فلسفه

د فلسفې لومړی شهید

لیکوال: خبیب علي

د اتن د شاعر اګاتون ډرامې د یونان په تیاتر کې لومړی مقام ګټلی و. هغه په دې خوشالۍ کې میلمستیا کړې وه. ملګري یې هم ورغوښتي وو. میلمنو په مینه باندې خبرې کولې. بحث همداسې پسې اوږدېده. ټولو په دې موضوع د خپلې رایې اظهار کاوه.

فیډرس خبره شروع کړه: مینه تر ټولو پخوانی او تر ټولو قوي خدای دی. مینه هماغه اصول دي چې د عامو زلمو نه اتلان جوړوي. وجه یې دا ده چې د محبوب پر وړاندې هیڅوک بزدلي نه کوي او ټول کوښښ کوي چې له ځانه مېړانه وښیي. ملګرو، ماته د مئینو پوځ راکړئ، زه به تاسې ته د ټولې دنیا فتحه در وښیم.

ته سهي وایې، پوسانیاس خبرې ته ادامه ورکړه: خو ته باید د ځمکنۍ او اسماني مینې ترمنځ فرق وکړې. زما مطلب دا دی چې د دوو جسمونو ترمنځ کشش او د دوو روحونو ترمنځ تمایل باید یو شی ونه ګڼل شي. کله چې د ځوانۍ ګل بې رنګه شي نو د جسم عامیانه مینه هم ورسره له منځه ځي. د روح مینه ابدي مینه وي.

بحث همداسې روان و چې نوبت مزاحیه شاعر ارسټوفینز ته ورسېد. هغه وویل: پخوا دواړه جنسونه (نارینه او ښځینه) په یوه بدن کې وو. څلور پښې او څلور لاسونه یې درلودل. مخونه یې هم دوه وو. د دوی ارادې د اسمانونو په شان لوړې وې. قوت یې دومره ډېر و چې حتی اسمانونو ته یې د ختلو اراده درلوده، خو په همدې وخت کې زیوس ته یو فکر ور پیدا شو: که دوی په دوه برخو ووېشو نو زموږ قربانۍ به دوه چنده شي او د دوی قوت به هم نیمایي شي.

ارسټوفینز خپلې خبرې ته ادامه ورکړه: په دې ډول خدایانو دا یو بدن په دوو برخو ووېشه. له هماغې ورځې دوی غواړي چې یوځای شي. د وصال او یوځای کېدو همدې ارزو ته موږ مینه وایوو.

د مینې په دې مزاحیه تعبیر بحث ختم نه شو. نورو میلمنو هم خپل نظرونه وړاندې کړل. په اخره کې د ځانګړي میلمه نه غوښتنه وشوه چې خپل نظر وړاندې کړي. ځانګړی میلمه سقراط و.

له اوږده ځنډ وروسته په محفل خاموشي خوره شوه. سقراط خبرې پیل کړې: د دومره ښو نظرونو د اورېدو نه وروسته زه دا جرات نه شم کولای چې خپله خوله پرانیزم. دلته دومره لویه دانایي ښکاره شوه چې زما حماقت یې پر وړاندې نه شي درېدی.

دا د سقراط ځانګړی انداز و. هغه د ابتدایي خبرو نه وروسته په خپل حماقت دا لویه دانایي تس و نس کړه. د سقراط پرلپسې پوښتنو د هغوی دلایل کمزوري کړل. سقراط په درس و تدریس کې د پوښتنیز سبک باني و. هغه به د پوښتنو له لارې د خلکو دلایل کمزوري کول.

سقراط چې د دوی دلایل رد کړل، نو خپل نظر یې داسې بیان کړ: مینه د ملکوتي حسن لپاره د بنیادم د روح د ارزو نوم دی. مئین یواځې مینه نه لټوي، بلکې مینه زېږوي هم. مئین مینه د ورکېدو نه ساتي. هغه په فاني بدن کې د لا فانیت تخم کري. همدا وجه ده چې جنسونه یو بل سره مینه کوي. هغوی خپل ځانونه بیا له سره زېږوي. وخت ته په دې ډول طوالت او اوږدوالی ورکوي چې تر ابدیت یې ورسوي. همدا وجه ده چې مور و پلار اولادونو سره مینه کوي، ځکه د مور و پلار اروا یواځې اولادونه نه زېږوي بلکې د حسن د تلپاتې پلټنې لپاره نور هملاري پیدا کوي.

ښا، نو هغه حسن څه شی دی چې موږ ټول ورته د مینې په وسیله دوام ورکول غواړو؟

هغه پوهه ده، نېکي ده، درناوی دی، زغم دی، انصاف دی او ایمان دی. په یوه کلمه کې به داسې ووایو چې مینه رښتینولي ده او «رښتینولي هغه لاره ده چې سړی نېغ د خدای حضور ته رسوي».

میلمنو د پښې یبلې فیلسوف د خبرو په ختمېدو لاسونه وپړکول. په دې میلمستیا کې د سقراط مشهور شاګرد افلاتون هم ګډون کړی و.

سقراط یو وخت ویلي وو: زه یوازې په یوه خبره پوهیږم او هغه دا ده چې نه پوهیږم. د سقراط ټول عمر د همدې خبرې په ثابتولو کې تېر شو. هغه فکر کاوه چې نور خلک هم د هغه په شان نه پوهیږي. له همدې کبله هغه غوښتل خپله هم زده کړه وکړي او نور هم دې ته تیار کړي چې یو څه زده کړي. هغه وایي: زما مور دایه وه او زه هم د هغې پر لاره د تګ کوشش کوم. زه ذهني کارونو سره اړیکه لرم. زه نورو سره مرسته کوم چې خپل افکار وزېږوي.

سقراط په ۴۷۰ق.م کې زیږېدلی و. هغه د بدرنګې پوزې، غټو شونډو، ځلېدونکو سترګو او بې ډوله بدن څښتن و. هغه به د اتن په کوڅو کې ګرځېده. ډېرې ساده پوښتنې به یې کولې: زهد او تقوا څه شی ده؟ نېکي څه ته وایي؟ زغم څه ته وایي؟ انصاف څه شی دی او رښتینولي څه ته وایي؟

په انګرېزۍ کې Sniffer Dog هغه سپي ته وایي چې د شیانو د بویولو له لارې مخدره توکي او چاودېدونکي مواد لټوي. سقراط یو ځای ځان له همدې سپي سره تشبیه کړی دی. هغه وایي: زه د بویوونکي سپي په شان رښتینولۍ پسې یم.

سقراط غوښتل د تېروتنو د ریښو له لارې حقیقت ته ورسي. په دې لټون کې هغه خپلې ټولې ګټې نظر انداز کړې وې. د مسلک او کسب له لحاظه سقراط بوت تراش و، خو د فلسفې شوق او د حقیقت لټون هغه داسې کړی و چې حتی خپله کورنۍ یې هم هېره کړې وه. مېرمنې به یې تل ورته د بې پروایۍ پېغورونه ورکول، خو هغه خپل ځان د فلسفې نه قربان کړی و.

معمولا څوک چې ځان کې ستونزې وویني، خپه کیږي. سقراط چې د اتن اوسېدونکو ته د هغوی رښتیني مخونه ور وښودل نو هغوی سخت خپه شول. د سقراط په ایینه کې هغوی د ځانونو پرځای څاروي ولیدل او بیا یې د څارویو په شان سقراط ته د تکلیف رسولو کوښښونه پیل کړل. هغوی کلونه کلونه سقراط پسې ریشخند وواهه.

په ۴۰۴ق.م کې د سپارټا د دیکتاتورۍ او د اتن د جمهوریت ترمنځ جګړه وشوه چې اتن په کې ماتې وخوړه. د ځینو روایاتو پر بنسټ دې جګړې تقریبا درې لسیزې دوام وکړ. دې ماتې د اتن د خلکو ازادي محدوده کړه او ډېرو ناخوالو سره یې مخ کړل. د اتن د خاینانو مشر کریتیاس کودتا وکړه او د خپلواک حکومت سکه یې په بل مخ واړوله. بیا چې کریتیاس هم له واکه محروم شو نو ګډوډي ډېره شوه. اتن نور د یوه داسې فلسفي د اوسېدو لپاره مناسب نه و، چې په ازاد ډول د نظر د بیان پلوي کوي.

یوه ورځ سهار مهال چې سقراط بازار ته راووت، نو ویې لیدل چې د هغه په خلاف د جرم اعلامیه لګېدلې ده. په اعلامیه کې راغلي: سقراط جرمونه کړي دي. د هغه لومړی جرم دا دی چې هغه د هغو خدایانو عبادت نه کوي چې ټول ښار یې عبادت کوي. د دې پرځای هغه یو نوی خدای راوړی دی. دویم جرم یې دا دی چې هغه ځوانان بې لارې کوي. د هغه سزا مرګ دی.

سقراط ونیول شو او محکمې ته حاضر کړل شو. که هغه غوښتلی، نو له مرګ څخه په اسانۍ بچ کېدلی شو. د اتن قانون داسې و چې هر چا کولای شول، د مرګ سزا په جلا وطنۍ بدله کړي. که یو چاته به د مرګ سزا ورکړل شوه، نو هغه ته دا اختیار هم ورکول کېده چې که خوښه یې وي نو کولای شي چې وطن پرېږدي او له مرګه ځان وژغوري. سقراط هم دا اختیار درلوده خو هغه داسې ونه کړل. هغه لا د ځوانۍ له مهاله مرګ ته تیار و. د شباب په کلونو کې هغه په یوه جنګ کې مېړانه ښودلې وه چې بیا ورته انعام هم ورکړل شوی و.

سقراط سختو حالاتو سره د مقابلې لپاره همېشه تیار و. په اتن کې یواځینی کس سقراط و چې په یخ ژمي کې به پښې یبلې په واورو ګرځېدلی شو. سقراط به ویل: راځئ، مرګ سره په هماغه جرات مخ شو په کوم جرات مو چې زندګۍ سره مقابله کړې ده. ای قاضیانو، ستونزه له مرګ څخه په تېښته کې نه ده، له ګناه څخه په تېښته کې ده. د ګناه سرعت له مرګه ډېر دی او ژر مو نیسي. مرګ زه نیولی یم او بد عملۍ زما مدعیان نیولي دي. زه خپله سزا قبلوم او هغوی خپله.

په وروستۍ ورځ د سقراط ډېر شاګردان زندان ته راغلل چې د وروستي ځل لپاره خپل استاد وویني. افلاتون د دې لیدنې انځور په خپل کتاب (فیډو) کې کښلی دی. سقراط له خپلو شاګردانو څخه یو را غواړي، د هغه ویښتان لمس کوي او د ژوند، مرګ او روح  د ابدیت په هکله ورته خپل افکار بیانوي. سقراط ورته وایي: یا خو مرګ ابدي خوب دی چې هیڅ تکلیف، ظلم او بې انصافي په کې نشته. نه په کې مایوسي شته او نه هم په کې درد و تکلیف.

او یا خو مرګ داسې یوه دروازه ده چې موږ پرې له دنیا څخه جنت ته داخلیږو. داسې یوه لاره چې موږ نېغ خدای ته رسوي. ملګرو، هلته هیڅوک د هغه د افکارو له وجې نه په دار کیږي، نو وخاندئ او زما په تګ خپګان مه کوئ. کله چې تاسې ما قبر ته ښکته کوئ، نو پوه شئ چې تاسې یواځې زما بدن تر خاورو لاندې کوئ، زما روح نه.

د لمر پرېوتلو وخت را نژدې شو. جېلر د زهرو پیاله لاس کې نیولې وه او دننه راغی: سقراطه، ما وبخښه. ته خو پوهېږې چې ستا د مرګ لامل زه نه یم، نور خلک دي.

جېلر سقراط ته را نژدې شو. د زهرو پیاله یې ورکړه او بېرته روان شو. هغه چې مخ واړو، نو سترګې یې له اوښکو ډکې وې.

افلاتون وایي، چې زموږ حوصله هم ختمه شوه. موږ ډېر ځان کنټرول کړ خو اوښکې مو بیا هم روانې شوې. یواځې سقراط ارام و. هغه وویل: دا څه حماقت دی؟ ما ښځې د دې لپاره بېرته وا استولې چې دې ډول حالت سره مخ نه شم. صبر وکړئ، ما په کراره پرېږدئ چې مړ شم.

موږ چې دا واورېدل نو وشرمېدو. اوښکې مو ایسارې کړې. سقراط زهر څښلي وو. هغه څملاست. ورو ورو زهر د هغه له پښو څخه تر زړه ورسېدل. سقراط سترګې پټې کړې.

دا زموږ د استاد وروستۍ شېبه وه. زه د هغه په هکله په پوره اطمینان سره ویلی شم، څومره خلک چې زه پېژنم، سقراط په هغو ټولو کې هوښیار او یو ښه انسان و.

ماخذونه:

۱. 20 عظيم فلسفی، مترجم: قاضی جاوید

۲. سقراط و فلسفه ی سیاسی معاصر، دکتر محمد تقی قزلسفلی ۳. شرح حال و افکار و عقاید فیلسوف بزرګ یونانی سقراط، مترجم: امیرحسین ظفر ایل خان بختیاری