اطلاعات روز: د ایران او هند د ملي امنیت سلاکارانو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د ټولو ډلو او توکمونو په معنوي ګډون سره یې د یوه پراخ بنسټه حکومت له جوړېدو ملاتړ کړی دی.
دا اعلاميه ايران ته د هند د ملي امنيت د سلاکار آجيت دوال تر يوه ورځني سفر وروسته خپره شوې ده.
د ايرنا خبري اژانس په وينا، د ايران د ملي امنيت د عالي شورا منشي او د ده هندي سيال په دې اعلاميه کې د سولې، ثبات او په سيمه کې د امنيت راوستلو په موخه د تروريزم له ټولو بڼو سره پر مبارزه کولو ټينګار کړی دی.
ايرنا ليکلي چې د ايران او هند د ملي امنيت د ادارو د ګډې اعلاميې په يوه بله برخه کې دواړو لورو په افغانستان کې د انساني او اقتصادي وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د يوه داسې پراخبنسټه حکومت د جوړېدو ملاتړ يې کړی چې ټولې ډلې او قومونه پکې معناداره ګډون ولري.
آجيت دوال په ايران کې له ولسمشر ابراهيم رييسي او د ايران د بهرنيو چارو له وزير حسين امير عبداللهيان سره هم ليدلي او خبرې يې ورسره کړې دي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې له عبداللهيان سره د آجيت دوال د خبرو يو محور د افغانستان وضعیت و.