په پکتیکا ولایت کې کلتوري ستونزې هم له هغو لاملونو څخه دي، چې د ولادت پرمهال یې د مېندو او ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
د هېلګل درې اوسېدونکي وايي، په ځلونو یې د روغتیايي ستونزو د حل لپاره په دغه ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکو ته خپل شکایتونه کړي، خو په خبره یې هغوی یوازې په ژمنو تېر ویستلي دي.
د پکتیکا ولایت د وړممۍ، تروې، اومنه، خوشامند، ګیان، برمل او ځینو نورو ولسوالیو کې کلینیکونه د خلکو نفوس او اړتیا ته په کتو خدمات نه شي وړاندې کولی، چې خلک یې لامل د عامې روغتیا ریاست نه پاملرنه بولي.
د دې بنسټ د اټکل له مخې چې له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۵ پورې ښایي ۵۱ زره ښځې د زېږون پر مهال د اقتصادي کړکېچ او د روغتيايي نظام د ناکارۍ له امله مړې شي چې د زېږون ۴.۸ مورده کېږي.
ارزګانۍ میرمنې وایي، له نارينه ډاکټر سره د خپلې ناروغيو په شريکولو سره د شرم احساس کوي او نه پوهيږي چې په څه ډول نارينه ډاګټر پوه کړي چې دغه ډول ناروغۍ لري.
د هلمند د مارجې ولسوالۍ په روغتیایي مرکز کې یوه روغتیاپاله ملالۍ (مستعار) وایي، چې د کم معاش او د محرم د جبري کیدو له کبله اړه ده چې خپله دنده پریږدي.
له ښځو او نجونو سره په هيواد کې روان تبعيض او له هغوی سره د حکومتي پاليسيو په کچه د نفرت دا ډول اظهار د ټولو مذهبي-اسلامي افراطيانو او په خپله طالبانو لپاره يوه لويه اخلاقي ننګونه ده.
افغانستان د اسیایي هيوادونو په منځ کې د ماشومانو او ميندو د «تر ټولو لوړې» کچې لرلو له وجې تر ټولو بدترين او په نړۍ کې د همدې کچې نهم هيواد دی.
د سره صليب د نړيوالې کميټې له ارقامو سره سم، په افغانستان کې ميليونونه کسان روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري. لامل يې دادی چې په افغانستان کې په زرګونه روغتيايي مرکزونه ځنډول شوي دي.