ارزګان کې ۵۹ روغتيايي مرکزونه جوړيږي

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو روغتیايي مسوولین خبر ورکوي چې د دې ډلې د روغتیا وزارت غواړي دغلته ۵۹ روغتيايي مرکزونه جوړ کړي.

د ارزګان لپاره د طالبانو د روغتیا رییس محمدالله روحاني وایي، دغلته د عامې روغتيا وزارت يوه ټيم تر یوې سروې وروسته ټولې هغه سیمې په نښه کړي چې روغتیاي مرکزونو ته پکې اړتیا وه او په لومړي پړاو کې به د ۲۰ هغو رغنیزې چارې پېل شي.

نوموړي وویل: «د عامي روغتيا وزارت څخه يو ټيم راغلی وو ټولې هغه سيمې چې روغتونونو ته پکې ضرورت وو هغه يې وکتلې چې ۵۹ روغتيايي مرکزونه د MPHH  په نوم منظور شول.»

ورته مهال د ارزګان د لېرې پرتو سیمو خلک بیا د یاد روغتایي مرکزونو د جوړیدو هرکلی کوي او وایي، چې د دې روغتیایي مرکزونو جوړیدو سره به یې تر ډیره ستونزې حل شي.

د معلوماتو له مخې دا مهال په ټول ارزګان کې ۶۴ روغتیایي مرکزونه فعال دي او خلکو ته په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کوي.