د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د ترافیکي پېښو د مخنیوي هڅې

اطلاعات روز: لغمان کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره یې د ترافیکي پېښو د مخنیوي او د موټرو د سرعت کنټرولولو ماشین فعال کړی دی.

د لغمان لپاره د طالبانو د ترافیکو مدیر حبیب الله مبارز نن (دوشنبه، ۱۵ د غبرکولي) وویل، چې د کابل- جلال‌اباد پر لویه لاره د ترافیکي پېښو د زیاتوالي له امله یې د موټرو د سرعت کنټرولولو سېسټم فعال کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه سېسټم په فعالېدو سره به د کابل- جلا‌ل اباد پر لویه لاره د موټرو سرعت کنټرول او د ترافیکي پېښو مخه به ونیول شي.

مبارز زیاته کړه: «په دې وروستیو کې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره ترافیکي پېښې زیاتې شوې وې نو مونږ یو سیستم فعاله کړ، چې د موټرو سرعت معلوموي یعنې په دې ماشین سره کولای شو چې معلوم کړو موټر له ټاکل شوي سرعت څخه څومره تېز دي.»

نوموړی زیاتوي که هر موټر چلوونکی د ترافیکي اصولو له ټاکلې اندازې ګړندی تګ وکړي قانوني چلند ورسره کیږي.

عام خلک هم د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه د یاد سیستم له فعالیدو هرکلی کوي، خو د خلکو په خبره طالبانو ته په کار ده چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره په اساسي ستونزو غور وکړي.

د خلکو په وینا د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره باید سړکونو پراخه او دغه راز دې موټر چلوونکي په مسلکي ډول وروزي.

د کابل-جلال اباد پر لویه لاره طالب چارواکي داسې مهال د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره د نوي سیستم د فعالیدو خبر ورکوي، چې په روانه میاشت کې پر یاده لاره د ترافیکي پېښو له امله لسګونه هیوادوال مړه او ټپیان شوي دي.