نيمروز کې یوه درې کلن ماشوم ژورې څاه ته د لویدو له امله ساه ورکړه

اطلاعات روز: نيمروز کې دطالبانو ولايتي مسوولين خبر ورکوي چې د دې ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې يوه ۳ کلن ماشوم ۶۰ متره ژورې څاه ته د لویدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دې ولايت لپاره د طالبانو د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ريیس محمدقاسم محمد وايي، چې دغه پیښه نن (یکشنبه، ۱۳ د وري) د خاشرود ولسوالۍ په «کندهاري» کلي کې رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، یاد درې کلن ماشوم محمد نومیده چې ۶۰ متره برمې لویدلی و او دوی یې نن ماسپښین له څاه څخه جسد را ایستلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم په دغه ډول پيښو کې یو شمیر ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.