انځور: newscentralasia

اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړیدو او پر ښځو د لګیدلو بندیزونو پر لېرې کیدو ټینګار وکړ

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې او مرکزي اسيا هيوادونو ځانګړو استازو د ترکمنستان په عشق اباد کې د يوې غونډې پر مهال په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو او پر ښځو او نجونو د لګېدلو بنديزونو پر لغوه کېدو ټينګار کړی دی.

دا غونډه د می پر ۲۵مه او۲۶مه جوړه شوې وه او ګډون کوونکي يې د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې، قزاقستان، قرقیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ځانګړي استازي وو.

د غونډې په وروستۍ اعلاميه کې راغلي چې دا د افغانستان د بدلونونو او اقتصادي وضعيت په اړه د ژورو نظرياتو د تبادلې يو فرصت و.

د اروپايي اتحاديې او اسيايي هيوادونو استازو ويلي، چې د افغانستان له خلکو سره خپل تعهد او ټيکاو، پايداره سولې او نېکمرغۍ ته د دې هيواد د رسېدو لپاره ژمن دي.

دوی د افغانستان د وګړو د بشري حقونو او ازاديو په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا انديښنې او همدا راز وخيم اقتصادي او بشري وضعيت ياد کړی او له نړيوالې ټولنې يې مننه کړې چې په سختو شرايطو کې يې د افغانستان له خلکو سره مرستو ته دوام ورکړی دی.

دوی د خپلې غونډې په اعلاميه کې ټينګار کړی چې په افغانستان کې دې ټول ګډونه حکومت جوړ شي او همدا راز يې د دې هيواد د وګړو پر مدني، سياسي، ټولنيزو، اقتصادي او فرهنګي حقونو ټينګار کړی دی.

د اروپايي اتحاديې او مرکزي اسيا د هيوادونو استازو له طالبانو غوښتي چې پر ښځو او نجونو هغه ټول لګېدلي بنديزونه لېرې کړي چې د تحصيل، کار او په عمومي ژوند کې د هغوی د ګډون مخه نيسي.

دوی زیاته کړه، دغه بندیزونه له بشري حقونو څخه د جدي سرغړونې ترڅنګ، د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې پر وړتیا ناوړه اغېزه لري او باید لېرې شي، څو د افغانستان اقتصاد وده وکړي او په پای کې سولې او ثبات ته ورسیږي.

د اروپا او مرکزي اسيا استازو ويلي، چې د اقتصادي ثبات د جدي ننګونو او د افغانستان پر بيرته راپورت کېدلو يې هم بحث کړی دی.

د عشق اباد غونډې ګډونوالو له طالبانو همدا راز غوښتنه کړې چې اجازه دې نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د تروريستي ډلو امن ځای شي او يا هم نورو هيوادونو ته ترې تروريزم او افراطيت خپور شي.

دوی ټينګار کړی چې تروريزم، تاوتريخجن افراطيت، د نشيي توکو قاچاق او هر ډول غير قانوني سرحدي فعاليتونه پر سيمه منفي اغېزې لري.

د اروپا او مرکزي اسيا ځانګړو استازو د خپلې غونډې په اعلاميه کې ويلي، چې له ګډو طبيعي سرچينو په ګټه اخيستنه کې بايد د افغانستان د ټولو ګاونډيانو اړتياوې په نظر کې ونيول شي.

د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست سره د اروپايي اتحاديې د استازي ليدنه

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې ځانګړي استازي توماس نيکلاسن د ترکمنستان د بهرنيو چارو له سرپرست وفا حاجي‌اف سره هم خبرې کړې دي.

ويل شوي چې دواړو اړخونو د ګډ کار او د ترکمنستان او اروپايي اتحاديې تر منځ د همکارۍ پر پراختيا خبرې کړې دي.

همدا راز يې د افغانستان اړوند مسايلو کې د همکارۍ په اړه هم بحثونه کړي.

د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست سره د ملګرو ملتونو د استازي ليدنه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست سره هم خبرې کړې دي.

د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې دواړو اړخونو د سيمې د مهمو امنيتي مسايلو په اړه خبرې کړې دي.

وفا حاجی‌اف ويلي چې ترکمنستان د ګاونډي هيواد له امنيت او ټيکاو او همدا راز ټوليزې او اقتصادي ودې سره ډېره لېوالتيا لري.

دواړو اړخونو په دې ليدنه کې د افغانستان په تړاو مسايلو کې د هيوادونو او ملګرو ملتونو د تعامل پر ارزښت ټینګار کړی دی.

همدا راز ټينګار شوی چې ترکمنستان د مرکزي اسيا يو له هغو هيوادونو څخه دی چې د نړيوالو هڅو په چارچوب کې د افغانستان د سياسي او ټولنيز-اقتصادي وضعيت د ثبات لپاره فعاليت کوي.

همدا راز يادونه شوې چې ترکمنستان د ټاپي ګاز نل لیکې پروژې، د بریښنا د ټاپ پروژې، اوسپنې پټلۍ د رغونې او د نورو پروژو له لارې د افغانستان د اقتصاد په ښه والي کې مرسته کوي.