انځور: خواله رسنۍ

شمال ته د وزیرستاني کډوالو د لیږد په اړه اندیښنې؛ کډوال: نه غواړو طالبان مو نورو ولایتونو ته انتقال کړي

طالبانو څه موده وړاندې اعلان وکړ، چې د امنیت تامین په هدف پلان لري چې په خوست، پکتیکا او ځینو نورو ولایتونو کې میشت وزیرستاني کډوال شمالي او نورو ولایتونو ته انتقال کړي، خو دې پرېکړې خوست ولایت کې د میشتو وزیرستاني کډوالو غوسه راپارولې او دا چاره یې له دوی سره ښکاره ظلم بللی دی.

دوی وايي، په خوست کې یې ژوند ارامه دی او له طالبانو غوښتنه کوي چې د دوی په اړه دې شوې پرېکړه بیرته واخلي.

د دغه ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې اوس مهال سلګونه کورنۍ د کډوالۍ شپې او ورځې تېروي او څو کاله وړاندې له کرښې پورې غاړه په وزیرستان کې د جګړو او د پاکستاني پوځیانو د عملیاتو له امله راکډه شوي وو.

دغه ولایت ته راغلي کډوال وايي، پر ځای د دې چې د طالبانو حکومت ورته د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړي، برعکس خنډونه جوړي او نامعلوم ځای ته یې انتقالوي.

په دې اړه یو تن کډوال چې له تېرو اتو کلونو راهیسې د «ګلان» په نوم په یو کمپ کې ژوند کوي اطلاعات روز ته وویل، چې تر پخوا یې په خوست ولایت کې ژوند ښه شوی او که یې له دې ځایه لېرې پرتو ولایتونو ته ولېږدوي نو د تېر په څېر به یو ځل بیا له ګڼو ستونزو سره مخ  شي.

هغه اقتصادي ستونزو ته په کتو غوښته وکړه چې د طالبانو سرپرست حکومت دې له دوی سره د همکارۍ وکړي او زیاته یې کړه چې دوی نشي کولی چې په اوسني خراب اقتصاد بل ځای ځان ته د اوسېدو ځایونو جوړ کړي.

هغه وایي: «مونږ دلته چې خوست ته راغلي و او په ګلان کمپ کې اوسېږو مونږ اول ځل ډېرې ستونزې وګاللې او خبر شو چې د طالبانو حکومت مو اوس بل ځای انتقالوي، خو دا له مونږ سره ناجایزه کار دی او مونږ دلته د خوست خلکو نه ډېر خوښ یو، ځکه کلتور او ژبه مو تر ډېره سره یو ډول دی.»

د خوست ګلان کمپ کې میشت وزیرستاني کډوال. انځور: خواله رسنۍ

دغه کډوال هغه ادعاوې هم ردوي چې څه موده وړاندې د پاکستاني حکومت چارواکو تور پورې کړی و، چې ګواکې له کرښې پورې غاړه پر پاکستان د حملو پلانونه جوړي او یا هم د دوی پر پوځیانو بریدونه کوي.

د دغو کډوالو له ډلې یې یو بل چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي اطلاعات روز سره په خبرو کې له ورانکاره ډلو سره د وزیرستاني کډوالو لاس لرل بې بنسټه ادعا وبلله او دایې د دوی پر وړاندې د خپلو شخصي ګټو لپاره ښکاره دسېسه یاده کړه.

نوموړي وویل: «مونږ ته پخوا هم دغسې دسېسې جوړې شوې وې، په وزیرستان کې ترهګر نه و، خو پاکستاني پوځ عملیات شروع کړل او مونږ د خپل سر خوندي ساتلو لپاره خوست ته پناه راوړه او دلته میشت شو، زمونږ بچیان دلته را لوی شوي او افغانستان خپله خاروه ګڼو، طالبانو ته وایم چې زمونږ له اړخه ډاډمن و اوسي.»

بلخوا د پاکستان حکومت د کورنیو چارو وزیر له امریکا غږ ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و، چې د طالبانو د حکومت سره په همغږۍ یاد کډوال لېرې پرتو ولایتونو ته استول کیږي.

شمال کې د ټي ټي پي ځای پرځای کول

د وزیرستاني کډوالو د انتقال پرېکړه په داسې مهال ترسره کیږي، چې تازه په تخار ولایت کې دوو ځايي سرچینو اطلاعات روز ته ویلي، چې شمال ته د طالبانو د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني له سفر وروسته د دغه ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي تر ۳۲۰ وسله وال کسان ځای پر ځای شوي دي.

د سرچینې په حواله چې یاد شمېر وسله وال په سپکو او درنو وسلو هم سمبال دي، چې د تخار ولایت په کندک، قم قشلاق او پنګانی سیمو ته استول شوي دي.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې تېره اونۍ سې شنبه (۲۳ د غبرګولي) شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې په ۱۰ موټرو کې سپاره وسله وال کسان د پنګانی په نوم یو ښوونځي کې ځای پر ځای شول چې اوس مهال دغې سیمې ته نږدې هم څوک نه ور پرېښودل کیږي.

د دغو سرچینو له ډلې یې یوې بلې یوې ادعا کړې، چې یاد کسان د ارزګان ولایت د اوسېدونکو په نوم په تخار ولایت کې ځای پر ځای شوي او ډېر ژر به خپلې کورنۍ له خوست ولایت او پاکستان څخه دې ولایت ته را انتقال کړي.

په دې اړه په تخار ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند مبین صافي تخار کې د «ټي ټي پي» د ځای پر ځای کېدو خبره رد کړې ده.

تخار کې ځایي سرچینې ادعا کوي چې دغلته د ټي ټي پي ۳۲۰ غړي ځای پرځای شوي دي. GETTY IMAGES

د طالبانو د مخالفو سیاسي او نظامي ډلو اندیښنې او غبرګونونه

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې وړاندې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې ګاونډیو هیوادونو ته د ډاډ په خاطر یې پرېکړه کړې چې په خوست، پکتیکا، کونړ او ځینو ولایتونو کې ځای پر ځای شوي کډوال لېرې پرتو ولایتونو ته ولیږدوي.

هغه له طلوع نيوز سره دا خبره تاييد کړې او ويلي یې دي: «د ډيورنډ پر کرښه پراته کډوال، ټول يې نه بلکې يو شمير يې چې د اندېښنې سبب ګرځېدلي و ځينو مرکزي، سویلي او شايد د هيواد شمالي ولايتونو ته انتقال او وپاشل شي تر څو په دې توګه کنټرول شي.»

د طالبانو دغې پرېکړې په اړه د طالبانو مخالفو سیاسي څېرو او نظامي ډلو تند غبرګونونه ښودلي دي او ویلي یې دي چې دا کار په سیمه کې امنیتي بې ثباتۍ ته لار هواروي او ښې پایلې به ونه لري.

د پخواني نظام د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ویلي، چې د طالبانو له خوا شمالي ولایتونو ته د وزیرستاني کډوالو انتقال ورته د منلو نه دی او په خبره یې چې دا کار به ښې پایلې و نه لري.

د افغانستان د ژغورنې په نوم د مقاومت شورا د طالبانو له خوا شمال کې د وزیرستاني کډوالو ځای پر ځای کېدو ته «شمال د تروریستانو لپاره د امن پټنځای» او «د نفوسو جوړښت» عنوان ورکړی دی.

دغې شورا همدا راز ویلي، چې د طالبانو دا اقدام به په لوی لاس هیواد داخلي او بهرینو کړکیچونو او له دې لارې د تروریستانو لپاره په یو امن پټنځای بدل کړي، چې د دوی په خبره پایله به یې ناوړه خطرونه به ولري.

د «مقاومت جبهه» چې د احمد مسعود په مشرۍ فعالیت کوي ویلي، چې د طالبانو دا اقدام په سیمه کې امنیتي او سیاسي بې ثباتي ډېرولی شي.

د «ازادۍ جبهې» د هيواد شمال ته د پاکستاني طالبانو د انتقال د راپورونو په اړه یوه اعلاميه خپره کړې او دا يې د طالبانو يو «لوی چل» او «خطرناک اقدام» ګڼلی دی.

د دې جبهې په اعلاميه کې راغلي چې دا اقدام «د افغانستان د وروڼو او برابرو قومونو تر منځ د زغم او سولييز ژوند زمينې له منځه وړي».

د «ازادۍ جبهې» په خپله اعلاميه کې ويلي: «موږ په دې باور يو چې د هيواد د شمال په نفوس کې جوړښتيز بدلون زموږ په خاوره کې د ابد لپاره د نفاق، سختدريځۍ او تروريزم تخم کري.»

د طالبانو دې مخالفې جبهې خبرداری ورکړی چې «د دې اقداماتو پايلې به نه يوازې د افغانستان او سيمې بلکې د نړيوالې سولې او امنيت لپاره خطرناکې او ويرجنې وي.»

د «ازادۍ جبهه» ادعا کوي چې طالبان نه يوازې له القاعدې او داعش سره اړيکې ساتلي، بلکې د هيواد په شمال کې يې د ازبکستان اسلامي خوځښت، د شرقي ترکستان اسلامي خوځښت او د تاجکستان انصار الله ډلې ته خوندي پناه ځايونه ورکړي دي «او تازه يې په عملي توګه د همغږو او همفکرو ډلو د کوربتوب نوې هڅې پېل کړې دي».

دغه راز د ډله‌ييز امنيتي تړون سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان د وضعيت په اړه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې د «نفوسو د جبري ځای پر ځای کېدو» مخنیوی وشي.

دا اعلاميه د سې شنبې په ورځ (۳۰ د غبرګولي) په منسک کې د ډله‌ييز امنيتي تړون د سازمان د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته خپره شوې ده.

په دې اعلاميه کې راغلي: «موږ د قومي ډلو د حقونو او اساسي ازاديو د مراعتېدو غوښتونکي يو؛ په دې لړ کې بايد [د هغوی] د ازار او ځورونې مخنیوی وشي او د هغوی په دايمي مېشتځايونو کې بايد د نژاد او مذهب پر اساس په جبري توګه نفوس ځای پر ځای نشي.»

اوس مهال له پکتیکا، کونړ او ځنیو نورو ولایتونو ترڅنګ په خوست کې شاخوا ۸۰۰۰ کورنۍ د کډوالۍ شپې او ورځې تېروي، دوی هغه مهال د وزیرستان پرېښودو ته اړې شوي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې پاکستاني پوځ ډیورنډ پولې ته څېرمه د پاکستاني طالبانو پر ضد عملیات پېل کړل.