د کابل د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند خالد ځدراڼ پر ایکس په خپله پاڼه لیکلي، چې دغه پیښه د کابل د سروبي ولسوالۍ اړوند سیمه کې له غره سره د یو کرولا ډوله موټر د ټکر له امله شوې.
اطلاعات روز: ننګرهار کې ځايي سرچینې وایي، چې د کابل-جلال ابآد پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله...
د لغمان لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند یونس یوسفزی وایي، چې پېښه نن (دوشنبه، ۲ د زمري) ماسپښین شاوخوا ۱:۳۰ بجه د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د درونټې سیمه کې رامنځته شوې.
لغمان کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، د کابل- جلال اباد پر لویه لاره د سرخکانو سیمه کې د یوې سراچې او فلنکوچ موټر ترمنځ د ټکر له امله ۲ کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
نموړی زیاتوي، چې یاده پیښه کې یو سراچه ډوله موټر د سړک په غاړه دوه کسان وهلي چې له امله یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ژوبل شوی دی.
یوسفزی همدا راز وایي، چې دریمه ترافیکي پېښه هم د تېرې پنجشنې په ورځ د قرغیو ولسوالۍ اړوند «کاکڅ» سیمه کې رامنځته شوې، چې یوه موټر پر لاره یو ماشوم وهلی او مړ شوی دی.
د ټولګټو چارو وزارت لپاره د طالبانو مسوولینو بیا وایي، چې د یادې لویې لارې د پرانیستلو لپاره یې کاري ټیم سیمې ته لېږلی او هڅه کوي، چې ژر تر ژره دغه لار د ترافیکو پرمخ پرانیزي.
عام خلک هم د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه د یاد سیستم له فعالیدو هرکلی کوي، خو د خلکو په خبره طالبانو ته په کار ده چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره په اساسي ستونزو غور وکړي.
یو موټر چلوونکی وایي، د پلچرخي سیمه کې یو سراچه موټر سیند ته غورځیدلی چې له امله په موټر کې ناست ۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور سخت ژوبل شوي دي.
نموړی زیاتوي، دغه ټکر د ټیلر،الټو او ټوډي موټرو ترمنځ رامنځته شوی چې په الټو موټر کې ناست درې تنه مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.