د مرکزي اسيا د هيوادونو مشرانو او اروپايي شورا افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی

@EUinKyrgyzstan

اطلاعات روز: د مرکزي اسيا د هيوادونو مشرانو او اروپايي شورا په قرغيزستان کې د خپلې دويمې ناستې په پای کې د يوې ګډې اعلاميې له لارې په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړولو پر ارزښت او په دې هيواد کې بشري حقونو ته پر درناوي ټينګار کړی دی.

دا غونډه پرون د جمعې په ورځ (۱۲ د غبرګولي) د قرغيزستان په چولپون آتای ښار کې د مرکزي اسيا د پنځو هيوادونو د مشرانو او د اروپايي شورا د رييس شارل ميشل په ګډون جوړه شوې وه.

د دې غونډې په وروستۍ اعلاميه کې راغلي، چې ټولو ګډونوالو د افغانستان د مخ پر خرابېدونکي وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دوی ويلي، چې يوه امن، سولیيز، باثباته او پرمختللي افغانستان ته ژمن دي.

د مرکزي اسيا د هيوادونو مشرانو او اروپايي شورا له نړيوالې ټولنې مننه کړې چې له ستونزو سره – سره يې خپلو مرستو ته دوام ورکړی دی.

دوی له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان له خلکو سره دې خپلې بشري مرستې زياتې کړي.

د مرکزي اسيا د هيوادونو مشرانو او اروپايي شورا د يوه ټول ګډونه حکومت د جوړولو پر اهميت، بشري حقونو او د افغانستان د ټولو وګړو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او قومي ډلو اساسي ازاديو ته پر درناوي ټينګار کړی دی.

دوی د اروپايي ټولنې او مرکزي اسيا تر منځ د خبرو د دوام غوښتنه کړې او دا خبرې يې مهمې بللې دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې او مرکزي اسيا د هيوادونو ځانګړو استازو هم د ترکمنستان په عشق آباد کې د خپلې غونډې په وروستۍ اعلاميه کې ټينګار کړی و چې په افغانستان کې دې ټول ګډونه حکومت جوړ شي او په دې هيواد کې دې پر ښځو او نجونو د طالبانو لګېدلي بنديزونه لغوه شي. دا غونډه د می پر ۲۵مه او ۲۶مه جوړه شوې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته