دا کار له هیڅ مسلمان سره نه ښايي، نور توکي خو پرېږده د سبزي کیلو به پخوا په ۳۰ افغانۍ پلورل کېده روژه کې مې بیه کړه ۵۰ افغانۍ وه او دغسې اوړه، غوړي، چای او نور توکي خو بیخي زیات لوړ شوي، نو ښاروالۍ دې د دې ظالمانو مخه ونیسي او نرخ نامې دې په لاس ورکړي.»

خلک وایي، د اقتصادي ستونزو له امله په لوړه بیه د خوراکي توکو د رانیولو توان نه لري.

د ګردېز ښاروالۍ لپاره د طالبانو ښاروال شریف الله الهام اطلاعات روز سره په خبرو کې د نرخونو کنټرول لپاره د عملي اقدام ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د دې لپاره یې په ښار کې هټۍ والو ته د توکو نرخونه په لاس ورکړي.

هغه زیاته کړه، چې له ټاکل شوي نرخ پورته که توکي په لوړه بیه وپلورل شول د ښاروال له خوا ټاکل شوی کمیسیون به ورسره قانوني چلند وکړي.

الهام وویل: «مونږ د نرخونو د کنټرول لپاره نرخ نامه بازار ته وړاندې کړي او د دې لپاره مو کمیسیون هم ټاکلی دی او د دغو د کنټرول لپاره عملا لګیا یو، تر څو خلکو ته په مناسبو قیمتونو توکي برابر شي.»

د ګردیز ښاروالۍ وایي، د توکو د نرخونو د کنټرول لپاره یې یو کمیسیون ټاکلی او د هغه چا سره به قانوني چلند وکړي چې توکي په لوړه بیه پلوري.

پکتیا ته ورڅېرمه په پکتیکا کې هم د روژې په راتګ او د توکو د بیو په لوړېدو د خلکو نیوکې او شکایتونه زیات شوي، د دغه ولایت اوسېدونکي هم اقتصادي مشکلاتو ته په کتو د هټۍ والو بې انصافي د زغم وړ نه بولي او له مسوولو ادارو یې د کنټرول غوښتنه کوي.

د ښرنې ښار یو اوسېدونکي دور بابا اطلاعات روز ته وويل، چې په ښار کې ډیری دوکاندارانو د خپلې ګټې لپاره زخېره شوي توکي د روژې په میاشت کې را باسي او له پخوا یې دوه برابره لوړ په خلکو پلوري.

هغه زیاته کړه چې د دې ظلم د مخنیوي لپاره د ښرنې ښاروالۍ ریاست تر اوسه عملي اقدام نه دی کړی او غوښتنه کوي چې د نرخونو د کنټرول لپاره دې هڅې وشي.

نوموړی داسې وايي: «دلته ډېر دوکانداران وايي، چې زمونږ د ګتې میاشت روژه ده او په دې کې ډېرې ښیې پیسې ګټلی شو، نو اوس چې روژه راغله د ښرنې دوکاندران هم لاس په کار شوي او پخواني مواد له ګودامونو راباسي او اوس یې د پخوا په پرتله په دوه برابره لوړه بیه پلوري، ولې بدبختانه چې د دې د مخنیوي لپاره د حکومت له خوا عملي څه نه وینو.»

په ورته مهال د دغه ولایت د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي نوربت خان بیا وايي، چې د مرکز ښرنې او ارګون ترمنځ هم په بیو کې خورا تفاوت شته، نوموړی زیاتوي چې د ارګون دوکاندارن له ښرنې راوړنکي توکي دلته په خلکو له هغې بیې دوه چنده لوړ خرڅوي چې خلک یې په ښرنې بازار کې په کومه بیه اخلي.

خان زیاته کړه چې د نرخونو د کنټرول لپاره هر کال د ښاروالۍ له لوري نرخ نامې ورکول کیږي، خو عملي کېدو ته یې هیڅ دوکاندار پام نه کوي.

هغه وویل: «دلته د اورګون کیسه بیا داسې ده، چې مثلا ته په مرکز ښرنه کې غوړي یوه بوشکه په ۱۲۰۰ افغانۍ اخلې، نو دلته به یې په ارګون کې ۱۵۰۰ افغانۍ اخلې یعنې د ښرنې او ارګون ترمنځ ۳۰۰ افغانۍ فرق رامنځته کیږي، نرخ نامې ګټه نه کوي ځکه هر کال یې چې زه وینم اعلانونه ورته کیږي خو دوکانداران پرې هیڅ عمل نه کوي.»

د پکتیکا اوسیدونکي وایي، دغلته هم په ښار او هم په ولسوالیو کې د خوراکي توکو بیې بېسارې لوړې شوې دي.

د ښرنې ښاروالۍ هم د روژې په موخه د نرخونو کنټرول لپاره هټۍ والو ته د نرخ نامو د ویشلو خبر ورکوي.

د ښرنې لپاره طالب ښاروال ناصر حلال اطلاعات روز ته وویل، چې د خوراکي توکو، قصابانو، خیاطانو او نورو برخو لپاره یې نرخ نامې وېشلي او په خبره یې چې د دې د کنټرول په موخه د ولایتي ادارې د پرېکړې پر اساس به د استخباراتو ریاست په ګډون د شپږو ریاستونو څخه ټاکل شوی کمیسیون له دوی سره همکاري کوي.

حلال زیاته کړه: «مونږ وروستۍ نرخ نامه د خیاطانو لپاره وړاندې کړه، چې په دې سره په ښار کې د خوراکي توکو او قصابانو لپاره مو هم درې ورځې وړاندې نرخ نامې وېشلې وې، نو د دې د تعقیب او عملي کېدو لپاره د ولایتي ادارې د پرېکړې پر اساس د شپږو ریاستونو یو کمیسیون ټاکل شوی چې هغه به له مونږ سره د دې د عملي کېدو برخه کې همکاري کوي.»

د سویل ختیځ زون په اکثره ولایتونو کې د ازاد بازار شتون بله هغه موضوع ده، چې د توکو د نرخونو کنټرول برخه کې یې ستونزې جوړې کړې دي، خو هټۍ وال بیا وايي چې د توکو بیې دوی نه لوړوي بلکې هغه مالونه چې دوی یې له ګاونډیو هیوادونو او یا هم پلازمینې کابل څخه اخلي، دوی ته په لوړه بیه تمامیږي.

د یادونې وړ ده، چې د سویل ختیځ زون په خوست ولایت کې هم د طالبانو د ښاروالۍ له خوا دوکاندارانو ته نرخنامې وېشل شوي او د ۳۶ اړینو خوراکي موادو لپاره په ټاکل شویو نرخونو یې ټینګار کړی دی.