انځور: استول شوی

نيمروز کې د طالبانو او ايراني ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده

اطلاعات روز: نیمروز کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت په ګنک ولسوالۍ کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ جګړه پېل شوې او لا هم دوام ده.

يوه ځايي سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپوره شي اطلاعات روز ته وويل، چې نښته نن (شنبه، ۶ د غبرګولي) غرمه شاخوا ۱۲:۰۰ بجې پېل شوې ده.

سرچينه زیاتوي، نښته د نیمروز ولایت ګنک ولسوالۍ اړوند د «ماککې» په سیمه کې پېل شوې چې په سیمه کې د سپکو او درنو وسلو غږونه هم اوریدل کېږي.

د یادې نښتې پرمهال تراوسه د مرګ ژوبلې خبر نه دې ورکړل شوی.

نیمروز کې د طالبانو مسوولینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو تر دې وړاندې هم څو ځلې له ایراني ځواکونو سره نښتې کړې دي.

دغه تازه نښته په داسې کې روانه ده چې د هلمند اوبو پر سر د طالبانو او ایران ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي. ایراني ولسمشر ابراهیم رییسي طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د خپلو هیواد حقابه به ترلاسه کوي.