افغانستان د کډوالۍ له تر ټولو اوږده رکود سره مخ دی او د دې هيواد وګړي په نړۍ کې تر ټولو ډېر مهاجر او پناه غوښتونکي خلک دي. ناامني، تاوتريخوالی، له ځورونې او ازارولو څخه وېره، د بشري حقونو نقض، زياتېدونکی فقر او بېکاري په افغانستان کې د کډوالۍ اصلي عوامل ګڼل کېږي. د طالبانو په لاس د دې هيواد سقوط، د ښځو او قومي او مذهبي لږکيو پر خلاف د دې ډلې اقدامات، د طالبانو له لوري غچ اخيستنه او د دې ډلې په وسيله د بنسټونو پاشل کېدلو او په ټپه ولاړ حالت له افغانستانه د کډوالۍ څپه په بې مخينې توګه زياته کړې ده.
د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر (اوچا) له اعلاميې سره سم، دا هيواد اوس مهال له تر ټولو لوی او تر ټولو سخت انساني کړکېچ سره مخ دی او د افغانستان دوه پر درېيمه (۲۸.۳ ميليونه وګړي) په داخل او شاوخوا ۵.۲ ميليونه کډوالو په ګاونډيو هيوادونو کې بشري مرستو ته اړتيا لري. له هيواده د مغزونو بې مخينې تېښتې دا ننګونه نوره هم جدي کړې ده. ملګرو ملتونو ويلي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهيسې یوازې ۱.۶ ميليونه وګړي له افغانستانه ګاونډيو هيوادونو ته کډوال شوي دي.
له بله اړخه، د افغانستان کډوال ټاکل شويو هيوادونو ته د تلو لپاره له خطره ډک سفرونه کوي. په وروستۍ پېښه کې ۱۱ نفره چې درې ماشومان هم پکې و، په سيستان او بلوچستان کې د ايراني پوله ساتو له خوا ووژل شول. د تېري کب مياشتې پر اوومه نېټه د کډوالو يوه کښتۍ چې د افغانستان وګړي هم پکې و، د ايټاليا په سويل کې «کروتونه» ښار ته نږدې ماته شوه چې ډېری سپاره يې مړه او يا هم ورک شول. دا پېښه د مديترانې په اوبو کې د کروتونه ساحل ته نږدې را منځته شوه. تر اوسه ۸۸ مړي چې ۳۳ يې ماشومان دي له اوبو راايستل شوي دي. له قربانيانو څخه ۶۰ نفره يې د افغانستان وګړي بلل شوي دي. تر اوسه هم د ډوب شويو د جسدونو موندنې لپاره عمليات روان دي. د دې کښتۍ سپاره د ايران، پاکستان، تونس، سوماليا، سوريې او فلسطين وګړي وو.
د ناهيلۍ په سمندر کې لټون
«سلام. ښه يې؟ کور کې خيرت دی؟ … موږ په خير سره ايټاليا ته ورسېدو. لا هم له کښتۍ نه يو ښکته شوي. وایفای مې له يوه بل چا را اخيستی دی. مطلب اندېښنه مه کوئ.»
دا په لوګر کې د پخواني حکومت د استيناف په محکمه کې د تر ټولو ځوان څارنوال عبدالله قريشي پيغام و چې خپل مشر ورور عزيز الله قريشي ته يې لېږلی و. عزيز الله چې څرنګه دا پيغام تر لاسه کړ، نو د دې پخواني څارنوال د ښځې کلثوم او د هغه د لوڼو رقيې او زهرا پوښتنه يې وکړه چې د کډوالو لپاره د تر ټولو مرګونې لارې مديترانې سمندر د ناکام سفر په وروستيو شيبو کې و.
عبدالله عزيز الله ته په واټساپ کې ځواب ورکړ: «په خير اوسې. [ښه دي] … موږ په ساحل کې ښکته کوي. [قاچاقبرانو] تر اوسه پوليسو ته نه يو تسليم کړي. تُرک (د کښتۍ مشر او د ترکيې وګړی) وېرېږي … ټولو ته ډاډ ورکړه. انټرنيټ چې مې پيدا کړ، بيا خبرې کوو.» دا پيغامونه د کابل په وخت سهار ۷:۱۶ بجې تبادله شول. عزيز الله سمدستي په دويم پوړ کې د خپلې خوب له کوټې لاندې مور او پلار ته ورغی او دا زېری يې ورکړ. په همدې وخت کې يې ورور ته پيغام پرېښود: «ښه شو چې په خير ورسيدې. مبارک، مبارک» مور او پلار يې غوښتنه وکړه چې د عبدالله پیغام دې بيا ورته واوروي. درې يا څلور ځله يې واورېد. دوی ټول هيجاني و. ټول د عبدالله زنګ ته منتظر و چې انټرنيټ ته لاسرسی پيدا کړي او له هغه سره يې د سفر په اړه خبرې وکړي.
يو څه وخت وروسته، عزيز الله پر ټلويزیون خبرونه کتل چې وياند کروتونه ښار ته نږدې د سپرليو د يوې کښتۍ د ماتېدو خبر ورکړ. په خبر کې وويل شول چې په دې کښتۍ کې د افغانستان کډوال هم و. دې خبر ولړزاوه. صبر يې ونشو، ټلويزیون يې بند کړ او دباندې ووت.
له عبدالله سره د عزيز الله د اړيکو نيولو يوازينی کانال واټساپ و. د ده واټساپ افلاين ښودل کېده. د عزیز الله ناکراري زياته شوه او په څو دقيقو کې يې لسګونه پيغامونه ور ولېږل او بيا يې نو زنګ وهل شروع کړل. خو عبدالله ته نه هم زنګ او نه هم پيغام رسېد او يوازې يوه خړه نښه ورسره راتله. د عزيز الله صبر ونشو او په جرمني کې يې د عبدالله د ميرمنې ورور ته پيغام پرېښود. د کلثوم ورور ومنله چې په کومه کښتۍ کې عبدالله، کلثوم او اولادونه يې سپاره و، په ساحل کې ماته شوې ده. ده دا پيغام ايټاليا ته پر لاره له خپل موټر څخه عزيزالله ته ولېږه.
تر ۲۲ ساعتونو يې زيات وخت ونيوه چې ځان کروتونه ښار ته ورسوي. لومړی هغه ځای ته ولاړ چيرته چې د قربانيانو مړي ساتل کېدل. هلته چې پوليسو کوم تصويرونه ورته وښودل نو کلثوم، زهرا او رقيه يې وپېژندل. پوليسو د دې افرادو نور مشخصات هم له ده وغوښتل: «کلثوم ۲۷ کلنه، زهرا پنځه کلنه او رقيه درې نيم کلنه ده. عبدالله چې ۲۷ کلن او د کلثوم مېړه او د زهرا او رقيې پلار دی، نادرکه دی.» د عبدالله عکس يې پوليسو ته ورکړ، تر څو په نورو اقداماتو کې له پوليسو سره مرسته وکړي. د ده د سفر د ملګرو يو يو انځور يې په کمپ او روغتونو کې وليد، خو د خپلې خور مېړه يې ونه پېژاند. د ده د کومې نښې موندلو لپاره د پېښې ځای ته ولاړ، هلته يې هم له څو جوړه پايزار، د جامو له ټوټو او د ماتې شوې کښتۍ له لرګينو او اوسپنيزو ټوټو پرته څه ونه ليدل.
د دې کورنۍ په شمول، شاوخوا ۲۰۰ نور نفر هم په دې کښتۍ کې سپاره و او غوښتل يې له يوه ډېر مرګوني مسير څخه اروپا ته ننوځي. د دوی زياتره وګړي د افغانستان و. وحيد او ۱۴ کلن زوی يې له هغو افرادو څخه دي چې په سخت حالت کې ژغورل شوي. دوی دواړو د کښتۍ د ماتېدو له وجې عصبي شاک ليدلی او ژوبل شوي دي. وحيد چې کله پر هوښ راغی، په جرمني کې د خپلې ښځې له خورېيي سهراب سره يې اړيکه ونيوه او ورته ويې ويل چې ښځه مونيکا او اولادونه يې مروه، هديه او طيب ورک دي او د مرستې لپاره دې ايټاليا ته ورشي. سهراب ايټاليا ته روان شو او تر ۲۵ ساعته سفر وروسته کروتونه ته ورسېد.
سهراب وحيد او د هغه زوی په ژوبل حالت کې په روغتون کې وليدل. د وحيد زوی د عصبي شاک له وجې خبرې نشوای کولای. په خپله وحيد هم سهراب ته يوازې دا ويلای شوای چې خاله يې او د هغې اولادونه دې پيدا کړي. وحيد سمدستي هغه ځای ته ولاړ چې د قربانيانو مړي پکې ساتل شوي و. کله چې يې د هغوی انځورونه ورته وښودل، پوليسو ومنله چې د مونيکا، مروه او هديې مړي د قربانيانو په مړو کې شته دي. پوليسو پنځه کلن طيب د ورکو په نوملړ کې ثبت کړ. وحيد د روغتون په بستره کې له سهرابه واورېد چې مېرمن او دوې لوڼې يې مړې شوې دي. د دې اورېدلو ته چمتو نه و، پر خپل بستر همداسې ګونګ پاتې شو. غاړه يې له ژړا ډکه وه، هيڅ يې نشوای ويلای. د غاړې رګونه يې راوتلي و، د تنې رنګ يې الوتی و او پر بدن يې خولې را ماتې وې. يو څه وخت وروسته يې له سهرابه وغوښتل چې د طيب پلټنه وکړي.
سهراب د پېښې ځای ته ولاړ تر څو د پنځه کلن طيب نښې ومومي. د ده په څېر د قربانيانو ډېری خپلوان په ساحل کې د ورکو شويو د ډېرو وړو نښو په لټه و. شاوخوا دوه ساعته يې پلټنه وکړه خو هيڅ هم لاس ته ورنغلل. د قربانيانو د ټولو خپلوانو همدا حال و، نه په مديترانه کې ورته څه ښکارېدل او نه هم پر ساحل د طيب کومه نښه وه. د اکثريت خپلوانو باور دا و چې ورک شوي لا هم په سمندر کې دي او د سمندر له لوري د هغوی د جسدونو تر ترلاسه کولو پورې بايد منتظر شي. ډېری مړي چې په وروستيو ورځو کې له اوبو راايستل شوي دي، په اسانۍ سره نه پېژندل کېږي.
د طالبانو له وېرې د مديترانې تر سمندره
عبدالله قريشي په پخواني نظام کې د لوګر په استيناف محکمه کې د درېيم بست څارنوال و؛ دا د کابل په سویل کې يو ناامن ولايت و چې د تېرو شلو کلونو پر مهال يې هم ځينې سيمې د طالبانو له واکه ونه وتلې. همدا راز دا ولايت پر عدلي او قضايي کارکوونکو د ډېرو زياتو بريدونو شاهد و. د افغانستان پخواني دولت، طالبان د دې بريد عاملين ګڼل. د ۱۳۹۵ لمريز کال په غبرګولي مياشت کې طالبانو په رسمي توګه د لوګر پر استيناف محکمه د مرګوني بريد پړه ومنله، په دې بريد کې اووه نفر ووژل شول او ۲۳ نور ژوبل شول. د وژل شويو په منځ کې اکرام نجات هم و، چې يوازې يو څو ورځې وړاندې د لوګر د محکمې رييس ټاکل شوی و.
عبدالله قريشي د ۱۳۹۹کال پر مهال په دې محکمه کې څارنوال شو. ده د طالبانو په لاس د لوګر او بيا د کابل د سقوط تر وختونو تر يوه کال زيات زيات وخت د لوګر په استيناف محکمه کې کار وکړ. په دې موده کې طالبانو دی او همکاران يې څو ځله په بريد وګواښل. يو ځل د دې ولايت د محمد آغې ولسوالۍ په «واغ جان» تنګي کې هغه مهال له خپلو دریو نورو همکارانو سره يو ځای له وسله وال بريد سره مخ شو چې له کابله د لوګر مرکز پل عالم ته روان و. د طالبانو پر موټرسايکل سپرو وسله والو د دوی پر موټر تر ډزو وروسته له سيمې تېښته وکړه. په دې ډزو کې چاته زيان ونه رسېد؛ خو هغه وخت د افغانستان لويي څارنوالۍ اعلان وکړ چې داسې بريدونه د قضايي بنسټونو د عدالت په تأمين او د قانون په حاکميت کې خنډ نشي پيدا کولای.
تر دې بريد وروسته د عبدالله پلار او وروڼو له ده وغوښتل چې خپل کار پرېږدي. دی څو ورځې کار ته نه ولاړ، مګر يو څه وخت وروسته چې د دې بريد رواني اغېز کم شو، بيرته خپل کار ته وګرځېد.
د ۱۴۰۰ لمريز کال د زمري ۲۱مه د پنج شنبې ورځ په لوګر کې د دې محکمې وروستۍ کاري ورځ وه. د غرمې شاوخوا وخت و چې د دوی د دفترونو ملکي کارکوونکو يو په بل پسې دفترونه پرېښودل. اوازه خپره شوې وه چې طالبان پر ښار د بريد اراده لري. عبدالله خپل دفتر پرېښود او خپل ځان يې کابل ته ورساوه. د هغې ورځې په سبا اعلان وشو چې پل عالم د ولايتونو د چټک سقوط په لړ کې د طالبانو لاس ته لوېدلی دی. دوې ورځې وروسته طالبان د پخواني جمهور رييس اشرف غني تر تېښتې وروسته کابل ته دننه شول. عبدالله د محکمې له ځينو څارنوالانو او قاضيانو سره په ګډه پرېکړه وکړه د طالبانو لاس ته تر ورتلو وړاندې وطن پرېږدي. هماغه شپه له خپلې ښځې او اولادونو سره د هرات لور ته روان شو. له هراته قاچاقي ايران ته واووښت. دې سفر يوه اونۍ وخت واخيست. غونډۍ او غرونه يې پیاده ووهل او پر دښتو د قاچاقبرانو په موټرو کې تېر شول؛ هغه هم په داسې حال کې چې په يوه موټر کې به تر ۲۰ زيات کسان ناست و. دی لا هم په ايران کې و چې ورور يې د ده د فعاليت له وجې طالبانو ونيوه. طالبانو دی يوه اونۍ شکنجه کړ چې عبدالله ورته په لاس ورکړي. د عبدالله ورور وايي: «اوس مې هم [پر بدن] د شکنجې اثار پاتې دي. بدن مې ژوبل شوی دی. کله چې پوه شول چې عبدالله په ايران کې دی، زه يې پرېښودلم.»
عبدالله او کورنۍ يې په ايران کې يوه مياشت غير قانوني ژوند وکړ او تر دې وروسته په قاچاقي توګه ايران ته رهي شول. د يوې نيمې مياشتې په موده کې له ايرانه استانبول ته ورسېدل. عبدالله تر يوه کال زياته موده په ترکيه کې پاتې شو. په دې وخت کې يې شاقه کارونه کول. ورور يې ويل: «کله به يې ساختماني او د کاشي خښتو کارونه کول. کله به يې هم موټر بارول. د سختيو په اړه چې به مې پوښتنه ځینې کوله، نو ژړل به يې.»
په خپلو ځينو وروستيو خبرو کې يې ورور ورته ويلي و، چې تر دې زيات وخت په ترکيه کې نشي پاتېدلای او اړ دی چې له خپلې ښځې او اولادونو سره دويم ځل مديترانې ته ولاړ شي. ورور يې ورسره مخالفت کړی و، خو د ده ټينګار دا و چې ولاړ شي. ورور يې ويل: «په اخر کې مې ورته وويل چې د لارې وضعيت ګوره او بيا ولاړ شه او د تېرو شپږو مياشتو په څېر بيا راونه ګرځول شې.» ده له يوه پاکستاني قاچاقبر سره موافقه وکړه، دی د انساني قاچاقبرو تر منځ ډېر مشهور و. ده زياته کړه: «هر نفر ورسره تر ايټاليا پورې د اتو زرو ډالرو موافقه وکړه. درې زره او ۷۰۰ ډالر يې وړاندې ورکړل.»
د دوی د سپرلۍ کښتۍ تر پنځه ورځني سفر وروسته د ايټاليا ساحل ته ورسېده، خو د سمندر څپو ماته کړه او ويې نشوای کولای چې پر ساحل تم شي. د دې کښتۍ يوه برخه لا هم له سمندره نه ده ايستل شوې. د ده د ميرمنې او دوو لوڼو تابوتونه ايښودل شوي دي او افغانستان ته به انتقالېږي؛ مګر په خپله دا پخوانی څارنوال پر دې مرګونې لار تري تم دی.
د ارمانونو لپاره مرګ؛ دويمه کورنۍ چې هيڅ غړی يې ژوندی نه دی پاتې شوی
محمد فهيم اووه کاله وړاندې او له کورنۍ لېرې په ايران کې کارګري کوله. هر څومره مزدوري چې به يې کوله، کابل ته به يې لېږله تر څو د خپلې ميرمنې او اولادونو لګښت برابر کړي. ميرمنې يې پرينا او زوی يې بنيامين د محمد فهيم په لېریوالي کې سرپناه، پوښاک او خوراک درلودل. د ده په نشتون کې د پرينا عمر هم زياتېده او بنيامين هم غټېده. لېريوالی د هيڅ يوه لپاره د منلو وړ نه و. محمد فهيم پرېکړه وکړه چې د ښه ژوند او امن لپاره اروپا ته ولاړ شي او تر منل کېدو وروسته د ښځې او اولاد د راوستلو هڅه وکړي. په ايران کې تر دوه کاله کارګرۍ وروسته له قاچاقي لارې ترکيې ته ولاړ. له ترکيې د وتلو او اروپا ته د رسېدلو هڅې يې څو ځله ناکامې شوې.
په افغانستان کې د اقتصادي او امنيتي وضعيت تر خرابېدو وروسته، دوی يوه بله سخته پرېکړه وکړه، دا چې ميرمن او زوی يې په قاچاقي توګه ترکيې ته ورشي. پرينا او بنيامين تر مياشتو سختو لارو وهلو وروسته په قاچاقي توګه له ايرانه ترکيې ته ولاړل او له محمد فهيم سره يو ځای شول. محمد فهيم په ترکيه کې د ودانۍ جوړونې په يوه شرکت کې کار کاوه. پنځه کاله چې دوی په ترکيه کې و، د بالکان هيوادونو له لارې اروپا ته د رسيدنې ۱۲ ځله هڅې يې ناکامې شوې وې. يو ځل خو د ترکيې پوليسو ونيول او بيرته يې پرېښودل. په ترکيه کې آرمين او صدف هم وزېږېدل.
دا پنځه کسيزه کورنۍ محمد فهيم ۳۸ کلن، پرينا ۳۰ کلنه، بنيامين اته کلن، آرمين څلور کلنه او صدف دوه کلنه د کب مياشتې په لومړۍ اونۍ کې د ترکيې له «ازمير» څخه په کښتۍ کې سپاره شول، تر څو په اروپا کې يوه ښه ژوند ته ځان ورسوي. محمد فهيم په دې سفر يوازې په کابل کې خپله بوډۍ مور خبره کړه او له هغې يې «د خير دعا» واخيسته. پرينا هم له خپلې مور سره همدا کار وکړ. په خپل وروستي سفر کې يې کښتۍ ماته شوه او وړاندې تر دې چې دا ارمان يې پوره شي، د اروپا په اوبو کې يې ساوې ورکړې او بې روحه تنې يې اروپا ته ورسېدې.
يوه بله اته کسيزه کورنۍ چې پر هرات د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ايران او بيا ترکيې ته ولاړل، يوازې درې ماشومان چې عمرونه يې تر ۱۴ کلونو کم دي، د کروتونه د کښتۍ ماتېدو په پېښه کې ژوندې پاتې شول. دې ماشومانو يو او بل په روغتون کې سره پيدا کړل او وروسته يې وکولای شول چې د خپلې مور مړی هلته پيدا کړي چيرته چې د قربانيانو مړي ساتل کېږي. خو پلار، دوې خويندې او يو ورور يې لا هم نه دي پيدا شوي. له دې کورنۍ سره يې ۱۳ نور خپلوان هم په کښتۍ کې و چې يوازې دوه تنه يې ژغورل شوي دي.
هغه مور چې له دریو ماشومانو يې يوازې يو ړوند ماشوم ژغورلی دی
عمر يې شاوخوا ۴۵ کاله و. په روغتون کې د بې پولې ډاکټرانو د رواني ډاکټرانو تر درملنې لاندې وه. د بې پولې خبريالانو فارسي ژبې ژباړونکې نظيفې اميري د دې ښځې د وضعيت په اړه اطلاعات روز ورځپاڼې ته داسې وويل، چې «هيڅوک يې ځان ته نږدې نه پرېښوده. نارې يې وهلې چې اور يې اخیستی دی. غوږونه به يې ټينګ کړل او چيغې به يې وهلې.» د بې پولې ډاکټرانو دا ژباړنه چې د دې سازمان د اصولو له مخې د هغې د هويت افشا کولو اجازه نه لري، وايي: «دا (ژغورل شوې ښځه) په بد رواني حالت کې وه، حتا دې ته نه وه تياره چې د خپلې کورنۍ غړو ته ټیليفون وکړي.»
د کښتۍ تر ماتېدو څو شيبې وروسته دې ښځې خپل ځان او درې ماشومان يې په بېلابېلو ځايونو کې وليدل، د دې تر ټولو مشر زوی ړوند دی. دوه نور اولادونه يې نجونې دي، يوه يې شپږ کلنه وه او بله درې کلنه. دریو سرو يې خپلې مور ته چيغې وهلې او د هغو نارې به دې په روغتون کې په ويرجنه توګه تکرارولې. داسې: «مورې چيرته يې؟ کمک! خلکو مور!» مور يې د سمندر د غوسه ناکو څپو په منځ کې نشوای کولای چې پرېکړه وکړي چې اول کوم يو وژغوري.
دا د څپو په منځ کې ګير وه چې خپله کوچنۍ لور يې وليدله چې د څپې په منځ کې لاندې روانه ده. تر څو چې يې د بلې لور نوم اخيست، هغه يې هم وليدله چې د اوبو پر مخ ده او څپه يې نوره هم لېرې کوي. له دې مور ډبره جوړه شوې وه او حتا د سمندر په ځپونکو څپو کې هم ونه لړزېده؛ سترګې يې يوازې د دوو هغو لوڼو لور ته وې چې څپو تېري کړې وې. د ړانده زوی نارې يې وې چې دا په هوښ راغله: «مورې! نه وينم. چيرته يې. له ما سره مرسته وکړه! ساه مې بندېږي.» دا ولاړه، خپل ړوند زوی يې تکيه کړ او د ساحل وچې ته يې راووړ. په وچه کې يې د بې روحه او بې هوښه تنو په منځ کې يوازې نشوای پرېښودلای.
پر ساحل يې زوی په بغل کې نيولی و، خو زړه يې په سمندر کې و. لوڼې يې د اوبو پر مخ وې. د سپيده چاود پر مهال يې ونشوای کولای چې د خپلو لوڼو جسدونه د ټولو قربانيانو، د کښتۍ د ټوټو او د اوبو پر مخ د پاتې شويو وسايلو تر منځ پيدا کړي. تر پېښې يو څو شيبې وروسته مرستندويانو دا روغتون ته انتقال کړه او زوی يې د کرونا په ځانګړې څانګه کې بستري کړ. له دې ماشوم سره – سره يوه بل ماشوم هم کرونا درلوده او قرنطين شوی و.
دا ښځه په روغتون کې د ژوبلېدو او بد رواني وضعيت له امله بستر شوه. ډاکټران تر څو ځله هڅو وروسته وتوانېدل چې له دې سره خبرې وکړي. د بې پولې ډاکټرانو فارسي ژبې ژباړنې وويل: «[په لومړيو کې] دا مور د ليونتوب په حالت کې وه. هيڅوک يې ځان ته نږدې نه پرېښودل. ويل يې چې مرسته ورسره نشم کولای … تر يو څو ورځو وروسته يو څه ښه شوه او خبرې يې وکړې.» له دې ښځې سره سره د کښتۍ نورو ژغورل شويو سپرليو بد رواني حالت درلود. «يو ۱۵ کلن هلک نشوای کولای چې د خپل ځان په اړه خبرې وکړي. ژبه يې بنده شوې وه.»
همدا راز ټول ژغورل شوي او د قربانيانو خپلوان په شديد ډول شاک شوي و. په کابل کې د عبدالله قريشي مور د زوی او د هغه د کورنۍ تر مړينې او ورکېدو وروسته په روغتون کې بستر شوه. په کابل کې د دې يوه بل زوی ويلي، چې مور يې «د کوما په حالت» کې ده. همدارنګه په کروتونه کې د مړې شوې خبريالې تورپيکۍ امرخېل ورور عزيز الله د راپور تيارولو لپاره ماته د واټساپ په پيغام کې وويل چې «ګونګ» شوی دی.
د بې پولې ډاکټرانو روغتيا پالان د ژغورل شويو تر درملنې وروسته هغوی ته سپارښتنه کوي چې کومو هيوادونو ته ځي، هلته په رسېدلو دې سمدستي د درملنې غوښتنه وکړي چې د تداوي چارې يې ترسره شي. دوی دې افرادو ته رسمي سپارښتنليکونه هم ورکړي دي، تر څو يې په نورو هيوادونو کې درملنه وشي. روغتيا پالانو له دې زيانمنو شويو غوښتي چې د کښتۍ د ماتېدو پر رواني اغېزو دې صبر کوي.
يو عمر بې هويتي؛ هغه کډوال چې په تابوت کې يې هويت وموند
د مینا او فرهاد مور او پلار ۲۷ کاله وړاندې له افغانستانه کډوالۍ ته اړ شول. دوی ايران ته پناه وړې وه او په کرمان ولايت کې ځای پر ځای شوي و. له هغه وخته تر اوسه يې پلار څاه کيندونکی و او د کولنګ په څوکه يې د ځمکې په ۳۰ يا ۴۰ متره ژورو کې ډوډۍ پيدا کوله. کله چې د کار او ايران پرېښودلو ته مجبور شو، نو په څاه کې د کار کولو له وجې يې قد او ګوتې کږې شوې وې.
مينا ۲۵ او فرهاد ۱۸ کاله وړاندې په ايران کې وزېږېدل. دوی له هر ډول معتبر قانوني سند پرته په هغه سيمه کې زده کړې کولې چې ژوند يې پکې کاوه. مينا ډېر وخت وروسته وکولای شول چې د زدکړييز ملاتړ د سند په موندنې سره ښوونځی خلاص کړي. د ايران پوليسو فرهاد پنځه کاله وړاندې چې ۱۳ کلن و ونيوه او افغانستان ته يې واړاوه. ده شاوخوا شپږ مياشتې په کندز کې چې پلرنی ټاټوبی يې و، له خپل اکا سره ژوند وکړ خو دويم ځل بيرته ايران ته ولاړ. په ايران کې دې کورنۍ له هر ډول قانوني سند پرته او په «غير قانوني» توګه ژوند کاوه او له عمومي خدماتو څخه محروم و. مينا او فرهاد هم له همدې وجې ونه توانېدل چې خپلو درسونو ته دوام ورکړي.
دا وضعيت د دې سبب شو چې هغوی د اروپا په تکل ترکيې ته روان شي. په ترکيه کې مينا، پلار او مور يې او دوه کوچني وروڼه يې د معتبرو قانوني اسنادو د نشتون له وجې افغانستان ته وشړل شول. فرهاد په ترکيه کې پاتې شو. دوی په افغانستان کې تر څو مياشتې ژوند کولو وروسته اړ شول چې بيرته ترکيې ته قاچاقي ولاړ شي. فرهاد او پلار يې په ترکيه کې شاقه کارونه کول تر څو اروپا ته د تګ لپاره د کورنۍ لګښت برابر کړي. درې ځلې يې اروپا ته د تلو په موخه له ترکيې د تګ هڅې ناکامې شوې. په وروستي ځل يوازې مينا ا وفرهاد په کښتۍ کې سپاره شول او په دې هيله سمندر ته ور ښکته شول چې په لومړي ځل هويت پيدا کړي او له خپلو انساني حقونو سره ژوند وکړای شي. د دوی د سپرلۍ کښتۍ په کرونوته کې ساحل ته په څو قدمۍ کې ماته شوه او په دې سره په لومړي ځل د دوی نومونه او مشخصات هم په يوه رسمي مرجع کې ثبت شول. ځايي مسوولينو پر هر تابوت وليکل: «مينا ۲۵ کلنه، د افغانستان وګړې او کابل يا کندز ته د انتقال په انتظار کې. د افغانستان وګړی فرهاد ۱۸ کلن او کابل يا کندوز ته د انتقال په انتظار کې.»
له افغانستانه تر اروپا؛ پر کډوالو څه تېرېږي؟
افغانستان د سوريې او ميانمار تر څنګ په نړۍ کې د کډوالۍ له اصلي سرچينې څخه دی. د هيواد ډېری کډوال ټاکلو او تر ډېره حده اروپايي هيوادونو ته د تګ په موخه د قاچاق سختې لارې انتخابوي.
الف، هويت د لومړنۍ ننګونې په توګه
حبيب الله اکبري په کابل پوهنتون کې د اقتصاد په څانګه کې د دويم کال محصل و چې پر افغانستان طالبان واکمن شول. د دولت تر سقوط وروسته ده او څو ملګرو يې پوهنتون او درس پرېښود او اروپا ته د تلو اراده يې وکړه. يو څو جوړه کالي، يو څه خوراکي مواد او يو څو نور اړين توکي يې واخيستل او د نيمروز پر لور رهي شول. په نيمروز کې يې د انسانانو له يوه قاچاقبر سره خبره وکړ. قاچاقبر له نيمروزه تر تهران پورې د ۲۶ هزاره ټبر مسافرينو د یوه نفر د سفر لګښت نهه ميليونه تومان (د ۴۰۰ امريکايي ډالرو معادل) یاد کړ او د نورو قومونو لګښت يې شپږ ميليونه تومانه ياد کړ. ده استدلال کاوه چې د هزاره مسافرينو وړل د دې ډلې پر خلاف د تروريستي ډلو د ګواښونو له وجې خطرناک او سخت دي. د لوی قاچاقبر له غوښتنې سره سم ټول ۲۶ هزاره مسافرين په يو ډول «ټيوټا» موټر کې ځای پر ځای کړل شول.
د طالبانو لومړۍ پوستې ته چې ورسېد، د دې ډلې ځواکونو د هزاره سپرليو موټر ودراوه او له هر يوه يې ۵۰ زره تومان (دوه امريکايي ډالر) واخيستل. دا پيسې ورکړل شوې. کله چې د پاکستان خاورې ته ننوتل، ځايي وسله والو د دوی موټر ودراوه او له هر مسافر څخه يې ۳۰۰ زره تومان (۱۲ امريکايي ډالر) واخيستل. کله چې د پاکستان او ايران د پولې تر منځ د «مشکل» په نوم سيمې ته ورسېدل، هزاره پناه غوښتونکي د دې قومي ډلې لپاره په ځانګړي شوي ځای کې ځای پر ځای شول. دا سیمه د افغانستان کډوالو «مشکل» نومولې. په دې ځای کې هم هزاره مسافرو د خوب د ځای ۳۰ زره تومانه کرايه ورکړه چې تر نورو مسافرينو زياته ده. تر دې وروسته ځايي لارښود چې هغوی يې د پاکستان په خاوره کې د غرو او درو په منځ کې د ايران لور ته رهبري کول، له هر نفر څخه ۵۰ زره تومان واخيستل؛ په داسې حال کې چې د نورو قومونو له مسافرينو يې له ۱۰ زره تومان اخيستل. له هزاره توکمو مسافرو څخه د دې ټولو پيسو اخيستلو يوه پلمه درلوده: «پيسې ورکړئ ځکه ستاسو د سختې څارنې اړتيا ده. که پيسې نه ورکوئ، نو د جندالله پر وړاندې مو څوک ساتنه نه کوي.» جندالله يوه ترهګره سني مذهبي ډله ده چې د افغانستان، ايران او پاکستان په سرحدي سيمو کې شته او فعاله ده. په تېرو کلونو کې د ايران او پاکستان په سرحدي سيمو کې د دې ډلې له لوري د هزاره مسافرينو د يرغمل کولو راپورونه ورکړل شوي و.
ب، له «قاچاقي بار» څخه د کډوالو تر ورستو هډوکو
انساني قاچاقبرو حبيب الله اکبري او ۲۵ نور هزاره توکمي په مشکل نومې سيمه کې له نورو کډوالو سره يو ځای کړل. هلته ټول ۳۰۰ کډوال شول. په لومړي سر کې چې يې له قاچاقبر سره توافق وکړ، نو مشر قاچاقبر ته يې وويل چې «نوی بار» لري. حبيب الله وايي: «کله چې مو له نيمروزه حرکت وکړ نور نو انسان او کډوال نه و بلکې سوداګريز سامان و.» په مشکل نومې سيمه کې هم د سوداګريز مال په توګه د يوه قاچاقبر له لوري بل ته وسپارل شوو. دوی ته وويل شول چې د «۳۷۰ کسيزې رمې غړي» دي چې بايد د دریو «شپونکو (ځايي قاچاقبر)» په انتظار شي. شپونکو هغوی اته ساعته له دریو، غونډيو او غرونو تېر کړل او د ايران په خاوره کې يې «خاش» ته انتقال کړل؛ هغه ځای چې د سختۍ له وجې هلته هيڅ سرحدي امنيتي ځواک نشته.
شپونکو تر حرکت وړاندې اخطار ورکړ چې که څوک مزل نشي کولای او يا هم په لاره کې له دریو، غونډيو او يا غرونو ولوېږي نو همالته يوازې پاتې کېږي او مري به. حبيب الله وايي چې په دې لار کې درې د انسان له ورستو هډوکو ډکې دي. ده وويل: «داسې هډوکي هم و چې اوس هم پرې پوست او غوښه وه؛ خو اکثريت يې زاړه هډوکي و … د قاچاقبرو لپاره د انسان ژوند روپۍ دي. د مثال په ډول د کډوالو ۳۷۰ کسيزه رمه هيڅکله هم د یوه نفر په خاطر نه منتظروي.» د ده کيسه محمد علي ميرزايي هم تاييد کړه چې په ايران کې کارګري کوي. ده وويل: «زه درې ځله له نيمروزه ايران ته قاچاقي راغلی يم. هر ځل چې راغلی يم تر ژړا رسېدلی يم. لار د سر، پښط او سينې له هډوکو او د کډوالو له پاتې شويو وسايلو ډکه ده چې اکثريت يې له تندې، ستړيا او لوږې مري. ډېری يې همدا شپونکي وژني.»
قاچاقبر له پاکستانه ايران ته د مهاجرينو د اړولو لپاره عموما دوه مسيره انتخابوي: يو خاش او بل سراوان چې دواړه د ايران په سيستان او بلوچستان ولايت کې دي او د «ايران د لمر په زېږونځای» مشهور دی. د دې مسيرونو انتخاب په خاش او سراوان کې د ايراني نظاميانو د امنيتي تدابيرو په شدت پورې اړه لري. قاچاقبران داسې مسير انتخابوي چې په هغه مسير کې امنيتي تدابير حد اقل کم وي. حبيب الله او د سفر ملګري يې د خاش د مسير له لارې ايران ته ولاړل. په خاش کې دا افراد دويم ځل ايراني قاچاقبرانو ته چې د لوی قاچاقبر تر نظارت لاندې کار کوي، سپارل کېږي. هغوی په لومړي سر کې دا افراد په اول سر کې کرمان او بيا د ايران نورو برخو ته انتقالوي. په ايران کې د انساني قاچاقبرانو تر منځ ښځينه قاچاقبرانې هم فعالې دي، ډېری کډوال هغوی ساتي او انتقالوي يې.
په ايران کې د کډوالو لپاره تر ټولو مرګونې سيمې د پوليسو پوستو ته نږدې دي. د دې هيواد نظاميانو په تېرو کلونو کې په ځلونو د افغانستان د کډوالو پر موټر ډزې کړې دي. دا موارد اکثريت وختونه د دواړو هيوادونو تر منځ د سياسي لانجې لامل شوي دي. قاچاقبران هم د دې لپاره چې له پوليسو سره ښکېل نشي، د پوليسو پوستو ته نږدې په ډېر زيات سرعت کې موټرواني کوي چې زيات شمير کډوال ورسره قرباني کېږي.
ج، د کډوالۍ له تر ټولو بوختې ترافيکي نقطې تېرېدل
د افغانستان اکثريت کډوال د ترکيې له لارې اروپا ته ځي. حبيب الله يو انساني قاچاقبر په تهران کې پيدا کړ. دواړو هوکړه وکړه او ۸۰۰ امريکايي ډالر يې په تهران کې د قاچاقبر په غوښتنه د تهران په يوه صرافۍ کې بلاک کړل. د ژمنې ځای د تهران د «ازادۍ ميدان» وټاکل شو. د افغانستان کډوالو يوه نهه کسيزه ډله چمتو کړه. څلور بجې شاوخوا په دوی پسې يو موټر راغی. موټر چلوونکي دا نهه نفر په دې موټر کې چې يوازې د پنځو کسانو د کېنولو اجازه لري، ځای پر ځای کړل. دشپې درې نيمې بجې اروميه ته ورسېد، يوه بل کس ته وسپارل شول او هغه د خوب ځای ته بوتلل. راتلونکې شپه پر دوو لارو په دوو بېلو موټرونو کې له ترکيې سره د ايران د لوېديځ سرحد تر ټولو لوړې نقطې «چالدران» ته انتقال کړل شول. د دې سرحدي سيمې اکثريت کورونه له هغو کډوالو ډک و چې د ترکيې لور ته تلل. حبيب الله او د سفر ملګري يې هم په يوه کور کې ځای پر ځای شول او تر سبا شپې همالته و.
دشپې په تياره کې قاچاقبرانو کډوال له کورونو را وايستل او د ترکيې د سرحدي صفري نقطې لور ته يې د واورې په توپان کې رهي کړل. کډوالو درې ساعته پرلپسې پياده مز وکړ، تر څو هغې سرحدي صفري نقطې ته ورسېدل چې سيم خاردار کش شوی و. حبيب الله او ۳۰۰ نورو کډوالو د ترکي پوليسو د پوستې په ۲۰ متري کې سيم خاردار پرېښود او له دوو څلور متري خندقونو په وسيله تر سيم خاردار تېر شول. دا پوله د حرارتي دوربينونو په وسيله چې ۲۴ ساعته فعال وي او د بې پيلوټه الوتکې په وسيله له هوا او ځمکې څخه ساتل کېږي. کډوال چې کله له سرحده واوړي نو ترکي قاچاقبرو ته سپارل کېږي. دا قاچاقبران په ايران کې له انساني قاچاقبرو سره همکاري لري.
حبيب الله او ملګرو يې له قاچاقبرو سره چې پر اسونو سپاره و پنځه ساعته پياده مزل وکړ تر څو وان ښار ته ورسېدل؛ دا ښار د اسيا، منځني ختيځ او افريقا د کډوالۍ د تقاطع نقطه ده او په نړۍ کې يو له هغو ځايونو چې زيات شمېر کډوال ورته راځي. حبيب الله او نور کډوال پر لاره تر يو ځايه په موټر کې يو وړل شول. ټاکل شوې وه چې وروسته په لوی ټرک موټر کې د وان سيند ته انتقال کړل شي. قاچاقبرانو له ۱۰۰ تر ۱۲۰ پورې نفر په هر ټرک موټر کې ځای پر ځای کړل. دی وايي: «موږ د کانټينر په داخل کې و، د يوه بل مخته د لرګيو په څېر ولاړ و. په ټول کانټينر کې يو هواکش و. پر لاره څو کسانو ضعف وکړ او ولوېدل. موږ چيغې کړې، کانټينر يې ودراوه. وروسته اړ شوو چې د وان تر سيند پورې د ځنګلونو په منځ کې پنځه ساعته پياده ولاړ شو.»
د وان په سيند کې خلک د ماهي نيونې په وړو کښتيو کې ځای پر ځای کړل شول؛ په هره کښتۍ کې ۷۵ نفره و. د کډوالو لېږدوونکې کښتۍ په شيندلي شکل د «تاتوان» لور ته روانې شوې، پنځه ساعته وخت يې ونيوه چې ساحل ته ورسېږي. تر دې وروسته دا خلک د هغه ځای پر لور په ځنګله کې درې ساعته پياده ولاړل چې قاچاقبر د واټساپ له لارې را لېږلی و. ټاکل شوې وه چې د تيلو په يوه پمپ کې بس ته وخېژو او استانبول ته ولاړ شو؛ خو دا سيمه پوليسو ته معلومه شوې وه. د دې کډوالو د نيونې لپاره د پوليسو د هڅو پر مهال حبيب الله له يو شمير نورو مسافرو سره وتوانيد چې وتښتي. شاوخوا اته ورځې وخت يې ونيو چې دا کډوال وتوانېدل خپل ځانونه قيصريې ته ورسوي. پر لار تر ډېره حده په پښو ولاړل. ۴۸ ساعته خو يې په يوه داسې ساړه تونل کې د پوليسو د نيونې له وېري تېر کړل چې نه پکې اوبه وې او نه خوراک. له قيصريې بيا تر استانبوله په بس کې ولاړل.
د، په مديترانه کې د مرګ وېره
د اروپا شمال ته د رسېدو لپاره بايد کډوال په ترکيه کې يو بل قاچاقبر پیدا کړي. حبيب الله ايټاليا ته د تلو لپاره تر څو ځلو ناکامو هڅو وروسته له يوه سيمهييز قاچاقبر سره هوکړه وکړه او نهه زره ډالر يې په يوه صرافي کې د ضمانت په توګه بلاک کړل. قاچاقبر دی او نور ټول کډوال له استانبول څخه په يوه موټر کې د کانټينر تر ځايه انتقال کړل. دی او ۷۶ نور کډوال په يوه ټرک موټر کې ځای پر ځای شول او د ازمير لور ته يې حرکت وکړ. په ازمير کې د کښتۍ د سپرېدلو ځای پوليسو ته معلوم شو او دوی اړ شول چې د ساحل تر يوې بلې نقطې په ځنګله کې پیاده ولاړ شي. په کښتۍ کې سپاره شول، خو کښتۍ په هماغو اولو دقيقو کې خرابه شوه. شپه يې تر سهاره د مديترانې په سمندر کې دننه تېره کړه او سبا چې کښتۍ جوړه شوه د ايټاليا لور ته يې حرکت وکړ.
کښتۍ تر پنځه ساعته مزله وروسته يونان ته نږدې يو ځل بيا خرابه شوه. قاچاقبر وړاندې هم ويلي و چې کډوال به په هيڅ صورت هم د ترکيې، يونان او يا هم ايټاليا له پوليسو سره اړيکه نه نيسي؛ خو په ډېر بد حالت کې کولای شي چې يوازې د ملګرو ملتونو له مرستندويي ډلې سره اړيکه ونيسي. سمندر توپاني و او کښتۍ هم د سمندر پر وحشي څپو برسيره له کاره لوېدلې وه. دی وايي: «وېره د هر چا زړه ته ننوتلې وه. هر ځل چې به څپه راتله، فکر به مو کاوه چې کښتۍ غرقېږي. څپې به کښتۍ بېلابېلو نقطو ته وړله. زموږ د ډېريو وضعيت خراب شوی و. اړ شوو چې د يونان له پوليسو سره اړيکه ونيسو.»
د يونان پوليسو سمدستي اقدام وکړ او هغوی يې وژغورل.
ه، «د مرګ سيند»؛ له يونانه تر ايټاليا قاچاقي سفر
په اروپا کې د غير قانوني کډوالۍ بهير د افغانستان، ايران او ترکيې په نسبت ډېر متفاوت دی. په افغانستان کې څوک له موقعيت موندونکي يا هم لوکيشن څخه استفاده نه کوي. په ايران کې هم پر قاچاقي مسير له موقعيت موندونکي استفاده کول شوني نه دي؛ خو په ترکيه کې قاچاقبر کډوال د موقعيت موندونکي په وسيله بيايي. په يونان کې انساني قاچاقبرو خطرناک موقعيتونه په نښه کړي دي او هغه د ټلګرام او واټساپ له لارې مرحله پر مرحله پر کډوالو پلوري.
حبيب له يوه بل کډوال سره له همدې روشه په استفادې د يونان له پلازمينې اتن څخه د البانیا لور ته روان شو. د لارې تر يوې برخې په بس کې ولاړل او تر دې وروسته يې نهه ساعته پياده مزل وکړ. پنځه نور ساعتونه يې هم د قاچاقبرو له نښو سره سم حرکت وکړ خو له سرحده بيرته وشړل شول. کله چې يې غوښتل چې د الباني مرکز تيرانا ته ولاړ شي، ګير شول او بيرته يونان ته وګرځېدل. بيرته پر همدې مسیر بيا ولاړل. تر دې وروسته دوی له البانیا څخه مونته نګرو، بوسنیا و هرزګوين، کرواسيا، اسلوونيا، ايټاليا، سويس او جرمني ته ولاړل. د يونان، البانيا، مونته نګرو، بوسنيا او هرزګوين، کرواسيا، اسلونيا او ايټاليا له سرحدونو په پښو تېر شوي او ټول يې ۳۹ ساعته پياده مزل کړی دی.
کډوال پر دې مسير يوازې د بوسنيا او کرواسيا تر منځ له سرحده په کښتيو کې تېرېږي. دا سيند ټيټ لور ته بهېږي او اوبه يې توندې دي. د افغانستان ډېری کډوال په دې خاطر چې د بوسنيا او کرواسيا پوليسو لاس ته ورنشي د دې سيند له لارې په کښتيو کې تېرېږي خو په سيند کې د توندو اوبو له وجې ډېری يې غرقېږي. له همدې وجې کډوالو دا سيند د «مرګ سيند» بللی دی. په بوسنيا کې هم قاچاقبران فعال دي چې کډوال د ۱۰۰ يورو په بدل کې د کرواسيا تر خاورې رسوي. ۲۵ نفره په کښتۍ کې سپاره شول خو په کرواسيا کې د پوليسو له کمين سره مخ شول. له دې منځه حبيب او اووه نور نفر وتوانېدل چې وتښتي. دوی څلور ساعته په ځنګله کې له پوليسو وتښتېدل.
په تېرو نهو کلونو کې ۵۵ زره پناه غوښتونکي قربانيان
د کډوالۍ د نړيوال سازمان د «ورک شويو کډوالو د پروژې» له شمېرو سره سم، له ۲۰۱۴ کال راهيسې د سږ کال (۲۰۲۳ ميلادي) د مارچ تر نيمايي پورې ۵۴ زره او ۹۱۹ پناه غوښتونکي وژل شوي او ورک شوي دي. په دې شميره کې هغه پناه غوښتونکي شامل دي چې له خپلو هيوادونو دباندې د سفر پر مهال د کښتۍ د غرقېدلو، ترافيکي پېښو، تاوتريخجنو بريدونو او د ناروغۍ له وجې مړه شوي او ورک شوي دي. د کډوالۍ سازمان د ورکو شويو کډوالو پروژې هغه کسان نه دي پکې شامل کړي چې د پناه غوښتونې په کمپونو او يا هم هغو هيوادونو کې مړه شوي چې دوی غواړي ورشي. داخلي بې ځايه شوي هم د ورکو شويو پناه غوښتونکو او يا مړو شويو په لړليک کې شامل نه دي.
د کډوالۍ سازمان د مديترانې سمندر د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره تر ټولو مرګونی مسير بللی دی. د سمندر دا لار د هغو پناه غوښتونکو اصلي لار ده چې له شمالي افريقا او ترکيې اروپا ته داخلېږي. د کډوالۍ سازمان ويلي چې پر دې مسیر کډوالي د ۱۹۹۰ لسيزې له منځنيو پراختيا موندلې ده. د دې سازمان له اعلان سره سم، د تېرو نهو کلونو پر مهال ۲۶ زره او ۱۴۸ نفر په دې سمندر کې ورک شوي او مړه شوي دي. تر ټولو ډېر کسان د ۲۰۱۶ پر مهال مړه شوي چې پنځه زره او ۱۳۶ نفره دي. همدا راز اعلان شوې شميرې ښيي چې تر ۲۰۲۰ ميلادي کال وروسته، ډېر خلک د تېر ميلادي کال (۲۰۲۲) پر مهال مړه او ورک شوي دي. په دې کال دوه زره او ۴۰۶ کسان په مديترانه سمندر کې مړه او ورک شوي دي. د دې ګراف شمير سږ کال هم لوړ دی. يوازې په تېرو دوه نيمو مياشتو کې ۳۹۰ نفره مړه او ورک شوي چې د کډوالۍ د سازمان د ورکو شويو کډوالو د پروژې له لوري په مديترانه سمندر کې ثبت شوي؛ يعني سږ کال په اوسطه توګه هره ورځ ۵.۲ پناه غوښتونکي په مديترانه سمندر کې مړه شوي دي.
همدا راز د کډوالۍ د سازمان له لوري خپاره شوي ارقام ښيي چې په مديترانه سمندر کې د ټولو ۲۶ زره او ۱۴۸ مړو څخه يو زر او ۸۹ کسان يې ماشومان دي. دا په مديترانه سمندر کې د ورکو شويو او مړو شويو ۴.۱ سلنه جوړوي.
تر مديترانې سمندر وروسته ډېر کډوال او پناه غوښتونکي په افريقا کې مړه او ورک شوي دي. له ۲۰۱۴ کال راهيسې بيا تر اوسه ۱۲ زره او ۵۲۱ نفر په ټوله افريقا کې مړه او ورک شوي دي. په دې موده کې، اووه زره او ۶۲۸ کډوال او پناه غوښتونکي په امريکا کې مړه شوي چې عموما يې اصلي مقصد امريکا او کاناډا و. تر افريقا او امريکا وروسته، اسيا په څلورمه درجه کې ده. د تېرو نهو کلونو پر مهال، پنځه زره او ۵۰۷ پناه غوښتونکي د کډوالۍ پر مهال ورک او مړه شوي دي.
په پنځمه درجه کې لوېديځه اسيا ده چې دوه زره او ۱۳۴ نفر پکې مړه او ورک شوي دي او وروستۍ درجه د اروپا ده چې ۹۸۱ کسان پکې مړه او ورک شوي.
په ګاونډيو هيوادونو کې افغان کډوال
د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر (اوچا) په خپل وروستي راپور کې چې د سږ کال د مارچ پر نهمه خپور شوی دی، ويلي دي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهيسې ۱.۶ ميليونه وګړي ګاونډيو هيوادونو ته کډوال شوي دي. په دې توګه په پنځو ګاونډيو هيوادونو کې د افغانستان د کډوالو شمير اتو ميليونو او ۲۲۷ زره او ۷۰۰ نفرو ته رسېږي. په دې منځ کې څلور ميليونه او ۵۰۰ زره په ايران، درې ميليونه او ۷۰۰ زره په پاکستان، ۱۱ زره او ۷۰۰ په ازبکستان، ۱۱ زره په تاجکستان او پنځه زره په ترکمنستان کې کډوال دي. ډېری دا کډوال له غير رسمي لارو کوربه هيوادونو ته تللي دي.
همدا راز اوچا ويلي، چې له دې کډوالو څخه ۵.۲ ميليونه وګړي يې بشري مرستو ته اړتيا لري. دې سازمان په پنځو ګاونډيو هيوادونو کې د دې کډوالو ۲.۷ ځايي کوربانه هم بشري مرستو ته اړ بللي دي. په روان ميلادي کال کې د دې خلکو د مرستې لپاره له نړيوالې ټولنې د ۶۱۳ ميليونه ډالرو غوښتنه شوې.
په ټولو هيوادونو کې د افغانستان د کډوالو دقيق شمير نشته؛ خو د ۱۳۹۸ لمريز کال پر مهال د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي و، چې د ۱۳۸۱ کال د نفوس ارزونې له مخې د افغانستان ۸۰ سلنه کډوال په ګاونډيو هيوادونو او پاتې ۲۰ نور په نورو هيوادونو کې دي. د اسټراليا او اروپا د سرحدونو پرانيستنې او له خطر سره د مخ خلکو تخليې په دې شميرو کې جدي تغييرات راوستلي دي.
افغانستان له څه ډول وضعيت سره مخ دی؟
افغانستان د مهاجرينو د لېږلو يو تر ټولو لوی هيواد او د کډوالۍ اصلي سرچينه ده. ملګرو ملتونو ويلي دي چې د ۱۹۷۹ ميلادي کال پر مهال پر دې هيواد د شوروي تر يرغل وروسته د کډوالۍ بهير روان دی او دا هيواد د کډوالۍ تر ټولو اوږد بهير لري. په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د کډوالۍ څپه زياته شوې ده؛ په ځانګړې توګه متخصص ځواک وطن پرېږدي. د نړيوال بانک له راپور سره سم، د طالبانو په لاس د هيواد تر سقوط وروسته، په اداري برخه کې دوه پر درېيمه برخه کارکوونکي کم شوي دي.
د کارپوهانو په باور، د افغانستان د وګړو پراخه کډوالي او په ځانګړې توګه د متخصص ځواک وتل زيانمنې پايلې لري او د دې فقير هيواد د پاشل کېدو او شاته پاتې کېدو لامل کېږي. ټولنپوه مجيد محمدي وايي، چې د جمهوريت د حکومتي نظام په پاشل کېدو د ټولنې ټولنيز، سياسي، فرهنګي او اخلاقي اړخونه له کړکېچ سره مخ شوي دي. د مجيد محمدي په وينا، اوس د ټولنيزو سيسټمونو په پاشل کېدو سره جمعي ارمانونه او موخې ختمې شوې دي او «ميليونونه ژوندونه نابود او ويجاړ» شوي دي. دی ټينګار کوي چې د طالبانو حکومت موډل د قوميت او ځانګړي مذهب پر اساس ولاړ دی او د دې ډلې اقداماتو د بل هر وخت په پرتله د غير پښتنو قومونو لپاره وضعيت خراب کړی او تنګ کړی دی.
د کډوالۍ او پراختيا کارپوه سلطان علي جاويد وايي، چې په افغانستان کې اوسنی وضعيت ناهيلی کوونکی دی. د ده په وينا، د افغانستان ډېری خلک ځکه وطن پرېږدي چې د خپلو باورونو او قومي، مذهبي او سياسي تړاوونو له وجې د طالبانو له لوري تعقيبېږي. دی زياتوي: «د دې وضعیت دوام ښايي په اوږد مهال کې افغانستان له نړيوالې ټولنې بېل کړي. اوس مهال افغانستان له مالي، اقتصادي او د نړيوالو اطلاعاتو له شبکې لېرې دی او دا په خپله د پرمختګ د منفي شاخصونو د ودې لامل کېږي. افغانستان د ملګرو ملتونو د غړي او نړيوالو تعهداتو ته د ژمن هيواد په توګه نشي کولای دا وضعيت وزغمي. دا مسئله د ګڼو نورو کړکېچونو لامل کېږي چې مستقيمې پايلې يې فقر او لوږه دي … له دې هر څه چې تېر شو، د بې ثباتۍ او د متخصصو افرادو د کډوالۍ دوام د خدماتو د کمښت لامل کېږي. دا په خپله په صحي، زدکړييزه، قضا، د کليو د پراختيا او چاپېريالي خدماتو په برخه کې د ستونزو لامل کېږي.»
څېړونکی او ورځپاڼه ليکونکی علي کريمي هم په دې باور دی چې له افغانستانه د تحصيل کړو او زده کړه لرونکي ځواک کډوالي د طالبانو تر بيا راتګ وروسته له وطنه د وګړو د کډوالۍ تر ټولو دردوونکی او تراژيدي لرونکی اړخ دی. د ده په وينا، د ډيموکراسۍ د دوو لسيزو د تمرين پر مهال د نوي نسل هم د ښځو او هم د نارينه وو لپاره دا شونتيا پيدا شوه چې په افغانستان کې له انساني سرچينو څخه ځايي ظرفيت را پيدا شي. کريمي زياتوي: «يو ظرفيت چې له نويو تجربو په استفادې په بېلابېلو کچو او حد اقل زده کړو سره ورو – ورو د هيواد په اقتصادي، ټولنيزه او تخنيکي برخو کې په يوې انساني پانګې بدل شوی و، له بده مرغه د طالبانو له بيا ځلې واکمنېدو سره ختم شو.» د کريمي په باور، د دې ځواک پراخه کډوالي د افغانستان لپاره له شاته پاتې والي پرته بله پايله نه لري.
حللاره څه ده؟
علي کريمي وايي، چې اصلي ننګونه طالبان دي. د ده په وينا، دا ډله «په خپلو زن ستيزو او د منځنيو پېړيو په افکارو سره» له افغانستانه د انساني پانګې له کډوالۍ پرته بله لاره نه ده پرېيښې. مجيد محمدي وايي، چې ستونزه يوازې د متخصصو ځواکونو کډوالي نه ده، بلکې اصلي ستونزه د طالبانو د حکومت په موډل او چلند کې ده. د ده په وينا، د طالبانو حکومت خپلې ايډيولوژۍ ته د پابندۍ له وجې نشي کولای چې متخصص ځواکونه په ادارو او بنسټونو کې جذب کړي. دی زياتوي: «انسانان خو ابزار نه دي؛ شعور او انساني غوښتنې لري او کله چې دا غوښتنې د طالبانو په سيسټم کې نه پوره کېږي، مخکښ کسان وځي.» مجيد محمدي زياتوي، تر څو چې طالبان پر افغانستان واکمن وي، په دې هيواد کې د کډوالۍ د مخنيوي هيڅ لار نشته. د ده په وينا، يوازې هغه مهال په افغانستان کې د کډوالۍ د ننګونې لپاره حللاره لټول کېدلای شي چې ټول خلک په سياسي نظام کې عادلانه ګډون ولري. سلطان علي جاويد هم وايي، چې يوازينی حل يوازې د افغانستان خلکو ته د واک انتقال دی چې د نړيوالې ټولنې په مرسته د طالبانو پر وړاندې د يوه صف د جوړولو په وسيله امکان لري. دی زياتوي چې تر څو د افغانستان خلکو ته واک انتقالېږي، نړيواله ټولنه بايد په کوربه هيوادونو کې د افغانستان متخصص ځواکونه پياوړي کړي، تر څو په راتلونکو کلونو کې د بشري قوې له خلا سره مخ نشي.