انځور: استول شوی

زابل کې ترافیکي پیښه؛ نهه تنه مړه او ۳۱ نور ټپیان دي

اطلاعات روز: د کابل-کندهار پر لویه لاره د زابل اړوند سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس او مازدا ډوله موټر د ټکر له امله ۹ تنه مړه او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.

دغه ترافیکي پیښه نن سهار (پنج‌شنبه، ۱۸ د غبرګولي) د زابل د مرکز اړوند «پُل سنګي» په سیمه کې رامنځته شوي ده.

د زابل د ولایتي روغتون سرطبیب نذیر احمد حریفال وایي، یاده ترافیکي پیښه د احمدشاه ابدالي د ترانسپورټي شرکت د یوه مسافر وړونکي «۵۸۰» ماډل بس او د یوې «مازدا» ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

حریفال زیاتوي، په دې پېښه کې د نارينه او ښځو په ګډون نهه تنه مړه او ٣١ نور ټپيان شوي، د هغه په ​​وينا، ټپيان په ولايتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي، خو نوموړي د ټپیانو د روغتيايي حالت په اړه څه ونه ويل.

زابل ولايت کې د طالبانو ځایي مسوولینو د یادې پیښې د لامل په اړه څه نه دي ویلي.

په تېرو ۲۴ کلونو کې دا په افغانستان کې دویمه خونړۍ ترافیکي پېښه ده.

تېره ورځ د هېواد په شمال کې د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې د یوه فلانکوچ ډوله موټر د چپه کېدو له امله د ۸ ماشومانو او ۱۲ ښځو په ګډون ۲۴ تنو ژوند له لاسه ورکړ.

د ناامنیو ترڅنګ ترافیکي پېښې هر کال د ګڼو افغان وګړو ژوند اخلي.

د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د موټر چلولو د اصولو نه مراعتول په هېواد کې د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.