ننګرهار کې د ګلاب ګلونو د کوکنارو ځای نیولی

اطلاعات روز: ننګرهار کې د کرنې په برخه کې د ستروسو، سبزیجاتو او نورو مېوه جاتو ترڅنګ د ګلاب ګل کرکېله پراخه شوې، چې کروندګر یې د نورو کرنیزو بوټو په پرتله ښه یادوي.

د ننګرهار دره نور ولسوالۍ د دغه ولایت یو له سړو او غره ییزو سیمو ده، چې په دې وروستیو کې دغلته بېلابېلو مېوو پراخوالی موندلی او کروندګر یې له همدې لارې د خپل ژوند چارې مخته وړي.

په دې ولسوالۍ کې لسګونه کروندګرو په سلګونه جریبه ځمکه د ګلاب ګلانو کرکېله کړې، چې د کوکنارو او نورو نشه یي توکو ښه بدیل یې بولي.

شاوخوا ١٥ کاله وړاندې د جرمني د یوه صنعتي او کرنیز شرکت په مالي ملاتړ د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې په شاوخوا څلور سوه جریبه ځمکه د ګلابو بڼونه جوړ شول، چې ورسره هم مهاله لسګونه کسان په کار بوخت شول.

د دې ولسوالۍ د ستن کلي اوسېدونکی عجب بابا هم یو له هغو کروندګرو دی، چې په خپله درې جریبه ځمکه کې یې د ګلابو بڼ جوړ کړی، نوموړی ګلاب د کوکنارو ښه بدیل یادوي او وایي، دا بوټی د غنمو، جوارو او نورو فصلونو په پرتله عواید ډېر ورکوي.

نوموړی زیاتوي، په یوه جریب ځمکه کې د ګلابو له فصل نږدې سل زره افغانۍ عواید په لاس ورځي، چې د خلکو ژوند کې یې مثبت بدلون راوستی.

کروندګر وایي، د پخواني حکومت پرمهال ورسره د جرمني د یوه صنعتي شرکت له لوري قرارداد شوی وو، چې هغوی ترې عطر جوړول او د نړۍ بېلابېلو بازارونو ته یې وړاندې کول.

خو زیاتوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم یاد شرکت له دوی سره قرارداد لغوه کړی او پرځای یې یوه افغاني شرکت قراراداد لاسلیک کړی دی.

کروندګر ګیله کوي، چې د پخواني حکومت پرمهال ورسره شوې ژمنې نه دي عملي شوي، چې له امله یې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس په ګرېوان دي.

کروندګر عبدالمالک وویل: «مونږ سره چې څه وعدې مخکې کړې وې هغه یې پوره نه کړې؛ نو په همدې خاطر د خلکو اقتصاد ته ضربه رسېدلې ده.»

کروندګر دغه راز د ګلانو د را ټولولو په برخه کې له سختو ننګونو شکایت کوي.

د دره نور ولسوالۍ بل کروندګر اسماعیل وایي، د وسایلو د نه لرله له امله یې کارونه ستونزمن دي او له اړوندو مرستندویه ادارو او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې دې ورته لاس ورکړي.

بل لور ته ننګرهار کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین وایي، د کروندګرو ستونزې یې د حل لپاره له اړونده همکارو موسېسو سره شریکې کړي او راتلوونکي کې به په دې برخه کې عملي اقدامات ترسره شي.

ددې ریاست د کرنیزو خدمتونو او ترویج آمر ملا نعمت الله اکبري وایي، د ګلابو د لا ترویج لپاره یې د ٢٠٠ نمایشي قطعاتو طرحه او پلان کرنې وزارت ته لېږلی، چې په عملي کېدو سره به یې د ګلابو کرکېله لا پراخه او کروندګر لپاره به د کوکنارو یو ښه بدیل وګرځي.

د ننګرهار د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې د دې ولایت اچین، سپین غر، هسکه مېنه، شېرزاد او خوږیاڼي هغه ولسوالۍ دي، چې د نړۍ والو مرستندویه کرنیزو موسېسو له لوري پکې په سلګونه جریبه ځمکه کې د ګلابو بڼونه جوړ شوي، چې لسګونه کروند ګرو ته پکې د کار روزګار زمینه برابره شوې ده.