د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت: تېر کال د ۳۹ ميليونه ډالرو په ارزښت ځيره صادره شوې

اطلاعات روز: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې افغانستان په تېر لمريز کال کې د ۳۹ ميليونه ډالرو په ارزښت نږدې ۳۰ زره ټنه ځيره صادره کړې ده.

دې وزارت نن (يکشنبه، ۲۰ د وري) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې ځيره د افغانستان يو ارزښتمن کرنيز محصول دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې، چې کندهار، ارزګان، بادغيس، بدخشان او هرات ولايتونه د ځيرې زيات توليدات لري.

په درملو کې کارېدونکي نباتات، تازه او وچې ميوې د افغانستان عمده صادرات دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د دې وزارت ارزونه ښيي چې کيفيت او معياري بسته بندۍ ته پاملرنه د صادراتي محصولاتو ارزښت په تصاعدي توګه لوړوي. دې وزارت له سوداګرو غوښتي چې دې اړخ ته دې تر پخوا زيات پام کوي.