پکتیا کې معلولین د عصري او حرفوي زده کړو زمینې برابرېدو غوښتنه کوي

د تېرو دوو لسیزو جګړو او بېلابېلو ناروغیو پر مهال زرګونه کسان په مرکز ګردېز او اړونده ولسوالیو کې معلول او معیوب شوي دي، خو دا وګړي د دې توان لري چې په ټولنه کې د روغو کسانو په څېر کار وکړي او زده کړې ترسره کړي.

په پکتیا ولایت کې معلولین او معیوبین له اړونده ادارو دوی ته د کار، حرفوي او عصري زده کړو د اسانتیاوو برابرېدو غوښتنه کوي، خو د دغه ولایت لپاره د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسوولین بیا د میاشتنیو حقونو د پر وخت ورکړې خبر ورکوي.

د دغه ولایت معلول، معیوب او د جګړو پر مهال یتیم شوي ماشومان وايي، د پخواني نظام له بدلون وروسته نه یوازې په میاشتنیو حقونو کې له ستونزو سره مخ شوي، بلکې ځینو موسېسات چې د دوی د ژوند ښه والي لپاره یې هڅې کولې هم له تېرو څو میاشتو راهیسې فعالیتونه ځنډولي دي.

دوی وايي که ورته د کار او زده کړو زمینه برابره شي، نو د دې توان لري چې د روغو وګړو په څېر کار وکړي او له دې لارې خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.

د مرکز ګردېز یو تن معلول چې نه یې غوښتل په اصلي نوم ځان معرفي کړي د جمیل په نوم یې له اطلاعات روز سره په خبرو کې نیوکه وکړه، چې د ځنیو موسېساتو د فعالیتونو له ځنډېدو او د اړونده نورو دولتي ادارو د نه پاملرنې له وجې یې ژوند ستونزمن شوی او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

هغه وايي، که ورته د حرفوي زده کړو او کار زمینه برابره شي، نو کولی شي چې په ښه ډول یې پر مخ یوسي.

هغه وايي: «په پخواني نظام کې مو فساد ژوند په کړاو کړی و او زمونږ په نوم به یې هوايي معاشونه اخیستل کېدل، خو اوس حالت له دې هم بدتر شوی، کومو موسېساتو چې دې برخه کې کار کاوه او له مونږ سره به یې همکاري کوله هغوی اوس فعالیت نه کوي او د طالبانو د ادارو توجو هم راته کمه شوې ده.»

د دې ولایت د احمداباد ولسوالۍ اوسېدونکي او په یو پښه معیوب ځوان داد خان هم عصري زده کړو ته په لاسرسي ټینګار وکړ او ویې ویل، چې پکتیا کې د بسیډا په نوم یوې موسېسې په تېر کې د عامه پوهاوي، زده کړو او مالي ملاتړ برخه کې د پام وړ همکاري ترسره کوله، خو د نوموړي په وینا چې یادې موسېسې د ښځو په کار له بندیز وروسته فعالیت ځنډولی دی.

هغه وايي، اوس د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د میاشتینو حقونو علاوه معلولین او معیوبینو ته د حرفوي او عصري زده کړو او کار هیڅ پروګرامونه نه لري.

خان وویل: «مونږ اوس نه پوهېږو چې ولې ورځ تر بلې له پامه غورځول کېږو او پر انساني حقونو مو مسوولینو سترګې پټې کړې دي، کار کولی شو، زده کړې کولی شو او بله خبره دا ده چې د هر فعالیت وړتیاوې لرو، خو بیا هم مونږ بې برخې یو، دلته یوې موسېسې زمونږ لپاره ډېر ښه پروګرامونه لرل خو اوس هغه هم بنده شوه.»

نوموړي غوښتنه وکړه، چې پکتیا کې دې د معلولینو لپاره عصري زده کړو ته د لاسرسي په موخه ځانګړی ښوونځی جوړ شي او په دې اړه یې داسې وویل: «مونږ پکتیا کې یو ښوونځی غواړو چې هلته باید راته د زده کړو اسانتیا برابره شي، تر څو یو څه زده کړو او د ښې او بدې لارې توپیر وکړو، نو د نورو انسانانو ترڅنک معلول ته هم زده کړې مهمې دي.»

معلولین وایي، ورځ تر بلې له پامه غورځول کېږي او به حقونو یې سترګې پټیږي

بلخوا بیا د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو  د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسوولین هم په دې برخه کې ځینې ستونزې مني، خو وايي چې تر ډېره په دې برخه کې شته ستونزې هوارې شوې دي.

د شهیدانو او معلولینو چارو لپاره د طالبانو رییس محمد نبي محمدي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې دوی تېره میاشت د شهیدانو، معلولینو او معیوبینو د ثبت لپاره د بایومټریک سیستم هم فعاله کړی دی.

نوموړی وايي، د معلولینو او شهیدانو کورنیو په میاشتنیو حقونو کې د پام وړ شفافیت راغلی او ډاډ ورکوي چې د ګڼو خیالي کسانو مخه یې هم نیولې ده.

هغه وویل: «د معلولینو په حقونو کې لږ څه فرق راغلی دی، پخوا به فیصدي موجوده وه خو اوس د کټګورۍ پر اساس دوی ته حقوق ورکول کیږي، یعنې د یو چا چې یوه عضوه یا اندام نه وي د هغوی د میاشتنې درې زره افغانۍ دي او که چېرې څوک طبي وي او نا بالغه وي نو هغوی ته ۲۰۰۰ افغانۍ ورکول کیږي، مونږ د بایومټریک پر مټ دا پروسه شفافه کړې ده.»

محمدي زیاته کړه، چې اوس مهال ورسره د حقونو تر لاسه کولو لپاره ثبت کسان د پخواني او اوسني نظام ټول کسان شامل دي چې په خبره یې له توپیري چلند پرته ورته ټاکلي میاشتني حقونه ورکول کیږي.

ښاغلی نبي داسې وايي: «دخیالي کسانو چې هوايي معاشونه به یې اخیستل د دې مخ مو نیولې او بل مونږ دلته زرګونه کسان چې په دې کې د تېرې ادارې او اوسنۍ ادارې ټول یتیمان، معلولین او معیوبین شامل دی، نو هیڅ توپیر یې نه دی شوی او هره میاشت ورته ټاکلی معاش ورکول کیږي.»

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معالولینو چارو له ریاست سره تر اوسه کابو ۲۲۰۰۰ یتیمان او ۴۵۰۰ معلولین ثبت دي او ورته ټاکلي حقونه ورکول کیږي، خو هېره دې نه وي چې د دوی په معاشونو کې له پخوا کموالی راغلی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته