پکتیا

پکتيا کې ښوونځي د کمپيوټر عملي زده کړې نه لري

اطلاعات روز: د پکتيا ولايت دولتي ښوونځي لا هم کمپيوټر لېبونه او عملي زده کړې يې نه لري او زده کوونکي يې د فعالېدو او زده کړې غوښتنه کوي. 

زده کوونکي وايي چې کمپيوټر او انګليسي د اوسمهال د زده کړو او بازار جدي اړتيا ده او اړوند وزارت او ادارې بايد دې اهميت ته په کتو په ښوونځيو کې زده کوونکو ته د معياري کمپيوټر او انګليسي زده کړې د اسانتياوې برابرې کړي. 

د ګردېز د ببرک خان ځدراڼ لېسې زده کوونکی عصمت صميم وايي چې سږ يې د ښوونځي وروستی کال دی او په تېرو دولس کلونو کې يې هېڅکله په ښوونځي کې د کمپيوټر عملي زده کړه نده ليدلې. 

صميم وويل چې په کمپيوټر او انټرنېټ پورې اړوند مسايل او اړتيا د لنکن ښوونيز مرکز له اسانتياوو په استفادې پوره کوي. 

نوموړی وايي: «د پکتيا په ښوونځيو کې د انګليسي ژبې او کمپيوټر ستونزه ډېره زياته ده او فکر نکوم چې داسې مکتب دي وي چې کمپيوټر لېب يا لېپ ټاپ کمپيوټر ولري. دا دی دولس کاله مې پوره شول او سږکال فارغېږم، ما تر اوسه په مکتب کې د کمپيوټر سکرين هم حتی ونه ليد.»

د ګردېز اړوند د باغشاه لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکی ذاهدالله د کمپيوټر پوهه او ورڅخه په علمي برخه کې کار اخيستل ګټور او په کم وخت کې د زيات کار مهمه وسيله بولي او وايي چې د کمپيوټر لېب اسانتيا بايد هر څه ژر لږ تر لږه په ښاري ښوونځيو کې برابره شي. 

هغه وويل: «هر څوک کمپيوټر او انګليسي ته اړتيا لري، خو متاسفانه بايد ووايم چې په پکتيا کې داسې ښوونځی نشته چې هلته دې کمپيوټر فيسيليټي يا اسانتيا برابره وي. له پوهنې وزارت څخه زموږ دا تقاضا ده چې موږ ته دا اسانتيا برابره کړي.»

د احمدابا ولسوالي د مرکزي لېسې د لسم ټولګي زده کوونکی عصمت الله تسکين وايي د کمپيوټر لېبونو، کتابونو او اړوندو اسانتياوو د شتون له امله د خصوصي لېسو تعليمي کيفيت لوړ دی او پر همدې اساس زيات خلک لېوال دي چې خپل اولادونه يادو ښوونځيو کې شامل کړي. 

تسکين اطلاعات روز ته وويل: «په عصري علومو او ټولو ځايونو کې انګليسي او کمپيوټر ته ډېر زيات ضرورت دی، خو هغه ضرورت چې موږ لرو، ندی رفع شوی؛ ځکه چې موږ عملي زده کړې نلرو په مکتبونو کې په کريکولم کې مضمون شته، خو يوازې نظري لوستل کیږي.»

د ګردېز د ششګر ښوونځي ښوونکې مدينه د درسي کتابونو، مسلکي ښوونکو، د کمپيوټر او بيولوژي د عملي درسونو او د ښوونځيو د ودانيو نشتون لويې ستونزې يادوي، چې په خبره يې پر تعليمي بهير يې ناوړه اغېز کړی دی. 

نوموړې وايي: «درسي کتابونه، د مکتبونو د ودانيو، صنفونو او احاطې نشتون او د مسلکي ښوونکو د کمبود مشلات لا هم شته؛ معارف بايد دې برخو ته زياته توجه وکړي.»

د يادې لېسې يوه بله زده کوونکي هاجره د انجونو لپاره د انګليسي ژبې او کمپيوټر زده کړه د اهميت سربېره لويه ننګونه يادوي او وايي چې که هلکانو ته په ښوونځيو کې د يادو او نورو ساينسي مضمونونو د زده کړه اسانتيا نه وي، نو په ښار کې يې په کورسونو کې هم زده کولی شي، خو په خبره يې انجونې يې له دې اسانتيا هم بې برخې دي. 

هاجره له پوهنې رياست او نورو اړوندو ادارو غواړي چې ټولو زده کوونکو، په تېره انجونو ته په ښوونځيو کې د انګليسي ژبې او کمپيوټر زده کړې په برخه کې پوره امکانات چمتو کړي. 

نوموړې زياته کړه: «انګليسي او کمپيوټر ډېر ضرور دي، همدارنګه ساينسي مضامين زيات اهميت لري چې بايد زده شي، جينکيانې په دې برخو کې ډېر مشکلات لري او د دې مضمونونو زده کولو ته لاسرسی نلري. کتابونه هم کم دي، دا اوس موږ انګلش او ځينې نور کتابونه نلرو، کمپيوټر خو مو ليدلی هم ندی.»

د ګردېز لنکن ښوونيز مرکز مشر اسدالله ځاځی وايي چې هره ورځ د ښوونځيو ګڼ زده کوونکي انجوني او هلکان د ښوونيزو او روزنيزو تعلیمي اړتياوو پوره کولو او له کمپيوټر او انټرنېټ څخه د استفادې لپاره دې مرکز ته ورځي. 

ځاځي اطلاعات روز ته وويل چې دوی د خپلو اسانتياوو تر بريده په ياد مرکز کې د هلکانو سربېره د انجونو زده کوونکو لپاره هم د کمپيوټر او انګليسي ژبې د زده کړې ځينې ښوونيز پروګرامونه جوړ کړي، خو د ټولو زده کوونکو شمېر او اړتيا ته په کتو خورا کم دي. 

نوموړي زياته کړه: «موږ دلته د انجونو لپاره ښځينه استاده لرو، کارونه شوي، خو ښه والي ته يې اړتيا ده. موږ کولی شو چې دلته په يو وخت تر اويا پورې انجونو ته زده کړې ورکړو، خو بدبختانه ځينې کلتوري محدوديتونه او د ځينو لپاره امنيتي ستونزې د دې د مخنيوي لامل شوي دي. له پوهنې رياست زموږ غوښتنه دا ده چې دوی زده کوونکي وهڅوي، چې که لاسرسی لري دلته راشي او انګليسي او کمپيوټر زده کړي.»

د پکتيا د پوهنې رييس کوچی ځاځی هم په دولتي ښوونځيو کې د کمپيوټر لېبونو او عملي زده کړو نشتون لويه تشه بولي او وايي ګردېز او ځينو سيمو ته د وارداتي برېښنا په رارسېدو د برېښنا ستونزه هم حل شوې او هڅه به وکړي چې ځينې ښوونځي په کمپيوټر لېبونو سمبال کړي. 

ځاځي وويل چې د کمپيوټر او انګليسي ژبې د زده کړې د اسانتياوو د نه موجوديت سربېره دې ولايت ته له څو کلونو راهيسې د ساينسي او بيولوژيکي تجربي مضمونونو لپاره لابراتوارونه او اړوند وسايل هم ندي ورکړل شوي او دمګړۍ ورته په ښوونځيو کې جدي اړتيا ده. 

نوموړی وايي: «کمپيوټر په تيوري نه زده کيږي او بايد پرکټېکل زده شي، ولې په پکتيا کې هم دا ستونزه شته، خوشبختانه چې اوس وارداتي برېښنا ګردېز او ځينو سيمو ته راغله، موږ به کوشـش وکړو چې کمپيوټرونه پيدا کړو او مجهز کمپيوټر لېبونه ولرو. په دې برخه کې تر اوسه خاص کار ندی شوی.»

د چارواکو سربېره روان کال د پوهنې پخواني وزير ميرويس بلخي هم ګردېز ته د کاري سفر په ترڅ کې د زده کړو کيفيت ناوړه او ټيت بللی و او پکتيا ته يې د زياتې پاملرنې ژمنه کړې وه، خو له هغه راهيسې په ياده برخه کې د وزارت لخوا کوم وړ عملي اقدام ندی شوی.