ننګرهار کې تېر میلادي کال ۵۵ سلنه ماشومان د نري رنځ په ناروغۍ اخته شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو روغتیايي مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د ۲۰۲۱ کال په پرتله په ۲۰۲۲ کال کې په نري رنځ د اخته کسانو په شمیر کې شل سلنه زیاتوالی راغلی چې ۵۵ سلنه یې کم عمره ماشومان دي.

ننګرهار کې د طالبانو د ملکي روغتون د نري رنځ د مرکزي لابراتوار د څانګې مسوول لطيف الله فقيري په نري رنځ د کم عمره ماشومانو اخته کيدل يوه ننګونه یادوي او په خبره یې چې په ماشومانو کې د یادې ناروغۍ تشخیص لږ څه ستونزمن دی.

نوموړی زیاتوي، چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې دغلته د نري رنځ ۵۹۵۳ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۲۴ کسانو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

فقیري د خپلو خبرو په دوام وایي، چې په ۲۰۲۲ کال کې په نري رنځ د اخته کسانو شاوخوا ۶۰۰۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

هغه زیاتوي، چې دوی له ناروغ کس څخه د ناروغۍ د معلومولو له پاره ۳ سمپله یا نمونې اخلي، که چېرې یې نتیجه مثبته شوه، په دې معنا ده، چې ناروغي یې ساري او فعال تبرکلوز لري.

روغتیایي چارواکي د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د چټکو اقداماتو خبره کوي او وایي، چې اوس مهال یې د ښار او ولسوالیو په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د نري رنځ د تشخیص ۹۵ مراکز پرانیستي دي.

بلخوا ډاکټر سمیع الحق وایي، نرۍ رنځ یا توبرکلوز یوه ساري ناروغۍ ده، چې درملنه یې له ۶ تر ۹ میاشتو وخت نیسي.

هغه زیاتوي، چې پخوا به خلکو د نري رنځ په افشا کولو سره د شرم احساس کاوه، خو اوس ټول د دې هڅه کوي چې په وخت سره د یادې ناروغۍ درملنه وکړي.

 نوموړی اندیښنه لري که هیوادوال روغتیایي لارښوونې عملي نه کړي، پر یادې ناروغۍ د زیاتو خلکو د اخته کیدو ویره ده.

ډاکتر سمیع الحق زیاته کړه:«فقر د سواد کموالی هغه لاملونه دي چې نري رنځ ته یې زمینه برابره کړې او په دې برخه کې عامه پوهاوی مهم دی، نری رنځ ساري ناروغي ده، ځنډنۍ ده او مکروبي ناروغۍ ده نو خلکو ته په کار ده چې دوامداره ټوخی او یا بلغم لري باید چې تداوي شي.»

په ورته مهال د ننګرهار اوسیدونکي هم د نري رنځ زیاتېدو اندېښمن کړي دي.

دوی له روغتیایي چارواکو څخه غواړي، چې د نري رنځ د درملنې مرکزونه زیات کړي ترڅو ناروغان په اساني سره نږدې روغتیایي مرکزونه ته د درملنې په موخه لاړشي.

ذبیح الله د هغو کسانو له ډلې دی چې د نري رنځ ناروغۍ د پېښو زیاتیدو اندیښمن کړی خو وایي، د یادې ناروغۍ په اړه معلومات نه لري.

دی غوښتنه کوي چې د یادې ناروغۍ په اړه باید خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي.

بلخوا تازه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مسوولان وایي، چې په تېر زېږدیز کال کې له ۷۰ زرو ډېر افغانان پر دې ناروغي اخته شوي او له ډلې یې ۱۲ زرو هغو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال په ټول هېواد کې د نري رنځ ناروغۍ د تشخیص او درملنې ۸۷۷ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي او ډېری یې په لېرې پرتو سیمو کې دي.

د یادونې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د تېر زېږدیز کال پر مهال په ټوله نړۍ کې له لس میلیونه ډېر کسان پر نري رنځ اخته شوي دي.

ټي بي يا نری رنځ یو ساري ناروغۍ ده، چې د تنفس له لارې له يو انسان نه بل ته انتقاليږي چې اکثره سږي پرې اخته کیږې.