د اطلاعات روز موندنې؛ د تېر يوه کال پر مهال په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۱۳ تنو ځان وژنه کړې

د تېر کال د ژمي په يوه سړه ورځ رحيمې نشوای کولای چې خپلو ماشومانو ته ډوډۍ برابره کړي او همدا راز يې د ژمي پر مهال د سون توکو برابرول هم تر وس تېره خبره وه، د خپلو ماشومانو له سترګو لېرې يې په کور کې د ځان لپاره يوه رسۍ چمتو کوله تر څو د هغه په وسيله خپل ژوند ختم کړي. کله چې يې کوچنی زوی دې کار ته متوجې شو، نو سمدستي يې د ګاونډيانو د مرستې غوښتنه وکړه. د ماشومانو غوښتنې او د ګاونډيانو مخنيوي رحيمه له ځان وژنې راوګرزوله.

خو په تېر يوه کال کې په لسګونو نور خلک د رحيمې په شان نېکمرغه نه و چې د ځان وژنې مخنیوی يې وشي. د اطلاعات روز ورځپاڼې موندنې ښيي چې د ۱۴۰۱ کال د غویي/ثور مياشتې له پېل راهيسې بيا د ۱۴۰۲ کال د غویي مياشتې تر پايه په افغانستان کې ۲۱۳ نفرو ځان وژنه کړې ده.

دا شميرې چې د تېر يوه کال پر مهال د اطلاعات روز ورځپاڼې له ارشيف او همدا راز د هشت صبح ورځپاڼې، سلام وطندار او پژواک خبري اژانس په شمول له ځينو نورو رسنيو تر لاسه شوې دي، ښيي چې د تېر يوه کال پر مهال د افغانستان په ۲۸ ولايتونو کې ۱۱۰ سړو او ۱۰۳ ښځو ځان وژنه کړې ده.

له شمېرو سره سم، فارياب د ځان وژنې د ۳۸ پېښو په درلودلو د دې لړليک په سر کې ځای لري او تر دې وروسته غور د ۲۰ او کاپيسا د ۱۴ ځان وژنو په درلودلو سره په دويمه او درېيمه درجه کې دي. په پنجشېر، سمنګان او خوست کې د ځان وژنې يوه – يوه پېښه ثبت شوې ده.

د تېر کال د لړم پر څلورمه په کاپيسا ولايت کې سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل چې د دې ولايت په نجراب ولسوالۍ کې يوه ۸۲ کلن کس په ښکاري ټوپک سره خپل ژوند پای ته رسولی دی. په کاپيسا کې د امنيې قومندانۍ وياند عبدالفتاح فايز وويل، چې د دې کس نوم محمد نعيم و او د نجراب ولسوالۍ د دره غوث کلي اوسېدونکی و.

له تر لاسه شويو معلوماتو سره سم، د ځان وژنې پېښې د عمر په نسبت متفاوتې دي. د دې راپور موندنې ښيي چې د تېر يوه کال پر مهال کومو کسانو ځان وژنه کړې ۸۰ سلنه يې تر ۲۰ کلنۍ کم عمر لري.

د بېلابېلو عمرونو په نسبت د ځان وژنې پېښې

تر ۲۰ کلنۍ کمله ۲۰ تر ۳۵ کلنۍله ۳۶ تر ۵۱ کلنۍلوړ
۸۹۸۷۳۱۶

په نارينه‌وو کې د بېلابېلو عمرونو د ځان وژنې شميرې ښيي چې د تېر يوه کال پر مهال کومو کسانو ځان وژنه کړي ډېری يې له ۲۰ کلنۍ څخه تر ۳۵ کلنۍ په عمر کې دي. تر ۲۰ کلنۍ په کم عمر کې ځان وژنې هم زياتې دي.

په نارینه وو کې د بېلابېلو عمرونو د ځان وژنې پېښې

تر ۲۰ کلنۍ کمله ۲۰ کلنۍ تر ۳۵ کلنۍله ۳۶ کلنۍ تر ۵۱ کلنۍلوړ
۴۳۴۴۱۶۴

په نجونو او ښځو کې دا موضوع مختلفه ده. په دې راپور کې تر لاسه شوې شميرې ښيي چې د تېر يوه کال پر مهال کومو ښځو او نجونو ځان وژنه کړې ډېری يې د ۲۰ کلنۍ کم عمر لري.

په ښځو کې د عمر په نسبت د ځان وژنو شميرې

تر ۲۰ کلنۍ کمله ۲۰ تر ۳۵ کلنۍله ۳۶ تر ۵۱ کلنۍلوړ
۴۶۴۳۱۵۲

«د واده په ورځ ځانوژنه»

په تېر يوه کال کې د ډېری ځان وژنو عوامل جبري او ژر ودونه او کورنی تاوتريخوالی ښودل شوی دی.

د تېر کال د کب پر ۲۰مه له پروان ولايت څخه ځايي سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې د دې ولايت په شيخ‌علي ولسوالۍ کې يوې ۲۲ کلنې نجلۍ چې له خپلې خوښې پرته کوژدن شوې وه، د واده په ورځ ځان وژنه وکړه.

په يوه بل خبر کې هشت صبح ورځپاڼې راپور ورکړی چې د تېر کال د لړم پر ۳۰مه د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار په شپږمه ناحيه کې يوې ځوانې نجلۍ ځان وژنه کړې ده. د دې راپور له موندنو سره سم، دې نجلۍ تر هغه وروسته په ځان وژنه لاس پورې کړی چې کورنۍ يې د دې له خوښې پرته د کاکا زوی ته کوژن کړې وه.

د اطلاعات روز ورځپاڼې د يوه خبر پر اساس، د تېر کال د زمري مياشتې پر ۱۴مه يوې ځوانې نجلۍ د فارياب ولايت د ګرزيوان ولسوالۍ په «دره‌زنګ» کې د ولور پر سر له خپل پلار سره لفظي شخړه کړې او وروسته يې ځان وژلی دی.

د سرچينې په وينا، دا نجلۍ پنځه کاله وړاندې د ۱۲ لکه افغانیو ولور په بدل کې يوه هلک ته کوژن شوې وه. په همدې موده کې هلک په ايران کې کار کاوه او ولور يې د نجلۍ پلار ته ورکړی و. سرچينه زياتوي چې هلک څو کلونه وروسته بيرته فارياب ته راغلی؛ خو خسر يې د ولور تر څنګ له هلک څخه د يو څه ځمکې غوښتنه هم کړې ده. د دې سړي غوښتنه د لور له منفي غبرګون سره مخ شوې وه او هغې په دې اړه له پلار سره خبرې کړې دي. د سرچينې په وينا، کله چې يې پلار د دې خبرو ته پام نه کوي، نو ځان وژنې ته مخه کوي او خپل ژوند ختموي.

زهرا تېر کال غوښتل چې ځان وژنه وکړي، خو بريالۍ نشوه، دا په دې راپور کې زياتوي چې د ښځو او نجونو د ځان وژنې تر ټولو لوی لامل کورنۍ دي. د دې په وينا، کورنۍ د زامنو په پرتله له نجونو سره کمه مينه کوي، د مينې او په کورنۍ کې د قوي ملاتړ نشتون د يوې نجلۍ د يوازيتوب لامل کېږي او له همدې کبله دا ځان وژنه کوي.

«نسلي سرګرداني»

۱۹ کلن فيصل (مستعار) په ۲۰۲۱ کال کې چې طالبان واک ته ورسېدل د ښوونځي د يوولسم ټولګي زده کوونکی و. ده د سياسي بدلون، کډواليو او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ځوان نسل د نامعلوم راتلونکي له امله خوشبيني او د ژوند په تړاو هېله بايللې وه او نور يې ښوونځي او زدکړييز مرکزونو ته د تلو لېوالتيا نه درلوده. له همدې وجې يې غوښتل چې د خپل لاس رګ پرې کړي او خپل ژوند پای ته ورسوي. دی وايي: «چاړه مې راواخيسته او غوښتل مې خپل رګ پرې کړم خو ناڅاپه مې د مور څېره مخ ته ودرېده او په چټکۍ له دې کاره تېر شوم.»

فيصل اوس هم په ښه حال کې نه دی او د ده په وينا د بې برخليکۍ دوام ځوانان ځان وژنې ته هڅوي.

روانپوه جمعه‌خان محمدي وايي، چې تر ۲۰ کلنۍ په کم عمر افرادو کې د ځان وژنې د کچې د لوړېدو لامل شته سياسي وضعيت او له دې نسل سره د نظام د چلند ډول دی. «شته سياسي نظام له دې خلکو هېله او اميد اخيستي دي. د نيمې ټولنې ښځو لپاره زده کړې او کار کول منع شوي دي. له نړۍ سره د افغانستان نه اړيکه، د تحصيلي فرصتونو او مناسب کار نشتون او د ځوانانو لپاره د تياره راتلونکي انځور د دې لامل شوي دي چې د ځان وژنې کچه لوړه کړي.»

ښاغلی محمدي باور لري چې پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ له ولسي پرګنو سره د خبرو-اترو دروازې تړلې دي او دا چاره د خلکو د نارضايتۍ او په افغانستان کې د ځان وژنې د کچې د لوړېدو لامل شوې ده. دی وايي: «هيڅ داسې عامل نشته چې جذاب وي او وکولای شي ځوانانو ته هېله ورکړي او خوښ يې وساتي. د پخواني سياسي نظام ماتېدل د ډېری خلکو لپاره د ارمانونو، هېلو او ارزښتونو ماتېدل و. له همدې کبله ځوانان د ماتې او سرګردانۍ احساس کوي او ځان وژنې ته مخه کوي.»

د ځان وژنې عوامل څه دي؟

د دې راپور موندنې ښيي چې د تېر يوه کال پر مهال د ځان وژنو تر ټولو مهم عوامل رواني ناروغۍ، جبري/کم عمره ودونه، کورني تاوتريخوالي، د طالبانو تاوتريخوالی، فقر او اقتصادي ستونزې دي. له دې سره – سره د ۲۵ سلنه ځان وژنو عوامل معلوم نه دی.

رواني ناروغۍجبري/کم عمره وادهکورنی تاوتريخوالید طالبانو تاوتريخوالیفقر او اقتصادي ستونزېنامالوم
۲۸۳۲۴۸۱۵۳۸۵۲

«د طالبانو تاوتريخوالی»

له شته عواملو سره – سره، په افغانستان کې د ځان وژنې په پېښو کې «د طالبانو تاوتريخوالی» د يوه نوي لامل په توګه اضافه شوی دی. د رسنيو له راپورونو سره سم، په تېر يوه کال کې لږ تر لږه ۱۵ نفرو د طالبانو د تاوتريخوالي له کبله ځان وژنه کړې ده.

هشت صبح ورځپاڼه ليکلي، چې د روان کال د وري/حمل مياشتې پر ۱۴مه يوې ځوانې نجلۍ تر هغه وروسته ځان وژنه وکړه چې د يوه طالب چارواکي له لوري پرې جنسي تېری وشو. د دې راپور سرچينو هشت صبح ورځپاڼې ته ويلي چې په بدخشان کې د طالبانو د والي يوه اړوند کس چې په يوه روغتيايي مرکز کې يې کار کاوه، دې نجلۍ ته د بې هوښۍ درمل ورکړي او وروسته يې تېری پرې کړی دی.

د دې راپور د سرچينې په وينا، کله چې دا نجلۍ پر هوښ راغلې او د طالب چارواکي جنسي تېري ته متوجې شوې، د درملو په خوړلو يې خپل ژوند پای ته رسولی دی.

د تېر کال د تلې د مياشتې پر ۲۰مه نېټه، په غور کې ځايي سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې د سليمې په نوم ښځه چې يو څه وخت وړاندې د دې ولايت د دولينه ولسوالۍ له «سيرزار» کلي څخه له سراج الدين نومي کس سره تښتېدلې وه، ځان وژنه کړې ده.

د سرچينې په وينا، کله چې طالبانو سراج الدين په ډزو وواژه، سليمې ځان وژنه وکړه او خپل ژوند يې ختم کړ.

همدا راز هشت صبح ورځپاڼې په يوه بل راپور کې ليکلي، چې د روان کال د وري مياشتې پر ۲۰مه د پخواني حکومت يوه نظامي د طالبانو له زندانه تر خلاصون وروسته زهر خوړلي او خپل ژوند يې ختم کړی دی. د سرچينو په وينا، دغه نظامي محمد انور نومیده او په پخواني حکومت کې د ملي امنيت کارمند و.

د تېر يوه کال پر مهال د طالبانو په زندانونو کې هم د ځان وژنې د پېښو خبر ورکړل شوی دی. د هشت صبح ورځپاڼې له راپور سره سم، د تېر کال د غبرګولي مياشتې پر ۱۹مه نېټه يوه بندي چې په «زنا» تورن و، د طالبانو په زندان کې ځان وژنه کړې ده. د دې راپور سرچينو ويلي چې طالبانو يو څه وخت وړاندي د دې سړي د جبري اعتراف يوه ويډيو خپره کړې وه.

سلام وطندار په دايکندي کې د ځايي طالب چارواکو له خولې ليکلي، چې د تېر کال د زمري مياشتې پر مهال د دې ډلې د حکومت يو مخالف کس «محمد زابلي» د دې ډلې ځواکونو د همدې ولايت په ناوه‌ميش ولسوالۍ کې نيولی و، نوموړي د «سيروم د پايپ» په وسيله ځان ځړولی او وژلی دی.

په داسې حال کې چې د طالبانو ځايي چارواکي په ټول افغانستان کې د ځان وژنې د پېښو لامل رواني ستونزې ګڼي.

ولې ځان وژنه؟

يو شمېر روانپوهان وايي چې کله افراد په ذهني توګه په عادي حالت او هغه وضعيت کې نه وي چې دوی يې تمه لري، نو د ځان وژنې انګېزه ورته پيدا کېږي. خپګان، دوه قطبيز اختلال، اسکيزوفرنيا، شخصيتي اختلالات، په الکولو يا نشيي توکو روږدتيا، د جسمي ناروغۍ لکه سرطان او يا ځينو نورو له وجې درد او همداسې ځينې نورې ناروغۍ په روانپوهنه کې د ځان وژنې تر ټولو مهم عوامل ګڼل شوي دي.

روانپوهه مهسا رجبي وايي، چې جسمي، عاطفي، رواني او  ټولنيزې ناپختګۍ په افغانستان کې د ځوانو افرادو تر منځ د ځان وژنې مهم عوامل دي. دا په دې اند ده چې د کورنۍ-ټولنې غير مناسب چاپېريالونه د دې لامل شوي چې د ۱۵ او ۳۵ کلنۍ تر منځ افراد ځان وژنو ته مخه کړي.

اغلې رجبي زياتوي چې په ۲۰۲۱ کال کې تر سياسي بدلون او پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، ډېری خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. له مالي ملاتړ پرته يو څوک داسې احساسوي چې سرپناه نه لري او ځان ورته کمزوری ښکاري، له همدې کبله ځان وژنه کوي. دا په افغانستان کې د ښځو او نجونو تر منځ د ځان وژنو تر ټولو مهم عامل د ښځو پر زده کړو او درس بنديزونه ګڼي.

حل لاره څه ده؟

د کارپوهانو په اند د ځان وژنې انګېزه له دوو سرچينو را پيدا کېږي؛ فردي او ټولنيز-فرهنګي عوامل.

مهسا رجبي وايي، چې ملاتړې لارې-چارې او د ځان وژنې د مخنيوي ستراتېژۍ کولای شي چې په هيواد کې د ځان وژنې شميرې راکمې کړي. دا د پوهاوي د کچې لوړول، د افرادو د ظرفيت لوړولو لپاره برنامې او د رواني وضعيت د ښه والي لپاره مرسته کول د ځان وژنې د کمولو اغېزناکې لارې ګڼي.

بل پلو، ټولنپوه جمعه‌خان محمدي په دې باور دی چې د ځان وژنې د کمولو لپاره بايد د نظام او ولسي پرګنو تر منځ د خبرو-اترو لار پرانيستل شي. ده ويلي: «که اوسنی سياسي نظام او په ټپه ولاړ حالت دوام وکړي او د نظام او ولسي پرګنو، د نظام او فعالو سياسي او ټولنيزو ډلو، نظام او مخکښو ځواکونو تر منځ د خبرو-اترو لاره نه پرانيستل شي نو د خلکو د سرګردانۍ کچه به نوره هم لوړه شي.»

ښاغلی محمدي زياتوي چې د ځان وژنې تر ټولو مهم عامل ناهيلي او سرګرداني ده او له افغانستانه دباندي ډلې کولای شي چې د افغانستان د ځوانانو لپاره د پرمختګ او تحصيل د زمينو په برابرولو سره دا ناهيلي کمه کړي او د ځان وژنې ارقام په تدريجي توګه راټيټ کړي.

دی وايي چې خلک بايد له بېلابېلو سياسي او ټولنيزو شرايطو سره ځانونه برابر کړي او «په تدريجي توګه دې د دې کړکېچونو او پېچومو په منځ کې خپل ارمانونه تعقيب کړي.»