اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د دې وزارت سرپرست امير خان متقي د يوه پلاوي په مشرۍ په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته روان شوی دی.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال حافظ ضيا احمد نن سهار (پنجشنبه، ۲۴ د وري) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې ټاکل شوې ده د دې ډلې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست به د سمرقند ناستې په څنډو کې د سیمې د هيوادونو د بهرنيو چارو له ځينو وزیرانو سره وګوري.
د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو څلورمه غونډه نن د ازبکستان په سمرقند ښار کې کېږي.
د روسيې، چين، ايران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران په دې غونډه کې ګډون کوي.
د دې غونډې اجنډا تر اوسه نه ده اعلان شوې، خو د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو په غونډه کې به د افغانستان د سياسي جوړجاړي لپاره د سيمهييزو شريکانو پر اقداماتو او په دې هيواد کې د انساني وضعيت او ټولنيز – اقتصادي ثبات په اړه بحث او ارزونه کېږي.
دې وزارت ويلي و: «پېچلي امنيتي وضعيت او په افغانستان کې د تروريستي فعاليتونو او نشيي توکو د توليد زياتېدو ته په پام، له تروريزم او نشيي توکو سره د مبارزې لپاره د سيمهييزو هيوادونو د هڅو همغږي کېدل ځانګړی ارزښت لري.»