مړ ژواندی روغتيايي نظام

په افغانستان کې روغتيايي خدماتو ته د خلکو د لاسرسي په اړه راپور

جليل رونق او امير بهنام

د لیندۍ په سخت يخ کې نجيب پوره دوې ورځې له سهاره تر ماښامه د عمومي سړک څنګ ته ناست و؛ هېله يې دا وه چې هغه ډاکټران وويني چې پر همدې لار تېرېږي او له هغوی د خپلې ميرمنې د روغتيا لپاره د يوې لارې-چارې پوښتنه وکړي. څلور ورځې وړاندې د نجيب د ميرمنې د جنين د اوبو کڅوړه پرې شوې وه. د سيمې د قابلې تشخيص دا و چې د نجيب ميرمن پر دوه ګونو هلکانو امیندواره ده. د هغه نارينه لپاره چې شپږ ښځينه اولادونه يې درلودل، تر دې بل مهم څه نه و چې زامن يې په سالم ډول وزېږېږي. درېيمه ورځ هم په پاتو ولسوالۍ کې له خپل کلي برمني څخه ووت تر څو يو ځل بيا عمومي سړک ته ولاړ شي. د سهار پر اته بجې يې هغه موټر چې روغتيايي کارکوونکي پکې و، ودراوه او خپل مشکل يې له هغوی سره شريک کړ. د روغتيايي ډلې تشخيص دا و چې نجيب بايد خپله ميرمن د دايکندي ولايت مرکز نيلي ته يوسي، ځکه جنينونه تر اوسه پوخوالي ته نه و رسېدلي او «د وچېدلو شونتيا» يې زياته وه.

نجیب يوه بشپړه ورځ هڅه وکړه چې موټر پيدا کړي چې دی او ميرمن يې نيلي ته ورسوي، خو ونه توانېد. تر دې چې اخر يې په نيلي کې د مسافر وړونکو موټرو له يوې اتحاديې سره اړيکه ونيوله او حاضر شو چې د يوه موټر لپاره ۳۵ زره افغانۍ ورکړي. له نیلي تر برمني کلي پورې د موټر راتګ اته ساعته وخت ونيوه. موټر چلوونکي څلور ساعتونه استراحت وکړ او وروسته نيلي ته روان شول. اته ساعته وروسته دی او ميرمن يې مستقيم د دايکندي ولايتي روغتون ته ولاړل. ډاکټران متوجې شول چې يو جنين وچ شوی دی، دويم هم تر زېږېدو وروسته يو ساعت ژوندی پاتې شو. کومې قابلې چې دا ښځه په کور کې معاينه کړې وه، اطلاعات روز ورځپاڼې ته يې وويل چې يوه روغتيايي مرکز ته د مور نه لاسرسی او سخت او اوږد سفر د ماشومانو د مړينې لامل شوی دی. د دې په وينا، دې ښځې په خپل اووه ځله امیندوارۍ کې يو ځل هم روغتيايي مشوره نه وه تر لاسه کړې. قابله زياتوي: «موږ لومړنی روغتيايي ټيم و چې برمني ته ولاړو. وړاندې هلته هيڅ روغتيايي ټيم نه و.»

نجيب او ميرمن يې د ماشومانو تر مړينې دوې اونۍ وروسته کور ته ولاړل. د سيمې قابلې زهرا چې درې اونۍ وروسته د نجيب ميرمن وليدله، ترې ويې پوښتل چې په څه حال کې ده. دې يې په ځواب کې وويل: «نه مړه، نه ژوندۍ.» وروسته يې وژړل او دې ته يې ټوله کېسه وکړه. دې ويل چې تر اوسه ترې هيچا پوښتنه نه ده کړې چې پر زړه يې څه تېرېږي، خو ټول يې د خپلو ماشومانو د مړينې له وجې ګناهګاره ګڼي. مېړه يې ان د ناروغۍ پر بستر د دويمې ښځې په کولو ګواښلې ده او نورو هم ويلي چې د «مورولۍ لياقت» (د زوی مورکېدل) نه لري.

زهرا وايي: «حتا دوې مياشتې وروسته چې مې دا مور ليدله، اوښکې يې روانې وې او ژړل به يې. وجه يې دا وه چې تر اوسه يې له ما پرته هيچا هم د زړه درد نه و اورېدلی.» زهرا او نورو روغتيايي همکارانو يې دې مور ته رواني مشورې ورکړې. مېړه ته يې هم په ځلونو وويل چې مور د ماشومانو د جنسيت ټاکونکې نه ده. زهرا زياته کړه: «په ډېرې سختۍ به يې زموږ خبرې منلې. کله – کله به په غوسه شو، زموږ خبرې به يې را پرې کړې او ولاړ به. دا يې نشوای منلای چې د ماشومانو په مړينه کې يې ټولنه، دولت او نامهربانه جغرافيه ټول ملامت دي خو پرلپسې ټينګار يې دا و چې ميرمن يې د زوی راوړلو طالع نه لري.»

د نجيب او د ده د ميرمنې برخليک روغتيايي خدماتو ته د افغانستان د وګړو د لاسرسۍ کچه ښيي. په دوو وروستيو کلونو کې او واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، د روغتيايي خدماتو د بنسټونو له لوري د مالي او تخنيکي ملاتړ کمښت، د خلکو د مالي توان کمېدل او د روغتيايي برخې د بشري ځواک وتل د دې لامل شوي چې روغتيايي خدماتو ته لاسرسی په محسوسه کچه کم شي او همدا راز دې خدماتو ته د نه لاسرسي له وجې د مړينې کچه هم لوړه شوې ده.

په روان ميلادي کال کې د مړينې شمېر ۲۶۸.۰۵ زره نفره ښودل شوی دی. دا شمېره په ۲۰۲۲ کال کې ۲۸۴.۳۰ زره نفره، په ۲۰۲۱ کې ۲۹۵.۲۴ زره نفره او په ۲۰۲۰ کې ۲۷۶.۶۸ زره نفره وه. له کومه وخته چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي، د مړينې کچه په ۲۰۲۱ کال کې ۶.۲۸ سلنه لوړه شوې ده؛ يعنې د دې کال پر مهال په هرو زرو نفرو کې مړينه ۸.۷۹ نفرو ته رسيدلې ده. دا شمېره له ۲۰۰۸ کال راهيسې د مړينې بې سابقې لويه کچه ده.

د نړۍ د حقایقو کتاب په افغانستان کې په ۲۰۲۳ کال کې په هرو زرو کسانو کې د مړینې کچه ۱۲.۰۸ او د زیږون کچه په هرو زرو کسانو کې ۳۴.۷۹ اټکل کړې ده.

فقر د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۳.۵ ځله زياتوالی موندلی او د افغانستان نيم وګړي د پيرودلو او روغتيايي بنسټونو ته د مراجعې وس نه لري. د دې په مقابل کې روغتيايي مراجعې په تصاعدي توګه زياتې شوې دي او بېلابېلې ناروغۍ هم په پراخه توګه يو ځل بيا خپرې شوې دي.

۱ – د ماشومانو او ميندو د مړينې زياتوالی

افغانستان هغه هيواد دی چې د ماشومانو او ميندو مړينه پکې لوړه ده. د روان کال په اپريل مياشت کې د روغتيا نړيوال سازمان اعلان وکړ چې په افغانستان کې هره ورځ ۱۶۷ ماشومان او ۲۱ ميندې مړې کېږي. د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق د شمیرو له مخې، د ۲۰۲۱ پر مهال په افغانستان کې په هرو زرو ماشومانو کې د مړينې کچه ۴۴.۷ نفره وه. د ۲۰۲۳ کال پر مهال دا شمېره ۳۸ نفره اټکل شوې ده. د ۲۰۲۱ پر مهال تر پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو مړينه په هرو زرو ماشومانو کې ۵۸ تنه اټکل شوې ده. د نړۍ د حقايقو کتاب د ۲۰۲۳ پر مهال په هرو زرو نويو زېږېدلو ماشومانو کې مړينه ۱۰۳ نفره اټکل کړې. دا د نړۍ په کچه د ماشومانو د مړينې تر ټولو لويې شميرې دي.

افغانستان د اسیایي هيوادونو په منځ کې د ماشومانو او ميندو د «تر ټولو لوړې» کچې لرلو له وجې تر ټولو بدترين او په نړۍ کې د همدې کچې نهم هيواد دی. د روغتيا د نړيوال سازمان، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف)، د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق او نړيوال بانک ګډ راپور وايي، چې د ۲۰۲۰ پر مهال په افغانستان کې په هرو ۱۰۰ زره ژونديو زېږېدلو ماشومانو کې ۶۲۰ ميندې مړې شوې دي. پر همدې وخت کې د زېږېدلو پر مهال د ميندو د مړينې کچه په افغانستان کې اته زره او ۶۹۸ ته رسېږي يعنې په دې هيواد کې د هر يوه ساعت پر مهال يوه مور مړه کېږي. دا شمېره د نړۍ د ټولو ميندو د مړينې تر شمېر دوه برابره لوړه ده. په ۲۰۲۰ کال کې په نړيواله کچه ۲۸۷ زره ميندې مړې شوې وې چې د زېږون پر مهال ۲۲۳ تنې وې او دا جوتوي چې په هرو دوو دقيقو کې يوه مور مړه شوې ده.

همدا راز د ۲۰۲۲ کال په مارچ مياشت کې د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ميندو د مړينې کچه په هرو ۱۰۰ زره ژونديو زېږېدنو کې ۶۳۸ نفرو ته رسيدلې ده. د نړيوال بانک د شمېرو پر اساس دا کچه له ۲۰۱۷ سره برابره ده چې هغه مهال هم ۶۳۸ ميندې د زېږون پر مهال مړې شوې وې. په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق د طالبانو تر واکمنۍ څو مياشتې وروسته اندېښنه ښودلې چې ښايي تر ۲۰۲۵ پورې به افغانستان د زېږون پر مهال تر ۵۱ زره د زياتو ميندو د مړینې شاهد وي؛ يعنې په کلنۍ توګه به د ميندو د مړينې ۱۲ زره او ۷۵۰ پېښې کېږي. دا شمېره د ۲۰۰۰ او ۲۰۰۵ تر منځ د ميندو د مړينې له کچې سره برابره ده. ډاکټران هم وايي چې د ميندو د مړینې واقعي شميرې تر هغو شميرو ډېرې زياتې دي چې وړاندې کېږي. د دوی په وينا، په افغانستان کې د هرو ۱۰۰ زرو زېږېدنو پر مهال له ۷۰۰ څخه تر يو زر او ۶۰۰ پورې ميندې مړې کېږي.

د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق مديرې ناتاليا کانم واک ته د طالبانو تر رسېدو يو کال وروسته (اګست ۲۰۲۲) اعلان وکړ چې په افغانستان کې زېږون د ميندو لپاره د اعدام په څېر دی. د دې په وینا، ډېری داسې ښځې د زېږون پر مهال روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري. د نړۍ د حقايقو د کتاب په وينا، په افغانستان کې هره مور په اوسطه توګه ۴.۵۳ ماشومان زېږوي.

۲ – د روغتيايي خدماتو د مرکزونو کمښت

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د احصايې ادارې له معلوماتو سره سم، د تېر لمريز کال (۱۴۰۱) تر دويمې ربعې پورې په هيواد کې درې زره او ۴۷۲ روغتيايي مرکزونه فعال و. په دې روغتيايي مرکزونو کې ۷۲۵ روغتونونه (۲۰۷ دولتي او ۵۱۸ خصوصي)، ۴۷۲ جامع روغتيايي مرکزونه، يو زر او ۷۵ اساسي روغتيايي مرکزونه او يو زر او ۲۰۰ فرعي روغتيايي مرکزونه شامل دي. همدا راز، د همدې کال په دويمه ربع کې دوه زره او ۷۵۷ لابراتوارونه فعال و چې يو زر او ۲۵۶ يې دولتي لابراتوارونه و او پاتې يو زر او ۵۰۱ لابراتوارونه شخصي و. د تېر کال د اوړي تر پایه د هيواد په روغتيايي مرکزونو کې ۱۵ زره او ۳۱۸ بسترونه موجود و.

خو د ۱۴۰۰ لمريز کال په همدې مهال کې ۶۹۷ روغتونونه (۱۹۳ دولتي روغتونونه او ۵۰۴ خصوصي)، ۴۵۳ جامع روغتيايي مرکزونه، يو زر او درې اساسي روغتيايي مرکزونه او يو زر او ۲۸۱ فرعي روغتيايي مرکزونه فعال و. د همدې کال په دويمه ربع کې يو زر او ۳۸۰ دولتي لابراتوارونه او يو زر او ۵۴۷ خصوصي لابراتوارونه فعال و. همدا راز ۱۴ زره او ۱۳۱ بسترونه موجود و.

دا شميرې ښيي چې د ۱۴۰۰ کال په پرتله د ۱۴۰۱ کال په دويمه ربع کې دولتي روغتونونه ۷.۳ سلنه، خصوصي روغتونونه ۲.۸ سلنه، جامع روغتيايي مرکزونه ۴.۲ سلنه او اساسي روغتيايي مرکزونه ۷.۲ سلنه زيات شوي دي خو فرعي روغتيايي مرکزونه د ۱۴۰۰ کال د دويمې ربع په پرتله د ۱۴۰۱ کال په دويمه ربع کې ۶.۳ سلنه کم شوي دي. له دې سره – سره، د تېر کال په مقايسه د ۱۴۰۱ کال په دويمه ربع کې خصوصي لابراتوارونه درې سلنه زيات شوي او دولتي لابراتوارونه نهه سلنه کم شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د احصايې ادارې شميرې ښيي چې په افغانستان کې د روغتيايي مرکزونو فعاليت پر هيواد د دې ډلې له بشپړ حاکميت سره – سره پراخ شوی نه دی او روغتيايي مرکزونو ته د وګړو لاسرسی کم شوی دی. له دې شمېرو سره سم، د ۱۴۰۰ کال پر مهال په افغانستان کې د ۵۱۴ خصوصي روغتونونو په شمول درې زره او ۴۰۳ روغتيايي مرکزونه فعال و. په ۱۳۹۹ کال کې دا شمېره د ۴۸۰ خصوصي روغتونو په شمول درې زره او ۴۰۴ ته رسېدله. يعنې پر افغانستان د طالبانو د يونيم کلنې واکمنۍ پر مهال په ۱۴۰۱ کال کې د دولتي روغتيايي مرکزونو شمېر له دوه زره او ۹۲۴ څخه دوه زره او ۹۵۴ ته زيات شوی دی خو په همدې موده کې دې روغتيايي مرکزونو ته د وګړو لاسرسی کم شوی دی. د ۱۳۹۹ پر مهال چې د افغانستان نفوس ۳۲ ميليونه او ۸۹۰ زره او ۱۷۱ اټکل شوی و، هرو ۱۱ زره او ۲۵۰ نفرو يوه روغتيايي دولتي مرکز ته لاسرسی درلود خو د ۱۴۰۱ کال پر مهال چې د هيواد نفوس ۳۴ ميليونه، ۲۶۲ زره او ۸۴۰ نفره اټکل شوی دی، هر ۱۱ زره او ۶۰۰ نفره يوه دولتي روغتيايي مرکز ته لاسرسی لري.

همدارنګه د تېر کال پر مهال بسترونه هم کم شوي دي؛ يعنې د هرو ۱۰ زره نفرو لپاره ۴.۴۷ بسترونه و. دا شمېره په ۲۰۱۹ کال کې د کرونا ويروس تر خپرېدو وړاندې پنځو بسترونو ته رسيدله.

له دې سره – سره، واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته شاوخوا دوه زره مرکزونه چې په افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو تر څنګ د نړيوالو موسېساتو له خوا جوړ شوي و، تړل شوي دي.

همدا راز د نړيوال بانک له اعلان سره سم، په ۲۰۱۷ کال کې د هيواد ۸۷ سلنه وګړو د دوه ساعته په واټن سره روغتيايي مرکزونو ته لاسرسی درلود. هغه مهال په هيواد کې دوه زره او ۶۸۴ روغتيايي مرکزونه فعال و. دې بانک د تېر کال په نوامبر مياشت کې د يوې سروې پايلې اعلان کړې چې په افغانستان کې روغتيايي معاينې ته د ۲۰۲۱ د اګست په پرتله په ۲۰۲۲ اګست کې اړتيا ۱۲ سلنه زياته شوې ده. په ۲۰۲۱ کال کې ۷۶ سلنه کورنيو ويلي و چې د هغوی لږ تر لږه يو غړی روغتيايي معاينې ته اړتيا لري، خو په ۲۰۲۲ کال دا شمېرې ۸۸ سلنې ته ختلې دي.

د روغتيا نړيوال سازمان هم د افغانستان په اړه د يوه راپور په خپرولو سره اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال په دې هيواد کې ۱۷.۶ ميليونه وګړي روغتيايي مرستو ته اړتيا لري. دې سازمان ويلي و چې که څه هم روغتيايي سرچينې او امکانات به ثابت وي، خو روغتيايي پاملرنو او معاينو ته اړتيا په «تصاعدي» توګه زياتېږي. ايمرجنسي روغتون او «د ناورين د طبي څېړنو، بشرپالو مرستو او نړیوالې روغتيا مرکز» د روان کال په مارچ مياشت کې روغتيايي معاينو ته د هيوادوالو د لاسرسي په اړه راپور خپور کړ چې ۱۸.۱ ميليونه وګړي شديدې روغتيايي اړتياوې لري. په دې لړ کې روغتيايي مرکزونو ته د ښځو لاسرسی تر پخوا کم شوی دی. له هرو پنځو کسانو چې مرکې ورسره شوې دي، يوه ويلي چې تېر کال يې روغتيايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له وجې د کور يو غړی بايللی دی. همدا راز نيمو ځواب ويونکو زياته کړې چې روغتيايي مرکزونو ته د مراجعې پر مهال يې درمل په ځنډ تر لاسه کړي دي.

په دولتي مرکزونو کې ډاکټرانو هم د دې راپور پوښتنو ته په ځوابونو کې ويلي، چې لازم امکانات ورسره نشته او مراجعين د روغتيايي مرکزونو تر ظرفيت څو چنده زيات دي. له دې سره – سره، په راپور کې ويل شوي چې روغتيايي مرکزونه لازم تجهيزات او امکانات نه لري او ناروغان د ډېری معايناتو لکه سی‌ټی‌سکين، سونوګرافي، ايم‌آر‌آی او نورو لپاره کابل ته لېږل کېږي. کومو روغتیايي کارمندانو او ناروغانو چې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره خبرې کړې دي، هغوی هم د تجهيزاتو او درملو له کمښت څخه شکايت کړی دی. ډاکټرانو ويلي چې د درملو د کمښت له وجې اړ کېږي چې «اکثريت وختونه» ناروغانو ته «اراموونکي» درمل ورکړي.

۳ – غذايي ناامني

افغانستان لا هم د قحطۍ له تر ټولو لوړ خطر او له تر ټولو جدي بشري کړکېچ سره مخ دی چې واک ته د طالبانو په رسېدو سره یې نور هم شدت موندلی دی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په وينا، د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۳ کال کې بشري مرستو ته د اړو افرادو کچه ۳۵۰ سلنه زياته شوې ده. په ۲۰۱۹ کال کې د اړو خلکو کچه ۶.۳ ميليونه نفرو ته رسېده. دا شمېره په ۲۰۲۰ کال کې ۱۴ ميليونه نفرو، په ۲۰۲۱ کې ۱۸.۴ ميليونه نفرو، په ۲۰۲۲ کې ۲۴.۴ ميليونه نفرو او په روان کال کې ۲۸.۳ ميليونه نفرو ته لوړه شوې ده. په همدې توګه، غذايي ناامني او خوارځواکۍ هم زياته شوې ده. په ۲۰۲۲ کال کې ۶.۶ ميليونه وګړو په افغانستان کې غذايي ناامني تجربه کړې ده. دا شمېره په ۲۰۲۱ کال کې ۴.۲ ميليونه او په ۲۰۲۰ کال  کې ۴.۳ ميليونه نفرو ته رسېده. د غذايي امنيت د جامع طبقه‌بندۍ د سازمان له شمېرو سره سم، د ۲۰۲۲ کال له مارچ څخه بيا د سږ کال تر مارچ پورې ۶.۱ ميليونه نفرو د غذايي ناامنۍ بېړنۍ کچه تجربه کړې ده. دې سازمان همدا راز ويلي چې د همدې میلادي کال تر روانې مياشتې پورې به څلور ميليونه، ۲۷ زره او ۳۹۲ ماشومان له خوارځواکۍ وکړېږي. په دې لړ کې ښايي دوه ميليونه، ۳۴۷ زره او ۸۰۰ ميليونه په نيمه حاد خوارځواکۍ او ۸۷۵ زره او ۲۲۷ نور په حاد خوارځواکۍ اخته شي. ۱۲۵ زره نور ماشومان به هم له شديدې خوارځواکۍ د را پيداکېدونکو عوارضو ښکار شي. اټکل دا کېږي چې ښايي په دې موده کې به ۸۰۴ زره او ۳۶۵ امیندوارې او شيدې ورکوونکې ښځې هم په حاد خوارځواکۍ اخته شي.

يونيسف ويلي، چې په نړۍ کې د ماشومانو د يو پر پنځه مړينې لامل خوارځواکي ده او تقريبا نيم ماشومان له خوارځواکۍ څخه د پېښو شويو ناروغيو له وجې مري. د سوء تغذيې له وجې په افغانستان کې د مړو شويو ماشومانو دقيق شمېر نشته، خو دويچه‌وله د روان لمريز کال د وري مياشتې پر ۲۲مه نېټه په کابل کې د صحت طفل روغتون د ډاکټرانو په وينا راپور ورکړی و، چې په يوه مياشت کې شاوخوا څلور زره ناروغان دې روغتون ته ور وړل شوي چې له هغو ۱۵۰ تنه مړه شوي دي.

۴ – په لاعلاجه ناروغيو د اخته کېدونکو زياتوب  

ايډز ناروغۍ

په افغانستان کې د ايډز ناروغۍ د خپرېدلو په اړه هم خبرداری ورکړل شوی دی. د ايچ آی وي/د ملګرو ملتونو د ايډز دفتر د مشترکو شمېرو له مخې په ۲۰۲۱ کال کې تر ۱۱ زره زيات خلک په افغانستان کې په ايچ آی وي ويروس ککړ و. په دې لړ کې زر نفر هغه ماشومان دي چې عمرونه يې تر ۱۵ کلنۍ ښکته دي، اووه زره او ۴۰۰ نور تر ۱۵ کلنۍ لوړ نارينه او درې زره نورې تر ۱۵ کلنۍ پورته ښځې دي خو د طالبانو د عامې روغتيا وزارت په وينا، د ايچ آی وي په ويروس له ټولو ککړو خلکو څخه يوازې درې زره او ۲۹۲ نفره پېژندل شوي دي چې ۱۹۵ يې ماشومان دي. پاتې نور ۷۵ سلنه د ايډز ناروغان نارينه او ښځې دي. په ۱۳۹۹ کال کې په ايډز د ککړو ناروغانو شمېر درې زره او ۶۶ نفره ښودل شوی و. دا شميرې ښيي چې په تېرو دوو کلونو او د طالبانو په واکمني کې ايډز ناروغۍ ۶.۸۸ سلنه زياته شوې ده. له دې سره – سره، له ايډز ناروغۍ سره د مبارزې په نړيواله ورځ د تېر کال د لیندۍ پر ۱۳مه نېټه د طالبانو روغتيايي چارواکو اعلان وکړ چې د ايچ آی وي ويروس له خپرېدو سره د مقابلې لپاره لازم امکانات نه لري او تر ډېره حده د ايډز په اړه په عامه پوهاوي اخته دي.

د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې، د ايچ آی وي ازموينه او د ايډز ناروغانو درملنه يوازې په ۲۰ روغتيايي مرکزونو کې کېدله او د افغانستان تېر حکومت هم له ايډز ناروغۍ سره د مبارزې لپاره عامه پوهاوی کاوه. په ۲۰۱۸ کال کې، د هغه وخت د روغتيا وزير فيروز الدين فيروز د ديني عالمانو په وسیله له دې ناروغۍ سره د مبارزې په يوه برنامه کې ويلي و چې «تن‌‌پلورنه» او «روږدتيا» په افغانستان کې د ايډز ويروس د خپرېدو دوه عمده لاملونه دي. په افغانستان کې ډیری خلک فکر کوي چې په ايچ آی وي له اخته وګړو سره تر جنسي اړيکو وروسته دا ناروغي خپرېږي او همدا وجه ده چې عموما د ايډز ناروغان ځان له ټولنې پټوي. د طالبانو سختدريځو اقداماتو ښايي د دې ناروغانو تر منځ وېره نوره هم زياته کړې وي.

سل ناروغۍ

د روغتيا نړيوال سازمان سل ناروغۍ په افغانستان کې «يوه لويه روغتيايي ننګونه» بللې ده. د دې سازمان له اعلان سره سم، هره ورځ په هيواد کې ۲۰۸ نفره په سل اخته کېږي چې له امله يې ۳۳ تنه مړه کېږي. د طالبانو روغتيا وزارت هم اعلان کړی دی چې د سل ناروغانو شمېر زيات شوی او د روان کال تر وري/حمل مياشتې ۷۵ زره نفر پرې اخته شوي دي. دې وزارت د تېر کال په وري کې هم د سل ناروغانو شمېر ۷۵ زره نفر ښودلی او اعلان يې کړی و چې په ۱۱ زره ناروغان ترې مړه شوي دي. دا شميرې ښيي چې په افغانستان کې د سل ناروغۍ ۱۴.۶۶ سلنه ناروغان مري. د روغتيا د نړيوال سازمان له لوري د مړو شويو شمېره ۱۵.۶۸ سلنه (۱۲ زره او ۴۵ ناروغان) ده. د طالبانو تر واکمنۍ يو کال وړاندې دا شمېره ۱۳.۴۲ سلنه وه. د پخواني حکومت روغتيا وزارت د ۱۴۰۰ کال په وري مياشت کې اعلان وکړ چې د روان ۲۰۲۰ کال پر مهال ۷۳ زره تنه په سل اخته شوي دي چې په دې لړ کې نهه زره او ۸۰۰ ناروغان مړه شوي دي.

همدا راز، د طالبانو د عامې روغتيا وزارت په وينا، په هيواد کې په سل ناروغۍ د اخته خلکو لپاره ۸۵۲ مرکزونه فعال دي چې د دې ناروغۍ پرمختللې درملنه يوازې د کابل په «افغان-جاپان روغتون» کې کېږي.

سرطان ناروغۍ

سرطان په نړۍ کې هغه ناروغۍ ده چې ډېر لګښت لري، په افغانستان کې هم په دې ناروغۍ د اخته افرادو شمېر او ترې مړينه لوړه ده. د طالبانو عامې روغتيا وزارت د ۱۴۰۰ کال د سلواغې په مياشت کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې هر کال ۴۰ زره کسان په سرطان ناروغۍ اخته کېږي او له منځه يې له ۱۶ څخه بيا تر ۲۰ زرو کسانو مري. يوازې تېر کال د کابل جمهوريت روغتون ته ۲۰ زره په سرطان اخته افرادو رجوع کړې ده. دا شمېرې په ۱۳۹۹ (۲۰۲۰ ميلادي) کال کې په سرطان د اخته وګړو شمېر دوه برابره زيات ښيي. د سرطان د څېړنو د نړيوالې موسېسې له اعلان سره سم، په افغانستان کې په سرطان د اخته خلکو شمېر په ۲۰۲۰ کې ۲۲ زره او ۸۱۷ او د مړو شمېر ۱۶ او ۱۸ نفره و. په سرطان له اخته افرادو ۵۳ سلنه يې ښځې وې.

د دې موسېسې له اعلان سره سم، په افغانستان کې د سرطان تر ټولو پراخه بڼه د تيو سرطان دی. په ۲۰۲۰ کال کې ۲۸.۹ سلنه  وګړي په دا ډول سرطان اخته شوي دي. تر دې وروسته په ترتيب د معدې (۱۲.۴ سلنه)، رِحم (۱۰.۴ سلنه)، سږي (۸.۱ سلنه)، پروستات (۶.۱ سلنه) او غاړې (شپږ سلنه) سرطان دي. همدا راز د ځيګر، وينې، تخمدان او مثانې سرطان هم په هيواد کې عام دي.

د سرطان له لوړو او زياتېدونکو شمېرو سره – سره په افغانستان کې يوازې درې روغتونونه په کابل، بلخ او هرات کې چې ۹۰ بستره لري د سرطان د ناروغانو درملنه کوي. په کابل کې د جمهوريت روغتون چې تر ټولو مجهز او لوی روغتون دی ۶۰ بستره لري. د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د دې روغتون د سرطان څانګې يو ميليون ډالري بودیجه قطع شوې او خدمات پکې يوازې د سره صليب د نړيوالې کميټې په وسيله د کارمندانو او ډاکټرانو د مياشتنيو معاشونو په تاديه روان دي. له دې سره – سره، ناروغان د سرطان ناروغۍ د بېلابېلو مرحلو د تشخيص لپاره ازموينې لکه سيټي سکين او ايم آر آی په خصوصي روغتيايي مرکزونو کې کوي او درمل هم له دباندې اخلي.

پوليو

افغانستان او پاکستان په ۱۹۸۸ کال کې له ۱۲۵ هيوادونو څخه يوازېني هیوادونه دي چې په پوليو ويروس ککړ دي چې لا هم په دې هيوادونو کې ماشومان په پوليو د اخته کېدو له وجې د تل لپاره فلج کېږي. په تازه توګه په ننګرهار ولايت کې روغتيايي سرچينې تاييدوي چې د دې ولايت په بټي کوټ او کوټ ولسوالیو کې د ماشومانو د فلج يا پوليو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د سرچينو په وينا، يو څلور کلن هلک چې د دې ناروغۍ له کبله یې ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ۱۱ کلن هلک په پوليو ناروغۍ اخته شوی دی. تېر کال هم په دې هيواد کې د پوليو دوې مثبتې پېښې ثبت شوې وې. دا شمېره په ۲۰۲۱ کال کې څلور وه، په ۲۰۲۰ کې ۵۶، په ۲۰۱۹ کې ۲۹ او په ۲۰۱۸ کې ۲۱ پېښې وې. پوليو ډیری وختونه تر پنځه کلنۍ کم ماشومان وهي چې درملنه نه لري. د دې ناروغۍ مخه يوازې د واکسين په ورکولو سره نيول کېدلای شي. افغانستان په ۱۹۴۴ کال کې د پوليو د مخنيوي لپاره د واکسين له کمپاين سره يو ځای شو. له هغه وخته تر ۲۰۰۲ پورې دا واکسين د دې هيواد په کليو کې په حوزوي توګه او له ۲۰۰۲ څخه تر اوسه کور په کور تطبيقېږي.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د روغتيا نړيوال سازمان اعلان وکړ چې ۳.۳ ميليونه ماشومانو د پوليو ويروس له خطره په ډکو او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سيمو کې واکسين نه دی کړی. له خطره ډکې سيمې اکثريت وخت د طالبانو تر واک لاندې وې او دې ډلې د افغانستان د پخواني دولت او ملګرو ملتونو په وينا په دې سيمو کې د پوليو واکسين د تطبيق مخالفت کاوه. د دې بهير د تطبيق د مخنيوي په لړ کې پر واکسيناتورانو په ځانګړې توګه پر ښځينه واکسيناتورانو د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې خونړي بريدونه کېدل. د طالبانو تر واکمنېدو وروسته شاوخوا ۹.۹ ميليونه ماشومان د روغتيا د نړيوال سازمان او يونيسف له لوري واکسين شوي دي؛ هغه اقدام چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د پوليو د محوې لپاره مهم او افغانستان يې دې هدف ته نږدې کړی دی.

د ۲۰۲۰ کال پر مهال چې کله افريقا له پوليو پاکه اعلان شوه، دا د پوليو واکسين د نړیوالې برنامې لويه لاسته راوړنه وه. دا بريا د هغو واکسيناتورانو په وسيله تر لاسه شوه چې د چاد جهیل جګړييزو سيمو ته ولاړل او ماشومان يې واکسين کړل. هلته ۹۵ سلنه واکسيناتورانې ښځې وې. تر دې وړاندې هند هم د ښځينه واکسيناتورانو په زياتولو سره توانېدلی و چې د پوليو ريښه ختمه کړي. اوس د طالبانو له لوري پر ښځو د کار د بنديز له وجې دا اندېښنه تر بل هر وخت زياته شوې چې ښايي ګوزڼ به يو ځل بيا په دې هيواد کې خپور شي. پاکستان هم د پوليو د محوه کولو لپاره د ښځينه واکسيناتور شمېر تر ۶۲ سلنې زيات کړی دی.

۵ – د رواني ناروغيو زياتوب

د رواني سلامتۍ له اړخه افغانستان د «يوې فاجعې پر درشل» ولاړ دی. د پخواني دولت د عامې روغتيا وزارت د ۲۰۱۸ پر مهال د يوې سروې پايلې خپرې کړې چې ښودلې يې وه چې د افغانستان په هرو دوو وګړو کې يو له رواني فشاره کړېږي. همدا راز له دې سروې سره سم، په هرو پنځو نفرو کې يو دانه د خپلو رواني ستونزو له وجې نشي کولای ورځنيو چارو ته رسيدګي وکړي. د طالبانو عامې روغتيا وزارت ويلي، چې په تېرو څلورو کلونو کې وضعيت تر دې هم بدتر شوی دی. دې ډلې زياته کړې چې د ۲۰۲۱ کال پر مهال تر دوه ميليونه زياتو وګړو په دولتي روغتيايي مرکزونو کې د رواني روغتيا خدمات تر لاسه کړي دي.

د يونيسف له شمېرو سره سم، د ۲۰۲۲ کال له اګست مياشتې بيا د دې کال تر اګست پورې شاوخوا څلور ميليونه او ۴۶۰ زره ماشومانو او لويانو په افغانستان کې رواني ملاتړ ته اړتيا درلوده چې يوازې يو ميليون او ۳۰۸ زره نفرو خدماتو او درملنې ته لاسرسی درلود. له دې سره – سره، د بشر حقونو څار د ۲۰۲۳ د اکتوبر پر لسمه ويلي و چې د افغانستان تر نيمايي ډېر وګړي خپګان، اضطراب او سټريس تجربه کوي او د پخواني دولت له شمېرو سره سم تر ۱۰ سلنه کم وګړي د دولت له لوري رواني-ټولنيز ملاتړ تر لاسه کړی دی.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق هم د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر پر ۱۰مه اعلان وکړ چې اقتصادي کړکېچ، د لسيزو جګړې او د طالبانو بنديزونو د ماشومانو پر رواني روغتيا بدې اغېزې کړې دي او د هغوی رواني-ټولنيزه روغتيا يې زيانمنه کړې ده. دې سازمان خبرداری ورکړی و چې افغانستان د يوې فاجعې پر درشل ولاړ دی. د دې رواني ستونزو ډېره برخه نجونو ته ور تر غاړې ده. د ماشومانو صندوق زياته کړې چې له هرو څلورو نجونو څخه يوه يې د خپګان يا اضطراب نښې لري. نجونې د طالبانو د بنديزونو له وجې ښوونځي، پوهنتون، پارک، پلورنځي او ټولنيزو چارو څخه بې برخې شوې دي. اقتصادي کړکېچ هم د دې لامل شوی چې کورنۍ نجونې ژر واده کولو ته اړې کړي، د ماشومانو د صندوق په وينا چې په دې توګه به دوی د کورنۍ نورو غړو ته خواړه برابر کړي.

د روغتيايي کادرونو کمښت

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د احصايې ادارې په وينا، د تېر لمريز کال (۱۴۰۱) په دويمه ربع کې اته زره او ۸۴۵ ډاکټرانو په دولتي روغتيايي مرکزونو کې کار کاوه. همدا راز ۲۵۷ د غاښونو او يو زر او ۶۲۰ درمل جوړوونکي د تېر کال تر دويمې ربعې په دې مرکزونو کې بوخت و. په دولتي بنسټونو کې د متوسطو طبي کارکوونکو شمېر هم ۲۳ زره او ۵۲۵ ته رسېږي. د ۱۴۰۰ لمريز کال پر مهال په همدې موده کې د ډاکټرانو شمېر ۱۰ زره او ۹۳ و چې دا شمېر د ۱۴۰۰ کال تر پای پورې نهه زره او ۲۲ ډاکټرانو ته راښکته شوی و. په دې موده کې د غاښو د ډاکټرانو شمېر ۲۳۹، د درمل جوړوونکو شمېر يو زر او ۵۷۲ او د متوسطو طبي کارمندانو شمېر ۲۰ زره او ۴۵ نفرو ته رسېده.

دا شميرې د ۱۴۰۱ کال تر لومړۍ نيمايي پورې پر هيواد د طالبانو له واکمنېدو راهيسې د يو زر او ۲۴۸ ډاکټرانو کمښت ښيي چې د تېرو کلونو په پرتله بې مخينې دي. د ۱۴۰۱ کال په دويمه ربع کې درې زره او ۸۷۳ نفرو يوازې يوه ډاکټر ته لاسرسی درلود؛ يعنې د هرو لسو زرو کسانو لپاره ۲.۵۸ ډاکټران موجود و؛ په داسې حال کې چې د روغتيا د نړيوال سازمان له لوري دا شمېره د ۲۰۱۹ پر مهال په پاکستان کې ۱۰.۸۴ ډاکټرانو، د ۲۰۱۸ پر مهال په ايران کې ۱۵.۱۴ ډاکټرانو، د ۲۰۱۴ پر مهال په تاجکستان کې ۱۷.۹۸ ډاکټرانو، د ۲۰۱۴ پر مهال په ازبکستان کې ۲۳.۷۳ ډاکټرانو او د ۲۰۱۴ پر مهال په ترکمنستان کې ۲۱.۴۷ ډاکټرانو ته رسېده. کيوبا تر ټولو ډېر ډاکټران لري، په دې هيواد کې د هرو ۱۰ زره نفرو لپاره په منځنۍ کچه ۸۴.۲۷ ډاکټران موجود دي.

همدا راز د طالبانو تر کنټرول لاندې د معلوماتو او احصايې ادارې د ۱۴۰۰ کال له کلني راپور سره سم چې سږ کال تر نهه زره د زياتو ډاکټرانو له مجموعې څخه درې زره او ۲۰۹ نفره متخصص دي. په دې افرادو کې دوه زره او ۴۷ نارينه او يو زر او ۱۶۲ ښځې دي. د متخصصو ډاکټرانو له مجموعې ۷۹۵ نفر د ماشومانو متخصصين دي، ۷۰۱ د نسايي او ولادي متخصصين دي، ۱۹۵ نفره د عمومي داخلې متخصصين دي، ۱۸۱ نفر د ګوش‌وګلو متخصصين دي، ۱۵۸ نفر د غاښونو متخصصين دي، ۱۴۳ نفر د ارتوپيدي متخصصين دي، ۸۷ نفر د سترګو متخصصين دي، ۷۱ نفر د عدلي طب متخصصين دي، ۷۰ نفر د پوستکي متخصصين دي، ۷۰ نفر د انستيزيولوژي متخصصين دي، ۵۹ نفر عقلي او عصبي متخصصين دي، ۴۸ نفر د توبرکلوز متخصصين دي، ۳۸ نفر د راډيولوژي متخصصين دي، ۲۰ نفر د انتاني متخصصين دي، ۲۰ نفر د يورولوژي متخصصين دي، اته نفره د اعصابو جراح او پاتې ۵۶۴ په نورو برخو کې تخصص لري. له دې شمېرو سره سم، د هيواد د هرو لس زره او ۴۶۰ نفرو لپاره يو متخصص ډاکټر شته دی. د متخصصو ډاکټرانو له مجموعې ۵۶.۵۶ سلنه يې په پلازمېنه کابل کې مېشت دي، چيرته چې د هيواد يوازې ۱۶ سلنه وګړي مېشت دي.

په ۱۴۰۱ کال کې د متخصصو ډاکټرانو په اړه شميرې نه موندل کېږي.

همدا راز د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې د پخواني حکومت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی و چې له دې وزارت سره ۳۴ زره قابلې ثبت دي چې له هغوی څخه يوازې شپږ زره يې کار کوی. دې وزارت ويلي و چې له دې کسانو ډېری يې هغه دي چې لنډمهالې زدکړې يې کړې دي او په خپلو سيمو کې فعاليت کوي. له هغوی څخه يو شمير يې هم په مديريتي برخو کې کار کوي خو د طالبانو تر واک لاندې د احصايې اداره ښيي چې د ۱۴۰۰ کال پر مهال درې زره او ۵۳۵ قابلې د افغانستان په روغتيايي مرکزونو کې په کار بوختې وې. دا شمېره د درې کاله وړاندې (۱۳۹۷) په پرتله ۲.۶۱ سلنه کمښت ښيي. د ۱۳۹۷ کال پر مهال درې زره او ۶۳۰ قابلو په افغانستان کې کار کاوه.

همدا راز، د روغتيا د نړيوال سازمان له شمېرو سره سم، د ۲۰۱۸ کال پر مهال په افغانستان کې هرو لسو زرو وګړو ۲.۸ ډاکټرانو، نرسانو او قابلو ته لاسرسی درلود چې د کړکېچ د کمښت له معيار څخه اته برابره کمه شمېره ده. د کړکېچ د کمښت معيار د هرو لسو زرو نفرو لپاره ۲۳ ډاکټران، نرسان او قابلې دي.

د روغتيا د نړيوال سازمان له شمېرو سره سم، د ۲۰۲۱ کال پر مهال يو زر او ۹۲۶ ډاکټرانو، درې زره او ۷۴۸ نرسانو او دوه زره او ۹۸۴ قابلو په افغانستان کې کار کاوه. دې سازمان په خپل تازه راپور کې هم ويلي، چې د طبي متخصصينو کډوالي په افغانستان کې د روغتيايي نظام اصلي ننګونه ده. ايمرجنسي روغتون او «د ناورين د طبي څېړنو، بشرپالو مرستو او نړيوالې روغتيا مرکز» ويلي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ډېرو روغتيايي کادرونو افغانستان پرېيښی دی او دا هيواد په دې برخه کې له جدي ننګونې سره مخ دی. په دې راپور کې د لوګر د ولايتي روغتون د رييس صديق په وينا ويل شوي چې په دې ولايت کې يوازې دوه جراح او يو د اورتوپيدي ډاکټر فعاليت کوي. د ده په وينا چې لوګر ۷۰ زره نفوس لري او که له دې جراحانو څخه يو يې په ورځ کې لس نفره جراحي کړي نو دا ډاکټران به استراحت ونه لري.

په همدې حال کې د کابل په ايمرجنسي روغتون کې يوه ډاکټر ويلي، چې د افغانستان په روغتيايي نظام کې به د ډاکټرانو د کډوالۍ له امله پېښ شوی زيان په راتلونکو ۲۰ او تر ۳۰ کلونو کې جبران نشي. په راپور کې د طب څانګې په اړه د متقاضيانو کمښت هم اندېښمنوونکی بلل شوی دی او ويل شوي چې د متقاضيانو شمېر له يو زر او ۵۰۰ څخه ۱۵۰ ته کم شوی دی.

د طالبانو د روغتيا وزارت سرپرست قلندر عباد هم د کب پر ۲۱مه له ډاکټرانو سره په يوه انلاين غونډه کې وويل چې د طبي متخصصينو کمښت په افغانستان کې جدي ننګونه را پيدا کړې ده.

همدا راز د بې پولې خبريالانو سازمان (ايم ايس ايف) په يوه راپور کې ويلي، چې د طالبانو بنديزونو روغتيايي خدماتو ته د ښځو پر لاسرسي ډېر اغېز کړی دی. دې سازمان زياته کړې چې افغانستان د ښځينه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی او ډېری ښځينه ناروغانې روغتيايي مرکزونو ته د تګ اجازه نه لري.

۷ – د درملو په چمتو کولو کې بې وسي

د عامې روغتيا د قانون او د افغانستان د ځنډول شوي اساسي قانون پر اساس، د روغتيايي خدماتو وړاندې کول او د فردي روغتيا ساتنه او چاپېريالي حفظ الصحه د روغتيا وزارت مسووليت دی. همدا راز دا وزارت مسووليت لري چې د روغتيايي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د خصوصي فعاليت زمينه برابره کړي او د هغو اړوندې چارې وڅاري؛ په دې معنا چې روغتيا وزارت د افغانستان په روغتيايي نظام کې د سياست جوړونې، مديريت او نظارت رول لري.

په تېرو دوو لسيزو کې د افغانستان له روغتيايي نظام څخه د نړيوالې ټولنې له پراخ ملاتړ سره – سره، تر اوسه هم په افغانستان کې کورنۍ د روغتيايي مصارفو ۷۷ سلنه له خپله جيبه پرې کوي. د طالبانو د روغتيا وزارت معاون محمد حسن غياثي د تېر کال د لیندۍ پر ۲۱مه وويل چې پاتې ۱۸.۶ سلنه روغتيايي لګښتونه ملي او نړيوال موسېسات پوره کوي او د دې ډلې تر کنټرول لاندې دولتي بنسټونه يوازې ۳.۴ سلنه لګښت ورکوي. په ۲۰۱۷ کال کې ۷۵.۵ سلنه روغتيايي لګښتونه له شخصي کورنيو د روغتيايي خدماتو د وړاندې کولو پر مهال تر لاسه کېدل. همدا راز ۱۹.۴ سلنه روغتيايي لګښتونه نړيوالو تمويلوونکو او ۵.۱ سلنه هم د افغانستان دولت ورکول. دا شمېرې ښيي چې د شخصي کورنيو له پيسو د روغتيايي لګښتونو پرې کول ۱.۵ سلنه زيات شوي او د دولت له داخلي منابعو ۱.۷ سلنه لګښت کم شوی دی؛ په داسې حال کې چې د افغانستان دوه پر درېيمه برخه نفوس (۲۸.۳ ميليون وګړي) بشري مرستو ته اړتيا لري.

د ايمرجنسي روغتون او «د ناورين د طبي څېړنو، بشرپالو مرستو او نړيوالې روغتيا د مرکز» له راپور سره سم، د افغانستان له هرو دوو وګړو څخه يو يې د درملو د اخيستلو توان نه لري. له دې افرادو نيم يې اړ شوي چې د درملو اخیستلو لپاره د خوراک او يا هم لباس پيسې ورکړي. همدا راز د هيواد ۸۵ سلنه وګړي اړ شوي چې د درملو اخیستلو لپاره قرض واخلي. د بې پولې خبريالانو سازمان هم په خپل راپور کې ويلي دي چې د ۲۰۲۲ پر مهال د افغانستان ډېری وګړو د اقتصادي ستونزو له وجې خپله درملنه ځنډولې ده.

په همدې حال کې، د طالبانو کابينې د دې ډلې د روغتيا وزارت بودیجه د ۱۴۰۰ کال په پرتله په ۱۴۰۱ کال کې شپږ نيم برابره کمه کړې ده. په ۱۴۰۰ کال کې د روغتيا وزارت بودیجه ۳۰ ميليارده، ۱۱۵ ميليونه، ۲۶۲ زره او ۵۵۹ افغانۍ (۲۳ ميليارده، ۳۵۲ میليونه، ۲۴۹ زره او ۵۰۰ افغانۍ انکشافي بودیجه او شپږ ميليارده، ۷۶۳ ميليونه، ۱۳ زره او ۵۹ افغانۍ عادي بودیجه) وه. په داسې حال کې چې د ۱۴۰۱ کال پر مهال د دې وزارت بودیجه څلور ميليارده، ۵۷۱ ميليونه، ۲۲۲ زره او ۶۰۰ افغانۍ (۵۷۳ ميليونه، ۵۰۷ زره او ۱۲۷ افغانۍ انکشافي بودیجه او درې ميليارده، ۹۹۵ ميليونه، ۷۱۵ زره او ۴۷۳ افغانۍ عادي بودیجه) وه. له دې سره – سره د ۱۴۰۰ کال پر مهال ۲۶ سلنه انکشافي بودیجه او ۵۲ سلنه عادي بودجه مصرف شوې ده؛ خو په ۱۴۰۱ کال کې انکشافي بودیجه ۱۶ سلنه او عادي بودیجه ۱۴ سلنه مصرف شوې ده. دا شميرې د افغانستان د روغتیايي نظام له کاره لوېدل ښيي، سره له دې چې بودیجه شپږ برابره کمه شوې خو بيا هم دا اداره نه ده توانيدلې چې خپله بودیجه مصرف کړي.

يونيسف په خپل کلني راپور کې اعلان کړی چې د ۲۰۲۲ پر مهال يې د ۴۵.۷ میليونه ډالرو په ارزښت يې هغو يو زر او ۲۰۰ زياتو روغتيايي مرکزونو ته طبي توکي وېشلي دي چې دا سازمان يې ملاتړ کوي. يونيسف زياتوي چې په اکتوبر او نوامبر مياشتو کې د ډېری سیارو ډلګيو فعاليتونه ځکه کم شوي و چې د طالبانو له روغتيا وزارت سره يې تفاهم‌ليک نه و نهايي شوی او همدا راز دې ډلې د ښځو پر کار بنديز لګولی و. دا چاره په هيواد کې د درملو د چمتو کولو په شمول د دې بهير د اختلال سبب شوه.

د روغتيا نړيوال سازمان هم ويلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اکتوبر مياشتې څخه د ۲۰۲۲ تر اکتوبر پورې يې افغانستان ته دوه زره او ۱۲۲ متريک ټنه طبي تجهيزات لېږلي دي.

د افغانستان د روغتيايي نظام د ساتنې لپاره له نړيوالې مرستې سره – سره د هيواد وګړي اړ کېږي چې د درمنلې لپاره بهر ته ولاړ شي. د طالبانو د روغتيا وزارت سرپرست قلندر عباد له ډاکټرانو سره په يوه انلاين غونډه کې وويل چې هيوادوال په کلني توګه له افغانستانه دباندې نيم ميليارد ډالر د خپلې درمنلې لپاره مصرفوي.

۸ – د ښځتوب ستونزې

نجمه (مستعار) د ارزګان په «چنارتو» ولسوالۍ کې قابله ډاکټره ده. چيرته چې د تېر کال په لړم مياشت کې د يوې هزاره توکمې ډاکټرې شرعي محرم د دې ولسوالۍ په «چاکه‌جوی» سيمه کې په نښه او ووژل شو. نجمه وايي چې له کابله چنارتو ته په تلو يې د مېړه او اولادونو له ژوند او خپل ژوند سره لوبې کړي. دا زياتوي: «موږ درې سره همدلته يو. هيڅ اعتبار نشته. شونې ده چې هره شېبه زموږ دریو او يا هم يوه ژوند ختم کړل شي. خو د دنيا په دې وروستۍ نقطه کې اوسو؛ ځکه د دې ځای ښځې راته اړتيا لري.»

د کب مياشتې په لومړيو کې دوو وسله والو طالبانو د نجمې د معاینه خانې دروازه وټکوله. تر يو څه ځنډ وروسته، دستګير وڅرخېد او دروازه پرانيستل شوه. نجمه او ناروغه ښځه چې د دې پر وړاندې ناسته وه، سمدستي يې خپلې چادرۍ پر مخ را خپرې کړې. له وسله والو څخه يوه يې د خپل قومندان نوم واخيست او نجمې ته يې وويل چې خپل طبي وسايل راټول کړي او له هغوی سره دې د دې قومندان کور ته ولاړه شي. طالبان راووتل تر څو دا تياره شي. نجمې بيرته د ناروغې معاينه پېل کړه. يوه دقیقه لا هم نه وه تېره چې د نجمې شپږ کلنې لور دروازه خلاصه او مور ته يې وويل چې راووځه. دويم پيغام نجمې ته خبرداری و. ناروغې ښځې هم د پيغام جديت درک کړ او نجمې ته يې وويل چې د دې تر راتلو به ورته منتظره شي. دوه نور ناروغان هم په کتار کې ناست و او نور ناروغان هم کتار ته را روان و. نجمې خپل لازمي وسايل راټول کړل او ووتله. دې وليدل چې لور او مېړه يې له طالبانو سره يو ځای ولاړ دي. دوی پنځه سره په «فیلډر» ډوله موټر کې کېناستل او د طالبانو د قومندان د کور پر لور وخوځېدل. تر نيم ساعت وروسته هلته ورسېدل، نجمه کور ته دننه ورغله او مېړه او لور يې دباندې ورته منتظر وو.

نجمه چې کله کور ته ننوتله، د طالبانو قومندان ورته وويل چې چې په ښځه او اولاد يې بايد څه ونشي. نجمې هيڅ ونه ويل او مخامخ ناروغې ته ورغله. د دې قومندان د مېرمنې زېږون و. درد يې و او له سخته درد لټ پر لټ اوښته. نيم ساعت وروسته يې د قابلې په مرسته زېږون وکړ. کله چې د دې درد زيات شو نو ګاونډيو ښځو يې په خوله کې پارچه ورته کېښوده. استدلال يې کاوه چې سړي يې د کور په مخ کې ناست دي او د دې فرياد او غږ بايد وانه وري.

د طالب قومندان ښځې ته د شپې په وروستيو کې چې لا هم تياره وه درد پيدا شوی و. دې هغه مهال خپل مېړه ته د درد د ويلو جرأت نه و کړی. د سهار تر رڼا پورې يې درد په چوپتيا زغملی و، پټ يې ژړل او د خپل درد د کمولو لپاره يې خپل مټ چيچه. مېړه چې يې څه وخت راکېناست، نه يې غوښتل چې دا روغتيايی مرکز ته يوسي بلکې خپل افراد يې د قابلې ډاکټر د راوستلو لپاره ولېږل. نجمې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل چې د دې ولسوالۍ په ډېری نقاطو کې د ښځو ناروغۍ داسې نه ګڼل کېږي چې دادې هم ناروغې وي.

نجمې همدا راز زياته کړه چې که د دې طالب قومندان کور ته نه تلای، دا يې د ټوپک په زور بيوله او د څو ورځو لپاره يې روغتيايي مرکز هم تاړه. دا زياتوي: «په قانوني توګه موږ د ناروغانو کور ته د تګ اجازه نه لرو، خو د ښځو او ميندو پر وړاندې انساني مسووليت او هغوی ته متوجې ګواښونه دا ايجابوي چې کورونو ته ورشو.» د طالبانو د قومندان د ميرمنې دا درېيم زېږون و. دې تر اوسه هيڅ ډول طبي مشوره نه وه تر لاسه کړې. اولادونه يې هم تر اوسه نه و واکسين شوي.

طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته پر ښځو روغتيايي خدماتو ته د لاسرسي په شمول په ګڼو برخو کې بنديزونه ولګول. د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ په مياشت کې طالبانو روغتيايي مرکزونو ته له «شرعي محرم» پرته د ښځو ورتګ ممنوع اعلان کړ. له دې سره – سره دې ډلې روغتيايي مرکزونو ته وويل چې له «ناروغې ښځې» سره «د همدې کورنۍ د بلې ښځې» ملتيا «غير اخلاقي» او «غير شرعي» ده. دې ډلې په روغتيايي مرکزونو کې له ډاکټرانو غوښتي و چې د دې ښځو له معاينې او درملنې دې ډډه وکړي.

له دې سره – سره، طالبانو د امیندوارۍ د مخنيوي خدمات هم منع کړي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ هم د فبروري پر نهمه د دې سازمان په عمومي غونډه کې اعلان وکړ چې طالبانو د جنسيت د تغيير جراحي ممنوع او حرامه اعلان کړې ده.

د طالبانو دا اقدامات د استفاده کوونکو په توګه د ښځو لاسرسی کم کړی او د روغتيايي خدماتو د وړاندې کوونګو لګښتونه يې زيات کړي دي.

د کابل د عامې روغتيا پخواني رييس خوشحال نبي‌زاده وايي، چې د متخصص ځواک کډوالۍ، د مرستو کمښت، د يوه سياست جوړوونکي، مديريت کوونکي او نظارت کوونکي بنسټ نشتون او روغتيايي معاينې او خدماتو ته ورځنۍ زياتېدونکو اړتياوو د افغانستان روغتيايي نظام د سقوط پر درشل درولی دی. نوموړي اوسنی وضعيت «وخيم» بللی دی او زياته کړې يې ده چې د افغانستان روغتيايي وضعيت ناورین زېږوونکی دی.

د طالبانو د روغتيا وزارت سرپرست د کب پر ۲۱مه له خبريالانو سره په يوه انلاين غونده کې د طبي متخصصانو د راستنولو لپاره د يوې تګلارې خبر ورکړ. ده په بهر کې له ډاکټرانو وغوښتل چې په يو څه وخت کې دې افغانستان ته يو ځل راځي او د هيواد په داخل کې دې ناروغان ګوري او درملنه دې يې کوي. د ده په وينا، د ډاکټرانو د تګ – راتګ ټول لګښت د دې ډلې تر واک لاندې حکومت پرې کوي. خو فدا محمد پيکان وايي، چې د طالبانو دا حللاره پايداره او هېله بښونکې نه ده. پيکان زياتوي: «ښايي په دې کمپاين سره ځينې ډاکټران افغانستان ته بوزي، مګر د دې ډاکټرانو د کاري عمر تضمين څوک نشي کولای. اصلي مسئله د ځواک ساتل او ځای پر ځای کول دي چې يو دوامدار بهير دی. د مثال په توګه يو ډاکټر چې ۶۵ کلنۍ ته ورسېږي، ځای به يې –له اړتيا سره سم- څه ډول ډکېږي. د طالبانو حللاره نشي کولای روغتيايي نظام جوړ وساتي.»