کندهار

«کور، کارخونه، بوم بوم خلاص»

جګړې د کندهار د ځينو ولسواليو د اوسېدونکو ژوند څنګه زېر و زبر کړ؟

خبریال: عبدالواحد حیدري

ژباړن: امېد اشنا

ابوالفضله! ابوالفضله! ژر کوه، ژر د شا انګړ ته راشه او د شپې دوربين هم در سره راوړه!

– در روان يم.

– کوڅه د دښمن له مړو ډکه ده او زخميان هم لري.

– زموږ وضعیت څنګه دی؟

– شکر دی، موږ په ښه وضعیت کې يو، د اندېښنې وړ نده.

دا د دوه طالب جنګیالیو خبرې وې چې تېره اونۍ مازديګر ناوخته د پولیسو يوه افسر د کندهار په ارغنداب ولسوالي کې د جګړې له کرښې شاته اورېدې. هغه مهال د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د ارغنداب ولسوالي او د کندهار ولايت له مرکز څخه څو کيلو متره لرې سيمه کې، چې د پوليسو افسر «جوی لاهور» بلله، جګړه روانه وه.

کومانډو ځواکونه او پوليس په کليو او د انارو په باغونو کې د ساحو په تصفيه کولو لګيا و او طالب جنګيالي يې د ارغنداب له غربي سیند څخه په شا تمبولي او هلته يې په تصفيه شويو سيمو کې څو پوځي بېزونه هم جوړ کړي و. له هرې چاودنې وروسته طالب جنګياليو په لوړ غږ د دولتي سرتېرو د وژل کېدو شمېرې او ارقام سره مخابره کول. دېخوا ته د ملي پوځ يو ټيټ رتبه افسر، چې د جګړې لومړۍ کرښې ته نږدې و، په مخابره د خپلو همسنګرو احوال اخيست. همسنګرو يې ځواب ورکاوه: «خير او خيريت دی.»

شېبه وروسته د پولیسو يو افسر راته وویل طالبان پوهیږي چې د دوی خبرې اورېدل کيږي او هڅه کوي د امنيتي ځواکونو د وژل کېدو په اړه د «دروغجنو» شمېرو په يادولو د دولتي ځواکونو مورال کمزوری او خپلو جنګياليو ته روحيه ورکړي.

شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې طالب جنګیالیو پر هلمند ولایت له سختو بريدونو وروسته د کندهار پر ځينو ولسوااليو، لکه ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي او میوند هم ډله ييز بريدونه وکړل، چې په پايله کې يې د دې ولسواليو ځينې سيمې لاندې کړې.

د خلکو کورونه او باغونه په جګړه کې له منځه تللي دي / انځور Fb/Kandahar Police

اوس د شاوخوا دوه نیمو میاشتو په تېرېدو د دې سیمو زياته برخه لا هم د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې ده او د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې تصفيوي عمليات د خورا ډېرو ځای پر ځای شويو ماينونو او د ملکي خلکو له تلفاتو د مخنيوي لپاره پڅ روان دي.

د کندهار د امنیت آمر جنرال فریداحمد مشعل تېره اونۍ (چهارشنبه، ۱ دلو) له اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې د حکومتي ځواکونو د عملياتو د پرمختګ یوازینی خنډ د وسله والو طالبانو لخوا په سړکونو، ځمکو او د خلکو په کورونو کې ځای پر ځای شوي ماينونه او د ملکي خلکو له تلفاتو مخنيوی دي، چې تصفيوي عمليات يې له خنډ سره مخ کړي دي.

د هغه په خبره امنيتي ځواکونو تر اوسه یوازې په ارغنداب ولسوالي او د ژېړۍ ولسوالي په ځينو سيمو کې د وسله والو طالبانو لخوا ځای پر ځای شوي ۶۱۱ ماينونه خنثی او له منځه وړي دي: «د بېلګې په توګه، په يو جومات کې يې، چې د چې د خدای کور دی، ۱۸ ماینونه ځای پر ځای کړي و.»

ښاغلی مشعل وايي چې طالبانو له څو نورو ولایتونو څخه خپل جنګیالي راټول کړي و او د امنیتي ځواکونو د دفاعي حالت له فرصت څخه په استفادې يې پر ژېړۍ، میوند، ارغنداب او پنجوايي ولسوالیو ډله ییز بریدونه وکړل، چې په دې جګړو کې د دې ډلې د ځينو قومندانانو په ګډون شاوخوا ۵۵۰ طالب جنګیالي ووژل شول او ډېر نور ټپيان شوي دي.

ښاغلي مشعل وویل چې د عملياتو د پڅتوب يوازيني لاملونه د طالبانو لخوا خښ شوي ماينونه او د ملکي خلکو د تلفاتو مخنيوی دی.

په همدې حال کې په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو رسنيز دفتر، چې د تصفيوي عملياتو مشري په غاړه لري، د يکشنبې په ورځ «۵ دلو» د يوې خبرپاڼې په نشرولو ويلي، چې په ارغنداب ولسوالي کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په يوه بريد ۳۸ طالب جنګيالي وژل شوي دي. خبرپاڼه وايي دا بريد داسې مهال تر سره شو چې وسله والو غوښتل پر امنيتي ځواکونو بريد وکړي، خو دولتي ځواکونو پرې وار مخکې کړی دی. د خبرپاڼې په حواله په دې عملياتو کې ۱۷ ماينونه خنثا شوي او د يادې ډلې ۵ پټنځايونه او يوه اندازه وسلې له منځه وړل شوې دي.

جنرال فريد مشعل وايي چې وسله والو طالبانو سړکونه ويجاړ کړي او کابو ۴۸۰ پلونه او پلچکونه يې هم الوځولي دي.

د هغه په خبره د دوه ولسواليو امنيه قومندانان، د ملي پوځ د يوې لوا قومندان، د ملي پوځ د يوه کنډک قومندان او نور هغه منسوبين، چې د وظيفوي غفلت، د جګړې د شدت او يا يې په دستوري ډول سنګرونه پريښي و، تر څېړنو لاندې دي.

ښاغلي مشعل وویل چې تازه يې امر تر لاسه کړی چې په هغو سیمو کې چې طالب جنګیالي پکې تحرک وکړي، امنيتي ځواکونه دې له فعال دفاع حالت څخه ووزي او هغوی دې وځپي: «البته په هغو ځايونو کې چې طالب وسله وال تحرکات نلري، امنيتي ځواکونه به د فعالې دفاع په حالت کې وي.»

کډوالي او بربادي

ښايي د طالب جنګياليو او امنيتي ځواکونو د مړو شمېرې، چې د يو بل په اړه يې ورکوي، تبليغات او د دښمن د روحيې کمزوري کولو لپاره وي، خو يو څه چې واقعيت دی، هغه کډوالي او د خلکو د ژوند بربادي ده.

د وسله والو طالبانو لخوا د کندهار د څو ولسواليو د ځينو برخو له سقوط وروسته د دې ولسواليو خلکو خپل کورونه پريښي او کندهار ښار او شاوخوا سيمو ته يې پناه وړې ده. د ارغنداب ولسوالي د ولسي شورا د مشر په خبره د دې ولسوالي له شاوخوا ۵۰ کليو څخه ۷۵ زره کسان بې ځايه شوي دي.

د دې ولسواليو د بې ځايه شويو خلکو په خبره، کله چې وسله وال طالبان کلي نيسي، د خلکو له کورونو د امنيتي ځواکونو پر وړاندې د سنګر کار اخلي او خلک اړ کوي چې سيمه پرېږدي. د ارغنداب ولسوالي د بابر کلي اوسېدونکی سيدکمال اغا وايي: «په خپلو کورونو کې و، چې طالبان راغلل او کورونو ته راننوتل او موږ ته يې وويل چې ووزو، تر څو په جنګ او بمبار کې ونه وژل شو.»

کمال اغا وايي چې کور او فابريکه يې، چې وسله والو طالبانو ترې سنګر جوړ کړی و، دولت بمبار کړل

کله يې چې په کلي جګړه کې پيليږي، کمال له خپلې ۱۵ کسيزې کورنۍ سره پياده د خپلو انارو له باغونو په تېرېدو د جګړې له سيمې وزي: «له خپلو يوه جوړه کاليو سره، چې په غاړه کې مو و، له جګړې وتښتېدو. کور، کارخانه، وسايل، کالي او ټول شته مو هلته پاتې شول.»

د کندهار د جګړو دا بې ځایه شوي وايي چې طالبانو د هغوی له کورونو او د کانکریټي دېوال جوړولو له فابريکو د سنګر او ماين جوړولو د کارځای په توګه استفاده کړې، چې د ملي پوځ الوتکو بمبار او له منځه وړي دي. کمال وايي چې له ګاډرونو څخه يې طالبانو په خپلو پټنځايونو او خندقونو جوړولو کې استفاده کړې او د کارخانې ماشين الات يې د ملي پوځ په بمبار کې له منځه تللي دي: «په کارخانه کې د شاوخوا ۴۰ لکه افغانيو اوسپنه او ماشين الاتت و، چې اوس له هغه ځايه ۱۰ زره افغانۍ هم نشم تر لاسه کولی.»

کمال وايي چې هیچا يې حال ندی اخيستی او نه يې تر اوسه هېڅ مرسته تر لاسه کړې ده. له یوې خوا يې باغ، کور، فابریکه او کرنيز حاصلات له منځه تللي او له بلې خوا يې د کډوالي فشار ځوروي: «موږ د یوې میاشتې کرایه نلرو، خو دلته د ښار خلک له موږ څخه د شپږ مياشتو پيشکي کرايه غواړي، که نه کور په کرایه نه راکوي.»

کمال ډیره هڅه کوله چې وضعیت سم راته تشرېح کړي. په دري نه پوهېده او ځینې وختونه یې د خبرو منځ کې هڅه کوله چې حالت په دري تشرېح کړي، چې زه ښه پوه شم: «کور، کارخانه، بوم بوم خلاص.» د کمال دې خبرو ته نورو کسانو، چې هلته و، خندل؛ خو کمال غوښتل چې هغه ژور درد سم بيان کړي، چې جګړې ورکړی دی.

محمد نسیم ولسمل، چې د جګړې له امله د ارغنداب ولسوالي له «شک کلا» څخه بې ځايه شوی، سيدکمال اغا ته ورته کيسه لري. وايي طالبانو د شپې د هغوی کلی ونيو او د خلکو له کورونو يې سنګرونه جوړ کړل: «زموږ په کور کې يې هم سنګر جوړ کړی او ټولې کوټې يې د سوريو له لارې له يو بل سره نښلولې دي، چې له هغه څخه د سنګر په توګه استفاده او د امنيتي ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي.»

محمدنسيم وايي سږکال ندی توانېدلی، چې د انارو حاصلات راټول کړي

د محمد نسیم په خبره طالبانو د انارو د حاصلاتو راټولولو له فصل سره سم جګړه پيل کړې، چې د خلکو ځينې حاصلات په ونو او ځينې تر ونو لاندې پاتې شوي دي. په جګړه ييزو سيمو کې مخابراتي شبکې بندې دي. محمد نسيم له هغو کسانو څخه، چې ځينې وخت يې سيمې ته تګ، راتګ کوي، اوري چې د انارو د حاصلاتو زياته برخه يې له منځه تللې او يوه برخه نور يې د دوی د کورونو په شان چور شوي دي: «هلته له طالبانو پرته څوک نه و پاتې او عام خلک نشوای ورتلی. معلومه ده چې د خلکو انار د طالبانو له لاسه خراب شول او طالبانو د خلکو انار چور کړي دي.»

ميلياردونه افغانۍ زيان

جګړې سږکال د کندهار په ځينو ولسواليو کې خلکو ته ميلياردونه افغانۍ زيانونه اړولي دي. محمدنسيم وايي چې تېرو کلونو کې يې د انارو حاصلات شاوخوا ۱۳ لکه افغانيو ته رسېدل، خو سږکال يې ۲۰ زره افغانۍ هم ندي ترې تر لاسه کړې: «تېرو کلونو کې چې خلکو ۱۰، ۲۰ يا ۳۰ خرواره جوار او مۍ تر لاسه کولې، سږکال يې څلورمه برخه هم ندي ترې اخيستي. د غنمو د کر وخت رارسېدلی و. له سل بزګرانو يوازې دوه، درې بزګرانو غنم کرلي و او نور ندي توانېدلي چې غنم وکري.»

د ارغنداب ولسوالي د «ناګان» سيمې د «وکيل کلا» له کلي څخه بې ځايه شوی حاجي حيات الله، د کمال او نسيم په څېر کيسه لري، يوازې په دې توپير چې ندی توانېدلی، خپله ټوله کورنۍ له جګړې راوباسي. هغه خپله مېرمن او دوه اولادونه راوباسلي، خو د دوه وروڼو درک يې نشته. له چا يې اورېدلي چې هغوی يوې دښتې ته تښتېدلي دي. دا بې ځايه شوی وايي چې شته او څاروي يې پر کور د هاوان د دوه مرميو لګېدو له امله له منځه تللي دي.

د کندهار د امنيت آمر مل پاسوال فريداحمد مشعل وايي چې امنيتي ځواکونه په دفاعي حالت کې و او وسله والو طالبانو د خپلې ژمنې په ماتولو بريدونه پيل کړي دي. هغه وسله وال طالبان د خلکو د کورونو او ژوند د تباهي مسول بولي.

فريد مشعل، چې له وسله والو طالبانو د سيمو پاکولو د عملياتو په ترڅ کې يې د خلکو له کورونو هم ليدنه کړې، وويل چې وسله والو طالبانو له شمسيو نيولې تر الماريو او د کور تر وسايلو د خلکو کورونه او مالونه چور کړي دي. هغه زياته کړه: «پوځ او پوليس خپله ټوله هڅه کوي چې خلک په نوي فصل کې خپلو کورونو ته ستانه او خپلو کرنيزو محصولاتو ته ورسيږي.»

بلال احمد، چې شاوخوا ۱۲ کلن دی، له ځانه له خپلو درې کوچنيو وروڼو سره د بې ځايه شويو په ډله کې دی. کله چې د بلال احمد په «شک کلا» کلي کې د جګړې لمبې زياتې شوې، بلال او کورنۍ يې کندهار ښار ته وتښتېدل. بلال وايي چې ټول ملګري او همزولي يې، چې په ښوونځي، کوڅه او کلي کې سره اشنا و، هم تښتېدلي دي.

بلال احمد او تر هغه درې کوچني وروڼه يې د جګړې له امله بې ځايه شوي دي.

بلال په خپل کلي کې د جګړې ختمېدو ته انتظار باسي، چې بېرته ښوونځي ته ستون او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

جګړو د کندهار په ځينو ولسواليو کې له ملکي وګړو خلکو هم قرباني اخيستې، خو په دې اړه مشخصې شمېرې نشته. په هر ځای کې خلکو د ملکي خلکو د وژل کېدو په اړه خبرې کولې. په ارغنداب ولسوالي کې يو کس راته وويل چې د يوې کورنۍ درې غړي او د دوه کورنيو دوه، دوه غړي د ارغنداب په جګړو کې وژل شوي دي. جمال، نسيم او حفيظ الله ځينې وخت له خلکو اوري چې په سيمه کې يې څوک وژل شوي، خو د مخابراتي شبکو د فعاليت د نشتون له امله نه پوهيږي چې څوک او په کوم کلي کې وژل شوي دي؟

مرسته مو نه ده تر لاسه کړې

د جګړې له زياتېدو سره له خاکرېز، شاه ولیکوټ، ارغنداب، میوند، پنجوایي، میانشين او ژېړۍ ولسوالیو څخه خلکو په کندهار ښار او شاوخوا سيمو کې پناه اخيستې ده. له دې خلکو څخه ځينې يې د خپلو خپلوانو په کورونو کې ژوند کوي، خو ډېر نور په کرايه کورونو، خېمو او ازاده فضا کې د ژمي سړې شپې سبا کوي.

بې ځايه شوي وايي چې وسله والو طالبانو په هر ځای کې ماينونه خښ کړي دي. انځور: Fb/Kandahar Police

دا بې ځايه شوي وايي دولت تر دمه ور سره هېڅ مرسته نده کړې. محمد نسیم وايي: «که څوک بې ځايه شوې کورنۍ حکومت ته ور معرفي کړي، مامورين راځي، وخت ضايع کوي او هره ورځ دوه يا درې کسان سروې کوي او بېرته ځي. له هغه وروسته يې درک نه معلوميږي. کله چې اړيکه ور سره نيسو، ځواب نه وايي.»