د عبدالغني برادر دفتر ويلي، چې نوموړی به د ايران خصوصي سکتور په زراعت، کانونو، ټرانسپورټ او صنعت برخو کې پانګونې ته وهڅوي.
طالبان: ازبکستان له امو سيند څخه د خپلې حقابې د تأمين په موخه د قوش تیپې کانال بشپړیدو کې همکاري کوي
د ازبکستاني پلاوي مشر عبدالعزيز کاملوف ويلي، چې هيواد يې په نړيوالو فورمونو او غونډو کې د افغانستان ملاتړ کړی دی او تيار دي چې له طالبانو سره په زيربنايي پروژو کې همکاري وکړي.
ملابرادر ارزګان ولایت ته د سفر پر مهال په خپله وینا کې وویل، نړيوال غواړي د فشارونو راوستلو له لارې دوی راضي کړي چې په خبره یې دا يوه سمه لار نه ده.
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستيالۍ ويلي، چې د دې پارک د بيا رغونې په طرحه کې تر ځمکې لاندې د سوداګريز مرکز جوړول، سوداګريز کمپليکس، د ښځو لپاره ځانګړی سوداګريز مرکز، د فوټسال ميدان، څو تفريحځايونه، څو ريسټورانټونه، مسجد، د لامبو وهلو ډنډ او د نقليه وسايطو پارکينګ په نظر کې نيول شوي دي.
برادر ويلي: «امريکا په غير قانوني توګه د افغانستان پانګه کنګل کړې او د اسلامي امارت (د طالبانو رژيم) د مشرانو نومونه يې په تور ليست کې اچولي او نړيوالو ته هم له افغانانو سره د تعامل اجازه نه ورکوي.»