انځور: خواله رسنۍ

د غيرت په شور کې خاموش غږ (۹)؛ د ښځې ورک انساني حيثيت

شمشاد زلمی

لس کاله وروسته له اروپا څخه خپل هيواد ته را وګرزېد. کله چې له هيواده او کورنۍ لېرې و، د کورنۍ په مشوره يې کوژده کړې وه او هغې نجلۍ ورته کلونه په انتظار تېر کړل، تر دې چې هغه ورځ هم را ورسېده چې نوموړی هيواد ته راغی. ښايي نجلۍ به ډېره خوښه وه چې اخر يې هم انتظار پای ته ورسېد او د ژوند شريک يې را ستون شوی دی، نور به دا د خپل شريک تر څنګ خوشاله ژوند تېروي مګر دا اوږد انتظار هغه مهال په ډېره ويرجنه توګه پای ته ورسېد چې کله د واده په شپه له اروپا را ستون شوي ځوان خپله مېرمن له دې امله پرېښوده چې دا مې نه ده خوښه.

ښايي په دې پرېکړه کې يوازې دا ځوان ملامت نه شي، بلکې د دې تر څنګ هغه ټولنيز دودونه هم د غندنې وړ دي چې د ټولنې ځوانان او پېغلي د خپلې خوښې پر خلاف انتخابونو ته اړ کوي او هغوی بيا مجبورېږي چې د ژوند په يوه مرحله کې ناهيلې کوونکې، ځوروونکې او سختې پرېکړې وکړي.

د دې ستونزې يو حل دا هم و چې هلک او نجلۍ تر کوژدې وړاندې يو ځل يو او بل ليدلي وای، غږېدلي وای او په دې پوه شوي وای چې دوی په خپل ګډ ژوند کې تفاهم سره کولای شي او خوښ دي چې ګډ ژوند وکړي مګر د ښځو په اړه ناسم ټولنيز ذهنيت له هغې په بشپړه توګه د ځان اختيار اخلي، دا د يوه توکي په څېر پلورل کېږي، په بيخي قاطع اکثريت مواردو کې د خپلې خوښې پر خلاف ودېږي او د خپل ژوند په اړه ډېرې بنسټيزې پرېکړې يې د کورنۍ نارينه مشران کوي. د هغوی په اند ښځه د دوی پت او عزت ده او که يې بل څوک وويني، ګواکې د دوی د پت او عزت سپکاوی شوی دی.

پښتانه ځکه د خپل ځان عزت او پت له ښځې سره تړي چې ښځه ورته د ځان ملکيت ښکاري، که ښځه د دوی په اند په خپله يو خپلواک شخصيت وای، نو حد اقل دوی به خپل ټول پت او عزت په هغې پسې نه تړلای او بيا که هغې ته څه پېښېدلای هم نو د هغې به خپل شخصيتي زيان هم په پام کې نيول کېدلای خو دوی چې د پت او عزت پر بنسټ د ښځې د شخصيت، ژوند او جسم په اړه کوم فکر لري او کومې پرېکړې کوي، د نارينه په اړه هغسې نه انګېري. که يو سړی يوه ښځه وتښتوي، د هغه شخص او کورنۍ لپاره يې هغسې د ننګ خبره نه وي لکه د ښځې او د هغې د کورنۍ لپاره چې وي. همدا راز د ژوند په ځينو نورو پرېکړو لکه واده کې هم د نارينه دغسې سابقې ته هومره ارزښت نه ورکول کېږي لکه د ښځې، مطلق اکثريت وختونه تښتېدلې ښځه نور نه په خپله کورنۍ او نه هم په خپل قوم کې حيثيت لري بلکې يوه پردۍ ښځه ګڼل کېږي او په اړه يې قضاوت دادی چې قوم او کورنۍ ته يې سپکه اړولې ده خو د نارينه په اړه نه قضاوت دغسې وي او نه ورسره چلند هغسې وي. تاسو به کله نه وي اورېدلې چې يوې کورنۍ د پت په نوم خپل زوی او يا د کورنۍ بل نارينه غړی وژلی دی؟ په غالب ګومان نه، ولې؟ ځکه نارينه مالک او خاوند دی، د هغه هر ډول عمل توجيه کېدلای شي او کېږي.

له بده مرغه زموږ په ټولنه کې ښځه د خپل ژوند په هر پړاو کې له يوې نوې ناخوالې سره مخ وي او په هر پړاو کې يې د ملکيت دعوه داران زياتېږي په ځانګړې توګه د يوې کونډې ښځې پر سر لانجه د پښتنو د بد دود يوه توره برخه ده. د همداسې تاريک فکرو تر منځ يوه ښځه په خپله څو څلوېښت کلنۍ کې کونډه شوه. لېورونو يې له هغې ورځې ورته تمه کړې وه چې د دې مېړه د مرګ پر بستر پروت و او هره ورځ به يې په ښکاره د هغه بېړنی مرګ غوښت چې دوی هر څومره ژر کېدلای شي کونډه راخپله کړي. د هغې انتخاب له لومړي سره دا و چې له خپل عيال سره پاتې کېږم او هيڅ مېړه نه کوم ځکه هغې د ۱۵ کلنۍ په شاوخوا کې دوه زامن درلودل او د هغې معقول انتخاب همدا و چې درې-څلور کاله وروسته مې زامن ځوانان دي او نور اړه نه يم چې د مېړه په نوم يو بل مالک وزغمم.

مګر په پښتنه ټولنه کې د ښځې او بيا د کونډې انتخاب کله ارزښت لري؟ په دې ټولنه کې عمومي تفکر دادی چې ښځه د نورو ارثي شيانو په توګه په ميراث وړل کېږي او د هغې کورنۍ «حقوقي» دعوه دا وي چې کونډه خو زموږ ده او د کونډې په اړه د دوديز پښتني تفکر او قضاوت له مخې د کونډې پلرګنۍ هم ځکه د هغوی پر وړاندې نشي درېدلای چې ګواکې دا د پښتونولۍ د دود مخالفت دی. په پښتونولۍ کې ښځه د هغوی ده او هغوی حق لري چې په اړه يې هر ډول پرېکړه کوي، کولای يې شي.

خو دې کونډې له پښتني دوده بغاوت وکړ، شور يې جوړ کړ او يوه ورځ يې له ليورونو سره جنجال دې حد ته را ورسېد چې ښځه عام کلي ته راووته او ټولو ته يې پيغور ورکړ چې ستاسو په ګاونډ کې پر يوې ښځې او انسان دومره ظلم کېږي خو تاسو ټولو سرونه ټيټ اچولي او ځان نه خبروئ. دې ښځې د هر ډول پښتني دود بر خلاف د پلار کور ته مخه کړه او له هغوی يې د دفاع غوښتنه وکړه چې بايد له دې ظلمه يې خلاصه کړي.

کله چې خبره دواړو اړخونو ته د تشدد تر کچې ورسيده، د ښځې پلار او ورور ورته ودرېدل چې که پښتانه او کليوال هر څه وايي، خو موږ ته د ښځې خوښه مهمه ده. که هغه هره پرېکړه کوي، په هغې موږ راضي يو او که دا وايي چې زه هيڅ مېړه نه کوم، نو هيڅوک حق نه لري چې په زور يې ځان ته کېنوي.

دا يوه ډېره حقه خبره وه، په کار خو دا وه چې ټولو خلکو د همدې ملاتړ کړی وای او د کونډې ښځې لېورونه يې قانع کړي وای چې له دې ناحقې لانجې لاس واخلي او د حق خبرې ته تسليم شي. مګر داسې ونشول، د دوی لپاره انتخاب دا و چې يا د حق تر څنګ ودرېږي او له هره اړخه معقوله دا وه چې د ښځې خپل انتخاب تاييد کړل شي او بل لور ته پښتني دود او رواج و چې هغه هم دوی له پامه نشوای غورځولای او وېرېدل چې که دوی د حق ملاتړ وکړي نو ښايي دا پرېکړه په راتلونکي کې د دوی پر کورنۍ هم اغېز ولري او کونډې به ترې ځي. په همدې منځ کې دوی په ظاهره بې پرې پاتې شول او د يوې کونډې ښځې پر خپل انتخاب، د هغې پر حق او هغه ټول ظلم يې سترګې پټې کړې چې لېورونو يې پرې کاوه او په ډېره ښکاره يې د هغې د يتيمانو جايداد او حق خوړ.

که څه هم دا ښځه د خپل پلار او ورور د شهامت له وجې له يوه ابدي ظلمه وژغورل شوه او هغې ته د خپل انتخاب حق تر لاسه شو، خو په پښتنه ټولنه کې داسې نېکمرغې ښځې ډېرې کمې موندل کېږي او ډېر کم داسې پلرونه پيدا کېږي چې د پښتنو پر دې بد دود پښې کېږدي او ومني چې نه يوازې کونډه، بلکې هره ښځه خپلواک شخصيت دی او د خپل ځان په اړه د پرېکړې کولو اختيار او صلاحيت لري.

يو څه وخت وړاندې مې پر فېسبوک د نقيب احمد عزيزي په نوم د يو چا ليکنه ولوسته، نوموړي هم دې ته ورته يوه کيسه کړې وه. ده ليکلي و چې يو ملګری مې د غاښو ډاکټر دی. دې ډاکټر ته يوه نسبتا پاخه کس خپله ځوانه مېرمن وروستلې ده او ورته ويلي يې دي چې غاښ يې ورته وکاږه. ډاکټر چې يې غاښونه کتلي، له وړاندې يې يو او که دوه غاښونه ختلي دي نو يې ورته ويلي دي چې اول خو د دې ښځې دا غاښ ختلو ته هيڅ اړتيا نه لري، زه به يې ورته ډک کړم او بل که يې غاښ ورته وکاږم نو يو اړخ يې بيخي تشېږي او دا ځوانه ښځه ده، بد ورسره ښکاري.

د ښځې پر حق منکر او پر دين مين مېړه ورغبرګه کړې چې له پاخه غاښ سره يې اودس نه کېږي، غاښ به يې ورته کاږې. ډاکټر ورته ويلي چې زه خو يې غاښ ورته نه کاږم، بل هر چا ته يې چې ورولې وريې وله. ډاکټر زياتوي چې د دې ټولې لانجې او خبرو پر مهال ښځې هيڅ نه ويل، د هغې د غاښونو، اوداسه، دين، اخرت او لمانځه په اړه به ټولې پرېکړې دې نارينه کولې او هغه ځوانه ښځه تر دې منځ د يوې ګونګۍ په څېر ناسته وه. ښايي په دې ټولنه کې به د دې دومره وخت پر مهال په هغې کې دا حس پوخ شوی وي چې ښځه د نارينه د ملکيت په توګه د خپل ځان په اړه د هيڅ ډول غږ پورته کولو حق نه لري او نارينه چې ورته کومې پرېکړې کوي، نه يوازې د دې تقدير وي بلکې د دې په خير هم وي!