په هلمند کې زیات شمیر ماشومان، ښځې او نارینه چې د ماین په چاودنه کې یې د بدن غړي له لاسه ورکړي د سویډن کمیټې له خدماتو برخمن او د دې خدماتو پرمټ نسبتا توانیدلي وو چې د خپل ژوند چارې سمبال کړي.
د لغمان د مرکز مهترلام اوسیدونکی او معلول شاه زمان وايي، چې له لسو میاشتو راهیسې یې خپل حقونه او امتیازات نه دي اخېستي او له ګڼو اقتصادي ستونزو کړیږي.
د زرمینې په نامه یوه کونډه میرمن چې خاوند یې د تیرحکومت پرمهال ملي پولیسو کې وژل شوی او اوس یې د پنځو اولادونو سرپرستي ورترغاړې ده، هم د طالبانو له ناسم چلند شکایت کوي.
اوچا ویلي، معلولیت لرونکي کسان په غیر متناسب ډول د بحرانونو له امله اغیزمن شوي او د مرستو او خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له زیاتو خنډونو سره مخ دي.
کندهار کې د طالبانو د شهيدانو او معلولينو چارو ریيس سید محمد طاهر آغا وایي، ياد ویلچرونه د يوې شفافې پروسې له لارې د دې رياست په هڅو او IHH موسېسې په مالي ملاتړ پر ۵۰۰ معلولینو باندې ووېشل شوه.
کندهار کې د معلولینو لویه برخه چې لوړ عمر لرونکي اشخاص او ماشومان جوړوي زیاتوي، چې دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ او په درد یې یوازې هغه کسان پوهیږي چې د دوی په څیر معلول شوي وي.
معلولین وایي، د موسېساتو د فعالیتونو له ځنډېدو او د اړونده نورو دولتي ادارو د نه پاملرنې له وجې یې ژوند ستونزمن شوی او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
شير محمد په کندوز کې يو بل معلول دی او د جګړې له امله يې يوه سترګه بايللې، دی هم معلولينو ته د طالبانو د حکومت له نه پاملرنې شکايت کوي.
د عبدالباقي په نوم يو تن معلول چې د ماين په چاودنه کې یې دواړه سترګې له لاسه ورکړي وايي، د دريو ماشومانو او يوې ميرمنې ساتنه کوي، خپله دکار کولو توان نه لري او په کورنۍ کې یې بل داسې کس نشته چې کار روزګار وکړي.
معلولینو له روسیې، چین او نورو هېوادونو هم وغوښتل چې د طالبانو اوسنی حکومت دې په رسمیت وپېژني.