ملابرادر: نړيوال په افغانستان کې د بيا رغونې مخه نيسي

اطلاعات روز: د طالبانو د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملاعبدالغني برادر وايي، نړيوال هڅه کوي چې د فشار له لارې هرڅه سم کړي او نه پریږدي چې افغانستان پرمختګ وکړي.

نموړي تېره ورځ (شنبه، ۱۴ د لړم) ارزګان ولایت ته د سفر پر مهال په خپله وینا کې وویل، نړيوال غواړي د فشارونو راوستلو له لارې دوی راضي کړي چې په خبره یې دا يوه سمه لار نه ده.

ملابرادر زیاته کړه: «نړيوال نه غواړي چې افغانستان پرمختګ وکړي دوی په دې بوخت دي چې د افغانستان د پرمختګ مخه ونیسي، خو دغه سمه لار نه ده ځکه په دې ډول زموږ د حکومت او نړیوالو ستونزې نه حل کېږي.»

د طالبانو دغه لوړ پوړی چارواکی وايي، تراوسه نړيوالو په افغانستان هيڅ ډول پانګونه نه ده کړې، خو طالبانو او د هیواد ملي تجارانو په ټول هېواد کې نږدې ۲۵۰ ميليونه افغانۍ پانګونه کړې ده.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د ټاپي پروژې په اړه هم خبرې وکړې ده وویل، د دغه پروژې کارونه ځکه د خنډ او ځنډ سره مخ شوي چې خلک دوی ته خپل شخصې ملکیتونه د یادې پروژې لپاره په واک کې نه ورکوي.

دی وایي، اوس د خلکو سره په خبرو اترو بوخت دي ترڅو هغوی دې ته راضي کړي چې ځمکې یې استملاک او د ټاپي پروژې کارونه پیل شي.

هغه ارزګان ته د خپل سفر پرمهال د یو لوی جومات د بنسټ ډبره کیښوده او د دغه ولایت د خلکو سره یې ژمه وکړه چې لومړی به د ارزګان-دهراوود او بیا به د ارزګان-کندهار سړکونه په اساسي ډول رغوي او له دوی یې وغوښتل چې د طالبانو د حکومت ملاتړ وکړي.

ملابرادر داسې مهال ارزګان ولایت ته سفر کوي چې تر دې وړاندې د ارزګان ولایت خلکو شکایت کوه چې د طالبانو سرپرست حکومت دوی له پامه غورځولي او د بیا رغونې په برخه ورته ځانکړې پاملرنه نه کوي.