د شانګهای سازمان غړي: افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړول اړین دي

اطلاعات روز: د شانګهای د همکاريو د سازمان د غړو هيوادونو مشرانو د خپلې غونډې په وروستۍ اعلاميه کې چې پرون (سې‌شنبه، ۱۳ د چنګاښ) د هند په کوربتوب جوړه شوه، ويلي چې په افغانستان کې د دې هيواد د قومي، ديني او سياسي استازو په ګډون سره د يوه ټول ګډونه حکومت جوړول اړین دي.

دا اعلاميه چې د هند د بهرنيو چارو وزارت له لوري خپره شوې، پکې راغلي چې د شانګهای غړي په دې باور دي چې د شانګهای د همکاريو سازمان په سيمه کې د امنيت او ثبات د پياوړي کولو يو تر ټولو مهم عامل دادی چې د افغانستان وضعيت ته رسيدګي وشي.

دوی ويلي، چې د يوه خپلواک، بې پرې، متحد، ډيموکراټيک او سولييز افغانستان ملاتړ کوي چې له تروريزم، جګړې او نشه یي توکو پاک وي.

د شانګهای د غونډې په وروستۍ اعلاميه کې راغلي، چې د دې سازمان غړي د افغانستان په ټولنه کې د شته ټولو قومي، مذهبي او سياسي ډلو د استازو په مشارکت سره په افغانستان کې د يوه ټول ګډونه حکومت جوړول ضروري ګڼي.

تر دې وړاندې هم د هيوادونو مشرانو په افغانستان کې د يوه ټول ګډونه حکومت پر جوړولو ټينګار کړی دی. ويل کېږي چې د داسې يوه دولت جوړول د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندنې لپاره د يو شمېر هيوادونو شرط دی، خو دا ډله ادعا کوي چې اوسنی حکومت يې ټول ګډونه دی په داسې حال کې چې د حکومت ټول غړي طالبان دي.

د شانګهای غړو له نړيوالې ټولنې غوښتي چې خپل هيواد ته د افغان کډوالو د پتمنې، خوندي او پايدارې راستنيدنې اسانچارې دي برابرې کړي.

دوی په خپله اعلاميه کې ويلي، چې په افغانستان کې بدلېدونکي بشري وضعيت ته په پام سره د افغانستان له خلکو سره د مرستو د دوام د هڅو ملاتړ کوي.

د شانګهای د همکاريو د سازمان درې ديرشمه غونډه پرون د هند د لومړي وزير نريندرا مودي په کوربتوب په مجازي توګه ترسره شوه.

ښاغلي مودي په دې غونډه کې د خپلو خبرو پر مهال وويل، چې د افغانستان وضعيت د شانګهای د همکاريو سازمان د غړو هیوادونو پر امنيت مستقيم اغېز لري او ټينګار يې وکړ چې له دې خاورې دې د افراطيت او ناامنۍ د ترويج لپاره استفاده نه کېږي.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په دې غونډه کې د خپلو خبرو پر مهال له طالبانو سره د نړۍ د «معنادار تعامل» غوښتنه وکړه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه