برښنا

د وارداتي برښنا ستونزه حل شوه

اطلاعات روز: د افغانستان برښنا شرکت وایي، له ازبکستانه هېواد ته د وارداتي برښنا ستونزه حل او په نورمال ډول ونښلول شوه.

دغه شرکت نن (شنبه، ۴ سلواغې) له خپلې فیسبوکپاڼې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې تخنیکې ډلې یې په بغلان ولایت کې له یاد هېواده افغانستان ته د راغلې برښنا مزي ستونزه حل او کابل ته ۳۰۰ میګا واټه وارداتي برښنا بېرته ونښلول شوه.

دغه فني ستونزه د بغلان ولایت زمانخېل سیمه کې له ازبکستانه د وارداتي برښنا مزو کې رامنځته شوې وه، چې نن بېرته حل شوه.

دا لومړی ځل نه دی، بلکې له دې پخوا هم ورته ستونزې رامنځته شوې دي چې افغانستان ته واردېدونکې برښنا یې پرې او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.