افغانستان او زیمبابوې

افغانستان زیمبابوې سره ټسټ لوبه کوي

اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان لوبډله به د روان کال مارچ میاشت کې له زیمبابوې لوبډلې سره ټسټ لوبه وکړي.

له بورډه نن (شنبه، ۱۱ د سلواغې) خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا به د افغانستان پنځمه او شپږمه ټسټ لوبه وي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د همدغې لوبلړۍ پر دوام د یادې لوبډلې پر وړاندې درې شل اوریزې لوبې هم کېدونکې دي.

له دې وړاندې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له بېلابېلو لوبډلو سره څلورو ټسټ لوبو کې خپل بخت ازمویلی دی.